(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه ولې محرومه ده

[26.Jul.2018 - 11:21]

 

په افغانستان کی پښتو ژبه ولی محرومه شوه؟. په څه ډول دا محرومیت محوه کولای شو ؟

لیک: نظیف الله  نهضت

عملا داسیاسی نظامونه دی چی یوی ژبی ته د انکشاف او پر مختګ لاره خلاصوی ،اویایی  مخه نیسی ،په افغانستان کی  دا پښتون دشمن سیاسی نظامونه او انګریزی او خارجی فتنی وی چی پښتو ژبه یی محرومه ژبه کړه .کچیری تیر وخت ته وکتل شی    دافغانستان په تاریخ کی انګریزی استعمار اوبیا نورو یرغلګرو زمونږ دهیواد په کلتوراوژبی  مرګونی ګوزارونه وکړل ، دهیواد بیخ بنا او کلتوری جوړښتونه یی تباه کړل .د پښتو ژبی د انکشاف او پر مختګ مخه یی ونیوله .پښتانه یی په خپله مورنی ژبه د تحصیل نه محروم کړل .ددی موضوع د روښا نولو لپاره .

لازمه ده چی د پښتو ژبی محرومیت تاریخی پسمنظر ته په تفصیل وکتل شی .د پیښود  تاریخی کتنی او شننی له پلوه په رسمی ډول وروستیو پیړیو کی  دپښتو ژبی پرمختګ د افغانستان د جوړیدو نه پیل کیږی . کله چی د 1747 داکتوبراحمد شاه ابدالی لوی افغانستان جوړ کړ .دحکومت ژبه پښتو وه پاچا په پښتو ژبه د خلکو سره خبری کولی،هغه په پښتو ژبه کی ښه ادیب او شاعر وه .هغه وخت دملت او حکومت ژبه یوه وه.خو کله چی په 1773 احمد شاه بابا وفات شو.د هغه  ځوی او ځای ناستی تیمور شاه دپښتو ژبی حق ادا نکړ. دا ځکه چی د تیمور  دکار اوژوند ماحول د فارسی ژبو دژوند سیمه وه .دهغه ددربار غړی قزل باشان وه .هغه خپله مورنی ژبه و نشوه سا تلای او دماحول دتا ثیر لاندی یی خپله مورنی ژبه هیره کړه .او دهغه ژبه فارسی شوه

کله چی تیمورشاه دلوی افغانستان واک تر لاسه کړ دحکومت دچارواکو رسمی ژبه فارسی شوه

ددغه وخت نه دپښتو ژبی محرومیت پیل شو .دا ځکه چی ددربار ژبه فارسی شویوه .رسمی مکتوبونه په فارسی لیکل کیدلتیمورشاه چی دمخه دخپل پلار لخوادایران دخراسان او هرات واکمن په تو ګه ټاکل شوی وه .په دغه کلونو کی د ځایی خلکو د ژبی تا ثیر لاندی راغی او خپله پښتو ژبه یی هیره کړه ، دهغه  د دربار ژبه فارسی شوه . تیمور شاه دربار ته نژدی  خلک قزلباشان او دپښتو ژبی سره بیګانه وه .همدا دلیل وه چی دواکمنی وروسته تیمور شاه دکندهار دپښتنو مشرانو سره دهغه شدید اختلاف پیدا شو قومی مشرانوته دا حالت دزغم وړ نه وه .هغوی دتیمور شاه پرضد را پور ته شول قومی مشرانو   دده واکمنی ته یی خطر پیښولی شو .نو ځکه تیمور شاه فیصله وکړه چی  دکندهار نه پلاز مینه پایتخت کابل ته انتقال کړی .اوکابل  دافغانستان پلاز مینه پای تخت و ټاکی.سره ددی ټولونا خوالو تیمور شاه  دلوی افغانستان حدود وساتل .

