(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هوښیارتیا راز

[03.Jan.2018 - 17:13]

د بریالیتوبونو لپاره د هوښیارتیا راز 

لیکنه: توریندیک: ژباړه: شاهین

که له تاسې څخه پوښتنه وشي، چې هوښیاران څوک دي؛ شاید ځوابونه مو مختلف او بیلابیل وي. تاسې ممکن ووايئ، چې هوښیار هغه څوک دی، چې ښه حافظه ولري. ممکن ووایئ، چې هوښیار هغه څوک دی، چې ښې او ګټورې پریکړې وکړي. شاید ووایئ، چې لوړه اې کیو IQ ولري.

دا ټولې خبرې په خپل ځای سمې دي. د یو انسان د ذکاوت او بریالیتوبونو عناصر مختلف او ډیر دي. موږ دلته په دې لیکنه کې تاسې ته هغه دولس (۱۲) کارونه در په ګوته کوو، چې هوښیاران يې نه کوي. هر هغه څوک چې دا کار ونه کړي، هوښیار او بریالی دی.

۱ـ هوښیاران بخیل او حریص نه وي؛ خو اسراف کوونکي هم نه وي.

هره هغه څوک چې د خپل پیسو سم او منظم مدیرت وکړي، هغه بریالی دی. هغه څوک هوښیار دی، چې، خپل بیځایه لګښتونه راکم کړي او د ځان لپاره لومړیتوبونه وټاکي.

یوه ساده بیلګه درسره شریکوم: هوښیار هغه څوک دی، چې په کور کې د بریښنا زیات مصرفي ګروپونه او بلفونه په کم مصرفه بریښنايي ګروپونو بدل کړي.

۲ـ هوښیاران په نورو ځان نه باروي.

موږ او تاسې ټول دوستان لرو، خپل خپلوان لرو او کورنۍ لرو او له هرې ګټګورۍ څخه په حل کې دې مرستې تمه هم لرو؛ خو که يو کس دومره په نورو خلکو بوج او بار شي، چې هغوې ته یو مصیبت شي، دا ډول خلک هوښیار او بریالي نشو بللی.

هوښیاران هغوي دي، چې په نورو بوج نشي او خپله جاله خپله روانه کړي. تاسې د نورو په څیر ښایسته وجود لرئ، ښه صحت لرئ او پوره مهارت لرئ؛ ولې ترې ګټه نه پورته کوئ! تر هغې، چې خپله لاس په کار نشئ، هیڅلکه به بریالي نشئ.

۳ـ هوښیاران بې مسؤلیت پریکړې نه کوي.

هوښیار او بریالي خلک هیڅلکه هم داسې پریکړې او کړنې نه کوي، چې په وړاندې يې بیا د مسؤلیتو اخیستلو څخه وتښتي. دوې چې هر کار کوي، بیا يې مسؤلیت هم مني.

پرته له منطقي دلایلو له مسؤلیته تيښته او یا هم د خپلو کړونو مسؤلیت په نورو وراچول تاسې یوه ناکام او تیاره مستقبل ته وړي.

۴ـ هوښیار خلک ماتي نه مني.

ژوند کې لوړې ژورې وي. کله ماتې او کله بریالیتونه؛ خو بریالي خلک هیڅکله هم د ماتې په خوړولو سره خپل باور او په ځان اعتماد نه بایلي. دوې هیڅلکه دې ته اجازه نه ورکوي، چې باورونه يې مات شي.

کله هم چې تاسې د تیروتنې له امله د توقع خلاف له ماتې سره مخ کیږئ، هڅه وکړئ، چې خپلې تیروتنې په ګوته کړئ او یوه بله او اغیزمنه لاره وټاکئ او هدف ته ځان ورسوئ.

۵ـ دوې په ماضي کې نه اوسي.

