(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنورستان ادب ته

[24.Aug.2017 - 13:38]

د نورستان ( پخواني کافرستان ) ادب ( شعر ) ته لنډه کتنه! 

لیک:مصطفی سالک 

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت سخت لاری، غرنی خو خورا ښکلی ولایت دی.

د ګندهارا تمدن د ځلا په زمانه کې د نورستانیانو میشت غرونه ددغې جفرافیې برخې وې، چې اسلام راغی یو شمیر نورستانیانو دغه دین ومانه او د کونړ په یو شمیر سمسورو سیمو کې پاتې شول ، یو شمیر دود پالو نورستانیانو چې په ارباب الانواع او شرک یې کلکه عقیده لرله له اسلام منلو یې ډ ډه وکړه، او له مسلمانانو سره په مرګونو جګړو کې ښکیل شول، دا چې ددغه اریايي ټبر وګړ شمیر لږ و نو په غرونو کې شاته، شاته تلل چې د ژورو ګړنګونو او ستونزمنو غرونو اسمان څکو درو ته ورسیدل هلته اباد او له مسلمان دښمنه خوندي شول.... د اسلام نه منل ددې لامل شول چې دغه شمیر مسلمانان له نورو مسلمانو شاوخوا ( ۱۰۰۰  ) کلونه وروسته د امیرنا عبدالرحمن خان له خوا د اسلام په دین مشرف شول.

د ګندهارا تمدن پر مهال نورستاني ژبه په خروشتي او یوناني الفبا سره لیکل کیده

نه ده څرګنده چې دغه لیک دود څنګه له منځه لاړ خو ښايي یو علت یې دا وي چې نورستانیان له مسلمانانو سره په داسې جګړو کې کیوتل چې یوازې خپله بقایې مطلب وه، او بل څه ته یې وخت نه درلود دوی دومره مصروف شول چې کرنه او د ژوند نورې چارې یې هم ښځو ته پریښودې. 

نورستانیانو  خپل لیک دود له لاسه ورکړ، لیکل لوستل له منځه لاړل خو

په لرګیو او کورنو کې یې نقش ایستنه روانه وساتله چې هم کلتور و، هم دین او هم یو سمبولیک او علامتي لیک.

نورستانی محقق سمیع الله تازه وايي دا چې شاوخوا ( ۱۰۰۰ ) کلونه نورستانیانو لیک نه درلود معنی یې دا نه ده چې ګواکې بې لیکه وو هغه د خپلې خبرې د پخلي پر مهال لیکي چې په نورستانۍ ژبه کې د لیک لپاره یوه نه بلکې ( ۲ )

کلیمې  (سترونسته - او - چیترون ) تر اوسه له کاره نه دي لویدلې مانا دا چې نورستانیانو لیک پیژنده او چې پیژنده یې خامخا به یې لیک لوست هم درلود.

بله دا چې افغان مورخ احمد علي کهزاد د نورستان په ختیځو برخو کې د یوه لرغوني لیک خبره کړې ده چې پر یوه غره حک شوی دی، لرغونو نورستانیانو باور درلود چې دا لیک ستر رب النوعه یمرا په خپلو ګوتو لیکلی د هغوی باور و چې دا انسانانو ته د یمرا ایت دی.

خو له بده مرغه څنګه چې نورستان چا نه دی حس کړی، دغسې دا غرنۍ کتیبه هم تر اوسه چا افغان یا کوم مستشرق نه ده لوستې چې اخر په دې ډبر لیک کې راغلي څه دي؟ چې دا چاره زمونږ د مورخینو ناغیړي ، کمزوري او له نورستانۍ ژبې سره د هغوی نه لیوالتیا په ګوته کوي، خو د نورستان په اړه څیړنې هم ستونزمنې دي ځکه خو لکه سر تړلی موزیم پاتې دی ګل پاچا الفت رحمه الله ښه وايي :  ( نورستان زمونږ د وطن ډیره ښکلې برخه ده چې په ښایست کې له بدخشان سره سیالي کوي مګر ددې لامله چې د تګ راتګ لارې یې ډیرې ګرانې دي ډیر خلق یې له نندارو او لید کتو بې برخې دي، او یوازې شنه توتیان او د هوا مرغان یې په بڼونو کې سیر او سیاحت کولی شي )

اوس نورستاني ژبه لیک دود لري خو دا لیک دود د نورستانۍ ، سنسکرت ،پښتو ، فارسي او عربي لیک دود یو امتزاج دی. 

