(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خراسان د افغانستان په ځای

[11.Jun.2018 - 19:25]

خراسان د افغانستان په ځای؟! د ستمیانو شر او شور    (۴ برخه)                                              

        لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر رحمت ربي  ځیـرکیارzirakyar1234@yahoo.com

  «سـتم ملي» د ډاکتر حـیـدر، ډاکتر غـزنـوي او اسـتاد مـزاري له نظره

د ټول افغان ملت لپاره حتمي ده چې د افغان- ضد تبلیغ يعـنې د «ملي ستـم» په خطرونو باندې پوه شي. ملي ستم د تعـصب او کینې نه ډکه نظریه ده چې د شوروي کمونیزم له ډډ نه راوتلې ده، د افغان او افغانستان هویت نشي زغملی او د افغانستان د خاورې بشپـړتیا ته په کنګل کې خولې کیـږي. د ملي ستـم پـه ځای بایـد په مشخص ډول صفـوي مزاجه دربارخیلـو ته ګـوته نیول شوې وای، نه پښتون- افغان ملت ته چې د نور غـیـر- پـښتـون افـغـان ملـت په شـان د بې وسـۍ (غـربـت) د ژونـد سره لاس په ګـریـوان و. ډاکتر  محّمد حیدر چې په فـرانس کې یې په سیاسي علومو [ اقتصاد؟] کې ډاکتري لاسته راوړې ده، یو وخت  دکابل پـوهـنتون پخوانی استاد او رئـیس و، د عــدلیې وزیـر و، او  په امـریکا کې یې د «امـیـد» اووه ورځــنیزې خپرونې سـره اوږده  قـلمي همکاري لـرلـه

Dr. Haidar, “ who earned  his Ph.D. in political science [economics?] in France, was once president of Kabul University. A long term contributor to Omaid Weekly, Dr. Haidar is a leading political authority and commentator on Afghanistan.” www.zoominfo.com/p/Mohammad-Haidar/183452949 [May 5, 2015]

داسې بریښي چې د ډاکتر محّمد حیدرپه سـر کې د محّمد طاهـر بـدخشي سیلۍ الـوزي؟ دی  د محّمد زایي واکمنانو «قبیله ګرایی ها، خاندان پرستی ها...» ته ګوته نیسي. دلته د «قـبیله ګرایی ها» ټکی پام وړ دی!  د ډاکتر  حیـدر په شمول، دربار او د دربار حکومت او دولت په پښتوژبه نه، بلکې په فارسی چلیده، او له دې امله پښتو د سیاسي اقـتصاد له چاپیـریال نه محرومه ساتل شوې وه. په بله وینا پښتو عملا په غټه کچه د روزۍ د ګټلو لوښی ( وسیله) نه وه. د «افغـان غـول» پـرګنـو د نورو غیـر پښتون وروڼو قـومونو د پـرګنو په شان کرغـیـړن(بـدبخـت) ژونـد لاره. په«حـزب وحـدت اسلامی افغانستان» پورې اړیکمن اخبار(وحدت) کاږي: د مسعودرباني په ستمی دوره کې یو پښتون «ګدایی می کند، ولی سلاح به دست مسعـود از میان موتر برمی خیزد و با غـرور و افـتخار» هماغه بې وزلي  پښتون سوالګـر ته داسې ګواښ کوي: «به زبان ادم ګدایی کو که دل ماره بد کدی!»- وحدت، شماره ۴۷، سال چهارم. ۱۰/۱۰/ ۱۳۷۴= دسمبر ۳۱، ۱۹۹۵. دغه متن په آینهٔ افغانستان کې فوتوکوپي شوی خپور شوی دی: ۵۹ پرله پسې ګڼه = جـنـوری ۱۹۹۶، جـدی ۱۳۷۴، مخـونه ۲۵  تـر ۳۱

ما ځیرکیار ته یو لمونځ کوونکي او روژه نیـونکي افغان د ۱۹۹۵ د می پـه ۲۳[۲ جـوزا ۱۳۷۴ هجری لمریز] په لاسي خط یو  زړه - بریښوونکی لیک رالیـږلی و: «ښاغلی...د [یوه جهادي تنظیم د مشر] د ګارد قـومندان و...او پروفیشنل[پخوانی] پوځی سړی ... دی. ما[ورسره] بیا مرکه وکړه او  د سفـر په برخه کې چې د پنجشیـر څخه یې لرلې خپلې یادونې داسې څرګندې کړې: د نجیب د حکومت د ړنګیدو څخه شپـږ میاشتې د مخه دی د [ذکرشوي جهادي تنظیم د مشر] سره  پنجشیـر ته د احمد شاه مسعـود د لیدو دپاره تلـلی و. هلته یـو شمیر اوسیدونکی[اوسیدونکو] پښتنو غـوښتـل چې [د ذکرشوي جهـادي تنـظیـم مشر]ته ځنې عـرایض  وړانـدې کړي. [د ذکــرشوي جهادي تنظیـم د مشـر] خــاص اســتازي حمـیــدالله پنجـشیــری چـې د [محّمد]داود خان په زمانه کې د ګمرکات  لـوی رئـیس و هـم په دې سـفـر کې لـه دوی ســره ملګـری و.  اوسیدونکو پښتنو خپله عریضه  د حمیدالله پـنجـشیـری په لاس غوښتل چې [د ذکرشوي جهادي تنظیم مشر] ته وړاندې کړي. حمیدالله پنجـشیري د عریضی محتویات احمد شاه مسعود ته وویل او احمد شاه مسعـود هغه ته وویل چې عریضه دې وړاندې نکړي ځکه چې پښتانه نه یوازې د مرستې او ترحم وړ نـدی بلکه هغه څوک چی په پښتو ګړیـږی ژبه یې د پری کولو ده. [د جهادي  تنظیم د  ذکر شوي مشر د ګارد  ذکر شوی کومانـدان او پخواني لوړ رتبه پوځي سړي] چې  دا خبره واوریده ډیر خپه شو او وروسته تر هغه یې د مسعـود څخه کـرکه کوله…. زموږ یو بل ملګری چې تازه د کابل څخه راغلی داسې نورې په زړه پورې  مګـر دردونکی اطلاعات یې د ځان سره راوړی دی. هغه اطلاعات او خبرونه د هغه پښتنو له خوا ده ته ویل شوی دی چې د [برهان الدین رباني] د جمعـیـت سـره د مجبوری څخه اړیکی او هـمکاري لـري. د جمعـیت او د حکومت په یوه درنه غوڼـډه کې چې یو پښتون مولوي هم ناست و د نورالله عـماد چې د جمهور رئیس معاون دی له خولې ویل شوی دی چې دا پښتانه و[و] چې کمونیزم یې په افغانستان کې خپور کړ. په همدی غوڼډې کی ده بیـا داسې تبصره کړې چې پښتانه د سپیو خصوصیت لری. دوی د بل کار دپاره نه جوړیـږی یوازی دوی د جنګ او ټکولو د پاره ستر استعـدادونه لـري. د دې خبرو په اوریدو سره پښتـون مولـوی  د ټـولنې څخه وتلی دی او بیا د کابل څخه هم کلی ته تـلـلی او ورک شوی دی.»[ د لـیک لیکونکی د شورویانو له یرغل راوروسته  د امریکې په متحدو ایـالـتونو کې اوسـیـږي، او د اوریدو له مخې اوس د کابل د ادارې په سیاسي خیرات کې همکاردی؟] - ځیرکیار

د ډاکتر حیدررپه وینا کې د «از دو قرن بدینسو» محاسبه د پام وړ ده. ستمیان کله ناکله د دوه سوه (۲۰۰) کلن ستم په ځای په دوه نیم سوه (۲۵۰) کلن او یا په دوه سوه اویا (۲۷۰) کلن ستم باندې غږیـږي. ایا  د اقـتصاد پوه ډاکتر حیدر په قضاوت کې د پاچا امان الله خان(لس کلنه) واکمني  او د  حبیب الله کلکاني نهه میاشتنۍ ګډوډي هم شمیرل شوې دي. کله چې د غویي (ثور) د رټـلې کودتا  دریم پـړاو په ثـور ۱۳۷۱(اپـریل ۱۹۹۲) کې بشپـړ شو او د پرچمیانو همراز کړیـو «کابل ګیرک» مقام وګاټه، نو ناڅاپه اقتصاد پوه ډاکتر محّمد حیدر ته «ژرنـده که د پـلار ده هـم پـه وار ده» پښتو متل ور په زړه شو

د ملي ستم په اړه د ډاکتر حیدر له وینا نه، د ډاکتر علی رضوی غزنوی وینا ډیره غوڅه ده: «در هیچ حالتی نباید بنالیم زیرا که صرفا از روی تصادف است که مظلوم و بلا کشیده از بعضی اقـوام بوده است و ظالم یک اندازه حق کش از قـوم معین و خـا ص دیګـر.» - امید، ۱۰۱ پـرلـه پـسې ګڼـه: ۸ وری ۱۳۷۳= ۲۸ مارچ ۱۹۹۴، مخ ۵. [په اقـتباس کې د پـڼـډو تورو له لارې ټـینګار زما له خـوا زیات شوی دی .] – ځـیـرکیار. په دغـه اقـتـباس کې داسې بریښي چې لـه «بعـضـی اقـوام» څخه به د ډاکتر غـزنوی مطلب ناپـښتون وروڼه قـومونه وي، او له «قوم معین و خاص» نه به یې مطلب په ترتیب سره پښتانه او محّمدزایان وي.

