(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کبیرستوری رایاد شو

[28.Jul.2017 - 10:11]
ډاکتر کبیرستوری رایاد شو

لیک : علي خان محسود دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندمشر

ما ته ښه یاددي چې د سردار محمد داؤد خان دحکومت په وخت کې دډاکتر نجیب پلار اختر محمد کاکاپه پيښور کې افغان وکیل تجار (کمرشل اتاشي) اودداؤد خان اعتباري سړی ؤ.اختر محمد کاکا ډیر پوهه، هوښیاراودسوړ سوچ لرونکی انسان ؤ،مګر افغان کونسل جنرل شاه محمد دوست ،چې بیا وروسته د ببرک په وخت کې د بهرنیو(خارجه) چارو وزیر شوډیر چالاک او موقع شناس سړی ؤ

مونږ په 1974 عیسوي کال کې د خوشال خان بابا ورځ نمانځله  نو له دوۍ نه موغوښتنه وکړه چې افغان حکومت  دې د خوشال بابا د پوهنیز (علمي) سمینار لپاره پوهان (عالمان) او د موسیقۍ لپاره میرمن قمرګله او استاد ناشناس راولیږي. افغان حکومت سمدستي عمل کړی ؤ، د پوهانو او عالمانو یو لویه ډله (وفد) ئي پيښور ته راولیږله چې مشري ئې باختري صیب کوله او په هنر مندانو کې میرمن قمرګله،استاد زاخیل او سپین بادام ؤ، چې ددوۍ مشري  زما په خیال دخدای بخښلي سیلاب ساپي په غاړه وه.

په دغه وخت کې د پښتنو ضد (مهاجرواو پنجابي)پروفیسرانو  د انټلیجنس ادارو ته وویل  چې پې ایس ایف (پښتون سټوډنټس فیډریشن) پاکستان ورانوي او پيښور په کولتوري توګه د لاهور پر ځای د کابل سره تړي، چې دغه د پښتونستان دجوړیدو لپاره اول قدم دی.  په دې شپو ورځو کې په لاهور کې اسلامي کنفرانس روان ؤ، د افغانستان د ډلې (وفد) مشري ښاغلي عبدالرحمن پژواک کوله چې په کنفرانس کې ئي د پښتونستان ربړه  یاده کړي وه، نو بهټو ډیر زیات په قار(قهر) ؤچې د مصر ریس جمهور انور سادات ئي منځ کې شوی ؤ.

دغه کانفرانس  ته ښاغلی قدافي هم راغلی ؤ نو د پښتنو ضد پروفیسرانو (مهاجرو او پنجابیانو)  د بهټو حکومت ته دغه مشوره ورکړه چې د افغاني کولتوري برید (حملې) د مخنیوي بهترینه طریقه داده چې کرنیل قدافي پیښور پوهنتون (یونیوړسیټۍ) ته راوستی شي.مونږ په لومړی سرکې د قدافي د راتګ مخالفت وکړو، خو وروسته په دې راضي شولو چې قدافي به د افغانستان او سردار محمد داؤد خان په ضد هیڅ خبره نه کوي.

کله چې قدافي پیښور پوهنتون ته راغی نو په عربي کې ئي څه مات ګوډ تقریر وکړو،  دومره بې نظمي وه چې هیڅ حد ئې نه وو. قدافي لاړو مګر د قمرګلې اثرات پاخه پاتې شول.

د خوشال بابا د پوهنیز (علمي) سمینار او کولتوري ماښامي نه پس مونږ د پاکستان حکومت له خوا د پوهنتون (یونیورسټۍ) په حدودو کی یوقسم نظر بند او د څارنې لاندې شولو.

په دې منځ کې اجمل خټک صیب یو لیک د زبیدي بي بي په نوم راکړو (زبیده بي بي د میرمن نسیم ولي خان مشره خور وه)  او ویل ئی چې دغه لیک ډیر مهم دی دغه کار تاته سپارم  اوزه د لنډې مودې لپاره د چڅوبي(تیراه) په لاره خیبر ته کوز شوم او په پټه افغانستان ته لاړم .«پدې لاره خوشال بابا هم تللی ؤ».

د 1974 عیسوي کال د جون په میاشت کې مې د افغانستان د جمهور ریس سردار محمد داؤد خان سره لیده کاته (ملاقات) وکړو او بیرته واپس راغلم ،څو ورځي پټ وم بیا په 17 جولاي 1974 کال کې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شوم  په هغه وخت کې  زه د پیښور پوهنتون (یونیورسټۍ)  لاکالج ، د خیبر ستوډنټس یونین مشر (صدر) وم،زما دنیول کیدو (ګرفتارۍ) غټه وجه دغه وه چې ما د پيښور په چوک یادګار کې  په یوه غونډه کې د ډیورنډ لاین مخالفت کړی ؤ. افراسیاب خټک  هم د پاکستان د حکومت نه پټ (انډر ګراونډ) شوی ؤ، مګر د سي ائی ډي والو زمونږ ځایونه مالوم کړل او مونږ دواړه ئي ونیولواو د پیښور مرکزي جیل ته ئی ور دننه کړو. ورچانی یاني د باندي  پښتون سټودنټس فیډریشن  پي ایس ایف مظاهري کولې.

