(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کيسه ييز ادب اړخونه

[03.May.2018 - 07:15]

لږ څه د کيسې ، تېر مهال او تولنيز ناخود اگاه دکتاب دپيژندنې له پاره د کيسه ييز ادب اړخونه

ليک: اکبر کرګر

کيسه د انسان د ماضي هينداره ده. د لومړي بشريت په ذهن کې جوړه شوې افسانه د بشريت په فرهنگ او مدنيت کې پر مخ تللې او تر ننه رسیدلې ده. په دې اثر کې په همدې موضوع يعنې په داستان خبرې شوې دي. د داستان يا کيسې په  ډېره لومړنۍ بڼه او اسطوره خبرې لري، همدارنگه د دې مسایلو تړاو د بشري ټولنيز ناخبري شعور سره شنل شوې ده

په دې لړ کې هڅه شوې ده چې د اسطورې يا مېتولوژي (Mythology )نقش د انسان په ژوند کې يا په ټوله کې د بشري فرهنگ په ايجاد کې وڅيړل شي او د مېتولوژي يا اسطورې رول او اغيز وښودل شي. همدارنگه وښودل شي چې څرنگه لومړيو اساطيرې کيسو تر اوسه دوام پيدا کړى، لا دوام کوي او د زمان له عنصر سره ځان سموي. پر دې دوام سربېره اوس په معاصر هنر او ادب کې ځليږي.

دغه راز په دې څيړنه کې هڅه شوې ده چې د«فولک» کيسو او د«ښاپيرو» د کيسو لنډ جاج واخيستل شي. په نمونه يې ډول د پښتو د فولکلوريکو نکلونو څخه د څو مشهورو شننه شوې ده، هڅه شوې چې پر هغو کې  مېتولوژيک، فرهنگي عناصر وڅيړل شي او د بشري ناخوداگاه سره د هغو په تړاو او نه تړاو خبرې وشي

په دې اثر کې دا يادونې هم شوې دي چې په ټولو کيسو، اسطورو او داستانونو باندې دا اطلاق نه کيږي چې گواکې ټولې دې د بشري يا ټولنيز ناخبري شعور سره رابطه ولري، بلکې هغه ډیرې لږې پېژندل شوي او گوتو په شمار بېلګې شته چې دا ځانگړنه لري چې لا نور هم څيړنې ته اړه لري. په قومي او ولسي سطحه کې د جغرافيوي او سيمه ييز او توکميز فکتور له پامه نه دى غورځول شوى، يعنې خپل نقش لري او د قومونو زيږنده او په هغو پورې محدودي دي.

همدارنگه په دې څيړنه کې ځينو ډېرو مشهورو افسانو ته چې په معاصرو ټولنيزو علومو په تېره د ارواپوهنې په انکشاف کې يې نقش درلوده او د بېلګې په توگه يادې شوي او راوړل شوي دي. له دې جملې څخه د «کاليداس شکونتلا» داستان، د «شکسپير دهملت» ډرامه، د «گويته د فاوست» ننداره، د «عابد برصيصا» داستان او همدارنگه د «بلخ د شهزاده ابراهيم ادهم» او د «بودا» د اسطورې پرتليزه څيړنه يادولی شو

همدارنگه په ادبي معاصرو څيړنو کې دا خبره په ډاگه ده چې ادبيات، هنر، فلسفه او ارواپوهنه يوله بله سره نښتي او نږدې اړيکي لري، يو په بل کې تداخل لري، يو د بل په مرسته خپل خوند او رنگ پيدا کوي. موږ نه شو کولى يوه هنري، ادبي پديده يا اثر د فلسفې او ارواپوهنې څخه گوښې وڅيړو او که دي ټکي ته ارزښت ور نه کړو مانا به دا وي چې اثر به کوم ادبي هنري اثر نه بلکې يو ژورنالستيک راپور وي

بل مهم ټکى دا دى چې معاصر ادبيات يا هغه ادبيات چې له مدرنيزم نه وروسته په شلمه پيړۍ کې هست شول له «اسطورو» سره  نږدې اړيکي لري او يا د دغو اسطورو په بنسټ او له مخې را منځ ته کيږي

فرويد يادونه کوي چې: «شاعرانو او فلاسفه وو له ما څخه تر مخه ناخبري شعور کشف کړى دى، خو هغه څه چې ما کشف کړي دي، يو علمي مېتود و چې د هغه په مرسته کولی شو ناخبري شعور مطالعه کړو»