 

ډاکتر علی رضوی غـزنوی چې په ایران کې یې د فارسي ژبې ډاکتري تر لاس کړې ده، په کابل پوهـنتون کې ښوواند (استاد) و.  دی حتما په دی پوهـیـږي چې په افغانستان کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ (۱۷۷۳-۱۷۴۷زییز) له پیل نه نیولې د ۱۹۷۳ پورې، اعلیحضرت محّمد ظاهرشاه له بل هر چا څخه اوږده پاچاهي (۱۹۷۳-۱۹۳۳)کړې وه. دغه شان زه ډاډه یم چې ډاکتر علي رضوي غزنوي به د پخواني پاچا محّمد ظاهـر شاه د څلویښت کلنې پاچاهۍ په اکله کافي شخصي تجربې  او علمي کتنې لـري. ډاکتر غـزنوي چې  د سپـیڅـلي جهـاد ناسپـیڅـلی بـری ولـید، د «قـوم معـین و خاص» ظاهـرشاهي دوره یې د مسعـود- رباني او د نورو ډلو له جنګسالارۍ او سړک الطوایفۍ سـره داسې پـر تـله کـړه:

 

«از آن روزګاری که خون انسان عـظمت داشت و هیچ مصیبتی کبیر تر از قـتل نفس نبود و دست پادشاه [محّمدظاهـر شاه] به امضای فیصله محکمه شرعی می لـرزیـد تا امروز که هـر مفـلوک بیشعـورمجهول الهویه ای میتواند به همان سادګی که نسوار می انـدازد یا چـرس می کـشد و هـر امـیری هـر روز صد ها هموطن ناشناخته را به خاک وخون می کشد. این است که بنده می پندارم نوبت ان رسیده است که در انتخاب اعلیحضرت [محّمد ظاهر شاه] برای زعامت افغانستان یک لـحظه تـردیدی بخود راه نـدهـم و نه هـیچ فردی را در ایـن شرایط بر او ترجیح بدهـم.» - آینهٔ افغانستان، ۲۹ پرله پسې ګڼه، د سمبر۱۹۹۲ تر جنوری ۱۹۹۳= قـوسجــدی ۱۳۷۱لمـریز، د مجـلې څټ پاڼـه. په پـورتني اقـتـباس کې درې (۳) ټکي پام وړ دي:

 

(۱)  د ډاکتر علي رضوي غزنوي په نظر کې د افغانستان پخوانی پـاچا محّمد ظاهـر شاه (۱۹۱۴تر ۲۰۰۷) د تیر وخت په شان د « قـوم معـیـن و خـاص» هـمغه پخـوانـی سـړی دی، خـو د مسعـودربانـي په شان ظالم  او «حق کش»نه دی. (۲) کیدای شي چې د کابل په ښار کې د افـشار او چنداول غـمیزې به د ډاکتر غـزنوي شعـور تخنولی وي او د « قـوم معین و خاص» په ځای به د حاکمیت د کیـفـیت موضوع تـه متـوجه شوی وي؟ (۳) پـه کابـل کې د مـسعـود- ربـانـي  پـه مشـرتـابه د افــشـار غـمیـزه پـیـښه شـوې وه، خو د ډاکتـرعلي رضوي غـزنـوي په اقـتباس کې داسې الـفاظ نـه وینـو چې د مسعـود- رباني «قـوم معـین و خاص» به پکې رټـل شوی وي. د ډاکتر غـزنـوي  په دریځ کې دغه ډول بـدلون روغ دی ، ځکه چې مسعـود- رباني د خپلو کـړنو مسـولـیت لـري، نـه د هغـوی « قـوم معـین و خـاص»! ګـونـدې  ستـمـيان هـم له ډاکتر علي رضوي غـزنوي نه زده کړه وکړي.