ماضي له ورخه تیرې شوې اوبه دي، چې هیڅ بیرته نه راګرځي. په ماضي کې اوسیدل او د هغې په اړه له حده زیات سوچ مو خرابوې. د ماضي په اړه یواځې همدومره وکړئ، چې له تجربو يې ګټه پورته کړئ.

۶ـ دوې هر څه په بخت پورې نه تړي.

مشهوره وینا ده، چې وايي: د ښو پایلو تمه او هیله لرئ، خو بدو پایلو ته هم تیار اوسئ. یواځې د ښو په تمه شپې رڼې کول انسان تنبل عادتوي. کوښښ وکړئ، چې خپل کارونه په وخت او د پلان له مخې وکړئ، او بیا د ښو پایلو تمه او هیله وکړئ. یواځې خپل ټول راتلونکې په بخت پورې مه محدودئ.

۷ـ له خپلو غلطیو څخه د ذده کړې موقع له لاسه نه ورکوي.

هر څوک تیروتنې کوي؛ خو هوښیار او کامیاب خلک له خپلو تیروتنو زده کړه کوي او یوه تیروتنه دوه ځأې نه تکراروي. ومومئ، چې ولې مو تیروتنه وکړئ او د بیا ځل لپاره د بدیلو لارو څخه کار واخلئ څو مو تیروتنه جبران کړئ.

۸ـ دوې نه ناهیلي کیږي.

هوښیار او بریالي خلک هیڅکله هم له خپلو ارزو ګانو څخه نه لاس په سر کیږي. دوې تر ورستي حده مبارزه کوي، څو خپلو هیلو ته ورسیږي، آن که ډیر خلک ورسره موافق هم نه وي.

دوې په دې پوهیږي، چې د خلکو د بیلابیلو غبرګونونو سره به مخ شي، خو دوې هیڅکله هم نه ناهیلې کیږي. دوې خپل کار ته دوام ورکوي او مخکې ځي.

۹ـ د تجربه کول هیڅ چانس له لاسه نه ورکوي.

هیڅوک هم په ټولو شیانو نه پوهیږي؛ خو هوښیار خلک تل نوي شیان تجربه کوي او د پرمختګ لپاره د تجربې او زده کړې هیڅ چانس له لاسه نه ورکوي.

۱۰ـ دوې ټولې هګۍ په یوه پچۍ کې نه وړي.

هوښیار او بریالي خلک هیڅکله هم خپله ټوله سرمایه په یو کار نه مصرفوي او نه هم په یوه څیز پورې خپلې ټولې هیلې تړي. دوې همیشه دوهمي یا B پلان لري.

تل کوښښ وکړئ، چې پلان بي ولرئ او هر کله هم چې ستاسې په وړاندې په یوه لاره ستونزې پیښیږي، بله لاره تعقیب کړئ.

۱۱ـ دوې ځان او نورو خلکو ته دوکه نه ورکوي.

هوښیار او بریالي خلک هیڅکله هم ځان ته او یا بل چاته دروغ نه وايي. دوې ځان ته دوکه نه ورکوي، چې ګنې هدف رسیدل يې اسان دي. دوې په ځان باور لري، خو هیڅکله هم ځان غافل نه نیسي. دوې ته که ان کارونه ساده هم ښکاري، تابیا ورته قوي نیسي.

۱۲ هیڅکله هم بې ضرورته خطر نه قبلوي.

په ورځنې ژوند، اداره او هره برخه کې موږ باید ځينې خطرونه ومنو تر څو یو څه ترلاسه کړو. د خطر منلو یا risk په اړه یوه خبره مشهوره ده، چې وايي، ډیر خطر ومنه؛ ډیر څه ترلاسه کړه. دا خبره په خپل ځای سمه ده؛ خو هوښیاران هیڅکله هم بې ضرورته خطر نه مني، آن کې ډیر کوچنی هم وي. دوې د ضرورت په بنیاد خطر مني.

- شاهین
بېرته شاته