نورستان ولايت چې د هيواد په ختيځ کې به ځنګلونو پوښلی، په  غرونو کې یې  جګې او دنګې ونې ، پاکه هوا ، سړي چنې او ښکلي چمنونو ، څپاند سيندنو په سردرو کې ، کږو وږو درو په منځ کې زړه راښکونکی او د ښکلا لرونکی ولايت دی.

چې د هيواد کشمير او د سيمې سويس ورته هم ويلایې شو ، چې د سيل او سيلانيانو د پاره يو زړه وړنکی ځاې دی . دا چې نورستان ولايت ډير ښکلي او تاريځي ځايونه لري چې د هغې  څخه يو د اندر په نوم ښکلی او تاريخي باغ دی ، چې د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې پروت دی ، د واما ولسوالي  د کونړ د پيچ دولسوالۍ په خوا پرته ده ، او لويدځ خواته يې د نورستان ولایت د وايګل ولسوالي پرته ده .

د اندر باغ ۴کيلومتره اوږدوالې او ۳کيلومتره پلنوالې لري او خورا زيات سيلانی ارزښت لري او د ډول ډول میوه لرونکو بوټو څخه برخمن دی، او خورا زيات حاصلات لري چې د ټول واما خلک ترې  برخمن دي ، دغه باغ څو ځانګړنې لري

۱-  د ساتنې او خړوبولو په برخه کې د کلیوالو او د قومي شورا لخوا څوتنه ټاکل شوې دي چې دا يراين ( څارندوۍ ) په نوم ياديږي چې د باغ ټول واک ددوۍ په لاس کې دی .

۲- د قومي شورا لخوا او خلکو لخوا ناغه (جريمه ) ټاکل شوې ده ، تر څو پورې چې د باغ ميوه  پخه شوې نه وي،  او  چا ترې ګټه پورته کړه ناغه ( جريمه  ) به ورکوي ، خو ميلمانه حق لري چې د باغ څخه ليدنه وکړي او د ميوو څخه يې  ګټه پورته کړي

۳- د ۱۴کلنۍ څخه ښکته عمر لرونکي کوچنيان نه شي کولايې چې پاغ ته ولاړ شي ، کچيرته مور او پلار وغواړي چې خپل کوچنيان د ځان سره بوځي نو دايراين ( څارندوۍ ) څخه په اجازه اخلې او بيدون د ايرا ين ( څارندوۍ ) د اجازې نه شي کولايې چې باغ ته ننوځي

۴- کله چې د باغ ميوې پخې شي د ایرا ين ( څارندوۍ ) لخوا قومي شورا او کليوالو ته خبر ورکول کيږې ، او ايرا ين ( څارندوۍ ) د يوه کال ټولې کړنې او همدا رنګه هغه خلک چې ناغه شوي وي ، ددوۍ سره شريکوي.

۵- د باغ د میوو د راټولولو نيټه د تلې (ميزان ) د ۱۴ نه تر ۱۶ پورې ده ، خلک د تلې ( میزان ) په ۱۴ د باغ په انګړ کې راغونډيږي، او هغه ناغې (جريمې ) چې د خلکو څخه اخستل شوې وي، خلکو ته پري ډوډۍ او  میله  برابروي ، ځوانان او پیغلې په ډول ډول جامو کې باغ ته راځي، په میله کې برخه اخلې  او د ميلمنو قدردانی کوي

او ځوانان خپلی دوديزي لوبې د خلکو په وړاندي کوي ، او هيڅوک دا خق نه لري چې د ميلې ځاې ته وسلې راوړې ، د ميوو د راټولولو دا ميله درې ورځې دوام کوي.

دا چې د نورستان ولايت د طبعي ښکلاګانو څخه يو برخمن ولايت دی ، د ليدلو ډيرې تاريخي سيمې لري ، د جرمني د کولن ميشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه د افغانستان په مرکزي حکومت غږ کوي چې ددغه ولايت او همدارنګه په هيواد کې د طبعي ښکلاګانو ساتلو اوپه هغې باندې  پانګونې ته پاملرنه وکړي چې د هيواد په ځان بساينې او اقتصادي ودې د پاره ډير اړين دي ، چې ددې په ذريه کولايې شي سلګونه زره کورني او بهرني سيلانيان هيواد ته راجذب کړي.

د سوکاله ،  په ځان بسيا،او  پرمختللي  افغانستان په هيله