(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه سترمورخ چې پښتنوله...

[03.May.2018 - 09:22]

هغه سترمورخ چې پښتنوله ياده ايستلى دى

ډاکټرلطيف ًيادً

دپښتونخواسترمؤرخ اود {پښتانه دتاريخ په رڼاکې} دکتاب ليکوال، ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً

ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً دپښتونخواهغه ستراونامتومؤرخ دى چې نه يوازې دپښتونخواپښتانه دده به وياړلي نا مه وياړي، بلکې دافغانستان پښتانه هم دددې سترمؤرخ دنامه سره پوره اشنا يې لري اوپرې وياړي. خودخواشينۍ خبره داده چې ولې بښتنوديوه داسې سترمؤرخ نوم له ياده ايستلى دى؟

پښتنوته پکاردي چې ددغه سترانسان په نامه غونډې اوعلمي سيمينارونه جوړکړي، اودده پرآثاروتاوده علمي بحثونه وکړي.

ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً په ١٩١٠ زيږديز کال کې دپښتونخوا، دنوښارپه ًکاکاصاحبً کې، په يوې علمي کورنۍ کۍ زيږيدلى دى. پلاريې مياخالق شاه نوميده. ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً خپلې لومړنۍ زده کړې په مورني ټا ټوبي، اکوړه خټک، کې سرته ورسولې. پردې برسيره يې، ديني لومړني تعليمات اودفقهې کتا بونه دحا جي عبدالقيوم نه ترلا سه کړل.

که څه هم ًکاکاخيلً صاحب داهيله اوتمه نه درلودله چې کوم سرکاري ملازمت يادنده ترلا سه کړي، خو په ١٩٢٨ زيږديز کال کې دپوهنې (ايجوکيشن) ديپارټمينټ ورته وړانديزوکړچې هلته کاروکړي. ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً دزده کړې سره ډيره مينه درلودله، او په ١٩٤٠ زيږديز کال کې يې دپنجاب دپوهنتون نه په پښتو، فارسي، اواردوکې يې د بي. .اى هانرز ډګري واخيستله.

وروسته بياپه ١٩٣٦ زيږديزکال کې يې د ًکرکً په ډيسټريکټ بورډکې يې دنده ترلاسه کړه، اودصوابۍ اومردان چارې يې هم پرمخ بيولې.

په ١٩٤٥ زيږديزکال کې دپوهنې ډيپار ټمينټ ٢٤ کسان په پوهنتون کې دروزنې (ټريينګ) لپاره وټاکل چې دارواښادسيد بهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً نوم دفهرست په سرکې و.

وروسته، ارواښادسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً دلومړني تعليماتوپه اداره کې، په رستم کې، دنده سرته رسوله چې تريوه کال وروسته بياملکنډته په دندې وګو مارل شو. ده په ١٩٥٧ زيږديزکال کې په نوشهره (نوښار) کې دښوونکي په توګه دنده سرته رسوله، اوبياچې کله ًکاکاصاحبً ته ټرانسفر (تبديل) شو، نوتر ١٩٧٠ زيږديزکاله پورې چې دده ريټايرمينټ (تقاعد) وخت ودغه دنده يې په ښه وجه سرته ورسوله.

په پاکستان کې دصدرايوب خان دصدارت په وخت کې سيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً دپښتوکتابونه وليکل چې دپښتو نخوا په زياترو ښوونځيو (سکولونو) کې تدريس کيدل.

ًکاکاخيلً صاحب دګرامريوکتاب هم تصنيف کړچې ًرهنماى پښتوً يا ًدپښتو لارښودً نوميد، اونوموړى ګرامريې په په اردو ژبې هم و ژباړه څواردوژبي هم ترې ګټه واخلي.

د ًکاکاخيلً صاحب دمهموکتابونونه يوهم د (ظفراللغات ډيکشينري ياقاموس) دى، اوبل دده مښهورتاريخ (پښتانه دتاريخ په رڼاکې) کتاب دى.

د ظفر اللغات قاموس په څه دپاسه ١٤٠٠ مخونوياصفحوکې ليکل شوى دى، او ٤٥٠٠٠ زره لغات اومحاورې لري چې دهرلغات ترڅنګ يې معنى ګانې يې په پښتواواردوکې ورته شرحه کړي دي. ظفراللغات لومړى ځل په ١٩٥٩ اوبيا په ١٩٦٠ زيږديزکال کې چاپ شو. ًکاکاخيلً صاحب پخپله ليکلي دي چې دظفر اللغات قاموس يې دومره په غورسره وليکه چې ان دسترګوليديې ورسره کمزورى شو.

