(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلم د ښېرازۍ ژوند

[03.May.2018 - 07:04]

قلم د ښېرازۍ ژوند

لیک: محمد الهام نظر

قلم پوهه ده، قلم علم دی، قلم د یو هېواد پرمختګ دی، قلم هغه شمع ده چې هېڅ وخت نه مړاوې کیږي، قلم د سولې او ښېرازئ نښه ده. قلم هغه څه دی چې یوه ټولنه له بدبختیو د نېکمرغیو خواته بیایې. الله(ج) په لومړي ځل د بشریت لارښود ته د لوست او قلم امر کړی دی. دبشریت خالق په قلم باندې قسم یاد کړی دی (والقلم وما یسطرون) ژباړه : قسم دی په قلم اوپه هغه څه چې هغهیې لیکي. دا بسنه کوي چې موږ پوه شو چې قلم څومره مقدسه وسیله ده او د بشریت په لارښوونه کې یې ځومره ژور اهمیت درلودلی دی. د انسان په لارښوونه او روزنه کې ژوره اغېز درلودلی دی. انسان یې د بدبختیو نه ښېرازیو او نېکمرغیوته سوق کړی دی.د بشریت د لارښوونې لپاره هغه مقدسه اوسپېڅلې وسیله ده، چې بشریت یې  د جاهلیت له تورو تیارو د نور، علم پرمختګ هوښیارتیا او د تمدن رڼا ته رسولي دي. د رسول الله صلی علیه وسلم د یوه حدیث پربنسټ قلم دالله تعالی لومړی مخلوق دی (” إن أول ما خلق الله القلم”). قلم د الله (ج) تر ټولو لومړنی پيدا شوی مخلوق دی.

الله تعالی د بشریت د لارښوونې اوسوکالۍ لپاره تر ټولو وړاندې په خپل غوره کړي پیغمبر حضرت محمد صلی علیه وسلم د سورت علق دا پنځه مبارک آیاتونه نازل کړل ( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿1 خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿2 اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿3 الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿4 عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿5 كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى). ژباړه : ولوله ای محمده! قرآنپه برکت د نامه د الله تعالی چې پیدا کړی یې ټول مخلوقات دی، پیدا کړی یې انسان دی له ټوټو، ټوټو تړلیو شویو وینو نه ، ولوله ـ ای محمده ! قرآن ـ حال دا چې ستا رب ډېر لوی کریم دی ، هغه رب چې ښونه یې کړې په قلم سره ، ښونه یې کړې انسان ته په هغو شیانو چې دی پرې نه پوهېده وړاندې له دې ، ریښتیا ده خبره دا چې انسان سرکشي کوي. دا د رسول الله صلی علیه وسلم د سپیڅلي رسالت تر ټولو لومړی ښونه ده، چې انسان باید تر هر څه وړاندې لیک لوست زده کړي او د لیکلو هغې مقدسې وسیلې ته لاس اوږد کړي، چې قلم دي.

قلم د بشریت د ژوندانه په هر ډګر کې د بشریت لارښود پاتې شوی دی، قلم معلم دی، قلم ډاکتر دی، قلم خطیب دی، قلم پرمختګ دی، قلم د یو هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ وسیله ده،  قلم لوی امانت دی چې الله تعالی انسان ته د هدایت لپاره ورکړی دی. قلم چې ځومره مقدسه وسیله ده باید همداسې مقدسه وساتل شي په قلم باندې د فسق، فساد او بد اخلاقۍ خبرېاو ناوړه ګټه ترې وانه خیستل شي. قلم داسې څه دی چې هېڅ شی په نړۍ کې زور او د قلم په څېر ځواک په اتوم کې هم نه شته دی. اتوم د انسان د بد مرغیو او بدبختیو لپاره جوړ شوی خو قلم د انسان د ښېرازۍ او نېکمرغیو لپاره جوړ شوی دی. تاسو قضاوت وکړی چې ښېرازي که بد مرغي په ځواک کې ده. هغه زور او ځواک چې په قلم کې دی هغه په توره کې هم نه شته دی ښه مثال یې زموږ مقدس دین اسلام دی چې د تورې په زور نه بلکې د قلم په وسیله تر موږ پورې رارسېدلی دی د قلم په واسطه یو نسل نه بل نسل ته انتقال او د قلم په وسیله یې مقدسات خوندي شوي ديد یو زده کوونکي او زده کړیال لپاره قلم د پاچا او حکمران حیثیت لري، نو پکارده چې د قلم څېښتن له عدل او انصاف څخه کار واخلي. همدا قلم دی چې انسان له تورو تیارو څخه د علم، نور، رڼااو ښېرازۍ ته رسوي. نن ورځ چې نړۍ دومره پرمختګ کړی دی هغه ټول د قلم له برکته، انسان د قلم له برکته په لوړو، لوړو سیارو کې چې هغه پورته کېدل ناشوني دي، خو نن د قلم له  برکته سیارو ته هم وختل. ددې ټول برکت په څه کې دی؟ په قلم کې.

قلم حقیقتونه ثبتوي او علمونه او فکرونه د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسل نه بل نسل ته نقلوي. که قلم نه وي نو د تېرو شویو نسلونو تاریخ به تر موږ نه وی رارسیدلی. که قلم نه وی نو د اسلام سپیڅلی ارشادات او لارښونې به تر موږ نه وی را رسیدلې. که قلم نه وی نو د رسول الله صلی علیه وسلم سیرت او سپیڅلی اقوال به تر موږ نه وی را رسیدلي. که قلم نه وی د رسول الله لویه او سپڅېلې  معجزه به تر موږ پورې نه وی رارسېدلې او د الله د دې لوی نعمت نه بې برخې پاتې وی.

د مسلمانانو علماووپه قلم باندې فخر کړی، او داسې کارونه یې د قلم په وسیله تر سره کړي چې د تورې په وسیله یې نشوی تر سره کولای، د تاریخ په اوږدو کې خپلواکو قلمونو د بشریت د سوکالۍ لپاره ستر ستر بدلونونه رامنځ ته کړي دي. له ډېرو لرو فاصلو یې د طاغوت سرکشه حرکتونه راپرزولی دي. هغه حرکتونه چې دالله تعالی اوبشریت دښمن حرکتونه دياو انسانیت یې تر جبر لاندې کړیدلی، هغه کار چې د تورې په زور نه دي تر سره شوې د قلم په مهارت او اثر تر سره شوی، په معاصره مبارزه کې هم قلم خپل اغېز ثابت کړی دی. هغه ځه چې یوه ټولنه د غلطې لارې نه باسي، هغه قلم دی او الله پاک ورته د قدر او منزلت یوه خاصه مرتبه ورکړې ده. په قران کریم کې یې د قلم یادونه کړې ده او په هغه یې قسم کړی دی.

دا چې قلم په انساني ژوند کې څومره ستر او مهم رول لري او څه ډول د انسان، ټولنې، ملت او يو هېواد د سمون او اصلاح دنده په غاړه لري، بايد ووايو چې قلم د الله (ج) له لوري انساني بشر ته هغه ډالۍ ده، چې د بشريت د اصلاح سمون او د انساني ژوند د پرمختګ لپاره يې انسان ته ورکړې ده.

علم د هرې ستونزې دعا ده

علم د هرې ورکې لارې رڼا ده

- الهام نظر
بېرته شاته