(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دطاير ځلاند دادب او

[13.Jul.2017 - 16:23]

دطاير ځلاند  دادب اوتجربې په اثر څو ټکي 

لیک: محمداکبر کرګر

په ليکنو کې زه ددې پلوى يم چې راسا  اوله سريزې پرته ديوه وارخطا وږي مساپر ياميلمه په څير  چې ډير وږى اوستړى وې  له روغببړ سره سملاسي د سترخوان ته کښيني   يعنې سملاسي موضوع ته داخل شم اوژولي ژولي خبرې پريږدم ـ  زه غواړم چې دگران طاير ځلاند په اثر چې ادب او کرکتنه ده څه ووايم ـ خو نن  برخلاف يوه خاطره را ياده شوه دا خاطره نه خو دموضوع له پاره سريزه ده اونه هم بل څه ده  بس يو ه خاطره ده  چې اوس  را برابره  شوه چې له تاسو سره يې  شريکه  کړم   چي دنقد يا کرکتنې له مسالي سره اړه لري ـ 

په ۱۳۵۷ کال کې چې کله دعلومو اکاديمۍ نه په زور اوجبر لکه چې بې له اجازي مې(( غنم دانه يا   مڼه  ))خوړلي وي را بهر شوم .  نو بيا په اطاعاتو اوکلتور وزارت کې په کار بوخت شوم ـ هغه مهال مې په راديو افغانستان کې کله ناکله دکره کتني پروگرام هم ليکلو ـ ما يوه ورځ په يوه نوي چاپ شوي کتاب باندې( چې له نامه نه يې تيريږم اودمولوف يادونه هم نه کوم)  ځکه چې بيا وروسته زما معزز دوست اومشر سړې وو ـ يوڅه وليکل اودکره کتني په پروگرام کې خپاره شول ـ سهار په دفتر کې غلي اوديو عاصي اودوزخي انسان په توگه چې جنت مې پرې ايښي او  ځمکې ته راغلي وي، ناست وم ـ دکتاب مولف په قهر را ننووت اوپر مايي سترگې را وويستي ـ مړه ښه يې ورټلم دا ځکه چې يو خو نوى له پوهنځي فارغ وم ـ تنخواه اوپيسو ته مې هم اړه درلوده ؛ نو اړ وم  چې محافظه کار اوسم ـ  ما په اثر يو څه نيوکې کړې وې  ، اودنويو دوران ته رسيدلو روښانفکرانو په څير  په کره کتنه کې مې ښه پوره نقل قول بازي هم کړې وه ـ خو سړى ډير په قهر او وې رټلم ـ  لنډه داچې مايعني گناه کړې وه او  بايد دهغه په کتاب چې  دهغه په نظر ((بايبل)) ته ورته وو ـ انتقاد نه واى کړې ـ 

دا خبره مې د ځلاند صيب دکتاب په اړوند را ياده شوه چې دکره کتنې په باب يې کښلي دى ـ ما ددې له پاره دا خبره را پورته کړه  چې که زموږ په فرهنگ کې کره کتنه دود واېې نو په هغه ورځ  به يې زه نه رټلم . خو  اوس خبره  داده چې  دطاير ځلاند دکار اهميت  په څه کې دى ؟ 

موږ په يوه متحجره ټولنه کې ژوند کوو(افغاني ټولنه  البته زه بدمرغه  اوس له دې نعمته بې برخي يم )) ځمکه ډيره سخته ده ـ بزگر په قلبه سخت زور اچوي  ځمکه په يوه يا سپار په اسانۍ نه څيري کيږي ـ نو که له يوې خوا بزگر له مټو خلاصوي نو دغوايانو هم کولمي راباسي ـ فرهنگي چاپيريال هم داسې دى ـ ديو چا په اثر نقد کول اويا څه ويل هم ددوښمنۍ مانا لري  ددې علت دادى چې زموږ په پښتو ادب کې ډير لږ داسې تيوريک اثار را منځ ته شوې چې ځوان نسل دنقد په ارزښت وپوهيږي ـ يو مهال چې زه په کابل کې ووم نو موږ به دطلا درمس اثر لاس په لاس گرځولو ـ اويو ډول به مو  ښودلو ـ 

زما په نظر دطاير ځلاند داثر ارزښت اواهميت هم په دې کې دى چې دنقد اوکره کتنې لارې ښۍ  اوپه تدريج سره دداسى اثارو را منځ ته کيدل که څه هم يو څه ستونزې به لري خو دا کنگل ماتوي چې پنځوونکي اوخلاق ليکوال خپلو اثارو باندې غور وکړي اولږڅه په شونډه هم مچ پريږدي. ياني په نقد اوکره کتنه بړوس نه شي  او نه پر ټنډه نارنج وزبيښي  چې بيا  د دوښمني له پاره ټوپک ته لاس  کي ـ 