همدارازدسيدبهادرشاه ظفر ًکاکاخيلً بل کتاب چې (پښتانه دتاريخ په رڼا کې) نوميږي چې دپښتنوتاريخ دى چې دعيسى مسيح عليه السلام دزيږيدونه ٥٥٠ کلونه وړاندې تر ١٩٦٩ زيږديزکلونو پورې حالات پکې راغلي دي، اوپه ١٤٠٠ مخونوکې په ١٩٦٢زيږديزکال کې دپيښوريونيورسټۍ دبک ايجنسۍ له خوا چاپ شوى دى.

همداراز ًکاکا خيلً صاحب ددې خبرې ادعاهم کوي چې دپښتولومړنۍ ډرامه ده ليکلې ده چې دغه ډرامه (دکلي ښايست) نوميداوپه ١٩٣٥ زيږديزکال دپيښورراډيودپښتوڅانګې له خواخپره شوې ده. ًکاکاخيلً صاحب وايې چې دهغې ډرامې خواږه يادونه يې لاتراوسه په ذهن کې پاتې دي چې ددغې ډرامې تمرين اوريهرسل په پيښورکې دارباب جهانګيرخان په کورکې کيده، اوځينوهندوانوهم په دې ډرامې کې رول لوبولى و. ًکاکاخيلً صاحب هيڅکله هم داخبره نه مني چې ګنې اسلم ًخټکً دې دپښتودلومړنۍ ډرامې ليکوال وي.

د ظفر ًکاکاخيلً بل سترکارداو چې په ١٩٩٦ زيږديزکال کې يې دشيخ رحمکار (کاکاصاحب) په ژوندانه اوښوونويې يوکتاب وليکه، اوددې کتاب په ليکلوکې يې دهغې خطي نسخې نه گټه واخيستله چې ميامحمدبادشاه ًکاکاخيلً دشيخ رحمکارپه ژونداوکارونوباندې ليکلى و. ويل کيږي چې ميامحمدبادشاه ًکاکاخيلً دافغانستان اوهندوستان ډيروبرخوته سفرونه وکړل څودشيخ رحمکار (کاکاصاحب) په اړوندعلمي موادترلاسه کړي. ددې کتاب پرليکلوظفر ًکاکاخيلً صاحب دمياجمال شاه دورور، ميااجمل شاه، نه ١٠٠٠٠ روپۍ دانعام اوجايزې په توګه ترلاسه کړې.

ًکاکاخيلً صاحب يوپوخ مسلمان وچې دمولانا ًمودوديً دنظرياتوسره يې مينه درلودله. له همدې کبله وچې نوموړي دمولانا ًمو دوديً ځينې کتابونه پښتوته وژباړل لکه پرده، دينِ حق، سيرةالنور، دين کې تفسير، احساس، او ًراهءعملً يې وژباړل.

ًکاکاخيلً صاحب دسرکارنه په دې خبرې سرټکولى دى چې دپوهانواودادب دمينانوپه اړونددبې غورۍ نه کاراخلي اوقدريې نه کوي. ظفر ًکاکاخيلً صاحب دپيښوردپښتواکيډيمۍ نه هم خپل خپګان څرګندوي چې ده ته يې کومه ځانګړې پاملرنه ونکړه، خويوازيني سړي چې ده ته يې پاملرنه وکړه هغه دپاکستان دادبياتوداکيډيمۍ چيرمين يامشرپريشان ًخټکً وچې ده ته يې مياشتينى مددمعاش وټاکه. همدارازده په ١٩٨٨ زيږديزکال کې ًستارهءامتيازً نښان هم ترلاسه کړ.

دغه سترمورخ دخپل ژوندانه په وروستيوشپواو ورځوکې داسې سخت ناروغه اوکمزورى شوچې دسترګوروښنايې لږه اوهم يې غوږونه درانه شول چې خبرې به يې په اسا نۍ سره پرې نه اوريدلې.

سيدبهادرشاه ًکاکاخيلً په پاى کې د ٢٠٠٢ زيږديزکال دجون دميا شتې په ٢٤ نيټه له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې، اود ًکاکاصاحبً په اديره کې خاوروته وسپارل شو. اروادې ښاده وي.

بايدزياته کړم چې ما، لطيف ًيادً، خپل چاپ شوى کتاب (پښتنې قبيلې) ښاغلي ارواښادسيدبهادرشاه ظفرکاکاخيل ته ډالۍ کړى دى.

يا دونه. دپښتونخوادليکوال اوشاعرښاغلي مياوکيل شاه فقيرخيل صاحب نه ډيره مننه کوم چې دښاغلي ارواښادسيدبهادرشاه ظفرکاک خيل دمړينې دنيټې په پيداکولواودده دمزاردځاى په اړونديې زماسره معلومات شريک کړل

- ‌‌‌‌‌‌ډاکتر یاد
بېرته شاته