(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هندوان غوښې نه خوري ؟

[13.Jul.2017 - 17:43]

ولې هندوان دغوا وواو غوایانو غوښې نه خوري ؟

لیک: ‌ډاکتر لطیف یاد

په نړۍ کې دغوښو دخوړلوپه اړوند بیلا بیل مذاهب او ادیان بیلا بیل عقایدلري . په اسلام کې دسرکوزې غوښه ناپاکه ګڼله کیږي او قرآن کریم په صراحت سره دسرکوزې غوښه ناولې ګڼلې ده او خپل ټول پیروان یې دسرکوزي دعوښو دخوړلو نه منعه کړي دي . یو شمیر عیسویان هم دسرګوزي غوښې نه خوري او یهودیان په عمومي توګه دسرکوزې دغوښو دخوړلو نه ډډه کوي . یهودیان دسمندري ژوو لکه چنګاښ ، ډول ډول کبانو او نوروسمندري ژوو دخوړلو نه هم ډده کوي .مسلمانان حیوانات په اسلامی طریقه ذبحه کوي چې ورته حلال وایی او یهودان بیا داولډ ټیسمینټ ( تورات ) داوامرو پر بنسټ حیوانات ذبحه کوي چې ورته (کوشیر) ویل کیږي یعنې ددوی په اند دذبحې سمه طریقه . دنورو مذهبونو پیروان ځانته دذبحه کولو بیلا بیلې طریقي لري . په ویتنا م ، تایلینډ ، کمبوډیا او ان چین کې دسپیو او پیشوګانو غوښې هم خوړلې کیږي . چینایان بیا دهر ډول ژوو( حیواناتو) غوښې خوري او ان څرمښکۍ او کاکروچ ( دورږو مور) چې په فارسی کې ورته مادر کیکان وایی هم خوري او ترې سوپ جوړوي .ما څّه موده دمخه په یو ټیوب کې یوه ویډیو ولیدله چې په سعودی عربستان او قطر کې ځینې خلک په دښتو کې دشګو نه څرمښکۍ چې دوی ورته سمک الصحرا ( دصحرا او دښتو کبان ) وایی نیسي بیا یې ذبحه کوي ، پخوی او خوري یې . ماته یو مسلمان عرب کیسه وکوله چې په مصر کې دغټو موږکانو ( مږو ) غوښې هم خوړلې کیږي . زه چې یو وخت دمنځنۍ ایشیا په یون ( سفر ) تللی وم نودازبیکستان دهیوا د دتاشکند په ښار کې دپښتو ژبې یو پروفیسور ارواښاد غني یوف ماته په خپل کور کې دغرمې له خوا یوه میلمستیا کړې وه او دآس غوښه هم پکې وه .

اوس به راشو چې هندوان ولې دغوا غوښه نه خوري. ؟ که چیرې دآریایی اقوامو تاریخ ته نظر واچوو نو په لرغونو آريائیانو کې چې هندوان هم په هغو کې راځي دغوا او غوایانو غوښه ځکه نه خوړله کیدله چې ویل به یې غو ا دشیدو او لبنیاتو یوه ستره سرچینه او منبع ده .همداراز دغوایانو دسرې نه هم ډیره ګټه اخیستله کیږي .همداراز دنرو غوایانو نه دکرکیلې او دیوې لپاره کاراخیستل کیږي .دهندوانو په مذهبی کتابونو لکه پورانا ، ویدا ، مهابهارتا او منو سمهیتا کې دغواګانو دغوښو په نه خوړلو تاکید شوی دي او ویل شوي دی چې غو ا دمور حیثیت لری او نړۍ ته ژوند ورکوي ځکه شیدی ( پۍ ) ورکوی. په پخوانیو او لرغونو آریا ئیانو کې به چې یو چا به بل چاته ښه سوغات ورکاوه نو هغه به غوا وه . دهندو مذهب پر بنسټ کرشنا دهندوانو رب النوعه دغواګانو پاده وان و، نو له له همدې کبله هم په هندوئیزم کې غوا ته دتقدس او سپیڅلتیا په نظر لیدل کیږي .همدارازغواګانې دهندوانو په ځینو مذهبي ورځو او جشنونو کې په تیر ه بیا دګو پا شتاما په مذهبی جشن کې سینګاریږی او ددوی پر غاړوکې ګلان اچول کیږي او دغواګانو شاه ګانې هم په ګلانو سینګاریږي او هندوان ورته درناوی کوي ، که تاسو هند ته لاړ شئ اووګورۍ غوا او غوایان ان دسړکونو په منځ کې ولاړوي او کله نا کله دترافیکو او موټرو دخنډ سبب ګرځي ،خو څوک یې نه وهي. دهندوئیزم نه پرته په سکهیزم او جینیزم کې هم دغوا او غوایانو غوښې نه خوړلې کیږی او درناوی یې کیږي . 

دهند زیاتره خلک ویجیټیرین دي او غوښې او ان هګۍ هم نه خوري . ما یو وخت دهندوستان په پلازمیینې نوي ډیلي کې یو کرایې کورته اړ تیا پیدا کړه ،خو ډیر ځلې مې ولیدل چې دکور خاوند به رانه پوښتنه کوله چې ته غوښه او هګۍ خورې ، ما به چې ورته وویل خورمه یې نو بیا به یې ویل چې موږ هغو خلکو ته کور په کرایه نه ورکووچې هګۍ ، غوښې او ان پیاز او هوږه هم خوري .

په دې وروستیو وختونو کې دهنددواکمن ګوند بي جي پي له خوا دهند په ډیرو ایالتونو کې دغوا ګانو او غوایانو دغوښو خوړل منعه ګرځول شوي دي چې دډیرو مسلمانانو غوسه یې راپارولې ده ، خکه چې دهند مسلمانان زیاتره دغوایانو غوښې خوري او دغوايي غوښه دچرګانو او وزو ( بزو ) دغوښو په پرتله ارزانه ده او ددوی وسه ورته رسیږی، په داسې حال کې چې هند په ۲۰۱۵ زیږدیز کا ل کې بهرنیو هیوادونو ته ۲،۴ ملیونه ټنه دغوایانو غو ښه صادره کړې او لیږلې ده .

(یاد)

 
- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته