(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمدجان لالا ومړ

[11.May.2018 - 06:40]

محمد جان لالا ومړ

لیک:  خان زمان کاکړ

محمد جان سالک د پښتون او پښتو د درد له روهستانه تر "کوهستان" ورځپاڼې د قامي تحريک د شکست وريخت داسې "ويکټم" وو چې په ليدلو به يې د سړي زړه چاودلو.

ما محمد جان لالا ليدلی وو، څو واره مې ډېر په تفصيل اورېدلی وو، ما د هغه له خولې د پښتنو د قامي سياست د ډيموکرېټک ډاينامزم په بېوراکرېسي د بدلېدلو کيسه اورېدلې وه.

محمد جان لالا عيني شاهد وو، په قامي لښکر کې د شخصيتونو د اناپرستيو  د ښکر په ښکر هرورځني سياست!

محمد جان لالا فريق وو، د  شخصيتونو په نه پخلاکېدونکو خپلمنځي ټکرونو کې!

محمد جان لالا "ويکټم" وو د دايستلو، شړلو او ماتولو د ګونديز اپروچ او پاليسي!

محمد جان لالا وياړ کاوه چې له خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي سره يې تر مرګه ملګرتيا کړې وه.

هغه دا د ځان لويه خوشبختي ګڼله چې د خان شهيد له مرګه پس يې پښتونخوا ملي عوامي ګوند انتشار ته پرېنښود، د ګوند پر مشري د مختلفو خلکو د راضي کولو او د نوې تنظيم کارۍ د چارو د تر سره کولو کار يې په کاميابۍ سره تر سره کړ.

محمد جان لالا په تاسف سره وئيل چې ځينو شخصي او قبيلوي مسئلو ته قامي او ګونديز رنګ ورکول که يو وخت د تېروتنې په توګه شوي وو خو اوس يو سياسي کلتور ګرځېدلی دی.

د محمد جان لالا تعلق له هغه سياسي نسل سره وو چې د خپل ماضي په يادولو سره د يو جذباتي کېفيت ښکار شي او د خپل رول، اخلاص، خواريو او قربانيو صله په ټولنه کې د چاپلوسۍ، سپکتوب او مفاد پرستۍ د سياسي کلتور د غوړېدلو په شکل کې وويني:

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

ما د يو سنګر او يو ټغر ملګري محمد جان لالا او خالد خان کاکړ ايډوکېټ څو واره په ګډه ناسته کې اورېدلي وو، د قامي تحريک له تاريخ سره د هغوی برخورد به شايد زما دپاره ډېر د منلو وړ نه وو خو ما دا فکر تل کړی چې د مبارزينو زړونه بايد وساتل شي، هغوی بايد چې تنهائۍ ته ټېل نه وهل شي، هغوی بايد چې تورن نه کړل شي:

ملے تو مل لئے بچھڑے تو یاد بھی نہ رہے

تعلقات میں ایسی رواروی بھی نہ ہو

زه دا فکر هم لرم چې تاريخ بايد د يو مبارز د سياسي ژوند پر آخري فېصله يا آخري پوړۍ د هغه د ټول کردار په هکله فېصله صادره نه کړي. د چا چې څومره زيار پاته شوی دی، تر کومه وخته پاته شوی دی، د هغه په يادولو، ستايلو او ثبتولو کې د نظرياتي او ګونديز تعصب ښکارکېدل د تاريخ د مسخ کولو په معنا اخيستل کېدای شي.

زه په خپل وار سره محمد جان لالا ته خراجِ عقيدت پېش کوم او که په خپل ټول ژوند کې يې يو قدم هم په راستۍ د خپل قام دپاره اخستی وي د هغه قدم خاورې يې د ښکلولو وړ ګڼم.

په ګور يې نور شه!

khanzamankakar

- خانزمان کاکړ
بېرته شاته