تیمور شاه  په 1793 کی وفات شو خود دهغه مشر زوی شاه محمود  پر ځای دهغه کشر زوی شاه زمان چی دسلطنت واقعی وړتیا یی درلوده ،  د افغانستان پاچاشو . دغه انتخاب بیا وروسته په تاریخ کی دورونو تر منځ  دخونړیو پیښواو خارجی مدا خلی با عث شو . شاه زمان دخپل سلطنت په وخت  پدی قادر شو چی دلوی افغانستان تاریخی عظمت بیا احیا کړی او قوی نظامی قوت او لوی لښکر  چی نظیر یی په سیمه کی نه وه جوړ کړی . دغه وخت انګریزانو په هند استبدادی حکومت چلاوه .نو ځکه دهند دخلکو امید شاه زمان ته وه چی هند ته ورشی او انګریزان وشړی .دهند خلکو دشاه زمان  نه وغوښتل چی هند ته ورشی او د انګریزی استعمار نه دخلاصون په خاطر  دهغوی سره مرسته وکړی شاه زمان هم دا غوښتنه منلی وه او لازمی تیاری یی نیولی وه  .همدا رنګه دغه وخت  د فرانسی امپراطور  ناپیلیون چی دځپلو فتوحاتو په بهیر کی  مصر ته رسیدلی وه غوښتل یی چی دهند په لور خپلی لښکری دانګریزانو سره دجګړی په نیت مارش کړی .دهغه مخی ته دافغانستان مقتدر دولت واقع وه نو ځکه  هغه خپل استازی شاه زمان ته ولیږه او دهغه نه یی وغوښتل چی د هند نه دانګریزانو دایستلو په خاطر دهغه لښکرو ته دافغانستان نه دهند په لو ر دتیریدلو اجازه ورکړی او  پدی کار کی دناپلیون سره متحد شی .شاه زمان هغه ته رو ښانه جواب ورنکړ دلیل دا وه  زمان شاه اراده درلوده ، چی په نژدی وخت کی  دی  په خپله دخپلو لښکرو په زور داکار وکړی. هغه فکر وکړ چی خپله قوی لښکر لری نو دنا پلیون لښکرو ته ضرورت نشته .زمان شاه  څوڅو ځله هند نه دانګریزانو دایستلو په خاطر دجنګ  تیاری و نیوه  حرګت یی وکړاو  دلښکرو سره لاهور ته هم ورسید. خو د ده په کور کی د نفاق اور بل وه  تاریخ شاهد دی چی  انګریزانو اکثر جنګونو کی بری دخپلو جاسوسی شبکو په مټ ترلاسه کړی وه په افغانستان کی هم .انګریزانو دزمان شاه سره دمقابلی لپاره خپلی جاسوسی شبکی په کار واچولی او بی لدی چی نظامی قوت استعمال کړی زمان شاه ته یی سقوط ور کړ . دغه وخت انګریزانو زمان شاه سره دمقا بلی لپاره دایران دقاجاری دولت سره  دهغه دوژلواو دقدرت نه دلری کولو لپاره معا هدات وکړل اودشاه زمان اودهغه دورور شاه محمود ددشمنی داور د بلولو لپاره  خپلی جاسوسی شبکی په کار واچولیتباه کونکی اقدامات یی پیل کړل .انګریزانو  ددغی دسیسی دعملی کولواو  دایران دمرستی حاصلولو  لپاره  خپل خطر ناک جاسوس کپیتان ملکم دایران قاجاری در بار کی  دسفیر پتوګه وټاکه کپیتان ملکم د فتح علی شاه قاجار سره دزمان شاه پرضد  توافق وکړ  .انګریزی شبکو  داسلامی ورو ولی دنامه لاندی دورونو ترمنځ اختلاف شدید کړاو شاه محمود یی دسلطنت مستحق وګانه او زمان شاه ته یی دغاصب خطاب وکړ چی دمشر ورو حق یی غصب کړیدی  .دا لومړی ځل وه چی دانګریزانو لومړی شیطانی ډلی دافغانستان دتباه کولو لپاره د اسلامی اصولونه ددفاع په نامه  داخلی شوی ..