(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آیا المان امریکایانو ودان کړ

[28.Jul.2017 - 09:05]

آیا المان په رښتیا امریکایانو ودان کړ ؟ 

لیک : نورالحق نبي زاده څلی

دروغ ویل د ملي خیانت کوونکو لپاره د ژوندانه وینه او د مور شیدې دي . د خیانت کوونکو او دروغو تر منځ تل یوه ارګانیکه اړیکه موجوده وي . دغه کسان ځکه دروغ وایي چې رښتیا یې په ګټه نه دي او که رښتیا ووایي نو دا د دوی د شتوالي پای دی . 

  له دې چې زمونږ هېواد په دا څه کم څلورو لسیزو کې د پر له پسې تېریو او اشغال سره مخامخ شوی دی نو دغه حالت ددې سبب ګرځېدلی دی چې د افغاني سپېڅلي فرهنګ ککړتیا لپاره ښه چاپېریال رامنځ ته شي . د اشغالګرو له خوا د اشغال شوې ټولنې فرهنګ ککړول هسې یو بېړنی او د لنډې مودې پلان نه وي بلکې یو داسې پلان وي چې له هر اړخه ښه سنجول کېږي او د تطبیق لپاره یې هر ډول علمي ، مادي او تخنیکي امکانات په خلاص لاس ورته برابرېږي . د دغه بزنس اساسي او یواځينۍ متاع دروغ دي چې په ښکلیو او په زړه پورې کلیماتو کې مروړل کېږي او د انسان غوږو ته رسول کېږي او پایله یې دا شي چې د انسان ماغزه پریمنځل کېږي ، او دغه انسان هغسې فکر کوي لکه چې اشغالګر یې تمه کوي . له دې چې د هر اشغال بنسټ پرته له دروغو څخه بل څه نه وي نو ځکه هر اشغالګر او د هغه کورني ملاتړي هڅه کوي چې د خپلو دروغو دیوالونه آن تر آسمانه لوړ کړي . اشغالګر او د هغه کورني ملاتړي نه یواځې د خپلو ګټو لپاره دروغ وایي بلکې دروغ ویل یې سخت مجبوریت هم وي ، مانا دا چې هغه څه چې دوی یې خلکو ته وړاندې کوي هغه اشغال دی چې هر اولس ورسره سخته کرکه لري . 

   په تېرو کلونو کې زمونږ د ګران هېواد اشغالګرو او د هغو کورنیو ملاتړ کوونکو پرله پسې ډېر دروغ وویل او د دروغو دا لړۍ به هرو مرو د اشغال تر پایه دوام ولري . له دې چې د اشغال کورني پلویان د اشغالګرو د باور وړ ګرځېدلي دي او د پیسو په بدل کې د دې لپاره ګمارل شوي دي تر څو افغانانو ته ووایي چې څرنګه ژوند او فکر وکړي ، څه ورته ښه او یا څه ورته بد دي ، دوی دومره مغروره شوي دي او داسې خیال کوي چې ته وا دوی ددغې ټولنې تر ټولو تکړه ، با مالوماته او پوه کسان دي . دا خبره چې په ټولنه کې تر دوی ډېر هوښیار ، پوه او غښتلي انسانان شته د دوی په ماغزو کې ځای نه لري . د یادولو وړ ده چې د اشغال په چوپړ کې مزدورې رسنۍ هم د درواغو په سمندر کې زمونږ د اولس ډوبول غواړي نو ځکه میکروفونونه او کامرې یې د اشغالکرو د کورني ملاتړو په چوپړ کې دي او همدغه ډله د سیاسي شنونکي ، د نظر خاوند ، څېړونکي ، تیوریسن ، دیني عالم او . . . په نوم نندارې ته وړاندې کوي . 

د دغو کاذبو سیاسي شنونکو ، څېړونکو او پوهانو ! ! ! ؟ ؟ ؟ خبرې ، څېړنې او وړاند وینې هر چا اورېدلي دي بیا یادولو ته یې اړتیا نشته . ددې لیکنې اساسي موخه د روان اشغال د پلویانو ددغې ناسمې ادعا څېړل دي چې وایي له دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته دا د امریکا متحده ایالات و چې المان یې ودان او په پښو ودراوه ،  او د المان ننۍ لاسته راوړنې هم د امریکا له برکته دي . 

