(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا د افغانستان جګړه د دین

[08.Jun.2018 - 08:50]

ایا د افغانستان جګړه د دین په خاطر ده که سیاسي ده؟

لیک: شاه محمود میاخیل

که د تیرو پنځو لسیزو ژوندي تاریخ ته ځغلنده نظر واچوو، د داود خان د کودتاه نه وروسته یو شمیر افغانان پاکستان ته وتښتیدل او د پاکستان استخباراتي شبکې، ISI دوی په خپل غیږ کې وروزل، مسلح یې کړل او افغانستان ته یې د تخریب لپاره ولیږل چې په پنجشیر، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیا او نورو سیمو کې حملې وکړي، خپل افغانان ووژني او د افغانستان حکومت ضعیفه کړي. هغوي ته هم د دین خبره شوې وه چې د داود خان حکومت کافر دی، د روس سره اړیکي لري او په ضد یې باید جهاد وشي. حمله کوونکوهم ځانونو ته ښه مسلمانان ویل او د اسلامي نهضت غړي و. کله چې د داود خان په وخت کې د اسلام پتنګانو په پورته سیمو کې حملي وکړي، حمله کوونکي اکثره د خلکو له خوا ونیول شول او یا وځپل شول ځکه ولس هغه وخت د داودخان په حکومت اعتماد درلودل. د ټولو نه لویه اشتباه همدا وه چې دغه ګروپ د دښمن کورته پناه وړې وه او هغوي د دوی د احساساتو نه د خپلو اهدافو په خاطرسؤ استفاده وکړه. که تاسي د دغه نهضت رهبري ته وګوري، اکثره یې تنکي ځوانان و، په سیاست نه پوهیدل او د شعارونو تر اغیز لاندې و. د دغه نهضت مهمو مشرانو لا د اسلامي علومو زده کړې د پاکستان د جمعیت اسلامي د علماو نه کولې. کیدې شي چې د دې نهضت مشران اوس دا خبره ونه مني چې دوی په سیاست نه پوهیدل خو واقعیت همداسي دی که نه دوی به دومره زیات اشتباهات د روسانو د وتلو نه د مخه او هم وروسته نه کول. مونږه هم چې د همدوي په عمر وطن پریښودلو ته مجبور شولو، په ډیرو شیانو نه پوهیدو او ډیر څه مو په تیرو څلویښت کلونو کې زده کړل.

کله چې دخلق ګوند د روسانو په حمایت کودتاه وکړه، روسانو هم د خلق ګوند غړو ته دا سندره په غوږ کې زمزمه کوله چې هغه افغانان چې د روسانو د پالیسیو سره مخالف دي، یا د دوی د ګوند غړی نه دي، هغوي باید وځپل شي، زندانونو ته واچول شوي، بې له محاکمې اعدام شي، جایدادونه یې ضبط او فرار ته مجبوره شي. د دوی د ظلم او حکومتولۍ د خرابیدو له امله مهاجرتونه پيل شول، په لکونو او بیا په میلیونونو افغانان د جنګ د دوام له امله بې کوره او د ګاونډیو هیوادونو لمنو ته وغورځیدل. ګاونډي هیوادونو د نړیوالو په حمایت دا مهاجرین په خپل غیږ کې ونیول او د نړۍ د سوړ جنګ نیابتي رقابت ته یې په افغانستان کې دوام ورکړ. دواړو اړخونو افغانان په شا ټپول چې تاسي ښه مسلمانان یاست او یا ښه وطندوستان او د یو بل په ضد باید وجنګیږي. د جنګ د دوام لپاره اډیالوژي وسیله وه نه هدف. د دواړو خواو نه د اوس په شان افغانان وژل کیدل او افغانستان ورانیدل. یو ورور به یې د مجاهد په نوم جنګیده او بل ورور به یې د اشرارو په ضد جګړه کې خپل ورور واژه. دا تاریخي واقعیت دی، کتابونه پرې لیکل شویدي.

