(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلور ښکلې میرمنې

[08.Jan.2018 - 14:52]

څلور ښکلې میرمنې ،څلور ښکلي اوازونه

لیک: میافاروق فراق

داسې سندرغاړې بیا نو ډیرې خوش قسمته دي چې دښکلي غږ ترڅنګ یې پخپله ښکلا یا حسن هم د خلکو زړونه وړي دي.

دپښتو لمنه دداسې ښځینه سندرغاړو څخه ډکه ده چې ښکلی غږ لري اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړي وي.

خو داسې سندرغاړې بیا نو ډیرې خوش قسمته دي چې دښکلي غږ ترڅنګ یې پخپله ښکلا یا حسن هم د خلکو زړونه وړي دي.

په نوي دور کې خو داسې ډیرې پیغلې دهنر میدان ته راغلې چې دهغوئ ښکلا ته د خلکو زړونه دوړیږي خو دښکلا نه وروسته چې کله خبره ددغو هنرمندانو” هنر” ته ځي نو هلته بیا دهنر استاذان دهغوئ په هکله رایې قائمولو کې ارو مرو ساه نیولي کیږي.

ولې په پښتنو میرمنو کې څلور هنرمندې میرمنې داسې دي چې په ټوله نړۍ کې یې پښتانه نه یوازې دحسن متعرف دي بلکې فني عظمت ته یې هم لکه داسمان هسې درانه ګوري.

په دغو څلورو هنرمندانو کې دریوؤ تعلق دپښتونخوا سره دی اؤ د یوې دافغانستان سره

بخت زمینه

بخت زمینه دخپل وخت یوه ښائسته هنرمنده وه ، دهغې فني سفر د ۱۹۰۴م څخه پیل شوی اؤ تر۱۹۴۲م پورې یې دوام کړی ؤ.

وروستو په سالنګ کې په ډیرې بې دردۍ سره وژل شوې وه.

ډیر خلک داسې ګمان کوي چې بخت زمینه دافغانستان دکونړ ولایت وه خو حقیقت ددې برعکس دی اؤ دپښتو موسیقۍ په تاریخ اؤ هنرمندانو کتاب لیکونکی ښاغلی لایق زاده لائق وایي

“بخت زمینه د سوات دخوازه خیلې سیمې په یوه میراثي کورنۍ کې زیږیدلې وه اؤ څه موده یې د سوات دهنرمندانو دپاره ځانګړې سیمه “بڼ “کې هم تیره کړې وه. خو وورسته بیا پیښور ته واده شوه اؤ دپيښور نه خپل خاوند افغانستان ته بوتله اؤ هلته یې ژوند پیل کړو اؤ هم هلته ووژل شوه”

لائق زاده لائق وایي دبخت زمینې د اواز ځانګړتیا دا وه چې د ډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته دمیشته پښتنو اثر پرې وؤ اؤ دواړو پرې خپله مینه ماتوله

دهغه په وینا”مونږ داسې ویلی شو چې هغه دپښتونخوا اؤ افغانستان دپښتنو ترمینځ د وحدت علامت ؤ ځکه چې افغاني لهجې یې برنو پښتنو ته دخپلولۍ احساس ورکولو اؤ یوسفزئ لهجې یې کوزنو پښتنو ته ته هم دغه احساس ورکولو ”

دبخت زمینې ډیرې سندرې خورا زیاتې مشهورې شوي دي اؤ نن یې هم دهغې مینه وال هماغه شان په شوق سره اوري

دمشهورو سندرو څخه یې ځینې لاندې ډول دي.

وه سربازه یاره خیژه په مورچل باندې

ښائسته ځان مې جوړ کړی

یاره غمژن به شې

بې دلداره مې

دا دواړه سترګې تورومه ستا دپاره

دپښتو موسیقۍ په تاریخ اؤ هنرمندانو کتاب لیکونکی اؤ وتلی لیکوال ښاغلی لایق زاده لایق وایي بخت زمینه په اصل کې دسوات دخوازه خیلې سیمې وه خو مشران یې افغانستان ته تللي وؤ اؤ هلته ودان شوي وؤ.

