(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه دلته پردی او ته هلته

[13.Jul.2018 - 07:01]

زه په پېښور کې مهاجر يم، ته په افغانستان کې غېر ملکي پاکستانى!!!

لیک: نورالبشر نوید

زه دلته پردى ، ته هلته مسافر!!

زه دلته اسناد نه لرم ، ته هلته مشکوک!!

زه دلته مزدور، ته هلته مجبور!!

خو زه چې دلته څومره په عذاب يم، ته هلته زما پشان ستونزو سره نه يې مخ!!

دا د يو ناليدلي افغان ورور احتجاجي فرياد څخه لږ غوندې حرفونه وو چې زه يې د دريو لسيزو روان بهير کې هغه پېښور ته وروسته بوتلم چې افغانان مهاجر يادېدل او پاکستانيان انصار!!!

 

د مهاجر او انصار په دغه اصطلاح کې جهادي جذبه وه.

په دغه جذبه کې افغانانو پېښور ته د مهاجرت کور ويلو او پاکستاني با وردي انصار به ويل!!

''زه به د پل خشتي په جومات کې سجده شکر ادا کوم''

درې لسيزې پس افغانان اوس هم په پښتونخوا کې مهاجر دي. خو پاکستان هغه ''انصار'' نه دي!!

افغانانو د خپل جهاد شهيدان هم په کفنونو کې واپس وړلي دي او پاکستاني انصارو په خپلو مقبرو کې په غټو غټو بورډونو ليکلي دي!!

غېرمقامي

''دلته د غېرمقامي مړو په ښخولو باندې پابندي ده''

د افغان جهاديانو د لاس جوړ شوي جوماتونه اوس هم شته خو د امام او مقتدي احساساتو کې دومره فرق راغلى دى چې اوس خلک وايي!!

''په جومات کې به (افغان مهاجر) امام نه وي''.

په پېښور کې د افغانانو جينکو ايکي يو د نازوانا په نوم مکتب وتړل شو. چې اوس يې نه نوم شته او نه نشان!!

نه د ''افغان مهاجر'' مکتب محفوظ شو نه د انصارو پاکستانيانو!!

هغه پښتونخوا ده خو افغان پکې اوس هم مهاجر دي. او پاکستاني انصار اوس دا نه وايي چې ''کل مسلم اخوة'' ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي.

د ګاونډي ملک، د سفارتي او اخلاقي، انساني او مذهبي همدردو نامې او معنې هر څه بدل شول.

په ګلوبل ويلج ( نړيوال کلي) کې ټوله اروپا يوه شوه خو وروڼه مسلمانان يو بل ته په مقبره کې د غېر مقامي په نوم قبر ته هم اجازت نه ورکوي.

د مهاجر او انصار دا رشته څومره د حېرت ډکه ده.

 

زه به د دريو لسيزو هغه وختونو ته نه ځم چې اوس يوه اوږده کيسه او داستان دى.

مقتول ډراييور

خو د يو ناليدلي افغان مينه وال احتجاجي فرياد به د پښتونخوا په غېږه کې د يو تازه تازه افغان مقتول ډراييور په وينه ياد کړم چې ''باوردي انصار'' فقط په دغه جرم په ګولۍ وويشتو چې پوليس سل روپۍ رشوت غوښتو او مقتول ډراييور سره اتيا روپۍ وې.

د شلو روپو د ټولو نه ارزان شهيد د پېښور هغه افغان ډراييور وه چې د خپل زوړ مسلمان پاکستان انصار د لاسه يو سواليه نشان جوړ شو!!

خو دلته به څه وخت پس دا سواليه نشان ختم شي، حېران به دې پاتي کړي چې!!

خنجر پہ کوئی داغ نہ دامن پہ کوئی چھینٹ

تم قتل کري ہو کہ کرامات کري ہو

په پښتونخوا کې د داسې ارزان بيه شهيدانو مقتولانو ډېر ډېر واقعات شته خو د ډېرې مودې راسې چې د افغانانو او پوليسانو ترمنځه کومه سلسله روانه ده نو د پوليس په خوله کې د مهاجر ټکي او د افغان په خوله کې د پاکستانيتوب نه نفرت که دلته فريادي احتجاجي وي، نو په افغانستان کې يو سخت عکس العمل دي.

دغه عکس العمل سره پښتانه په افغانستان کې هم مخ دي. دېرش کاله اګاهو په افغانانو وردۍ يو شان کانې کړي دي. نن پرې بل شان ناسازې کوي.

د پاکستان په جيلونو کې دا وخت ګڼ شمېر افغانان قېديان موجود دي. چې بغېر مقدمو، بغېر د څه جرم پراته دي، نه يې مقدمه راوځي نه ملاقات!!

د پېښور په جېل کې د افغانانو د پاره يوه اونۍ سزا عدالت ورکوي چې د پوليس له خوا پرې دا مقدمه وي چې دوى اسناد نه لري.

ېدبامشقت'

يوه اونۍ په جېل کې د ''قېدبامشقت'' قېدي په طور سزا تېروي.

د قېدبامشقت نه مطلب دا وي چې کوم افغانان په دغه سزا جېل ته لاړ شي

په هغوى سخت نه سخت کار کوي. که په يوه اونۍ کې د يو ګاډي برابر افغانان قېديان راجمع نه شول نو د عدالتي حکم خلاف پرې نورې ورځې هم تېروي.

خو اوس په داسې کارونو د انساني حقونو د خلاف ورزۍ ټاپه نه لګي، او د انساني حقونو علمبرداران داسې وړو وړو واقعياتو ته هم اوزګار نه دي نو دا سلسله جاري ده، دا به دوام لري.

 

زما فريادي افغان مينه وال هم د پېښور د باوردي انصار ورور د لاسه کړيدلي لړزيدلي دي.

هغه په خپل فريادي احتجاج کې وايي چې ته ، يعنى د پاکستان پښتانه اخوا په افغانستان کې دومره ستونزې نه لري څومره چې افغانان په پښتونخوا کې لري، خو داسې نه ده!!

دا د حالاتو واقعياتو عکس العمل دى، چې هلته اور بليږي نو دې خوا به يې لوګي راځي او لوګي سره بيا اور راځي، چې دلته لمبې بلې شي نو اخوا تاو تپ رسي، موږ د دېرشو کالو په اوږدو کې يو بل له د ګلونو په ځاى اورونه ورکړل.

لکه چې موږ په خپله خاوره د اجتماعي قبرونو مړي!!

لکه چې موږ د هابيل او قابيل د يو ظالم رِسم سره اوس هم مخ يو!!

لکه چې موږ ټول درديدلي کړيډلي تزنيدلي پرهرژلي ولسونه يو بل ته وايو!!

ستا خپل احساس قاتل شو زما خپل احساس قاتل

اې ګله موږه دواړه څه په ښکلي ګناه مړه شو

- نوید
بېرته شاته