له دې چې د بحث موضوع ډېر اړخونه لري او د مسئلې د ټولو اړخونو څېړل ددغې شان لیکنې له حوصلې څخه بهر کار دی نو ځکه دلته یواځې د مهمو فکتورونو څخه یادونه کېږي ، او هڅه به دا وي څومره چې کېدای شي خبرې لنډې کړم ، خو که په دغه کار کې پاتې راغلم نو له ګران لوستونکي څخه بښنه غواړم او تم کېدو ته یې رابولم .

  مخکې له دې څخه چې د دوهمې نړیوالې جګړې پای او د المان د ودانېدو خبرې ته راشو، اړینه ده چې لمړی د لمړۍ نړیوالې جګړې پای ته وګرځو او د فاتحینو له خوا پر المان باندې د ورسای تپل شوي تړون په اړه یو څو خبرې وکړو ، ځکه چې د دوهمې نړیوالې جګړې او په المان کې د فاشیزم د را تګ لپاره یاد تړون زڼی وکاره او د بنسټ ډبره یې کېښوده . له دې راوروسته به د ۱۹۲۹ کال نړیوال اقتصادي رکود ، او ورپسې به د دوهمې نړیوالې جګړې د پیل نه دمخه د المان ، برتانیي ، فرانسي او امریکا د اقتصادي وضعیت په اړه څو لنډې خبرې ولرو . 

                                                                                                                                                                                         Versailles  Treaty     د ورسای تړون   

 لمړۍ نړیواله جګړه د ۱۹۱۹ کال د جون د میاشتې په اته ویشتمه کله چې د ورسای تړون لاسلیک شو رسمأ پای ته ورسېده . دلته داهم د یادولو وړ ده چې ددغې جګړې په پای کې د المان ، اتریش ـ هنګري ، روسي او عثماني امپراتورۍ له منځه لاړې . د ورسای تړون په اړه یواځې د فاتحینو تر منځ بحث کېده او د المان ګډون په کې ډېر محدود و . دغه تړون پنځه لس برخې او ( ۴۴۰ ) مادې درلودلې . 

د المان لپاره ددغه تړون هر ماده سپکاوی و ، خو تر ټولو شرمونکې یې ۲۳۱ ماده وه چې الماني ملت یې دې ته اړ کړ تر څو د لمړۍ نړیوالې جګړې د پیل کېدو بشپړ مسئولیت په غاړه واخلي او د جګړې تاوان ته غاړه کېږدي . 

د ورسای تړون په واقعیت کې المان په یوې مستعمره بدل کړ . ددغه تړون ۲۴۱ ماده کې داسې راغلي دي : «المان ژمنه کوي چې ددې مادو ( ددې تړون د مادو ــ ژباړن ) د بشپړ پلي کېدو لپاره چې هر ډول قوانین ، امرونه او فرمانونه اړین وي تصویب او صادر کړي ». 

د همدغه تړون په ۴۲۸ ، ۴۲۹ او ۴۳۰ مادو کې د الماني خاورې مستقیم اشغال په پام کې نیول شوی و . 

    له المان څخه د جګړې د تاوان د حصولولو په موخه ، د ورسای تړون  یو ځانګړی کمیسون جوړ کړ . دغه کمیسون نه یواځې د جګړې د تاوان د ورکولو په تړاو د المان امکانات څېړل بلکې د دغه هېواد له خوا یې د خوراکي توکو او د اومه موادو واردات ، د کورني مالیاتو د سیستم کنترول ، کورني صنعتي او د ډبرو سکرو تولیدات او همدا شان هر ډول صادرات یې تر کنترول لاندې لرل . په نړیواله کچه ښه پېژندل شوی برتانوی اقتصاد پوه جان مېنارد کېنس چې د ورسای تړون په خبرو اترو کې یې رسمي ګډون درلود او د دغه تړون د محتوا کلک مخالف و لیکي : « . . . له دې نه وروسته المان نه ملت دی او نه هم دولت ، هغه ( المان ــ ژباړونکی ) یواځې تجارتي مسئله ده چې د پور غوښتونکو له خوا اداره کوونکو ته سپارل شوی دی   . . . هغه کمیسون به چې اساسي دفتر به یې د الماني خاورې څخه د باندې وي ، د دومره ستر صلاحیت لرونکی وي چې هیڅ الماني امپراتور هیڅکله هم نه درلود . د دغه کمیسون تر اختیار لاندې به المانی اولس ، د لسېزو لپاره دومره ډېر له هر ډول حقوقو څخه محروم وي ، چې آن د استبداد په زمانه کې هم هیڅ کوم بل اولس داسې محروم نه و » . ( ۱ )