زمونږ مطلب د نورستان ادبیاتو (  شعر  ) ته لنډه کتنه ده.

اوس خو نورستانیان د فارسي او پښتو تر تاثیر لاندې قافیه لرونکي شعرونه وايي خو لرغوني ادبیات یې لکه د سیمې د نورو لرغونو اریايي  ژبوازاد شعرونه دي له دې دا هم ښکاري چې پښتو او فارسي ته ازاد شعر د ړومبي ځل لپاره په شلمه پیړۍ کې له غربه نه دی راغلی اصل خبره داده چې دغه راز ازاد شعرونه ( ۵۰۰۰ ) کلونه مخکې هم ویل کیدل راځئ د نورستانۍ ژبې څو شعرونه وځیرو، چې په یوه ډول یې دا جوړښت هم خوندي ساتلی.

 

دلته یوه خبره کول غواړم او هغه دا چې د لارو د نشتوالي او هسکو غرونو له کبله نورستانیانو تر منځ اړیکي پرې شول او نورستانۍ لهجې مستقلې ژبې شوې زما د څیړنې له مخه اوس مهال ( ۶ ) نورستانۍ ژبې ویل کیږي چې د ځینو لاملونو له کبله ( کتۍ - نورستانۍ ژبې ) په کابل کې رسمیت پیدا کړی خو موږ په فرقونو سترګې پټوو او ددغو ( ۶ ) ژبو مجموعه نورستاني بولو بله دا چې په لرغوني مهال کې نورستانیانو یوه ژبه لرله .............................

د نورستان عشقي شاعري:

 

د دوو مینانو سوال ځواب :

ځوان :

 ای پیغلې زلفې دې ماته راکړه

ته بره په اوه منزله برج کې ناسته یې

وریښمینې زلفې دې ماته راکړه

پیغله :

یه هلکه ته زما له زلفو سره نو څه کار لري؟

لکه چې په کار ده زړه دې هسې جرات او میړانه ، نه لري

ته چې زما وریښمینې زلفې واخلې څه به یې کړې

ځوان :

ته لکه د سبا ستوری

یا لکه د څوارلسمې سپوږمۍ راختلې یې

سترګې دې د باز د سترګو په څیر دي

ای زرین مخې نور نو درپسې مرم

 

راځئ تر ټولو مخکې د پورته شعر اجزا وځیرو ، ټین نومې لویدیځوال منتقد وايي په شعر کې هماغه څه لیدل کیږي چې په جفرافیه کې وي هغه جغرافیه ، نسل او زمانه درې داسې اثرات ګڼي چې خامخا به شاعري اغیزمنوي راځئ د ټین د انتقادي لیتکي په رڼا کې پورته لیکل شوي شعر ته یو څرک کاته وکړو چې څه ترې راووځي.

پیغله ، زلفې، ۷ منزله برج، د سبا ستوری، سپوږمۍ، د باز سترګې، زر ( طلا )

دا ټول د اریايي ژبو مشترک مضامین دي، خو دلته چې په شعر کې راغلي ښيي هغه مهال چې نورستانیان په مذهبي جګړه کې ښکیل وو، دنګ ګڼ منزله برجونه یې لرل او که مینه یې کوله نو هم په پوځي حالت کې و بله دا چې پیغله په ( ۷ ) منزله برج کې ناسته ده ، مین ترې ولې بل څه نه غواړي چې زلفې ترې غواړي؟ دا ځکه چې په استعاراتي ډول ورته وايي چې ته ډیره بره یې د زلفو کمندونه دی راښکته کړه چې در پورته شم وګورئ د ( سبا سترګه ) او 