هغوی دشاه زمان مشر ورور شاه محمودچی دشاه زمان نه یی په جګړو کی ماته خوړلی او ایران پاچا ته تللی وه جګړی ته  تحریک کړ  افغانانو ته وویل شول چی سلطنت دمشر ورور شرعی حق دی .شاه زمان دغه حق غصب کړیدی دا کار داسلامی اصولو سره مخالف دی، اسلامی اصول باید بیرته په ځای شی    اسلامی اصول دپښو لاندی شویدی .داسلامی عدالت په خاطر باید واکمنی دشاه زمان نه دهغه مشر ورور شاه محمود ته انتقال شی .انګریزانودغه وخت خپل مسلمان جاسوس ( میا غلام محمد ) دروحانی مشر اومصلح په جامه کی  دهند نه کندهار ته دشاه محمود مرستی ته ولیږه، . او دشاه زمان پرضد نظامی بلوا ګانی او فتنی پیل کړی  .بلاخره  شاه زمان ددغو فتنو په مقبل کی عمل وکړ  او امنیتی اقدا مات یی پیل کړل زمان شاه   په دربارکی د سردار پاینده خان په مشری دسیسه کونکی پیداکړل هغوی یی ونیول او اعدام کړل . ددربار په داخل کی دنفاق اور بل شو انګریزی شبکو غوښتل چی اول دنفاق اور بل کړی او بیا دشاه زمان دسقوط پلان عملی کړی . دغو اعدامونو انګریزانو ته ددی لار خلاصه کړه چی دپلان مطابق  د انتقام لپاره دافغان مشرانو یوه برخه په حرکت رالولی او  داردو جنرالان دشاه محمود په ګټه نظامی کودتا ته جذب کړی  . بحران شدید کړی بیا دغه نظامی کودتا دزمان شاه پر ضد کا میابه شوه داردو زیاته برخه دشاه محمود په طرفداری ودریده او زمان شاه د اردو دلویی برخی  کنترول دلاسه ورکړ خو داخلی جګړو دوام درلود  .ددی لپاره چی ددغو تاریخی پیښو مستند تصویر وړاندی شی دایران په قاجاری در بار کی دانګریزانو سفیر او دجاسوسی شبکو مشر دکپیتان ملکم  مکتوبو نو ته مرا جعه کوم . کله چی بحران خطر ناک حد ته ورسید  . په ایران کی  انګریزی سفیر او جاسوس کپیتان ملکم  دایران پاچا فتح علی شاه قاجارسره دافغانستان پر ضد  معاهدات امضا کړل. چی د هغه وخت نه  دتاریخ نه مونږ ته د مهمو اسنادو په حیث را پاتی دی، دا اسناد  دکپیتان ملکم مکتو بونه  دی چی دافغانستان دتاریخ دغه برخه روښانه کوی .ملکم په خپل یاداشتونوکی چی په هند کی یی خپلو امرانو ته لیږلی وه دایران دپاچا سره دتوافق په اړه داسی لیکی  (هروخت چی دافغانستان پاچا دهند په لور دحملی فیصله کوی دایران پا چا به په ټول قوت په افغانستان حمله کوی .) په بله بر خه کی د انګریزی شبکو دکار دکامیابی په اړه ملکم داسی لیکی (اطمینان ولری چی د برسات د پیل کیدو نه دمخه شاه زمان به په هند کی هیڅ اقدام نشی کولی .سره لدی چی زمان شاه به په هند کی دمداخلی توان ولری خود مدا خلی فرصت به ونلری)هغه بیا لیکی (د انګلیس په ګټه ده چی خراسان په ایران پوری وتړل شی .ځکه دایران دپاچا قوت په مراتبو دافغانستان د پاچا نه کم دی ) ( زمان شاه دانګریزانو د قدرت په مقابل کی د قویترینودشمنانو نه یودی .هغه دی چی کولای شی بی دخارجی مرستی نه په هند هجوم وروړی....هیح شی د زمان شاه دکشور کشایی مخه نشی نیولای بدون ددی چی دهغه په هیواد کی نفاق واچول شی او دهغه دجهانګیری مخه ونیول شی )منبع (افغانستان در مسر تاریخمیر غلام محمد غبار)

