(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شېرشاه سوري کلا

[08.Aug.2017 - 13:55]

زمونږ ثقافتى او کلتورى  ورثه رهتاس--(د شېر شاه  سورى  قلا )

ژباړه:  محمد اسلام ارمانى 

 د پاکستان  ګُټ  ګُټ  کښې  زمونږ  د ثقافت  بلا ډېرې  نخښې ، تاريخى  قلا ګانې، باغونه اوس هم مونږ  ته  د خپل  تېر  وخت  وختونو  او  يادونه  رايادوى   په  دې  نخښو کښې  يوه  قلا د "رهتاس"  په  نوم  يادېږى.  دا قلا  د کاهان  خوړ   د پاسه  د جهلم  نه  دولس  ميله  لرې  قطب  نمر خاتۀ  ډډې  ته  پرته  ده   دا د څلور  نيمو  سوو  کالو نه   هم  زياته  زړه  قلا  ده، د خپل  دور  نوموړى  بادشاه  شېر شاه سورى  د ګڼو  سازشونو  د ناکامه  کولو  او د همايون  بادشاه  د ايران  نه  واپس  کېدو  د کوششونو  ناکامه  کولو  دپاره   جوړه  کړې  وه. د دې  قلا  خصوصيت  دا دی چې  دا د بې  شانه  غټ  فصيل  په  کوم  کښې   چې  د دې   قلا  د مضبوطيا  دپاره  د کاڼو  غټ غټ  برجونه  لګيدلى  دى  تقريباً  پنځلس  زره  شپږ   سوه  او  اتيا  فټه  اوږده  او په  دې  کښې دننه  هغه د وېم   فصيل نۀ  دی  شامل  د کوم  اوږد والی  چې  څلور  زره  يو  سل  شپېتۀ   فټه  دی .دغسې  دا ټول  اوږدوالی  چې  سره  جمع  کړې  شى  نو دا قريباً  څۀ  کم  څلور  ميله  جوړېږى. دا  فصيل  دېرش  فټه  غټ  او د دېرشو  فټو نه   تر  پنځوس  فټه  پورې   اوچت  دی.  په  دې فصيلونو کښې  څۀ  د پاسه  اتۀ  څلوېښت   درانۀ  برجونه  او  دولس   دروازې  دى.

 دا قلا  په  درېو  برخو  کښې   تقسيم  شوې  ده. پاسنۍ برخه  چې  کومه  قطبى  قبليز  اړخ  ته څلورمه  حصه  کښې   ده  او پکښې  شاهى  دروازۀ  ده  او د راجه  مان  سنګهـ حويلى  او  شاهى جمات  وغېره  ورسره  شامل  دى  او په  مينځنۍ  برخه  کښې  قطبى   سوئيلى  حصه  شامله  ده. چې  په  کښې  نن  سبا  د رهتاس   نوی  جديد  کلی  جوړ  دی  او نمر  ختيزۀ  کوزنۍ  برخه  کښې هغه  لوئی  پوڼۍ پوڼۍ کوهی  دی   کوم  ته  چې  په  پنجابۍ   ژبه  کښې   باولى  وائى  دا  د اوبو  د ذخيرې   يو  لوئی  تالاؤ  دی . پاسنۍ  قطبى   قبليزۀ  برخه  کښې  يې  يو  قسم   له  د ننۍ  قلا ګوټې  ده  د کوم  نه  چې  دا څرګندېږى  چې  دا قلا  ګوټى  د افسرانو  د خصوصى   استوګنې  ځائی  وۀ  کوم  چې   د يو  دېوال  په  ذريعه  د  يو  بل  نه  بيل   کړې  شويدى.  

دروازې:  ددې  قلا  په  بهرنى  غټ  دېوال  کښې   دولس  دروازې   دى  په  دې  کښې  يوه  د سوئيلى    اړخ   دروازۀ  بللې  شى  دا  يو  دوه  چتيزۀ   عمارت  دی   او  دا په  کړکو  او  برنډو  او  ډېرو  کاڼو  کښې  په کنده  شوى  ليکونو  ښائسته  ده. د قلا  دا  حصه  نن  سبا  د کرائې  د يو  سرائې  په  طور استعمالېږى،  باقى  دروازې   کابلۍ، بادشاهى،  لنګر خان، ګتيالى، بوريواله،پيپلواله  او د شيشې   دروازو  په  نومونو  يادېږى  دا  دروازې  د فن  تعمير   ښکلې نمونې  ګڼلې  شى.  کوم  چې  شېر  شاه  سورى  د برصغير   په  خپل  لنډ  پنځۀ   کليزۀ  دور کښې جوړې  کړى  دى  او دغه  اوس  هم  په  ښۀ  حالت  کښې  دى.

 د دې  ښکلې   او ښائسته   قلا  په  دېوالونو  په  کنده  شوؤ  کاڼو  د فن  تعمير  هغه  نخښې  موجود  دى  په  کوم  کښې   چې   د هغه  وختونو  د خوشنويسۍ  ليکونه  اوس  هم  لکه  د پرون  تازۀ  دى  او ښۀ  ښائسته  ښکارى. 

د راجه مان سنګهه حويلى :د راجه  مان سنګهـ حويلى   په  دې  قلا  کښې   په  هغه  ځائی  کښې  جوړه  ده  کوم  ته  چې  اوس  اندر کوټ  وائى. د دې  عمارت  د پېژندګلو  پحقله   مختلفې نظرئې  دى  ځنې   پوهان  وائى   چې  دا  يو  محل  وۀ ، ځنې  وائى  دا مندر  وۀ  او  ځنې  خلق  يې دهرمسال  ګڼى،  خو مونږه  په  دې  قلا  کښې  د مندر  نخښې  نه  وينو.  غالب  ګمان  په  دې  قلا د استوګنې د ځای  کېدې  شى.

شاهى مسجد:  د دې  قلا  دننه   بادشاه  شېر شاه سورى  کابلۍ  دروازې   سره  يو  د  قدر وړ جماعت  جوړ کړی  دی  دا جمات  په  پاکستان کښې  د سورى  دور  يوه  بې  مثاله   نمونه  ګڼلې شى  دا عمارت  نن  هم  په  ښۀ  حالت  کښې  دی،  خو د زمانې  ګردشونو  د دې  جمات  د سنګ مرمر  ګل کارۍ  تر  ډېره  حده  پورې  نقصانى  کړى  دى  خو  بيا  هم  د دې  جمات  ډېره  حصه  اوس  هم  روغه  ده. د دې  جمات  ګنبد  د ښکلو  او  ښائسته  کاڼو نه  جوړ  دی.  په  دې  قلا  کښې  چې کومې  کتبې  لګېدلې  دى  اکثر  په   خط  نسخ  کښې  ليکلې  شوي  دى   چې  اثر پکښې  د قران  پاک  آيتونه  ليکلى  شوي  دى   او  ځنې  پکښې  د تعمير   د تاريخ  او  نور  تاريخى  معلومات  هم  لرى.        

(دا مضمون  د رېډيو  رزمک او وانا نه  نشر  شوی  دی)   

- م.ا. ارمانى
بېرته شاته