( سپوږمۍ ) هم ښيي چې معشوقه یې له لیچو بره او اوچته ده. دلته د جلۍ ځواب هم جالب دی :

  

لکه چې په کار ده زړه دې هسې جرات او میړانه ، نه لري

ته چې زما وریښمینې زلفې واخلې څه به یې کړې

ددې خبرې معنی د پښتو دا ټپه ده چې :

دیدن د سر په بدله دی

چې سر ساتې خاورې به وکړې دیدنونه  

 

بله دا چې دا شعر سوال او ځواب دی او دا معنی لري چې هغه مهال شعرونه په محفلونو کې د ښځو او نارینه وو دواړو له خوا ویل کیدل یا هغه د فارسي ژبو په وینا شعر جنګي یې کوله.

له دې یوه بله خبره هم راوځي او هغه دا چې نورستانیانو دا راز شعرونه د خوښیو په محفلونو کې له موسیقۍ سره هم ویل دا دود د لوګري سندریز سبک په دوبیتي ډوله بیتونو دکندهار په کاکړیو غاړو، د ننګرهار په چاربیتو ، د پښتونخوا په ټپو او نورو ژانرو کې نن هم ژوندی دی، او د ګډ اریايي ژوند تصویرونه مو سترګو ته مخامخوي. او د ملنګ جان صاحب د یوې چاربیتې پیل خو ددغو نورستاني مینانو له خبرو سره بیخي ورته دی، جلۍ له خپل مین سره همدغه استدلال کوي.

 

ودې سوم محبوبې ستا د زلفو خریدار یمه 

واخله مال او سر زما

ځواب :

زه د وطن لور یم د باننګو زلمو یار یمه

ورک دې کړه بشر زما

 

همدا راز دا شعر په لرغونې نورستاني ژوند کې د ښځې مقام ښيي چې د اریايي ژوند په څیر د نارینه د زړه پر تخت لکه د ملکې ناسته ده او د عزت تاج یې پر سر دی، مانا دا چې واک یې خپل دی نه د نارینه، ځکه کوم څیز چې د پیغلې مخه نیولی هغه د چا نارینه ویره نه ده بلکې خنډ دادی چې جلۍ وايي ته میړنی او زړور نه یې چې دا هم اریايي نظر او د ټولو اریايي ژبو ژبو تر منځ مشترک شعري ارزښت دی.

په شعر کې د ښکلا لپاره زر او وریښم هم راغلي ، نه ده څرګنده چې دا شعر د کوم مهال دی خو دا ترې ښکاري چې وریښمین لباسونه او طلايي ګاڼې هم هغه وخت کاریدلې.

ځکه په دغو شعرونو کې ( چې تر ډیره سینه په سینه رانقل شوې ) هغه عناصر سترګکونه وهي چې د نورستانیانو د لرغوني ژوند برخې وې. او تشبیهات هم هغه اریايي تشبیهات دي چې تر اوسه زموږ د سیمو په ژبو کې کارول کیږي خو عجبه ده چې دا تشبیهات لکه چاندي زر هسې دي چې ان تر اوسه یې خوند او رنګ نه دی با یللی.

په نورستاني شعر کې د معشوقې سترګې د باز له سترګو سره تشبیه شوي چې له جمال سره جلال هم په ګوته کوي چې د حسن د سیکې بل مخ دی. هغه ارزښت چې خوشحال خان خټک او علامه محمد اقبال د خپلو شعري فلسفو بنسټونه ګرځولي دي.

 

بله بیلګه :

زه له تنګې کوڅې راووتم 

لاسونه مې د سر شاته وو

بیل مې هم په لاس کې و

او چې بام ته وختم

تا د سیند کریړ راوویشت

ای زما زرین مخې

نڅا پیل کړه

چې زه هم درسره همنوا شم

ای زرین مخی چې دې خال هم زرین دی

ګوره مرم درپسې

 

