(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ورېښمو لارې په اړه

[03.Jan.2018 - 17:16]

د ورېښمو لارې په اړه څو خبرې

لیکوال : نورالحق ن. څلی

    د آسیا سوداګریزې کرښې د دغې لوې وچې ټولې سیمې یې د ژوندي موجود د مراندې په شان سره نښلولې وې . دغه کرښې ډېر وروسته د الماني عالم فردیناند فون ریشتهوفن له خوا د « ورېښمو لارې » وبلل شوې ، او په شلمه پېړۍ کې سویدني جغرافیه لیکوونکي سوین هیدین یواځې د « ورېښمو لار » په نوم اکادمیکو بنسټونو ته وروپېږندله .

    د ورېښمو لاره د لرغونو زمانو راهیسې د آسیایي ، افریقایي او اروپایي تمدنونو تر منځ د متقابلو اغېزو لېږدونکې پاتې شوې ده . دغې لارې د بېلا بېلو تمدونونو په ودې کې لوی لاس درلود . د دغې لارې له طریقه نه یواځې سوداګریز توکي بلکې مذهبونه ، پوه ، هنر ، دودونه ، فنکاري ، تکنالوژۍ او همدا شان ساري ناروغۍ لاس په لاس کېدلې

   یو حیرانوونکی واقعیت دا دی چې د آسیا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ یوه ډېره مهمه کرښه د افریقا له وچې نه تېره شوې وه . د دغې خبرې د ثبوت لپاره تر ټولو مهم لاسوند د افریقا په شمال ختیځ کې د « اکسوم سوداګریزې امپراتورۍ » وه .

    دغه سوداګریزه امپراتوري چې د اکسوم پاچاهي په نوم هم یاده شوې ده ، د ایریتېریا ، سومالیا او ایتوپیا هېوادونو په خاورو کې موقعیت درلود . د خپل ځواک د اوج په موده کې یې د مصر ، سودان ، یمن او سعودي عربستان پر ځينو برخو باندې یې هم واکمني کړې ده

  اصلأ د اکسوم پاچاهي څلور سوه کاله مخکې له میلاده رامنځ ته شوې ده خو له میلاده سل کاله وروسته د یوه سمندري او سوداګریز ځواک په توګه پېږندل شوې ده . دغې پاچاهۍ دوه ډېر مهم بندرونه لرل چې یو د هند سمندر او بل د سره سمندرګي پر غاړه پروت و

   د اکسوم سوداګریزې امپراتورۍ د افریقا له نورو بازارونو سره اړیکې لرلې . د دغې سوداګریزې امپراتورۍ د صادراتو توکي دا وو : مالګه ، اوسپنه ، سره زر ، زمروت ( زمرد ) ، د کیشپ تتۍ ، د پيلانو او ځینو نورو ژوو غاښونه او مریان

    اکسوم له هندوستان سره ټینګې سوداګاریزې اړیکې لرلې . همدا شان کله چې د روم امپراتورۍ د اوسني منځني ختیځ ځینې خاورې او د افریقا شمالي خاورې لاندې کړې ، نو اکسوم له روم امپراتورۍ سره مخامخ اړیکې پیدا کړې . له دې چې دغې پاچاهي تر نورو لمړی عیسوي مذهب ومانه نو ځکه یې په پیل کې د روم له امپراتورۍ او ورپسې یې د شرقي روم له امپراتورۍ سره ښې اړیکې لرلې

   کله چې د روم امپراتورۍ مصر لاندې کړ ، نو د سره سمندرګي له لارې یې له هندوستان سره مخامخ سودا ګریزې اړیکې پیدا شوې او د غټو رومي بېړیو تګ را تګ پیل شو . دغه سوداګري تر ډېره یو اړخیزه وه . هندوستان هر هغه څه لرل چې رومیانو ور ته اړتیا لرله خو رومیانو داسې څه نه لرل چې له هندوستان سره یې ونج کړي