د ډاکترغــزنـوي د پـورتـنۍ وینا په څیـر، د هـزاره قـوم د مشرعــبدالـعلي  مـزاري لاندینۍ وینا هـم مهـمه ده. عـبـدالعـلي (۱۳۷۳-۱۳۲۶لمـریز) په خـپل ولس کې د اعـتـبار خاونـد و  او د خپلـو پـلـویانـو په منځ کې په «اسـتاد مـزاري» او «بـابـا مزاري» مشهـور شـوی و. ویـل کیـږي چـې  هـغه  په کابل، ګردیـز او خوست کې د  خپـل عسکري خـدمت په مهال د نور ولسونو د غـربت او محرومـیـت سـره هـم اشـنا شـوی و. ښایي د دغـه تـریخ واقعـیت  پـوهې به هـم د مـزاري پـه عـدالـتي شعـور  کې رول لـوبـولی وي . د ۱۹۹۳ زییز کال  په نیمایي کې، «سخنرانی استاد مـزاری رهبر حـزب وحـدت اسلامی افغانستان بمناسـبت سالـګـرد تعـویـض قــدرت به دسـت مجاهـدین» خپـــریـږي ( نـدای وحـدت، ۱۳ ګڼه، جـولای ۱۹۹۳). د حزب وحدت د مشر  عبد العلي مزاري  دغه وینا هم د هغه چا لپاره د زده کړې وړ ده چې په افغانستان کې د ملي ستم په شتـون  معتاد وي او خپل غـلط شعـور پرې ټکـوروي . له مزاري نه واورئ:

 

«دلم هیچ نمیخواست که بعد از فاجعهٔ  افشار[د کابل ښار یوه برخه] صحبت کنم.... مګر در ان وقتی که میشد مردم ما انتقام را بګیرند از دشمنان.... موضوع دیګر اینکه ما مدت ۲۵۰سال باوری را که داشتیم، قـضیه افـشار و چنداول روشن میکند. که ایـن باورها  هم اشتباه است. ان باور این است که ما در طول ۲۵۰ سال باور داشتیم که ظلمی را که فقط یـک خـانـدان جاه طلب و یک پدیدهٔ کوچک  بالای مردم ما میکرد تعمیم میدادیم و فکر می کردیم همه پشتونها بالای ما ظلم کرده و ظلم میکنند. ما در آینده ان وقت به حق و حقوق خود میرسیم که در کنار فارسی زبان ها باشیم و از فارسی زبان ها دفاع کنیم.... قضیه  افشار و چنداول ان باور را هم بطلان کرد، خط بطلان کشید... اما از دستی که چهارده سال مبارزه کرده و شعار میدهد که حکومت اسلامی را بر قرار کرده ام. از کسانی که استاد علوم الهی  و سیاسی و اسلامی است این عمل انجام میشود.... و ما امروز باید این مسئله را باور کنیم که ایـن جنایت که در چنداول و افشار بوجود آمده این مسئله را[احمدشاه] مـسعـود  به وجود آورده نه همه تاجکها و این جاست که در باورهای ګـذشـته خو تجدید نظر بکنیم باید با واقعـیت های جامعه برخورد کنیم و از این درس بګریم....از روزیکه اینها[مسعود او ربانی] به نـام اسلام به کابـل حاکم شده اند هـشت جـنګ بـرعـلـیه شـما [هـزاره ګـان]  انجام داده است. میګوید این ها [هــزاره قـوم]  از اولادهـای چنګـیـز خان هستنـد که در بامیان جنګ کرده انـد. ۷۰۰[هـفتصد] سال پیش.... این ادم بیسواد [برهان الدین ربانی] از تاریخ خبر ندارند که شما بومي ترین مردم افغانستان هستید. قبل از اینکه چنګیز در افغانستان حمله کند شما اینجا بوده ایـد و شما علیه چنګیز در بامیان مقاومت کردید. این ادم بیسواد اول که از تاریخ بی خبر است و باز هـم أنـوقت ما از آغای ربانی بازخواست میکنیم بر فرض این باور تو راست بود اینها اولاده چنګیـز بود و اولاده چنګیز هم در بامیان جنایت کرده. آیا تو کدام منطق اسلامی و الهی داری که هـفت صد سال بعد انتقام را از افشار و چنداول میګیری و این با کدام منطق اسلامی وانسانی سازګار است؟ اینجاست که چرا با شما دشمنی دارند و چرا تمام فکرش اینست که شما را از بیـن ببـرد چون این بـاورتـاریخی را دارنـد روی ایـن بـاور تاریخی شمـا را میکـشنـد.»-اقـتباس د «نـدای وحـدت» جـریدې  لـه مخې پـه «آیـینهٔ افغانـستان» مجله کې فـوتـوکوپـي شوی دی: ۳۲ پـرله پسې ګـڼه، جوزا-سرطان ۱۳۷۲زییز= جون-جولای ۱۹۹۳ ، مخونه ۷۲-۷۱

