(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد صحبت خان

[03.May.2018 - 07:20]

د پښتو ژپې پخوانی مشهور سندرغاړی ارواښاد استاد صحبت خان

(یا زما په سنګین شعر کې لیاقت دی - یا په خوله کې د صحبت مې ډیر لذت دی)(دپښتوژبې شاعر احمددین طالب)

 

ارواښاد صحبت خان د نعمت خان زوی و چې دپښتونخوا صوابۍ دسیمې په مرغز نومي کلي کې د۱۸۸۰ زیږدیز/میلادی کال په شاوخوا زیږیدلی و. د ورور نوم يې دولت خان و، دولت خان د پښتو ژبې د مشهور سندر غاړي ګلریز تبسم پلار و. صحبت خان د چچ ویسا نومي کلي کې استوګنه درلوده، بیا وروسته مردان ته راغی او هلته یې استوګنه غوره کړه . صحبت خان مشهور خوږ ژبی سندر غاړی او رباب غږوونکی و . د آل انډیا ریډیو نه به يې چاربیتې ،غزلې او سندرې ویلی چې : په ګراموفون به غږیدلی، په ۱۹۳۵زیږدیز/میلادي کال کې دده لومړنی ریکارډ شوی چاربیتی (( زلفو یې غونچې کړی دي )) لوړ مقام تر لاسه کړ. صحبت خان په ۱۹۳۷زیږدیز/میلادی کې د پيښور ریډیو نه لومړنۍ سندره هم وویله او بیا د کابل ریډیو ته لاړ، د اعلیحضرت ظاهر شاه دتخت کښینا ستلو او تاج پوشۍ په جشن کې ورته صدراعظم محمد هاشم خان او دضبط حوالات ریئس احمد شاه خان بلنه ورکړی وه او ډیر انعامونه يې ورته ورکړي وو. ارواښاد صحبت خان د پښتو ژبې د اولسي شاعر احمد دین طالب ډیر نږدی او خوږ شاګرد و، د هغه ډیرې چاربیتی ، نیمکۍ او غزلی يې ویلي ، احمد دین طالب په خپل کلیات کې د هغه په اړوند یو اوږد غزل هم ویلی چې : مطلع يې داسي ده، (یا زما په سنګین شعر کې لیاقت دی - یا په خوله کې د صحبت مې ډیر لذت دی)

د احمد دین طالب ټول کلیات په خطي نسخه کې ددوی له کوره لاس ته راغلي دي، چې د دانش خپرندويي ټولنې له خوا به چاپ شي ، صحبت خان په دیني علومو کې هم مهارت درلود. د صحبت خان درې زامن وو چې یویې ارواښاد فرخ سیرشمع نومید چې لوی سندر غاړی او مشهور موسیقار واو ډیر شاګردان لري، دوهم زوی يې ظفر خورشید چې د انډیا د مشهورو اردو پخوانیو فلمونو موزیک ډایریکټر و او دریم زوی يې جمشید و چې لیونی و. صحبت خان په ۱۹۴۲زیږدیز /میلادي کې وفات شوی اوپه مرغز کې ښخ شوی دی، . دپښتونخوا محقق اولیکوال میا وکیل شاه فقیر خیل صیب دارواښاد صحبت خان یو غزل او یوه لوبه لري چې دصحبت خان په خط لیکلی شوی دی

تاسو په لاندې ډول دصحبت خان انځور ، دده په خط دده یوه غزله اولوبه او هم دده دیوې پخوانۍ سندرې (( زلفو یې غونچې کړی دي )) لینک لیدلای شئ !

https://www.youtube.com/watch?v=Ek3Qq2msY2Y

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دپښتانه لیکوالان وپيژنئ 

له پاڼې نه زما لطیف یاد په لږو زیا تونوسره

- ‌‌‌‌‌‌ډاکتریاد
بېرته شاته