دا ساده شعر دی او معنی یې ستونزمنه نه ده البته دومره ده چې زما په خیال دا شعر ډیر لرغونی دی د هغه مهال دی چې نورستاني ځوانان د جنګ جبر نه وو وهلي او نارینه وو هم کرکیله کوله ځکه د بیل نوم اخلي خو چې ژوند یې پوځي شو نو پرته له شپونتوب او جګړې یې ټول ژوند ښځو ته پريښود چې تقریبآ نن هم حالت دغه دی، زه وایم چې هغه مهال خو دا یو تاریخي جبر و خو اوس اړینه ده چې نورستانیان او افغان حکومت ددغه دود د بدلولو هڅه وکړي او ټولنیز کارونه د معاصر ژوندانه د انصاف په تله وتلي. معنی دا چې اوس د نارینه وو اوزګارتیا هیڅ ټولنیز ، کلتوري ، تاریخي او دیني جواز نه لري، او چې جواز نه لري باید ددې دود د بدلون لپاره له نورستانیانو سره د سلا مشورې او استدلال له لارې هڅه وشي چې د ښځې له سره د تاریخ دا دومره دروند بار نور نو باید لرې کړي.

 

بل شعر :

ځوان :

لاندې ژرندې مې پام شو

د ژرندې پل د چورلیدو په حال کې و

جلۍ سینې دې لکه د شنې څانګې پنډکې دي

تندر نیولی سپوږمۍ

د وریځو لاندې پټه شوې سپوږمۍ

د ژرندې دروازې ته ورسیدم

ودریدم

ژرندې لکه غويي رمباړې وهلې

زړه مې لکه د ژرندې اوبه فریاد کوي

ایا ته زما د زړه نارې سورې نه اورې

پیغله :

ای هلکه دا ته څه وایې؟

په لرغونې زمانه کې به یې چې دوه مینان جوړه ونیول

سزا یې شپږ غوایان ورکول وو

خو نن داسې ده چې داوړه وژل کیږي

ځوان :

ای طلايي دانې ! ماته څه وایې

زه به د دوو کسانو خونبها ورکړم

زه په توده هوا کې د زیتون له  یوې څانګې سره ویده شوم 

کاش نن شپه لکه اویا شپې وای

خو دا ښکلې شپه ژر سحر شوه

اخ کاش له موره نه وی پیدا شوی

پیغله

وه هلکه ته دروغ وایې

دا مې زړه هډو مني نه

زه له هغو نجونو یم چې د غره له لوړه حوضه مې اوبه څښلي

زه خو ګل اوم ستا یادونو مړاوې کړم

 

هو په پورته شعر کې د ژرندې د پل یادونه شوې چې په سمبولیک ډول د زمانې او وخت د تیریدو خبره کوي . او بیا د خپلې معشوقې حسن ستايي او تر ژبې لاندې ورته وايي چې :

 

غرور په حسن په کار نه دی

عمر د ژمي مازیګر دی تیر به شینه

ژرنده ځکه یادوي چې د زمانې تیریدو له سمبولیکې مانا سره د پرلپسې فریاد سمبول هم دی، بله دا ورته ویل غواړي چې د زمانې ژرنده غنم رنګي له منځه وړي.

خو نجلۍ ورته وايي چې زه هغه جلۍ نه یم چې ته مې تیرباسې زما عقل خورا لوړ دی ما له لوړ غرني جهیله اوبه څښلي، دلته بیا په اریايي ژوند کې ښځه ښيي چې د نارینه د زړه پر تخت ناسته ده.

دلته دا هم ښکاري چې زیتون نورستانیانو ته له نورو اونو بوټو مقدس وو ان دا چې څانګه یې له ځان سره غځوي او ویده کیږي.

دا د زیتون هغه ارزښت دی چې په اسلام کې یې هم لري الله تعالی پرې قسم خوړلی دی

 

( وا لتین والزیتون - و طور سینین )........... القران

 

او د نورستانیانو او زیتونو د تقدس خبره له دې هم ثابته ده چې د ( کونر - کونړ ) نوم مانا هم په نورستانۍ ژبه کې (  د زیتونو دره ) ده ، افغانستان ته د مسلمانانو له راتلو سره نورستانیان اړ شول چې د اوسني کونړ له یو شمیر سیمو بهر شي او لریو پرتو غرنیو سیمو ته ولیږدي، له دې ښکاري چې د افغانستان ختیځ د زیتونو د اونو زرغونولو ښه وړتیا لري چې بیلګه یې د ننګرهار د زیتونو باغونه وو چې اوس هم په نیم او نیم کله ډول پاتې دي دا د معاصر افغانستان تر ټولو ستره کرنیزه پروژه وه چې د ډالرو په زمانه کې یې سمه بیا رغاونه ونه شوه.