    د اکسوم امپراتورۍ لوېدنه په اوومه میلادي پېړۍ کې هغه وخت پیل شوه چې په چم ګاونډ کې یې اسلامي امپراتوري را وټوکېده . د وخت په تېرېدو سره د اکسوم پاچاهۍ ډېر وګړي  مسلمانان شول ، په جګړو کې یې ماته وخوړه ، د هند سمندر او سره سمندرګي ته نږدې خاورې یې له لاسه ورکړي . ورپسې د نیل سیند کنترول هم د مسلمانانو لاس ته ورغی . په پای کې د اکسوم سوداګریزې اړیکې هم له آسیا او هم  له اروپا سره پرې کېږي او په لسمه میلادي پېړۍ د تل لپاره له منځه ځي .

 

    په هر حال ، له دې چې د ورېښمو د لارې څېړنه ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري نو اړ کېږو چې یواځې یو څوغټ ټکي یې را واخلو او نور ور څخه تېر شو . د ورېښمو د لارې دغه لاندینۍ نقشه ، سره له دې چې بشپړه نه ده خو بیا هم مونږ ته یو ښه انځور راکوی

           

  

   له دې چې زمونږ خبرې پر هندوستان باندې څرخېدلې نو غوره به وي چې له همغه هند څخه بحث وغځوو . د هند سوداګریز توکي له دوو لارو اروپا ته استول کېدل . لمړۍ لاره د وچې لار وه چې له افغانستان ، فارس او بغداد څخه تېرېدله او د اوسنۍ سوریې د  رقه ، حلب او دمشق ښارونه یې وروستې منزلونه وو . د سوریې لاذقیه سمندري بندر د لرغونو زمانو راهیسې د سیمې مهم بندر پاتې شوی دی

   دوهمه لار د سمندر لار وه . سوداګرو به خپل توکي عدن ( یمن ) ته راوړل او هلته به یې خرڅول . همدغه توکي به د سره سمندر او نیل سیند له لارې قاهرې او ورپسې د « میاط » او اسکندریه ښارونو ته رسېدل . د میاط او اسکندریه ښارونه د مدیترانې سمندر پر غاړه پراته دي . اروپایي سوداګرو به بیا هندي سوداګریز توکي په پورته یادو ښارونو کې اخیستل

  د وروستۍ خبرې په توګه باید زیاته شي چې ډېرې لوېدیځې سرچینې داسې ښیې چې د عثمانیانو له خوا په ۱۴۵۳ کې د قسطنطنیې په نیولو سره د ورېښمو لاره بنده شوه ، او اروپایان مجبور شول چې ختيځ ته د رسېدو بله لار پیدا کړي . په پای کې اروپایان بریالې هم شول . دغه ادعا له ریښې نا سمه ده . عثماني ترکيې د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره ډېر څه وکړل . اصلي خبره دا ده چې د ګمرکي تعرفو او جګړو له امله لګښتونه ډېر شول ، د توکو بیې لوړې شوې . د ورېښمو د لارې بندېدل نور علتونه لرل لکه : په اروپا کې د ډېرو او دوامداره جګړو شتوالی ؛ په ختیځ کې د اروپایي کمپنیو فعالیتونه ؛ په خپله استعمار او د روسیې له خوا د منځنۍ آسیا او قفقاز لاندې کونه .

     د پانګې د دلۍ کولو د مسئلې د روښانه کولو لپاره اساسي ټکی دا دی چې په پام کې ساتل یې ډېر اړین دي ، او هغه دا چې مخکې له دې نه چې په اروپا کې صنعتي انقلاب او یا د استعمار کولو مفکوره را وټوکېږي ، سوداګریز انقلاب را منځ ته کېږي . د « سوداګریز انقلاب » اصطلاح لمړی ځل اقتصادي تاریخ پوه روبرتو ساباتینو لوپيز کارولې ده . له دې چې ډېر دوستان په دې اړه لږ او یا بېخي مالومات نلري نو هیله ده چې په تړاو به یې ډېر ژر یوه لیکنه ولرو .

- څلی
بېرته شاته