د نوموړي په باور د اسنادو او مدارکو نشتوالی د دې خنډ دى چې د ادبياتو ځانگړى اغيز د تحليلي ارواپوهنې په بنسټ وڅيړو. په بل اړخ کې د ځينو کسانو په باب فکر کوو چې زياترو يې د فرويد د نظرياتو وړاندوينه کړې وه. د مثال په توگه شوپنهاور او نيچه له اثارو نه دا مطلب ښه پوهيداى شو چې فرويد د دغه کسانو اثار نه وو لوستي، خو ورته نظريات موجود و چې له هغه  وروسته يې خپل نظريات مطرح کړل. فرويدخو د يادو ليکوالو په اثارو کې د هنر په اړوند په ډېر شوق او رغبت سره بحث او خبرې اترې کوي. د فرويد په باور هنر د ژوند يوه اساسي جذبه او شور دى. هغه د هنرمندانو په تېره د ليکوالو په باب د ستاينې له مخې چلند کوي. د هغه په نظر هغه څه چې په ادبياتو کې د پام وړ دي يو احساسي ليد او نظر دى. هغه د ادبي شخصيتونو په باب خبرې کويځکه د فرويد له نظره  هغوۍ د ژوند په لوبه کې پر هغه انگيزو چې  پټ رول ادا کوي، پوه دي او دا کار د فرويد د کار او څيړنو سره ورته والی لري

يونگ «کارل گوستاو» هم خپله څېړنه د بشر د ټولنيز خصلت په باب له دې پوښتنې پيل کوي وايي: بشر څرنگه په يو فرهنگي حيوان بدل شوى دى، يا په بل عبارت څرنگه يې مذهبې، ښکلا پېژندني او سازماني مفاهيم وغځول او پراخ يې کړل. هغه د فرهنگ د ايجاد مساله د ليبيدو او د ژوند د غريزې يا رواني انرژي سره  وتړله او دا يې په ډاگه کړه د ژوند غريزه د فرويد د نظر خلاف  يوازې د جنسي غريزې پورې اړه نه لري، بلکې د ټولو انساني جذابيتونو او راکښنو لکه لوږه او تقليد ته ليوالتيا او نورې ځانگړنې هم لري. په کلي توگه د ليبيدو انرژي د طبعيت په لاس د بېلا بېلو نظامونو، کړنو او عکس العملونو ترمنځ په بشپړه توگه له دې دايرې بهر نه ده.

د يونگ په باور او نظر فرد او په واقعيت کې ټولنه معمولا د ټولنيز ناخبري شعور له څرگندو چلندونو او اغيزو  څخه خبره  نه ده. د نړۍ ليد ريښې په غالب گومان د شخصي او ټولنيز ناخبري شعور څخه خړوبيږي، نو په دې اساس د يوې ډلې، يو ملت يا يو نژاد  ناخبري شعور د موروثي نمونو او مثالونو او فرهنگي نمونو او احساسونو سره تړا ولري.

په دې څيړنه کې د کارل گوستاويونگ په ټولنيز ناخبري شعور خبرې شوي دي او د ځينو داستانونو اړيکه د دغه نظريي په رڼا کې څيړل شوې ده ، دا چې څومره به دا کار بريالی وي، د يوې ابتدايې تجربې په توگه به وليدل شي، خو په دې څيړنه کې يوازې د ناخبري شعور د اغيز په اړوند نه بلکې د ټولنيز ناخبري شعور په باب خبري شوي دي او د بشريت د يو داسې موزيم په توگه د هغه يادونه شوې چې د لومړي بشريت ټول اثار او لاس ته راوړنې په کې ځاى شوي دي .

همدا راز بايد څنگنيزه يادونه وشي چې د نن ورځې د لوستونکي تنده نور هغه رياليستي او ډېر بربنډ او ساده داستانونه چې په ۱۹ پيړۍ کې را منځ ته شول، نه شي ماتولی. زموږ د کيسو او داستانونو محتوا چې د بزگر او خان يا فيودال د مبارزې او ژوند داستان و، د لوستونکي ذوق نه شي راضي کولى او نه هم د جنگ او جگړو ساده ترسيم او انځور کښنې ته داستان ويلی شي. نن ورځ که د فتح خان او کرمې کيسه لوستل کيږي، د يو ارثي اثر په توگه خوند لري، خو څيړونکي د دغه داستان شاته او يا پس منظر کې نور څه ويني او نور څه پلټي .

لوستونکى په دې پسې گرځي چې څرنگه شهزاده بهرام د پيريانو لښکر نه مرسته غواړي او څرنگه گل اندامه د کوه قاف د غرونو په منځ کې  په پنجره کې اچول کيږي. دا ټول خيالي داستانونه او کيسې دي. له واقعيت نه ليرې خبرې دي، خو په همدې خيالي داستانونو کې يو لړ زيات ټولنيز واقعيتونه او د انسان پيچلې وجودي فلسفه  ځاى شوې ده. دا چې وايي ښاپيريان څه دي؟ او څه ډول موجودات دي او څرنگه په داستانونو کې حضور پيدا کوي؟ ټول هغه مسايل دي چې په دې اثر کې پرې تر وسې خبرې شوي دي

م اکبر کرګر

 
- اکبر کرګر
بېرته شاته