عبدالعلي مزاری زیاتوي چې : «لهذا ما در این جا اشتباه کر ده بودیم عملی یک دسته یی را بنـام یک قوم میکشاندیم و از این ها [مطلب یې فارسی ژبي دي؟] حمایت میکردیم اما این اشتباه را مرتکب شدیم. این مسئله بود که در اینجا در رابطه با افشار این باورها را روشن کرد که در اینده ګول این باورها را نخـوریـمـ پورتنۍ وینا

[دلته باید د چنګیز خان په اړه یو څه معلومات وړاندې کړم چې دیارلسمې زییزې پیړۍ جنګیالی واکمن و، د ۱۱۶۰ زییز په شاوخوا کې زیـږیدلی و او د ۱۲۲۷ زییز په اګست کې یې ژوند پای ته  رسیدلی و. په منګولیا کې ګڼ شمیر قبیلو ژوند کاوه. د مغل اصل نوم «تیموجین» و  او د پلار نوم یې «یـیـسوکئ» و چې د څلویښت زره خیمو (کورنیو) مشر و. د تیموجین مور «هولـن» نومیده چې د« ییسوکی» قبیلې له خوا نیول شوې وه او د رواج له مخې دیته اړکړل شوې وه چې د تیموجیـن د پلار (ییسوکئ) سره واده ومني. پلار پرې د  تیموجیـن نوم کیښود ځکه چې د تیموجیـن په نوم  په غـلیم (دښمن) باندې بریالی شوی و. د یوې پـرتمینې (مبارکې، فرخنده) پیښې له مخې د ماشوم نوم غوره کول هغه مهال هلته رواج لاره. له دې امله، یـیسوکئ خپل ځوی په  تیمو جیـن ونوماوه. په منګولیا کې د لیکلو نظام نه و موجود. له دې امله د چنګیز(تیموجین) د ژوند په مهال زیات معلومات  د بهرنیانو په لاس رامنځته شوي وو. « د منګولیانو پټ تاریخ» په پټ یعنې بینوم ډول  لیکـل شوی و. په زییـز۱۲۰۶ کې  تیمو جیـن د منګولیا غټې برخې ونیولې او ځان یې «چنګیزخان» اعلان کړ. دغه نوم ډیر معنا ګانې لري. یوه معنا یې ده: «بحري واکمن»(اوشیانیک سوورین). چنګیـز په ظلم او بې رحمۍ کې نوم ویستلی و، خو د کسبګرو او د روحانینـو سره یې غرض نه لاره. لاندې د ۳ پـوهانـدانو اثار ولولئ.]- ځیرکیار

Jean-Paul Raux, Genghis Khan and the Mongol Empire(Thomas & Hudson, 2003); Morris Rossabi, Genghis Khan and the Mongol Empire (University of Washington Press, 2009); Sayed Anwarul Haque Haqqi, Chingiz Khan: The Llife and Legacy of an Empire Builder (Primus Books, 2010).

 

میر غـلام محّمد غـبار  د چنګیـز خان په اړه لیکي چې هغـه « بعـد از مرګ در حـدود پنجصد زن از خود به میراث ګذاشت ....با ذکای حیـرت انګیـزی در سـایهٔ شمشیـر و سیاست مداری عالـم توران را زیـر پرچم وحشت افـزای خود جمع کرد، ایـن مرد قـوی هیکل... و ریش دراز بیسواد بود و جز زبان قبیلهٔ خود دیګر زبانی نمیدانست... او جاه طلب شدید ومسحور تحکیم و فـرمان روائی بود و همه چیـز را برای خود و خاندان خود و در مرتبه دوم برای مغـلستان میخواست... بعـد از آنکه دیګر بازوئی  قطع ناشدهٔ برای دفاع باقی نماند شهـر [بامیان] مسخـر شد و غضب و وحشتی که در تاریخ جهان سابقه نداشت در مور د ایـن شهر مشهور تطبیق ګردید...خان بزرګ امر کرده بود که بامیان چنان  ویران ګردد که دیګـر برای زیست زنده جانی مساعد نباشد، نام این ویرانه را هم  شهر منحوس ٫٫ماء و بالیغ ٬٬ ګذاشت و خود به قصد غـزنین براه افـتادافغانستان در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، ۱۹۶۷ ۲۱۳-۱۸۵، مخونه    June 8, 2018

 

- زېرکېار
بېرته شاته