کله چی انګریزی شبکو  دزمان شاه دورورشاه محمود په مرسته دهغه په اردو کی دکودتا پرو ګرام عملی کړ . داردو ډیر جنرالان د شاه محود په ګټه دزمان شاه پرضد و دریدل د زمان شاه دواک حدود کمیدل  .دغه وخت زمان شاه پیښور ته دتګ ارا ده وکړه  په لار کی  دخپل پخوانی دوست ملا عاشقالله کور ته ددمی لپاره   د12 سپرو سره ورغی .ملا عاشقاالله چی دمخه دانګریزی شبکولخوا جذب اوملی خیانت ته یی ملا تړلی وی .ستر جنایت او ملی خیانت وکړ  . ملا عاشق الله چی ځان یی په انګریزانو خرڅ کړیوه اودانکریز جاسوس وه . دخپلو 200 سپرو په وسیله زمان شاه محاصره کړبیا یی بندی کړ  او دشاه محموافرادو ته حواله کړ. شاه محمود  زمان شاه په سترګو ړوند کړ . شاه محمود په خپله کال 1801 کی دکابل دنیولو وروسته  خپل سلطنت اعلا ن کړ . انګریزی جاسوسی شبکو ددغه وخت نه  بیا تراوسه  داسلام په نقاب کی  افغان شاهی نظامونو اوبیا حکومتونو  کی نفوذ وکړ.انګریزان دهغه وخت نه تر اوسه دنفاق او دداخلی جګړو تباه کونکی اور بلوی ،  اوافغانان پدغه اور کی سوه ځی . دهغوی  جواسیسو دملا روحانی پیر په جامه کی  افغانستان دپرمختګ مخه ونیوله جهالت یی حاکم کړ .مافیایی ډلی یی حاکمی کړی دشر او فساد نظامونه یی جوړ کړل  قتل عامونه یی وکړل  .دافغانستان تباهی اود  انګریزی اسلام جنایات دانګریزی ملا په لاس  تراوسه دوام لری .