د ورسای تړون له امله د المان د تاریخي خاورې بېلابېلې برخې بلجیم ، چکسلواکیا ، پولند او فرانسي ته ورکړل شوې . مستعمرې یې فاتحینو تر لاسه کړې او د دانڅیک ښار چې اوس په پولند پورې اړه لري مستقل ښار اعلان شو » . د ورسای تړون پر اساس المان د خپلې خاورې ۱۳ سلنه ، د نفوسو لس سلنه ، د کرهنې د ځمکو ۱۵ سلنه ، د اوسپنې او جستو د سر چینو ۷۵ او ۶۸ سلنې ، د ډبرو سکرو د سر چینو ۲۶ سلنه ، د نساجې ټول صنعت او داسې ډېر څه له لاسه ورکړل » . ( ۲ ) 

  د المان په اړه راځئ چې دا لاندینیو شمېرو ته هم تم شو : «. . .  د جګړې د تاوان د رسولو خبره لا نسبتأ لېرې وه ، خو د تاوان تر څنګ المان مجبور و تر څو په سملاسي توګه ۳۷۱ زره څاروي ، د اورګاډیو یوسلو پنځوس زره باروړونکي او لس زره مسافر وړونکي واګونونه ، پنځه زره د اورګاډي د بخار ماشینونه ، ټولې هغه تجارتي بېړۍ چې د بار وړلو کچه یې تر شپاړس سوو ( ۱۶۰۰) ټنو لوړې وه ، د هغو بېړیو نیمایي چې د بار وړلو کچه یې تر زرو ټنو لوړه وه ، د کب نیولو بېړیو یو پر څلورمه برخه فاتحینو ته وسپاري . همدا شان باید فرانسي ته ۱۴۰ ملیونه ټنه ، بلجیم ته اتیا ملیونه ټنه او ایتالیا ته ۷۷ ملیونه ټنه د ډبرو سکاره وسپاري » . ( ۳ ) « د لمړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د صنعتي تولیداتو د حجم له پلوه المان له امریکا نه وروسته په نړۍ کې دوهم ځای درلود . د ۱۸۹ ــ ۱۹۱۴ کلونو تر منځ د دواړو هېوادونو اقتصادي وده ، عملأ  یو شان ته یعنې ۴٫۲ سلنه وه چې د انګلستان په پرتله دوه ځلې لوړ و » . ( ۴ )  

المان آن د نولسمې پېړۍ په اتمه لسیزه کې د خپلو خلکو لپاره د ناروغۍ ، بېکارۍ ، معلولیت او په زاړه   عمر کې د تقاعد امتیازاتو د لرلو په اړه قوانین تصویب کړل ، چې په هغه زمانه کې د نړۍ تر ټولو مترقي قوانین ګڼل کېدل . په امریکا کې همدا اوس لسګونه ملیونه انسانان د المان د اتباعو د نولسمې پېړۍ امتیازات نه لري . 

په امریکا کې د ۱۹۲۹ کال ستر اقتصادي رکود :

    دغه ستر اقتصادي رکود په اصل کې د ټولې پانګه والې نړۍ اقتصادي رکود و ، چې لمړۍ او تر ټولو خطرناکه چاودنه یې په امریکا کې وه . کېدای شي چې د دغه ستر رکود یو اساسي علت له لمړۍ نړیوالې جګړې سره غوټه کړو . د لمړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې امریکا د باور نه کولو تر کچې غیر عادي اقتصادي وده درلوده » . د جګړې په پای کې امریکایانو چې د نړۍ د نفوسو شپږ سلنه یې تشکیلوله د نړۍ د ټولو موټرو ۸۵ سلنه ، د نفتي توکو ۶۶ سلنه ، له نیمایي زیات چدن او فولاد یې تولیدول » . ( ۵ )

کله چې جګړه پای ته ورسېده د هغې سره سم صادرات هم په ځمکه راولویدل . که له یوې خوا بهرنی بازار تر فشار لاندې راغی او ورک شو ، له بلې خوا بودجوي مصارف هم یو دم لږ شول . دغو دواړو فکتورونو یو له بل سره یو شول ، نه یواځې یې تولیداتو ته سقوط ورکړ بلکې د بېکارانو لښکرې ېې هم کوڅو ته وروایستلې . 

له دې چې بهرنی بازار شتوالی نه درلود ، نو دې ته سخته اړتیا وه چې جبران یې له بلې لارې یعنې د کورني بازار د لا هڅولو له لارې وشي ، چې دغه کار یواځې په پراخه پیمانه د لګښتي کرېډیټونو د رواجولو له لارې ممکن و . دیادولو وړ ده چې دغه وسیله امریکا د لمړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې ازمویلې وه » . د جګړې په کلونو کې امریکا خپلو اروپایي متحدینو ته یوولس ملیارده دالر کرېډیټ ورکړ ، چې د هغوی د ټولو پېرودنو د حجم کابو څلورمه برخه یې جوړوله » . ( ۶ ) 

روښانه ده چې کرېډیټونه باید بانکونه ورکړي ، او بانکونه په دغه کار کې تر هر څه لمړی خپل سود ( ګټي ) ته پام کوي . دا هم باید له پامه و نه غورځوو چې بانکونه د پیسو د بیي په لوړولو او ټیټولو کې لوی لاس او صلاحیت لري . دلته وینو چې پیسي په تجارتي توکي بدلېږي ، په دې مانا پرته له دې چې واقعي تجارتي توکي وپلورل شي او یا هم راونیول شي پیسي خرڅېږي او رانیول کېږي . دغه پروسه په خپله د بانکونو د خاوندانو ، سودخورو او محتکرینو د لا چاغېدو لپاره ښه چارپېریال رامنځ ته کوي . حریص او نه مړیدونکي بانکران او سودخواره نه یواځې دولت ته د مالیې ورکول پټوي بلکې د دولت ټول مالي سیستم د داسې ګړنګ په لور بیایي چې مالي او اقتصادي زیان یې نشي کېدای یواځې په حسابي شمیرنو بدل او ارشیف ته وسپارل شي . په دې اړه یو بل اصل هم باید هیر نه کړو او هغه دا چې لیبرالیزم په اقتصادي چارو کې د دولت مداخله په کلکه ردوي . 

د مصرفي کرېډیټونو د هڅونې میتود دوې ډېرې خطرناکې نیمګړتیاوې لري : لمړۍ ــ د مالي عملیاتو د شمېر او ستونزو د ډېرېدو په پایله کې د مالي سکتور اهمیت ډېرېږي چې دا کار د واقعیي اقتصاد په تاوان دی ، په دې مانا چې مالي سکتور د واقعي اقتصاد په بیه غوړېږي . دویم ــ د اقتصاد په پرتله پور ( قرض ) په چټکتیا سره وده کوي ، که سم او پر وخت تدابیر و نه نیول شي هرو مرو د عمومي اقتصاد د ړنګېدو سبب ګرځي . 

ستر اقتصادي رکود د امریکا د بانکونو په بازار مرګونی ګوزار وکړ ، « شپاړس زره بانکونه له منځه لاړل ، دغه شمېر د هېواد د ټولو بانکونو د مجموعي شمېر ۵۲ سلنه جوړوله ، د پاتې ( ۱۴۱۰۰ ) بانکونو څخه 

  یواځې سل بانکونو چې د سلنې په حساب د یوې سلنې څخه کم وو د هیواد د بانکي پانګې ۵۰ سلنه یې کنتروله . څوارلس لویو بانکونو د مشتریانو له خوا بانکونو ته د سپارل شوو پیسو ۲۵ سلنه یې په لاس کې لرله » . ( ۷ )

د ستر اقتصادي رکود غړکې د امریکا لپاره نور څه لرل ؟

کله چې د ونډو په بازار ( والستریټ ) کې د ټولو اسهامو ارزښت ۴۰ سلنه راولوید، ډېرو خلکو د خپل ژوند ټولې سپماوې له لاسه ورکړې ، سوداګري په ټپه ودریده ، فابریکي او بانکونه وتړل شول . د هر څلورو امریکایانو څخه یو تن بېکاره و . د اسهامو د بازار را لویدل داسې یوه چاودنه و چې د امریکایي ټولنې هر څه یې د ځمکې سره یو کړل او په سیستم باندې د خلکو د باور کچه له منځه لاړه . په هېواد کې په سلګونه زره انسانان د خوراک ، کار او سرپناه په لټه کې وو . ګدایي یو عادی کار و . د بزګرانو عایدات ۵۰ سلنه راولویدل . 

د ستر رکود د پیل په کلونو کې صنعتي تولیدات هر کال ۴۰ سلنه راولویدل . د کورونو جوړونه ۸۰ سلنه کمه شوه او د کورنۍ عایدات ۴۰ سلنه راولویدل. په ۱۹۳۳ کال کې د امریکا ۶۰ سلنه وګړي د حکومت له خوا د نېستمنو په کټګورۍ کې وشمېرل شول . د ښوونځیو ۲۵ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ څخه ځورېدل . د ستر اقتصادي رکود ټغر هغه مهال ټول شو کله چې دغه هېواد په دویمې نړیوالې جګړې کې خپل ګډون رسمأ اعلان کړ ( د ۱۹۴۱ کال د دسمبر اتمه ) . 

مخکې له دې چې په المان باندې د ستر اقتصادي رکود اغېزې وڅېړو ، ډېر اړینه ده تر څو په دغه هېواد کې د یوې بلې ناولې پدیدې په اړه هم یو څو لنډې خبرې وکړو چې تاریخ د سخت انفلاسیون په نوم ثبت کړی دی .

په المان کې بد انفلاسیون ( حاد پولي تورم ) :

د ورسای تړون المان ته داسې یو سخت ګوزار ورکړ چې له وحشت څخه یې د راوتلو استعداد یواځې الماني ملت درلود . المان د جګړې د تاوان لمړۍ قسط چې دوه بلیونه د سروزرو مارکه کېدل ،په ډېره سختۍ سره په کال ۱۹۲۱ ورسول. له دې چې نقدې پیسې نه وي نو ډېری یې ددغو پیسو معادل اوسپنه ، د ډبرو سکاره او لرګي ورکړل . د بل کال لپاره المان د جګړې د تاوان د ورکولو قسط ور نشو کړای . هماغسې چې د ورسای تړون حکم کاوه چې که چېرې المان د جګړې په تاوان ورکولو کې پاتې راځي نو خاوره به یې د فاتحینو له خوا اشغالېږي ، نو ځکه د فرانسي او بلجیم نظامي ځواکونه د المان رور سیمې ته ننوتل ، د اوسپنې او فولادو فابریکې ، د ډبرو سکرو کانونه او نور اقتصادي مهم تاسیسات یې ونیول . د سیمې هغه اوسیدونکي چې همکارۍ ته تیار نه وو بندیان شول او په لسګونه زره نور له سیمې وشړل شول . په سیمه کې خوراکي توکي ضبط شول . 

المان لا دمخه له سختو چلنجونو سره مخامخ و او ددغو نوو ستونزو لپاره یې هیڅ ډول امکانات نه لرل . هغه پیسې چې له بهر څخه د پانګونې په موخه راتلې د جګړې په تاوان کې اخیستل کېدلې ، پرته د نوو پیسو له چاپولو بله لار یې نه درلوده ، چې دغه کار ددې سبب شو چې الماني مارک دومره بې ارزښته شو چې خلکو د راکړي ورکړي پر مهال د بارتر سیستم ته ترجیح ورکوله . نېستمن خلک لا نېستمن شول او د ټولنې متوسط قشر له منځه لاړ . 

لاندې بېلګې ته پآم وکړئ : «په کال ۱۹۲۲ کې که د یوې ډوډۍ بیه ۱۶۳ مارکه وه. د ۱۹۲۳ کال په سپتمبر کې دغه بیه ( ۱٫۵۰۰٫۰۰۰ ) مارکو ته لوړه شوه خو د حاد پولي تورم د اوج په وخت کې دغه بیه آن ( ۲۰۰٫۰۰۰٫۰۰۰٫۰۰۰ ) مارکو ته ورسېده » . ( ۸ ) 

د المان وضعیت له ۱۹۲۴ کال نه وروسته لږ ښه شو . 

ستر اقتصادي رکود او المان :

ستر اقتصادي رکود د المان لپاره ډېرې ناوړې پایلې درلودلې . د ۱۹۲۹ کال په پای کې د الماني بېکارانو شمېر یونیم ملیون و ، خو یو کال وروسته دغه شمېره دوه ځلې لوړه شوه او د ۱۹۳۳ کال په پیل کې دغه شمېره شپږ ملیونو ته ورسېده . د المان د ۱۹۳۲ کال د صنعتي تولید کچه د ۱۹۲۸ کال د صنعتي تولید ۵۲ سلنه جوړوله . 

ستر رکود الماني ټولنه د کورنۍ جګړې څنډې ته ور نږدې کړې وه . په کوڅو کې د کمونستانو او نازیانو تر منځ وسله والې نښتې د ورځې په دود بدلې شوې وې . المانان په موجودو ګوندونو بې باوره شول ، یواځې د سخت دریځو ګوندونو لکه د نازي او کمونست ګوندونو بازار ګرم و . په پای کې هر څه د نازي ګوند په ګټه تمام شول او دغه ګوند د ۱۹۳۲ کال د جولای د میاشتې په ټول ټاکنو کې د پارلمان لپاره ۲۳۰ څوکۍ وګټلې . دا د وایمر جمهوریت په لنډ سیاسي تاریخ کې داسې بری و چې تر دې دمخه د هیڅ یوه ګوند لاس ته نه وه ورغلی . 

هتلر په کال ۱۹۳۳ کې د واک ګدۍ ته ورسېده او دوه کاله وروسته  ( ۱۹۳۵ ) په دغه هېواد کې د ستر اقتصادي رکود ټغر ټول شو . 

د اروپا لپاره د واشنګتن مارشال پلان :

مارشال پلان چې اصلأ «د اروپایي بیا رغونې پروګرام »نومېده د ۱۹۴۸ کال د اپریل په درېمه نېټه د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شو چې ټول ټال ۱۳٫۱ ملیارده دالر د دغه پروګرام لپاره په پام کې نیول شوي و . د اروپایي هېوادونو لپاره دا مرسته نقدې پیسې نه وې بلکې کرېډیټونه ، اومه مواد ، خوراکي توکي او بیلابیل توکي ( جنسونه ) په پام کې نیول شوي وو چې د ۱۹۵۲ کال تر پایه باید اروپایی هېوادونو ته ورکړل شوي وای. ددغې مرستې لپاره شپاړس اروپایي هېوادونه په نښه شوي وو . د لاندینیو هېوادونو ونډې تر نورو ډېرې وې : انګلستان ۲٫۸ ملیارده دالر ، فرانسه ۲٫۵ ملیارده دالر ، ایتالیا ۱٫۳ ملیارده دالر ، لویدیز المان ۱٫۳ ملیارده دالر او هالند یو ملیارد دالر . ( ۹ ) 

د مارشال پلان له درکه لویدیځ المان د ۱۹۴۸ ـــ ۱۹۵۲ کلونو په اوږدو کې لاندینۍ مرستې تر لاسه کړي دي : 

           ملیون دالر                                           کال

         ۴۹ / ۱۹۴۸                                     ۶۱۳٫۵

         ۵۰ / ۱۹۴۹                                     ۲۸۴٫۷

         ۵۱ / ۱۹۵۰                                       ۳۹۹٫۱

         ۵۲/ ۱۹۵۱                                       ۹۱٫۷

         ۵۳ / ۱۹۵۲                                       ۲۳٫۸      

   ( ۱۰ )

لکه څنګه چې پوهېږو المان د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې په کنډواله بدل شو ، د خاورې ځينې برخې یې ګاونډیو ته ورکړل شوي او پاتې په څلورو برخو وویشل شوه چې د امریکایي ، انګلیسي ، شوروي او فرانسوي پوځیانو تر ولکې لاندې وې . د ټولو ویجاړیو یادونه اړینه نه ده خو دومره باید وویل شي چې یواځې په لویدیځ المان کې پنځه ملیونه کورونه او اپارتمانونه ړنګ شوي وو او د المان د خاورې هغه برخې چې چکسلواکیا ، پولند او شوروي اتحاد پورې تړل شوي وي دولس ملیونه اوسېدونکي یې چې المانیان وو له هغو سیمو څخه په زور وایستل شول او لویدیځ المان کې کډوال وو . دلته دومره ویل په کار دي هغه څه چې د مارشال پلان په چوکاټ کې د مرستې په نوم المان ته ورکړل شوي دي دومره څه نه دي چې په بیا رغونه کې اغېزه ولري . دا هم کومه پټه خبر نه ده چې د فاتحینو له خوا د المان په مادي ، معنوي ، فرهنګي ، تخنیکي ، علمي او فکري شتمنیو چور او تالان ګډ و، او دغه غنایم باید اشغالګرو خپلو هېوادونو ته لېږدولې وای ، لارې او سمندري بندرونه ټول ړنګ وو ، ډېر احتمال شته چې د دغې مرستې ډېری برخه په همدغو تاسیساتو لګول شوي وي . د المان لپاره د فاتحینو منل شوی رسمي   سیاست دا وه تر څو دغه هېواد له صنعتي څخه په زراعتي هېواد بدل کړي . په دې تړاو د فاتحینو لاندینيو سندونه هر څه روښانه کړي دي : 

الف ــ مارګنتاو پلان ،

ب ـــ د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د جرمني د صنعت په اړه د متحدینو پلان ،

ج ـــ په المان کې د امریکایی نظامي حکومت لپاره جي سي اس ۱۰۶۷ دیرکتیف . 

یوه واقعیت ته ځیر کېدل په کار دي او هغه دا چې کله په کال ۱۹۵۲ کې د مارشال پلان پروګرام پای ته ورسېده د ټولو هغو اروپایي هېوادونو چې په دغه پروګرام کې یې ګډون درلود د اقتصادي ودې شاخص یې د جګړې دمخه کلونو تر کچې لوړ و ، خو اقتصاد پوهان په یقیني توګه نشي ویلی چې ددغو هېوادونو په اقتصادي ودې کې دغه پروګرام په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه څومره ونډه درلودله . همدا شان دا هم نشي ویلی چې که دغه پروګرام نه وای څه به شوي و . د مارشال پلان په اړه د وروستۍ خبرې په توګه دا هم باید زیاته کړو چې دغه پلان تر هر چا نه لمړی په خپله د امریکا په ګټه و . 

د امریکا له خوا شوی لوټ او تالان :

له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د پوتسدام په کنفرانس کې هم ختیځ او هم لویدیځ المان دواړه د جګړې د تاوان په ورکولو مکلف وګڼل شول . د جګړې د تاوان په اړه د متحدینو تر منځ کوم منظم میکانیزم موجود نه و ، د هر بهرني اشغالګر ځواک چې هرڅه په لاس ورتلل او یا یې خوښېدل هغه یې لوټول . د تاوان په نوم ، نه یواځې امریکا ، شوروي اتحاد ، انګلستان او فرانسې الماني مادي او معنوي شتمنۍ لوټ او تالان کړې بلکې آن یوګوسلاویا ، هالند ، پولند ، اسرائیل او ډېرو نورو ته هم ډېر څه ورسېدل . 

لوټ او تالان یواځې دولتي شتمنیو او د جګړه یزو توکو د تولید فابریکو او نورو تولیدي تأسیساتو ته متوجه نه و ، بلکې په سلګونه شخصي فابریکي هم تر وروستي میخه پورې دیمونتاژ او د المان له خاورې څخه وایستل شول. ټول هغه څه چې د دغه لوټ او تالان په پایله کې المان له لاسه ورکړل زمونږ د روان بحث اساسي موضوع نه جوړوي . دلته یواځې د المان د تخنیکي اختراع ګانو په اړه چې د امریکا له لوري لوټ شوې د یوې بېلګې په توګه یادونه کوو: [ هغه څه چې په نوښتونو ( اختراع ګانو ) پورې اړه لري ، له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته ، یواځې د امریکا متحده ایالاتو کابو ۳۴۶ زره ( درې سوه شپږ څلویښت زره ) الماني تخنیکي اختراع ګانې ضبط کړې ، چې ټول وزن یې یوزراو پنځه سوه ټنه کېده . امریکايي ماهرینو په خپله منلې ده چې هغوی ددغو اختراع ګانو پر بنیاد امریکایي علم او تخنیک ته د کلونو او په ځینو برخو کې آن د لسیزې پر مختګ ورکړ ] . ( ۱۱ ) 

د المان د « فکري شتمنیو »په چور او تالان کې استرالیایي نظامي ځواکنو ته یواځې شپږ زره ثبت شوي تخنیکي اختراع ګانې لاس ته ورغلې ، خو د دغه هېواد د وخت صدراعظم بن چفلې داسې اعلان وکړ : «استرالیایي صنعتکاران دا وړتیا لري چې د الماني محرمو اسنادو په مرسته خپل هېواد د تخنیک په برخه کې د نړۍ د ډېرو پر مختللو هېوادونو په کتار کې ودروي » . ( ۱۲ ) 

د استرالیایانو خوشحالي چې دومره و ، د امریکایانو د خوښیو په اړه باید څه ډول اټکل وکړو . 

فاتحینو ددې لپاره چې د خپلو غلاوو د ثبوتولو لارې بندې کړې نو د المان د تخنیکي اختراعاتو مرکزي اداره یې وتړله . نوموړې اداره د ډېرو کلونو لپاره تړلې پاتې شوه ، خو کله چې یو ځل بیا پرانیستل شوه لمړۍ شمېره یې چې توزیع کړه ۸۰۰٫۰۰۱ وه . د دې مانا دا وه چې اته سوه زره اصلي اختراع ګانې د متحدینو له خوا لوټ شوي وي . 