اوسنې حالت هم د تاریخ تکرار دی. د پخوا په شان افغانان تشویقیږي چې تاسي د دین پتنګان یاست، خپل افغان ورونه باید ووژني او افغانستان وران کړي. د افغانستان ښوونځي، ودانې، سرکونه، جوماتونه، غرونه، بوټي، کلي، بانډې، ښارونه او د لوبو ځایونه او خلک ټول کافران دي او له منځه باید یوړل شي. که دا کار مو وکړ، نو د جنت حورې او غلمان به ستاسي په خدمت کې وي. اوس هم په دواړو اړخونو کې د پخوا په شان افغانان وژل کیږي او داسې کور به په افغانستان کې نه وي چې د دی اوږدو جګړو نه، نه وي متاثره شوې.

د تیرو جنګونو او د اوسنیو جګړو مهم تفاوت دا دی چې په پخوانیو جګړو کې افغانان په پټو سترګو د جنګ د دوام ښکار شول ځکه ډیرې افغانان په سیاست نه پوهیدل، د سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو په استخباراتي لوبو یې سر نه خلاصیده او معلوماتو ته لاسرسی په نشت حساب و. اما اوس افغانان په رڼو سترګو د جنګونو ښکار دي. د دوی په مخکې تیرې تجربي شته دی، معلوماتو ته لاسرسي لري او دا د لمر غوندې واضحه حقیقت دی چې د جنګونو د دوام لپاره دین، مذهب، قوم، ژبه او سمت د وسیلي په توګه استعمالیږي. مسلح مخالفین د جنګ د دوام لپاره د پاکستان نه اوس په ایران او د عربو نه په روس زیات اعتماد کوي او د هغوي سره اړیکي لري. مسلحو ډلو ته په غوږ کې دا سندره ویل کیږي چې افغانستان کې جهاد ځکه روا دي چې بهرنیان په افغانستان کې دي.

د پورته لنډ وضاحت نه ویلې شو چې دافغانستان جګړه دینې اړخ نه لري او نه یې پخوا درلودله. د افغانستان جګړه پخوا او اوس هم د سیاسي او اقتصادي اهدافو په خاطر روانه ده. یا په بله معنې د سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو نیابتۍ جګړې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د نورو د اهدافو لپاره روانې وې او دي. دی کې شک نشته چې ډیرو افغانانو به پاک احساسات درلودل، وطندوسته به و، او یا د دین سره به یې مینه وه، نو ځکه یې قرباني ورکوله. اما هغه کسانو او یا ملکونو چې دوي رهبرې کول، د هغوي مؤخي دینې نه وي او د دوي د دینې او وطندوستي د احساساتو نه یې سؤ استفاده کوله او کوي.

دا خبره هم افغانان باید دخپلو مغزو نه لرې کړي چې دنیاوال یا سیمه ایز هیوادونه په افغانستان کې د افغانستان د منابعو د قبضه کولو په خاطر مخالفې ډلې یا حکومت حمایه کوي. افغانستان یو څه منابع لري او که سم مدیریت یې وشي، یو څه به په خپلو پښو ودریږي خو افغانستان په اقتصادي لحاظ دومره منابع نه لري چې د دغه منابعو د راویستلو په خاطر دومره سرمایه ګذارې په افغانستان کې دوي وکړي. دا خبره چې افغانستان د لالونو خزانه ده سمه نه ده. په نیابتي جګړو کې جغرافیوي موقعیت اهمیت لري او افغانستان د دغه نیابتي جګړو لپاره مساعده سیمه ده. د Great Game یا د انګریزانو او تزاري روسیه د رقابت نه نیولې، بیا د سوړ جنګ په دوران کې او اوس هم د افغانستان اهمیت په جغرافیه کې دی نه په اقتصادي لحاظ. که تاریخ ته نظر واچوو، انګریزانو او روسانو په افغانستان کې ځکه شکست وخوړ چې د افغانستان د جنګ مصارف زیات و او د افغانستان نه دوی کوم خاص عاید نشو تر لاسه کولې. امریکا او د ناتو هیوادونو ته هم د افغانستان جنګ ډیر قیمته تمامیږي او په بدل کې د افغانستان نه په اقتصادي لحاظ دومره څه نشي تر لاسه کولای چې دوی د خپل جنګ مصارف پوره کړي.

