(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیژندپاڼو کې

[01.Nov.2017 - 17:51]

افغانیت او اسلامیت دپیړیو راایسي د ولس او ملت د سرخندنو په پایله کې دملي ارزښت بڼه خپله کړې، تر دې دمه رارسیدلي چې پدې کې ګوتې وهل د  هرچا واک او دنده نه ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند هر هغه پرېکړه ، چې دهیواد او هیوادوالو د ملي ارزښتونو پر ضد وي ردوي  او غندنه یې کوي او په ټولو هیوادوالو غږ کوي، چې پردیپال خپلو شومو موخو ته پرې نه ږدي او دافغانستان دولسمشر څخه غوښتنه کوي، چې  ژر ترژره دې دولسي جرګې دا غیر قانوني پریکړه لغوه او په پیژندپاڼو کې دې افغان او اسلام کلېمې ته ځای ورکړي.
درنښت

محمدشیرین ګردیوال، دګوند لومړی مرستیال

-
بېرته شاته