هري ټرومن د امریکا ولسمشر د ۱۹۴۵ کال د اګست په میاشت کې امریکایي اقتصادي بنسټونو ته د ضبط شوو الماني علمي او صنعتي مالوماتو د توزیع په اړه خپل ۹۶۰۴ لمبر اجرایوي امر صادر کړ . دغه امر که د غلا کولو لپاره د رسمي جواز ورکول نه وو نو څه وه ؟

د المان په اړه روښانه واقعیت خو دا دی چې د دواړو نړیوالو جګړو په پای کې فاتحینو ټینګ هوډ درلود تر څو دغه هېواد یو ځل بیا منځنیو پېړیو ته وروګرځوي ، دا چې داسې ونه شول علتونو یې باید نه د نورو په مرستو او یا ترحم ، بلکې د الماني ملت په ملي کرکتر او  ځانګړتیاوو کې ولټول شي . 

    تریخ واقعیت خو دا دی ، دغه ادعا چې ته وا المان یو ځل بیا د امریکا په مرسته ودان شو ، له بېخه ناسمه او پوچه ده . برعکس د دوهمې نړیوالې جګړې ټولو فاتحینو د المان تولې لېږدېدونکې ، مادي ، تخنیکي ، فرهنګي او فکري شتمنۍ لوټ کړي . په دغه لوټ کې د امریکا برخه تر ټولو غوښنه وه . 

   د روان اشغال د پیل په کلونو کې د اشغال اردلیانو ، همدا نغمه غږوله چې امریکا غواړي افغانستان د المان په شان ودان کړي . اوس بیا دا نغمه غږوي چې مونږ ته زیربنایي تاسیسات او د ابو بندونه جوړوي . ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي . له بابا آدمه تر دې دمه هیڅ اشغال لاندې کړی هېواد ندی ودان کړی . 

   د وروستۍ خبرې په توګه ، هغو درنو هېوادوالو ته چې داسې څه یې په زړه کې ګرځي چې کېدای شي اشغال مونږ ته یو څه جوړ کړي ، بلنه ورکوم چې د فلیپین هېواد ته ځیر شي او له هر اړخه یې وڅېړي . دغه هېواد چې کله امریکا لاندې کړ ، سمدلاسه یې په خپلې خاورې پورې وتاړه ، بیا یې خپله مستعمره وګڼله او په پای کې یې د افغانستان په شان ستراتیژیک امنیتي تړون ورباندې تحمیل کړ . دا ده ( ۱۲۰ ) کاله کېږي چې امریکا په فلیپین کې نظامي هډې لري . آیا دغه هېواد د زیربنایي او اقتصادي تاسیساتو خاوند دی ؟ آیا دغه هېواد په نس موړ دی ؟ آیا د دغه هېواد وسله وال ځواکونه په وسلو ، تخنیک او نورو اړینو وسایلو سمبال دي ؟ انګلوساکسوني اشغال ښه وپېږنئ !

 

اخیست ځایونه :

  لمړی : 

John Maynard Keynes , The Economic Consequences of the Peace,

New York : Penguem Books 1995(1920 ) pages 200—203

دویم :  د لیبرالیزم بُن بست   جګړه څنګه پیل کېږي 

          لیکوال – وسېلي ګالین    ۲۶ مخ . روسي متن

دریم :   هملته                     ( ۲۵ – ۳۴ ) مخونه .

څلرم : هملته                        ۳۲۸ مخ .

پنځم : هملته                        ۳۲۸ مخ .

شپږم : هملته                       ۳۲۹ مخ .

اووم  : 

Kennan H.S.The Fedral Reserve Bank,p.70

اتم :

                                                       www.history / earningsite.co.uk / hyperinflation—Weimer—Germany.htm.

  نهم                                                                                 https: // ru.wikipedia.org / wiki / plan marshall

                                   لسم :

 Manfred Knapp : Deutschland und der Marshallplan,

In : Hans- Jürgen Schröder ( Hrsg )

یوولسم :                                                

             د لیبرالیزم بن بست     جګړې څنګه پیل کېږي 

         ۲۴۱ — ۲۴۰ مخونه                               

 دولسم :  

            هملته       ۲۴۱ مخ

یادونه : دغه لیکنه لمړی ځل څو کاله پخوا خپره شوې ده ، دا ځل یواځې وروستۍ څو لیکې ورپورې پیوند شوي دي . 

 
- څلی
بېرته شاته