مخکې مو وویل چې یمرا د نورستانیانو تر ټولو لوی رب النوعه بلل کیده چې ګڼې سندرې یې ورته ویلي دي.

 

ترجمه

ای یمرا! تا کاینات وپنځول 

ته اول او اخر یې

ته د موجوداتو خالق یې

ته بشري او حیواني موجوداتو ته رزق ورکوې

دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې تا مبارک له موږ سره خپلوي وکړه

او ( سوګا ) دې زموږ له جنسه خپله میرمن وګرځوله

 

که وکتل شي احساسیږي چې ټول ریښتوني الهي دینونه د الله تعالی د وحدانیت هندارې وې خو وروسته وروسته یې د شرک بڼه غوره کړې ده په پورته شعر کې 

کاینات پنځول (  ان ربکم الله الذی خلق السماوات و الارض فی سته ایام..... القران )   اول او اخر( هو الاول والاخر والظاهر والباطن........ القران ) د موجوداتو خالق :

( وخلقنا من کل شی زوجین...... القران )  انسانانو او نورو ژویو ته رزق ورکول:

 ( إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَاب............القران )

تر دې ځایه د یمرا صفات د وحدانیت ددین ښکاري چې قران کریم یې هم تایدوي خو وروسته له یمرا سره د شرک خبره تړل کیږي او داسې ښکاري چې ښايي تحریف شوی وي : 

 ((دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې تا مبارک له موږ سره خپلوي وکړه

او ( سوګا ) دې زموږ له جنسه خپله میرمن وګرځوله ))

 په قران کې الله تعالی ( لم یلد ولم یولد.....)   دی. 

دا خبره چې د یمرا دین د ( د لا اله الا الله ) دین و کنه؟......... ښايي د هغې غرنۍ کتیبې لوستل یې ځواب وي چې د ښاغلي کهزاد په وینا تر اوسه یې څوک په لوستلو نه دي بریالي شوي نورستانیان د ا کتیبه د یمرا پیغام او ایت بولي یې چې د انسانانو لپاره یې حک کړی ای کاش دا لیک ولوستل شي. 

 

د یمرا بله سندره :

 

ای یمرا ! داسې وخت راشه چې سپوږمۍ او وریزې  هر لوری پوښلی وي.

ای یمرا ! د اسمانونو خدایه!

په ( ۷ ) ډوله جامو کې راشه

ای یمرا! د اسمانونو محبوب خدایه

حماسي سندرې :

نورسانیان جنګیالي وو، لږ کله به ځوانان کلي اولس ته راتلل د نورستان یوه نورستاني تاریخ لیکونکي سمیع الله تازه بي بي سي ته ویلي وو چې یوازې په یوه شپه په وایګل دره کې ( ۶۰ ) ماشومان زیږیدلي وو.... !! علت یې دا ښوده چې لښکر له سنګرونو راستون شوی و او نزدې ټول مړونه په دغه شپه له خپلو ښځو سره یو ځای شوي وو نو ځکه پر یوه شپه د ( ۶۰ ) جوړو ماشومان وزیږیدل . په لاندې حماسي سرود کې د حماسې څرک دی.

 

انګیرله مې چې رڼا ورځ راباندې شپه شوه

په ستره دره ناړۍ کې

ایمرا نشت نه کړم بیرته یې زما رڼا راکړه

ټوپک مې درې ځله میدان ولړزوه

زما ټوپک په ناړۍ ،بریکوټ ، وساو 

او په ګنګي دره کې مړي یو پر بل باره کړل

ښايي یو شمیر ووايي چې په سندره کې د ټوپک یادونه شوې او ټوپک نوی څیز دی!!