ماه جبین قزلباش

په خټه دافغانستان دهرات فارسیوانه ده،نیکه یې دهرات نه قندهار اؤ پلار یې بیا پیښور ته راغلی ؤ ، دقبائیلي سیمې اورکزو پښتو فلمونو په تکړه هیرو ارواښاد ایمل خان واده شوې وه .

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړي اؤ تردې مهاله دغه سندریز سفر ۴۱ کالو ته رسیږي.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه ترلاسه کړي اؤ دخپل خوږ اواز له امله ورته د بلل سرحد لقب هم ورکړل شوی.

دپاکستان حکومت ورته په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی .

دځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم دکار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پیښور، اؤ ټیلي ویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلي اؤ زیاتره پکې مشهورې شوي دي.

په مشهورو سندرو کې څه په لاندې ډول دي.

اوبه دې وړینه

سپنې سپوږمۍ وایه

زه خو ستا،ستا یمه

مسته ملنګا دې کړم

راشه جانانه ورځ ددیدن ده

شکیله ناز

شکیله ناز دپښتو یوه بله دښکلي غږ اؤ حسن لرونکې سندر غاړې وه چې دکال ۱۹۸۴نه تر ۱۹۹۱ یې دپښتو په سندریزه نړۍ دفن دیوې راڼۍ په توګه خپل راج قائم ساتلی ؤ.

شکیله ناز په دریم مارچ کال ۱۹۶۹ کې دپښتونخوا دمردان په پورې هوتي سیمه کې دفقیرمحمد خان په کور کې زیږیدلې ده.

هغې تر دولسم ټولګي زده کړې کړې دي،

لمړۍ زده کړې یې پخپل کلي اؤ منځنۍ زده کړې یې په پيښور کې کړي دي.

دهغې کورنۍ یوه فني کورنۍ وه اؤ دشکیله ناز نه وړاندې دهغې په ټبر کې چشتي چمن جان اؤ مهرالنساء د سندرو د فن سره تړلې نامتو هنرمندانې تیرې شوې وې.

شکیله ناز چې کله واده شوه نو په کال ۱۹۹۱ کې یې دسندرو نړۍ ته په مخه ښه وویل اؤ‌ په کور یې لکه دیوې عادي پښتنې میرمنې ژوند شروع کړو اؤ تر ننه په کور ناسته ده.

دپاکستان دسرکاري ټیلي ویژن د تیر وخت پروډیوسر ښاغلی فرمان الله جان چې په لمړي ځل یې شکیله ناز په ټي وي راوستې وه وایي” شکیله ناز له یوازې الله دغاړې خواږه نه وؤ ورکړي بلکې دهغې ښائیست اؤ ځواني هم داسې وه چې د ټي وي په سکرین به راښکاره شوه نو په هرچا به یې خامخا اثر کولو”

نغمه

نغمه چې خپل نوم یې ښاپیرۍ دی اؤ دافغانستان دقندهار ولایت سره تعلق لري دسندرو په نړۍ د یوې اوږدې مودې نه راج کوي اؤ پریمانه مینه وال لري.

هغه د سيد سلېمان شاه لور ده اؤ په کال ۱۹۶۴ کې دقندهار چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه كې زېږېدلې

هغې ته دښکلي غږ سره سره خدایې پاک ښکلی حسن اخلاق اؤ پوهه هم ورکړې ده.

د وخت دتکړه هنرمند منګل سره یې لمړی واده شوی ؤ اؤ دهغه سره په ګډه یې په سوونو سندرې زیاتې مشهورې شوي دي.

خو یوازې یې کومې سندرې ویلي نو هم یې په پخپلو مینه والو زیات اغیز کړی دی.

دا مهال په امریکه کې اوسیږي اؤ خپلو سندرو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دولسم ټولګي یې زده کړې کړي، فولکلوري موسیقۍ ته بخښنې یې له حده تیرې دي اؤ د فن استاذان یې په ښو ټکو یادوي.

دنغمې په هکله ستر موسیقار استاذ نظیر ګل وایي “نغمه دسندرې د مزاج سره د سندرې په وجود کې خپل روح ورګډوي همدغه وجه ده چې دهغې اواز په هرچا اثر کوي”

دنغمې مشورې سندرې په لاندې ډول دي

لکه کوتره والوتمه

ادم خانه چرسي

اوربل چپه کړي

دځوانۍ خوبه

اټن دی ګډه ده

- فراق
بېرته شاته