دشا ه محمود  وروسته انګریزی جواسیسو افغان شاهی در بارونو کی نفوذ وکړ داخلی جګړی پیل شوی .دیادونی وړ ده چی  شامحمود دخپل ورور شاشجاع لخواپه 1804  خلع شو اوشاه شجاع پاچاشو هغه بیا  دوباره په نورو جګړو کی دشاه محمود لخوا په کال 1809 کی لری شو  او شاه محمود  بیا پاچاشو .شاه محمود  د1809 نه تر 1818 پوری پاچا وه .دغه وخت دانګریزانواو ایران دفتنو په نتیجه کی  داخلی جګړی بیا پیل شو او 16 کاله یی دوام وکړ . بلاخره  په کال 1834  داخلی جګړی پای ته ورسیدی او  په دغه  1834 کال امیر دوست محمد خان چی محمد ځی خاندان پوری اړه درلوده ، د افغانستان پاچا شو. دغه وخت  واکمنی دابدالی خاندان نه محمد زی خاندان ته منتقل شوه .امیر دوست محمد خان لویه کورنی او ډیر زامن درلودل .هغه دحکومت ټولی چاری د ځبلی کورنی تر منځ تقسیم کړی. نوځکه انګریزی شبکو دده په دربارکی دنفوذ امکان دلاسه ورکړ . هغه تر 1939 پوری په امنیت کی حکومت وکړ دا ځکه چی انګریزانو دده په حکومت کی د هغه  پر ضد داسی مخالف چی دهغه حکومت ته خطر پیښ کړی پیدا نکړ .نوځکه دبهرنه انګریزانو  دامیر دوست محمد خان دسقوط لپاره دهغه ابدالی دشمن شاه شجاع ته مراجعه وکړه  انګریز ته دا  د سولی حالت دتحمل وړ نه وه . نو ځکه انګریزانو په داخلی جګړو کی ددوست محمد خان حریف  شاه شجاع ته مراجعه وکړه انګریزی نو د شا شجاع سره په 1809 کی کله چی هغه دافغانستان پاچا وه دهغه داوړی پای تخت پیښور کی د خپل  سفیر الفنستن په وسیله  رسمی ملاقات کړی وه . دافغان او انګلیس دلومړی جګړی په پیل الفنستن په هند کی شاشجاع  سره ولیدل او هغه ته یی ته قناعت ورکړ چی دافغانستان سلطنت د شاه شجاع ابدالی حق دی ، انګریزان به دده سره مرسته وکړی چی خپل حق دامیر دوست مجمد خان نه واخلی .بیا الفنستن دافغان او انګلیس په اوله جګړه کی دانګریزی لښکرو او دشاشجاع د 12 زره لښکرسره کابل ته راغی اوانګریزانو شا شجاع  ظاهرا دافغانستان پا چا اعلان کړ خو اصلی واک ددوی سره وه. دیادونی وړ ده چی الفنستن  دانګریزانو دماتی اووتلو په وخت ووژل شو . کله چی په کال 1839 انګریزان د شاه شجاع په مرسته افغانستان ته داخل شول . دافغان او انګلیس لمړی جګړه پیل شوه .دی جګړی 3 کاله تر1842 پوری دوام وکړ انګریزان مات شول دانګریزانو دماتی او وتلو په وخت  دهغوی .17000 لښکر  دکابل او ننګرهار تر منځ  ټول ووژل شول .انګریزانو  شرمیدلی ماته وخوړه. اوپه 1842  امیر دو ست محمد خان دوهم ځل لپاره  دافغانستان پاچا شو .امیردوست محمد خان  په 1863 وفات شو. او دهغه ځوی امیر شیرعلی خان دافغانستان  پاچاشو .انګریزی شبکو دهغه په کورنی کی قوی نفوذ کړیوه او شدید اختلافات جوړ کرل  داخلی جګړی دشاهی خاندان دغړو  ترمنځ پیل کړی اودشیر علی خان  دورونو تر منځ یی دنفاق اور بل کړ  .لمړی یی دشیر علی خان  پرضد په کندهار کی دسیسه جوړه او خونړی جګړی پیل شوی پدغه جګړه کی  د شیر علی خان  دکورنی نژدی غړی  ووژل شول هغه ته عصبی شوک پیدا شد او دوه کاله په کندهار کی پاتی شو. د شیر علی خان  په غیاب کی دهغه دوه ورونه په کابل کی خپل سلطنت اعلان کړ افضل خان دامیر عبدالرحمان پلار 1866نه تر 1867 پوری حکومت وکړ چی بیا عبدالرحمان روسی ترکستان ته مهاجر شو .او اعظم خان 1867 نه تر 1868 پوری واکمن وه.بلاخره  په کال 1868 کی امیر شیر علی خان خپله روغتیا تر لاسه کړه بیرته نارمل حالت ته راغی او دخپلو لښکرو سره کابل ته لاړد خپلو ورونو سره  دجګړو وروسته یی  هغوی مات او واک تر لاسه کړ او پاچا شو امیر شیرعلی خان ته دمخه  افغان ستر نابغه سید جماالد ین افغانی دحکومتی اصلاحاتو لپاره یو پرو ګرام ورکړی وه.هغه په خپلی دوهمه واکمنی کی دغه پروګرام عملی کړ .اوستر فرهنګی کارونه یی وکړل هغه مطبعه جوړه او لمړی جریده  شمس النهار یی خپره کړه او کتابونه او رسالی یی چاپ کړی  .