(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لاره ځم ټوله شړنګیږم

[27.Sep.2017 - 14:23]

په لاره ځم ټوله شړنګیږم

لیک:  شاهین بونیری

کلتور، تهذیب، سیویلایزیشن، ټولنه، قام او آزادي ـــ دا ټول ډیر زورور ټکي دي ــــ د هر ټکي په شا د معنو سمندرونه او د تاریخ مزلونه پراته دي . هر یو ځان له یو جهان دی ـ یوه داسې جهان چرته چې بختورخلک د ژوند د جنت لازواله خوبونه ویني . دا ټول بیل بیل دي ــ خو یو بل ته داسې غاړه شوي دي ــ چې بیلتون يي ګران دی. آیا داسې ویلې شو چې تهذیب کل دې ، کلتور ، ټولنه ، قام او ازادي يي اجزاء دي. دلته زه په تعریفونو پسې نه ګرزم ـ وضاحتونه نه کوم ـ څو خبرې شریکوم او نتیجې تاسو ته پریږدم

د پښتنو په خاوره تهذیبې سفر په غرونو ، میدانونو ، شاړو، میرو، ګل درو راتیر شوې دی ـ په لاره يي د طوفانونو سره پنجه ازمايي کړیده ـ د ګندهارا ، ادهیانه ، پشکلاواتي او ادهیانه په رنګونو کې خور شوې دی ـ زمونږ په سندرو، ساندو ، لوبو او کړاؤنو کې اغږل شوې دی . د خپل عروج بام ته رسیدلې دی  او بیا ددې خاوروې په کنډرونو او لرغوني اثارو کې د بې غمۍ په خوب اوده شوی دی.

مونږ دومره بې حاله او بې خیاله نه وو!

مونږ قبایل وو نو ځان له مو د ژوند تیرولو خپله لاره غوره کړې وه ــ د دنیا ټولو قامونو د قبایلي ژوند نه قامي ژوند ته سفر کړې دی  مونږ هم کړیدې ــ مونږ سلطنت هم لره ، حجره جمات مو هم لرل او د کندهار او پیښور غوندې ښارونه مو هم لرل . زمونږ ژوند د مهاجرت او کډوالۍ وو. زمونږ سندرې په غم لړلې خو خوږې وې . مونږ سره کتاب نه وو خو قیصې راسره وې ، تجربې راسره وې ، د ژوند نغمې راسره وې ـــ زمونږ قامي مشران هم وو او روحاني هم ـ مونږ سره زمونږ ښځو په شریکه د ژوند کاروان پر مخ روان کړې وو ــــ زمونږ جرګه هم وه او مرکه هم ــ دا دنیا ده ــ لکه د نورو قامونو مونږه هم د ژوندي پاتې کیدو مبارزه کوله ـــ او کوو يي !

په دې ټول سفر کې مونږ راپریوتي هم یو ، بې لارې او بیکوره شوي هم یو ــ پردو جنګونو هم خوړلي یو ، خپلو زړونو او نیتونو هم خوړلي یو ـــ د هرې پیړۍ په سر مونږ د یوې نوې بلا سره مخ شوي یو ــ د یو بل سلطنت سره لاس و ګریوان شوي یو ـــ مونږ د یو بل زورور غرور رامات کړې دی ـــ او خپله هم مات شوي یو!

ماتیږي ټول خلک بیا راټولیږي هم ـــ جوړیږي هم ــ

قامونه د خپل ژوندي پاتې کیدو لپاره جنګ او امن دواړو ته ضرورت لري ــــ مونږ د جنګ د قطارونو په سر کې وو خو د امن د جرګو په مینځ کې مو ځانله ځاي پیدا نه کړې شو ـــــــ مونږ د بهر جنګ کولې شو ــ د خپل ذات دننه د جګړې توان مو نه لرلو ـــــ زمونږ په خاوره پیر روښآن پیر تاریکې شو ـــــ هم زمونږ په خاوره یو ادم خان د خپلې درخانۍ مرۍ پرې کړې وه ـ هم په دغه خاوره ډیر ګلونه خاورو خوړلي دي ــــ ډیر رنګونه بلاګانو تیر کړي دي ــــــ

تهذیب څه دې؟ کلتور څه دی؟ سرتور ملنګ وايي د یو قام ، د یو اولس د ښه او بدو تصور دی ــ ما فکر کاوه چې دا محال زمونږ د پاره د ښه او بد تصور څه دی ؟

په لاره ځم ټوله شړنګیږم

ستا د تهمت زنځیر په غاړه ګرزومه

 
- بونیری
بېرته شاته