اما سوال دا دی چې ولې اوس هم د افغانانو سرنه خلاصیږي؟ ولې افغانان خپل ورونه هره ورځ د نورو د ګټو په خاطر وژني او خپل ملک ورانوي؟ که افغانان د ګاونډیو د لاس ګوډاګي نشي، ګاونډیان او یا نور هیوادونه په افغانستان کې هیڅ نشي کولاې. ګاونډي هیوادونه او دینې مفتیان، طالبان یا داعش ته همدا خبره زمزمه کوي چې افغانستان اشغال شویدي او بهرنیان په افغانستان کې دي اوتاسي باید د بهرنیانو په مقابل کې وجنګیږي. همدا خبره د روسانو او انګریزانو په وختونو کې هم وه چې افغانستان اشغال شویدی، دین ته خطر دی او ځانونو نه د دین پتنګان جوړ کړي او جهاد ته ادامه ورکړي. افغانان یا د دوی په اصطلاح، دا د دین پتنګان ولې د دوی نه دا سوالونه نه کوي چې ایا ستاسي ملکونه د بهرنیانو سره معاملي نه لري؟ ایا د دوي په هیوادونو کې بهرنیان نشته دی؟ ایا دوی د روس، چین، اروپا او نورو کفري هیوادونو سره اړیکي او تجارت نه لري؟ دا واضحه ده چې دلته د دین خبره نشته یوازې د دوی د ګټو خبره ده. که طالبان یا نورې مسلحې ډلې د دی ادعا کوي چې دوی د ګاونډیانو نه پیسي نه اخلي، دا خو واضح حقیقت دی چې د جنګ پیسي، اسلحې او نور امکانات خو دوی ته د اسمان نه د من و سلوی په شان نه راتویږي. د دوی پټن ځایونه، رهبري او کورونه خو په اسمانونو کې نه دي، د همدې ګاونډي هیوادونو په ښارونو کې دي. د ټولو نه لا بده یې دا ده چې د دوی مشران د مجاهدینو د مشرانو په شان ماډرن ښوونځیو او پوهنتونو نه ځي او په افغانستان کې ښوونځي سیځي او د افغانستان بچي د تعلیم نه محروموي. د افغانستان بشري سرمانه له منځه وړل او یا نه درلودل، د رقیبو ګاونډي هیوادونو اصلي مؤخه ده.

هدف د دی لیکنې نه دا دی که طالب نه وي، داعش به هیڅکه په افغانستان کې ځای نه درلودلای، که داعش او طالب نه وي، هیڅکله به افغانستان کې خارجي پوځونو ته اړتیا نه وي. دوي دي چې فساد، قاچاق او د افغانستان د منابعود لوټولو لپاره یې زمینه مساعده کړیده او دوی دي چې دافغانستان په ټولو جنایتونو کې مستقیما شریک او یا یې زمینه مساعده کړیده. خبره د دین نه ده.

که دا پوښتنه وکړو چې د افغانستان قاچاق په کومو سیمو کې دی او څوک ترې ګټه اخلي؟ د کومو سرحدونو نه تیریږي او د کومو هیوادونو سرحدي قواوي او جنرالان ترې ګټه اخلي؟ ځواب یې واضحه دی. طالب، داعش او د ګاونډیو هیوادونو فوځي جنرالان، سرحدي قواوي او د افغانستان د مافیا کړې ټول سره په جنایتونو کې شریک دي. دوی ته دین، مذهب، قوم، سمت، ژبه، انساني، افغاني او ملي ارزښتونه هیڅ اهمیت نه لري. په دی خاطر دافغانستان جګړې او وینې تویولو ته باید افغانان او هم د افغانستان حکومت دینې رنګ ورنه کړي. هر څوک چې دینې رنګ ورکوي که دهرې خوا وي، په حقیقت کې د دوی دینې اړخ راته ډیرضعیفه ښکاري او غواړي چې د دین نه خلکو ته ببو جوړ کړي او یا دین د حربې په شکل استعمال کړي. نو به دی خاطر د افغانستان جګړې ته دینې جنبه ورکول سمه خبره نه ده.