هغه پښتو ژبی ته اساسی کار پیل کړ .او داردو نظامی رتبی یی پښتو کړی لکه ډګرمن جګرن اوداسی نور .انګریزی جاسوسی شبکو د شیر علی خان  په دربار کی نفوذ وکړ په لومړی مرحله کی یی دهغه ورونه افضل خان او اعظم خان دده سره په جنګ اخته کړل او په دوهمه مرحله کی یی دهغه ځوی یعقوب خان دخپل پلار پرضد تحریک کړ هغه دجګړی میدان ته راغی  یعقوب خان دپلار په مقابل کی مات او زندانی شو .انګریزانو دا تباه کونکی فتنی ددی لپاره وکړی چی په افغانستان باندی دوهم تجاوز ته زمینه مساعده کړی .دشیطان انګریزجاسوسی  شبکو دفتنوسره سره دامیر شیر علی خان  سلطنت تر1879 کال پوری دوام وکړ.په دغه کال انګریزانو په افغانستان دوهم یرغل وکړ .امیر شیر علی خان مجبور شو دخپل ځوی یعقوب خان په ګټه چی دزندان نه نوی خوشی شوی وه استعفا وکړی ا و په خپله دروس نه دمرستی اخستلو لپاره مزار شریف لور ته حرکت وکړ .هغه بیا هلته وفات شو .انګریزی لښکری  افغانی خاوری ته دا خل شوی او امیر یعقوب خان یی محاصره کړ  لمړی یی په هغه دګندمک معاهده امضا کړه اوبیا یی بندی هند ته تبعید کړ .دامیر شیر علیخان بل ځوی  دهرات والی سردار ایوب خان دکندهار په میوند کی انګریزی لښکری داسی  تباه کړی دانګریزانو نه یو تن هم ژوندی پاتی نشواوغازی ایوب خان د میوند دجګړی فاتح اوملی اتل لقب تر لاسه کړ.دغه وخت امیر عبدالرحمان  خپل مهاجرت پای ته ورساوه او دافغانستان دنجات په خاطر دروسی تر کستان نه دافغانستان شمال  دکند زخان اباد  ته داخل  دانګریزانو پر ضد دغزا اعلان وکړهغه د انګریزی تجاوز نه دافغانستان د نجات په خاطر لوی لښکر جوړ او دکابل په لور  حرکت وکړ انګریزان مات شول  او رسما دهغوی لښکری  په کابل کی خلع سلاح او امیرعبدالرحمان ته تسلیم شول .انګریزی  لښکرو  هند ته په امن کی حرکت وکړ اود دجلال ابا دلاری ووتل . په انګریزانو ددغه بری او دانګریزانو دوتلو وروسته عبدالرحمان په 1880 کی دافغانستان پاچاشو . هغه وران افغانستان بیا جوړ کړ .هغه دقوی مرکزی حکومت په جوړولو سره افغانستان متحد کړ ، هغه د ګاوندیو هیوادونو سره دافغانستنان سر حدات تعین کړل هغه په 1901 کی وفات شو او بیا  دهغه ځوی امیر حبیب الله پاچاشو .امیر حبیب الله په کال 1919 دلغمان په کله ګوش  کی ووژل شو او بیا دهغه  اتل زوی امیرامان الله پاچا شو  هغه د انګریزانونه ددیورند دمعاهدی تجدید نظر و غوښت  انګریزانو د امیر حبیبالله سره  هم په 1905 دوباره په هغی مذاکره کړیوه .امان الله خان د انګریزانو سره په مساوی حقوقو درسمی مذاکراتو غوښتنه وکړه .انګریزانو دی وړاندیز ته په جنګی تحرکاتو جوا ب ووایه .امان الله خان هم خپل جنګی تیاری ونیوه دافغان او انګلیس دریمه جګړه پیل شو او دانګریزانو په ماتی پای ته ورسیده .افغانستان چی جنګی تکنالوجی نه درلو ده خپله خاوره وساتله .او خپل مستقل سیاست یی اعلان کړ .امان الله خان بیا یوملی دموکراتیک انقلاب ددوهم مشروطه خواهانو دګوند په مرسته کا میاب کړ.په مشروطه خواهانوکی  محمود طرزی ستر عالم  او روشنفکر د پشتو ژبی لپاره کار پیل کړنوری جریدی خپری شوی مطبوعاتو ته ستر کار وشو  .فابریکی جوړی شوی مکتبونه جوړ شول مطبوعات عام شو .په هره برخه کی پرمختګونه وشول افغانستان ډیر زر دپر مختللو هیوادونو په کتار کی دریده .شیطان انګریزی استعمارته داحالت دتحمل وړ نه وه .هغوی ضد افغانی فتنی پیل کړی او دبچه سقاواو انګریزی ملایانو  په استعمال سره دامان الله خان ملی دموکراتیک نظام ته سقوط ورکړ .څومیاشتی وروسته ،سردار نادرخان بچه سقاو پرضد جګړه پیل کړ ه او  داکتوبر په 16 کال 1929 کی بچه سقاو مات کړ هغه یی ونیوه او بیا یی دنورو داړه مارانو سره یو ځای اعدام کړ ددی وروسته  بیا نادر شاه په همدی 1929 کال د

- نهضت
بېرته شاته