دنقديا کره کتني يوعمده ارزښت اواهميت په دې کې دى ـ  چې دجاري فرهنگي حالت په صيقل کولو او روښانولو اواصلاح کولو کې اغيزه لري که نقد نه وي نو په همدې حالت کې چې يوهمداسې به پاتې  وو ـ نو په دې اساس  زه دادب اوتجربې اثر با ارزښته زړورتيا بولم ـ ليکوال څيړونکي هڅه کړي چې ځينې نظرونه وننگوي اوهم دارنگه په ځينو نويو مسايلو رڼا واچوي ـ داراز  لوستونکي پام را اړوي چې که پنځونه کوي  نو په غور احتياط يې وکړي.. 

په دې اثر کې : تخليق اودتخيلي ځواک څرخک  ،لفظ اودفرد هنر  ،په ليک کې تخليق  الهام اوهمدارنگه په يوويشيتمه پيړى کې  داسطورې ادبي ارزښت ا ونور  مسايل څيړلي چې په دې لنډه ليکنه کې موږ په ټولو هغو  کتنه نه شو کولي يوازې  په تخليق اوشخصيت او په يو ويشتمه پيړۍ کې داسطورې ادبي ارزښت  باندې لنډه يادونه کووـ 

دمثال په توگه دتخليق اوشخصيت په مساله کې څيړونکي ديو پخواني کره کتونکي نظر ننگوي خو دي په دې هم ټينگار کوي وايي :  (( دنوي باور له مخې دغه چاره دتخليق کار په پنځونه کې دپرتو مشخصاتو پر اساس ترسره کيږي ـ))  

يا داچي : (( کله چې يو نقاد ددې دواړو په موندلو بريالي شي نو دتخليق کوونکي دتخليقي شخصيت موندل ورته کوم ستونزمن کار نه وي .)) 

يا داډين په خبره نيوکه چې واي : دکره کتونکي اډين هغه خبره ډيره يادول کيږي چې يو ځوان ترې دشاعر جوړيدو په اړه وپوښتل نو اډين ترې پوښتنه وکړه چې دشعر له پاره څه مفکوره لري ؟ ځوان دهو ځواب ورکړ اوزياته يې کړه چې غواړې يوه مهمه مفکوره شعر کړې نو اډين ځواب ورکړ چې ځوانه ته نه شي کولي شاعر شي ـ ))  ص  ۵۶

زما چې دهستونې په برخه کې دکارل گوستاويونگ نظريات ډير خوښيږي ـ دهغه دا خبره ماته په دې مورد کې دمفهوم  ښه مصداق دى چې وايي شاعري له عرفان سره سر خوري يا داچي شاعري يو عارفانه کار دې چې له اشراق او الهام سره تړاو لري ـ  سره له دې چې دشاعر او هستوونکي بيروني چاپيريال اغيز لري خو دشاعر اوهستوونکي باطني شخصيت اوخلاق فرديت هغه دستگاه ده چې پنځونه کوي ـ  خو يونگ له دې هم منکر نه دى چې ټولنيز حالات او تاريخي شرايط اومسايل ليکوال زيږوي. : 

کارل گوستايونگ په خپله يوه اثر کې دگويته مثال را وړي وايي : ۔ دا گويته نه دی  چې فاوست يې وزيږولو  ،بلکې فاوست دی چې گويته يې هست کړ ۔ نو فاوست څه دی؟ ايا  يوازې سمبول دی ؟هغه وايي چې  زما هدف يوه داسىى استعاري  کيسه نه ده   چى په بشپړه توگه  روښانه او زه يى  وښايم ۔بلکې ديوه  داسې شې په ډاگه کول   دي  چى پيژندل شوى نه بلکى په ژوره توگه  موجوديت لري .دلته خبره په دې کې ده چې داسې يو څه   چې دهر جرمن په روح کې ژوندي دي ،شته ، خو گويته دا  مرسته وكړه چې هغه بيا را  وزيږيږي ۔ کيدای شي موږ ته  دجرمني له ليکنو د((فاوست))  يا همدارنگه  (( زردشت داسې وويل(نيچه )  ؟))دواړو اثرونوکى داسى يو څه راڅرگند شي  چى په  جرمن روح کې انعکاس کوي ۔ يا داسې اصلي انڂور تر سترگو کوي لکه چې جاکوب بور کهارت يو وخت وويل چې:   دا (فاوست ) د  داکتر يا ښوونکي انسان  څيره ده ۔دادعاقل انسان  دزړبيلگې ېا ارکي تايپ تصوير دی ۔ چى  دفرهنگي سباوون يا دفرهنگ له پيله   راهيسې يې په غير فعال ډول  دانسان په تحت الشعور کې  د ناجي يا ژغورونکي په توگه ځای نيولی دی·

همدارنگه يونگ دفرويد په اړوند زياتوي :

فرويد فکر کولو چې نوموړي داسې يوه اساسي لاره اوپروسيجر پيدا کړی چې دهنرمند دشخصې تجاربوله لارې   دهنري کار پر تجربو باندې پوهه  ترلاسه کولی شي ۔ داسمه ده اوډير زيات امکانات  په دې لوري اواستقامت کې پراته هم  دي ۔ خو د ا مفکوره د پوهيدو وړه ده ،چې  کيداى شي  هنري کار دعصبي اخلال په څير بېرته  درواني ژوند غوټو ته ورستنيدنه وي چې موږ يې کامپلکس بولو  ۔  دادفرويد يو سترکشف وو چې باور يې درلود دعصبي نااراميو يو علت په رواني قلمرو کی دی چې له هيجاني حالاتو څخه  راټوکيږي اويا دماشومتوب له ذهني تجربو څخه راولاړيږي ۔   

دليکوال او څيړونکي هم په دې لړ کې ورته  اشاره کوي  : زما مقصد دتخليق کار باطني شخصيت هم نه دى . باطني شخصيت بيا هغه دى چې فنپاره کې موندل کيږي خو دغه شخصيت په حقيقت کې دناخود اگاه جوړښت په نتيجه کې را منځ ته کيږي ـ ))  ۵۷

دهستوونکي او تخليق تر منځ اړيکه جوړيږي اوهمدا هغه څه دي چې دواړه يو بل ته سره نږدي کړي دي ـ 

دليکوال په اثر کې زما له پاره بله مهمه مساله په يو ويشتمه پيړۍ کې داسطوري ادبي ارزښت دى ـ 

اسطوره تعريفوي  ددې خبري ارزښت په څه کې دي ؟؟

 داسم درک اوسم تماس دى . دنړۍ معاصر ادبياتو کې دا يو غوره تمايل اوليوالتيا ده ـ چې لرغوني اسطوري ته پام را اړوي ـ که لږ نور هم ځير شو گورو چې فرويد زياتره څيړني په اسطورو  وکړې اوهمدارنگه ديونگ په څيړنو کې چې دانتروپالوجيکو څيړنو  پر بنسټ ولاړي دې اسطورو اوارکيتايپونو ته زيات ارزښت ورکوي او دهغه دټولنيز لاشعور مفکوره له همدې ځايه سر چينه اخلي ـ په دې باره کې دڅو مثالونو يادونه په کار ده . معاصر امريکايي ليکوال : بورخس لرغونو اسطورو ته زيات ارزښت ورکوي اوددغه اسطورو په بنسټ داستاني ليکنې لري ـ گارسيا مارکز هم دسل کاله يوازيتوب اثر هم اسطوروي بنيادونه لري ـ  اوپه خپلو خاطراتو کې  دواړه ليکولان په دې اعتراف کوي  چې  د((زرکاله شپه)) يا ( Arabian night   )   اثر پر هغو اغيزه کړي ده . که ليرې لاړ نه شو   سلمان رشدي مشهور اثر (شيطاني ....)  کې دچمچا والا کرکتر يو اسطوروي کرکتر دى يا دشرم په ناول کې   هغه يوه داسې اسطوروي  کرکتر انځوروي چې يو ماشوم ددرې خويندو په غيږ کې را لوييږي خو مور يې مالومه نه ده چې کومه يوه ده ـ  اوبيا وروسته  دهيواد يا دهند دنيمي وچې پيښې  چې له شرمه ډکي معاصرې پيښې په همدغه چوکا ټ کې منعکسوي ـ   د جادويي رياليزم دسبک اومکتب زياتره ليکوالان دې مسالي  ته غوره توب اولومړيتوب ورکوي اوپه همدغه چوکات  کې خپل اثار پنځوې . 

په دې اساس موږ د طاير ځلاند صيب دا کار  د ارزښت اواهميته ډک بولو په دې هيله چې دنقد اوکره کتني په پوهاوي سره داسې فضا ايجاد شي  چې يو دبل په اثر اوتخليق بې دريغه په زړورتيا خو منطقي اوعلمي کره کتنه رواج کړو ـ

زه په دې اړوند ډېرې خبرې لرم خو دليکنې جاغور ؛ اودلوستونکي زغم ،وختونه اومهالونه ټول اوټول ددې اجازه نه راکوي چې نوره يې اوږده کړم ـ  زه دطاير ځلاند صيب برى غواړم چې په ښه لاره يې گامونه اخيستي دي ـ دهغه د نورو پخو اودرنو گامونو په هيله .

م ـ اـ کرگر

 
- محمداکبر کرګر
بېرته شاته