د حل لاره څه ده؟

دا چې د افغانستان جګړه سیاسي او نیابتي جګړه ده، مونږ د دې جګړې نه هله خلاصیدلې شو چې حکومت د مافیایي کړیو نه ځانونه خلاص کړي او په ولس اعتماد وکړي. تراوسه حکومت په ولس اعتماد نه لري او نه داسې فرموله حکومت رامنځته کړیده چې د ولس اعتماد دې په حکومت زیات شي. په حکومت کې مافیایي کړې دومره قوي شویدي چې د ارګ نه نیولې او د ولسوالیو پورې په ټولو مهمو مجالسو او د تصمیم ګیرې په غونډو کې برخه لري، په لومړۍ صفونو کې ناست وي او د تلویزیونو په صفحو د چارواکو سره ښکاري. چارواکي هم د دوي سره په اګاهانه او غیر اګاهانه توګه ښه مینه لري. د مافیایې کړیو پورې تړلي کسان د پورته نه په چوکیو ګمارل کیږي او دوي د خپلو سیاسي حلقو او هغه کسانو لپاره چې د هغوي په واسطه مقرر شویدي، د ولس وینې زبیښي او خپلو مشرانو ته د هغوي د مزو او چرچو او یا سیاسي مؤخو د پیاده کولو لپاره د ولس نه باج اخلي، دولتي عامه شتمنې لوټوي او داسې نور... همدوي دي چې په اکثره جنايي پیښو کې لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت یو پخواني وزیر راته یو ورځ وویل چې د کابل په یوې سیمه کې یې یو ترافیک د خلکو د شکایتونو په اساس د دندې نه لرې کړ، چې ګوري لس پنځلس وکیلان وزیر ته واسطه ورغلل چې دغه ترافیک باید بیرته برحاله شي. وزیر د وکیلانو غوښتنه ومنله او ترافیک بیا مقرر شو. څو ورځي وروسته بیا د هغه سیمې دوکاندارانو او اوسیدونکو دغه وزیر ته د ترافیک د لاسه شکایت وکړ. وزیر بیا مجبوره شو چې دغه ترافیک د دندې نه ګوښه کړي. په دوهم ځل بیا لس پنځلس وکیلان وزیر ته ورغلل چې دا ترافیک د دندې مه ګوښه کوه. وزیر د ترافیک د بد چال چلند نه دوی ته وویل چې د هغه سیمې د دوکاندارانو نه پیسي او نور خوارکي توکي هره ورځ اخلي او دا ښه کار نه دی. یو وکیل وزیر ته ویلي و چې صیب زه غواړم چې تا ته جدا خبره وکړم. وزیر صیب ورسره پاڅیدلې دی او په ځانګړې خونه کې دغه وکیل وزیرته ویلي دي چې وزیر صیب دا ترافیک ماته زما د کور او میلمنو ټول ورځنې مصارف لکه غوښه، کچالو، سبزیجات، چای، بوره او داسې نور شیان راکوي، که ته دا تبدیل یا د دندې نه ګوښه کړي، نو دی به د کور دا مصارف د کومه کوي؟ دا جوړه کړې قصه نه ده دا واقعیت دي چې زمونږ د مقننې او اجرائیه قوي غړي په څه اخته دي. که هغه وکیل دا قصه ولولي نو شاید لږ به خجالته شي او ځان به لا اقل د فیل مرغ په شان راټول کړي او غونج به شي. (تاسي هم کولې شي چې که داسي د فساد مؤثقه قصي ولري ولیکي که نور څه نه وي، راتلونکې نسل ته به د تاریخي قصو په ارشیف کې پاتي شي)

خبره رانه اوږدي، رابه شو اصلي موضوع ته. ځینې وایي چې ملت په دروند خوب ویده دی. داسې نه ده، ملت هره ورځ قرباني ورکوي. د ملت مخه د حکومت ناکاره پرزو او ناکاره پالیسیو ډبه کړیده. که ملت حرکت کوي، باید حرکت یې لومړۍ د حکومت د ناکاره پرژو په ضد وي چې خپله مخه د طالبانو، داعش، مافیا او یا سازمان یافته ډلو په ضد مبارزې ته پاکه کړي. د حکومت ناکاره پرزې یوازې په فیسبوک چلولو او پاورپانټونو جوړولو پوهیږي، اما دوی د ولس په ستونځو او یا د ولس سره په خبرو نه پوهیږي. دا ناکاره پرزې په محافلو او مجالسو کې د خپلو ټویټرونو او فیسبوکونو په تبصرو او لایکونو په لیدو خوشالي څرګندوي او یو بل ته د خپلو پوستونو صفتونه کوي. لوړ پوړې چارواکي هم همدغه پوستونو ته خوشالی څرګندوي او فکر کوي چې هرڅه سم روان دي او د دوی د مدیریت لاندې دي. تر ډیره حده ماته معلومه ده چې د ځینو لوړپوړو چارواکو او یا مافیايې کړو د فیسبوکونو او ټویټرونو اکنټونه په داخل او یا بهر کې د مدني ټولنو د غړو، ژورنالستانو او یا استخدام شوو کسانو له خوا چلول کیږي.

څه موده د مخه په یوه مجلس کې وم چې د حکومت ډیرمهم کسان هلته و، اما ټول په فیسبوک او تویټر اخته و. دموقع نه په استفاده، څو ځلې مې خبره په حکومتولۍ راوڅرخوله خو دوی د فیل په غوږونو کې ویده و او په خپلو ایفونونو کې د ماشومانو په شان مصروفه و. ځینې یې چې د حکومت مهم پوستونه درلودل، دحکومتولۍ په ساده تعریف هم نه پوهیدل او که همداکسان زمونږ د محلي مشرانو سره کینې، نو فکر کوم چې د دوی ترمنځ به یو ترجمان ته هم اړتیا وي. داسي کسان زه پیژنم چې په خبرو یې زما سر خلاصیږي ځکه نیمه پښتو، نیمه دري، نیمه انګلیسي، نیمه جرمني او یا کومه بله ژبه سره مخلوطوي او د خبرو او طرحو نه یې یو ماجون مرکب جوړ کړې وي، خو زه حیران دې ته یم چې د حکومت مشرانو د داسي کسانو په کومو خبرو، تجربو او طرحو باندې عاشقان شویدي او دوی یې په لوړو چوکیو مقرر کړیدي.

که خبره خلاصه کړم، که جنګ دوام ولري، خامخا به د استخباراتي کړیو لاسونه په افغانستان کې وي، بیعدالتي او فساد به خامخا وي، حکومتولۍ به هیڅکله ښه نشي او اقتصاد به هیڅکله رشد ونه کړي چې افغانان سوکاله ژوند ولري.

افغانان یو ملي حرکت ته اړتیا لري چې په حکومت او هم د حکومت نه بهر په ټولو ډلو باندې فشار راوړې چې جنګ ودرول شي. که دا کار افغانان پخپله ونه کړي نړیوال فوځونه، قواوي، اسلحي او یا کمکونه دا کار نشي کولای. هو د نړیوالو او یا ګاوندي هیوادونو حمایت د حکومت او جنګي ډلو نه یوازې جنګ اوږدولای شي، خو د افغانانو مسایل حل کولاې نشي. ترڅو چې افغانان د جنګ د دوام لپاره پخپله توښه برابروي، جنګ به پخپله دوام کوي او بایلونکي به یې یوازې او یوازې افغانان وي.

خبره دا ده چې دا حرکت به څوک پرمخ بیايي او څوک یې باید تنظیم کړي؟ دا حرکت هم یوازې متعهد افغانان او ډلې چې د هیواد په هر کنج کې وي او د هر قوم پورې تړاو ولري، کولې شي چې سره اړیکي ونیسي، متعهد شي او مشخصو اهدافو لپاره چې جنګ څنګه ختم شي کار وکړي. دوی باید د چوکیو، موقف او یا نورو ګټو په خاطر د حکومت یا نورو جنګي ډلو چاپلوسي ونه کړي او یوازې د سولي لپاره کار وکړي. داسي کسان، ډلې او ګروپونه د افغانستان په ګوډ ګوډ کې شته دی اما دا چې د بې اعتمادي فضا په افغانستان حاکمه ده، هر څوک یو بل ته د شک په سترګه ګوري. لومړۍ باید د شخصي ملګرو او دوستانو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا رامنځته شي او بیا د نورو ښو کسانو او حلقو په لټه کار پيل شي. هو، دا مبارزه هم په عاجله توګه نه کیږي، وخت ته اړتیا لري ترڅو د اعتماد جوړونې مرحله تیره شي. دا حرکت بیا پخپله خپل ځآنته مشر پیدا کولې شي.

شاه محمود میاخیل

 
- لیک: شاه محمود میاخیل
بېرته شاته