خو اصل خبره داده چې د ټوپک معلوم تاریخ له ( ۱۲۰۰ ) کلونو اوړي او دا هم ممکنه ده چې چرته خو دا تاریخ زرګونه کلونه مخکې لاړ شي.

 

پري شعر :

نورستانیانو د پیریانو ( ښاپریانو ) پر شتوالي هم کلک یقین درلود او په رښتیا هم عالمان وايي هلته چې غرونه، درې او ځنګلونه وي د پیریانو ښاپیریانو کلي ولسونه وي، ډیر وي اوس هم په نورستان کې د ښاپیریو د مینې هغه پخوانۍ کیسې ژوندۍ دي د روایتونو له مخه

لاندې شعر هم یوې ښاپیرۍ خپل مین ته ویلی دی.

 

ستا په یاد کې په تاپسې ستا رمې او ستا کاله ته راغلم

درپسې راغلم او په وجد مې راوستې

او داسې دې په وجد راوستم چې هغه شیبې اوس هیرولی نه شم

د سپینو زرو د ګوتمو لاسونه مې ستا بالښت وګرځول

سون مون او بړي مون رشک لاهو کړل

د تودو او خوږو خبرو پر مهال

ته د خوږو خبرو پر مهال د پازیبو په شرنګا کې راغلې.

 

اخلاقي شعرونه :

 

میلمه پالنه ، او له دې لارې جاه او جلال ته رسیدل یو اریايي دود دی چې تر اوسه په نورستانیانو او نورو اریايي توکمونو کې شته او ویاړې پرې لاندې شعر کې یوه میرمن د خپل میړه اخلاقي سجایا داسې بیانوي او ویاړي پرې:

**

تاسره څوک هم په مالدارۍ کې سیالي نه شي کولای

څوک درسره په دسترخوان او میلمه پالنه کې هم سیال نشته

د (  ملوي ) پلار په تنها صورت شان او شوکت ته ورسید

د هغې په دبدبه او جلال نازیږم چې لکه ستوری وځلید

چې د همزولو سیال شوې، نو ټولو وستایلې !!!!

 

اوس هم چې نورستانیان ، پښتانه او نور اریایان په ښادیو کې سندرې وايي نو خپل نارینه په ورته ډول په ټپو او سندرو کې ستايي، او دسترخوان لرل د شخصیتونو غوره صفت بلل کیږي.

 

پښتون اشنا دې حجره بنده کړي د خپلې ښکلا

غوټه جبین شي لکه شوم چې میلمانه وویني

 

معاصر غزل نګار حمزه بابا چې د پښتنو د دودونو امین دی ډوډۍ خو پریږده دا چې حسن پښتون دی نو ورته وايي که د سترګو میلمانه نه شې پاللی نو د حسن حجره دې بنده کړه

دلته د میلمه معنی پرمختګ کړی او ساحه یې له خوراکه پراخه شوې ان دا چې حسن وعشق هم په کې ښکیل شوي.

 

د نورستان د ماشومانو سندرې:

*************

- ګیدړې، ګیدړې چیرته ځې؟

- زه خو ښکار ته روانه یم !

- چا لپاره ښکار کوې ؟

- خپلو بچیو ته !

د بچیو نومونه دې څه دي؟

توری او سپینی

 

دا سندره ساده ده، تشریح ته اړتیا نه لیدل کیږي خو دا باید ووایو چې د نورستان په لرغونې شاعرۍ کې هغه اجزا لیدل کیږي چې د هغوی په جفرافیه کې دی تر دې که ماشومان یې سندرې وايي نو ګیدړه یادوي، بل کمال یې دادی چې د شعر کیسه ،ژبه، کلیمات او جوړښت لکه د ماشومانو ساده او خواږه دي، چې د ماشوم د ادبیاتو معاصره تیوري هم پر دغو ټکو ټینګار کوي.

څیړنه :

زینب سالک

مصطفی سالک

 
- لن‌‌‌‌‌‌ډه کتنه
بېرته شاته