(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيا څۀ چل شوے

[22.Nov.2017 - 18:28]

بيا څۀ چل شوے

لیک: م  ر  شفق

په هرچل  کښې دې يوچل وي چې څۀ چل دے 

 په  هېڅ چل دې خبر نۀ شومه څۀ چل دے  (حمزه شينوارى)

زۀ  د ښاغلى  افتاب  ګلبڼ   د شعرى  مجموعې   په  انتظار  وۀم  چې  نن  دے  کۀ  سبا دے  د پښتو ادب  کوڅو  ته  به  يو  بل  بنجارے   راپېښه  وکړي  دا ځکه  چې  په ما يې  تادى جوړه  کړې  وه  چې  څومره زر کېدې  شى  يو سريزه  غوندې  پرې  وليکه . دغه  سريزه  ترې  بيا وروکه  وه  خو کمپوز شوې  مسوده  يې  راوړه  چې  په  دې  يو  نظر  تېر  کړه . نو د ښاغلى ګلبڼ  په  جخته  نګرانۍ  کښې  مې  دغه  وظيفه  هم  تر  سره  کړه. اوس  په  خداے  تعالى  به شي او په کمپوزر  چې  څنګه  سلوک  به  ورسره  کوي  خو  په 7 جنوري 2017ء محمدجواد شفق  صاحب  د  ښاغلى  ګلبڼ  له  طرفه  يو  نثري  کتاب  راپېرزو کړو" بيا څه  چل شوے ؟" دا د تکلونو او رپورتاژونو يوه ښائسته  مجموعه  ده، د شائسته طنز او مزاح  رنګونه  پکښې ځلېږى چرته يو نيم  ځائے کښې  د دۀ  د ليکلو اسلوب کښې  د شاعر  امن  پير ګوهر   د شوخۍ انګازې  هم  محسوس  شي. خو  د ګلبڼ   په  نثر  کښې   يو جدت  او ندرت  شته  دے. لوستونکو له خوند  او  مزه  ورکوي  او هم دغه  د ادب  روح  او  غوښتنه  ده  چې  د لوستونکى زړۀ  ته  خوشحالى  وبخښى . د کتاب  مخ  پاڼه  د ذى شان على خان  د هنر  په  ګوتو  جوړ  يو داسې  خيالى تصوير  دے  چې  د معصوميت  او  محبويت  مظهر  دے.

د کتاب سريزه  هم  يو ځان  له  شان  لري  سريزه  نګار  آخرى   کرښو کښې  لوستونکو ته  وصيت  کوي چې د خدائے  تعالى خاطر  اوکړئ  کتاب  لوستنې  سره  ځانونه  اموخته  کړئ دے  ليکى...  "په  المارو کښې مو په  وېنو  ډېره  مطالعه  وکړه  اوس  لږه  خپله  هم  د کتابونو مطالعه  وکړئ. " 

زما په خيال  دا يوه بې  فضوله  خبره  ده  هسې  نا  لکه  د اوسنى  وزير اعلى  يې  په مازغو کښې  ډز اوشي او داسې  هم کېدې  شى  چې  کله  کله  به  دې  په  داسې  خبرو  لکه  زما ستا په  سر کښې  هم  ډز  اوشى.

اډو د پرون خبره  ده  زما  يو پښتو ايم اے  اشنا  زما  د  رپورتاژ "بخشالى  وې  جلال آباد ته  به  ځوغوښتنه  وکړه  لوستو ته  يې   ډېر  لېواله  وۀ، کله  چې  ورته  د ګلبڼ   په  الفاظو  کښې  دغه  کتاب  ملاوۀ  شو نو  په  ګرځند ( موبائليې  خبر کړم  او  پوښتنه   يې  وکړهسر جى  دا رپورثاژ څۀ  ته  وائى  او  کۀ  په  دې  پس  منظر  مو  پوهه  کړم  چې  بخشالے  جلال  آباد  ته  څنګه  ځى  نو  ښه  به  وى.؟

 ما خپل سر په  دواړو لاسو کښې ونيولو هسې  نا  ډز  پکښې  اوشي ،بيا مې  ورته جواب  ورکړو استاد چې  کتاب خو د لوستو  دپاره  وي  کۀ  تاسو  سره  وخت  نۀ  وي  نو  بل چا ته  يې  ورکړئ  يا د وېنو د مطالعې  دپاره   يې  المارۍ  کښې  کېږده  نو  ښۀ  به  وي.

 د افتاب ګلبڼ  "پوزه  او  پوزه ور" يو بهترين  تکل  دے  ما ته  برناحقه  د غمګين  معيارى  يو ليک  "ټونګه ور" راياد شۀ،  دۀ  د يو خيالى  زلمى  هجو  ليکلې  وه  او پخپل  خيال  يې  ترې سمې  بڼې  ايستې  وې  خو ما وئيل  ټونګه ور خو زور آور  مارغۀ  وى  باز  او  کۀ  مړز  وى   چې  ټونګه  وهلې  شى نو د ښه  صفت  جوګه  شۀ  او  کۀ  تا ته  دغه  شاعر څۀ  نۀ  ښکاري  نو ټونګه  ټت  شاعر به  دې  ورته  ليکلے وۀ.

"پوزه او پوزه وراتفاقى اتفاقى، "د سقراط  ګيله" "ژبه او ژباړه" کښې د ګوتې کېښودو ځاے  نيشته  خو شوړه  کښې  د  تکلف   نه  کار  اخستے  شوے  دے   ليکى

"اديبانو کښې هم  ځنيې  شاعر ن، اديبان  داسې  شته  چې  بدمعاشان  نۀ  دى  خو برېت  يې  ښۀ  په  ذمه وارۍ  شوړه  شوړه  پرېښودې  دي  تاسو  به  وائې  چې  دا  څوک  دى  نو زما څۀ کار دے  چې  درته  يې  ووايم؟"

ګلبڼ  سره  دا وېره  ده  هسې  نا  چې  ورانه  ماشوړه  ترې  جوړه  شي  خو  زما  خيال دے  چې  "اباسين  يوسفزےاو "اکبر  حيات  کاکاخېلپه  ټوقه  پوهېږى  او د زلفو  په  ګزار  به  چرې  هم  خفه  نۀ  شى، پروفېسر  اباسين  يوسفزے  قدردان  سړے  دے   د احترام   په جذبه  يې  محترم  همېش خليل  ته  بابا  ووې  نو هغۀ  وۀخندل  "وې  هلکه  اباسينه! زمونږ   درباندې  څۀ سترګې خوږې  شوې  تااوس  داڅۀ  لوبه  شروع  کړه  چې  هر  چا  ته  بابا  وائې. "

- م ر شفق
بېرته شاته