په کال 1975 د جولائي په میاشت کې خلاص شوم او په پټه بیا افغانستان ته لاړم. له افغانستان نه په 16 اپریل 1976 عیسوي کال کې  لومړی تاشکند ته بیا ماسکو ته لاړم او له ماسکو نه په اورګاډي کې مغربي برلین ته راغلم. زما د سفر لارښوونه ډاکتر شاه جهان چې نن سبا د پيښور پوهنتون (پشاور یونیورسټي) د ژورنالیزم ډیپارټمنټ مشر دی کوله.

په کال 1976 د مئ د میاشتي په لومړۍ نیټه مې رحیم ځدران، ارواښاد قدوس تندر،رحمت ربي زیرکیار، نظام، انور ظفري او ارواښاد کبیر جان لعل په فرانکفورت کې ولیدل «کبیر جان وروسته د لعل نه ستوری شو، لعل محمد خان یوسفزی ئي د والد صیب نوم ؤ».

په هغه وخت کې په لودیځ المان کې یوازي افغاني پوهیدوني(محصلین) ؤ او نور څوک نه ؤ. دا افغاني پوهیدونکي (محصلین) په څلورو ډلو ویشل شوي ؤ، د نورمحمد تره کي صیب ډله،د پرچمیانو ډله، دافغان ملت ډله او د ماویستانو ډله چې ماویستان تقریبأ په سلو کې 95 پارسي ژبي ؤ.

د تره کي صیب په ډله یانې خلق کې تقریبأ ټول پښتانه ؤ

د پرچمیانو په ډله کې په سلو کې د 15 نه تر 20 پوري پښتانه او تقریبآ په سلو کې 30 هغه نسلي پښتانه و چې کولتوري او ژبني پارسیوانان شوي ؤ. په پرچم کې زیاتره د غوړو کورنیو هلکان او جنکۍ وي.

د افغان ملت  ګوند لږ هلکان ؤ خو په خپلو کې سره وران ؤ، د پښتو متل دی چې وائي «د کونډې دوه غوایان و،یو غوجل ته ننوتو نه او هغه بل وتو نه»

او ډاکتر کبیر خان ستوری سوچه او نیغ پښتون ؤ.

کله چې د کوزي پښتونخوا پښتانه ډیریدل (سیواکیدل) نو په همغه اندازه د کبیر جان تله درنیدله.

په سیاسي لحاظ د کوزي خوا پښتانه د برې خوا پښتنو څخه مخکې ؤ، ځکه د برې خوا پښتنو محصلینو تیوري ګاني لوستې وې د اکتوبر انقلاب،لینن، طبقه او فیوډال نه به اخوا دیخوا کیدل نه او د کوزي خوا پښتنو  عملي (پرکټیکل) او ټاکټیکي  سیاست کړي او په سیاسي بحث کې پر دوئ برلاسې ؤ

د هغه وخت مطابق ځمونږ د غورځنګ  دورچانې سیاست (باندیني  یا خارجه سیاست) د شوروي اتحاد (سویټ یونین) د سیاست سره سمون خوړو نو مونږ به امریکه، مغرب او چین غندل ځکه چې برتانیه او امریکا ضد پښتون او د ډیورنډ کرښې په حق کې ؤ نو ځکه مونږ انټي امریکا وو،مګر په سیاسي لحاظ مونږ په ډیرګوندیزه پارلماني ډیموکراسۍ او په اقتصادي ډګر کې په ګډ اقتصاد باور درلود نو دغه منطق د برې خوا چپیانو لپاره ګران ؤ چې سر ئي پرې خلاص شي. زمونږ ټول بحث او مباحثي به د ورولۍ په فضا او د سړیتوب په چوکاټ کې وي.  دوۍ به ویل شوروي اتحاد ملي ګټو ته نه، بلکه  نظریاتي ګټو ته اهمیت ورکوي. مونږ به ورته ویل چې دغسې نه ده دروسیانو په خوله طبقه ده مګر په عمل کې خپلې ګټې لري، خو چې روسته روسیانو کومې لوبې وکړې دوۍ بیا هله پوهه شول.

بلخوا پرچمیانو دغه درک کړې وه چې د ښه کمونسټ نه زیات د روسیانو ایجنټ کیدل ډیر معتبر دي نو همدغه وجه وه چې روستو خلقیانو وهل وخوړل.

په 1976 عیسوي کال کې مونږ د المان د فرانکفورت په ښار کې د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ ملي غورځنګ جوړ کړ، چې دلري او بري پښتونخوا  د هر سوچ پښتانه پکې ؤ.

کله چې په کال 1978 د اپریل په میاشت کې د خلق ډیموکراټیک ګوند په قدرت راغی نو خلقیانواو پرچمي  په خپلو کې جنګ پیل کړ،او لدې وروسته خلقیان  د امین او تره کي  په ډلو وویشل شول او بالاخره ئي د تره کي له مننځه ویوړ او ورپسې روسیان راغلل.

د روسیانو د یرغل وروسته په 1981 عیسوي کال دفرورۍ په 27 مه نیټه  مود ډاکتر کبیر خان ستوري تر مشرۍ لاندې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جوړ کړ  چې لر او بر پښتانه پکې راټول او د ګوند غړي شول. مونږ ټولو په ګډه کبیر خان ستوری د ګوند مشر وټاکلو.

کبیر ستوری سوچه نظریاتي  او سیاسي پښتون. په سیاسي نظریه دده د ټینګ دریدلو دوه وجې کیدای شي ، چې یو خو دا دکونړ ؤ او برید (سرحد) ته نزدې ؤ نو د پښتون قوم تقسیم ته ډیر متوجه ؤ په نسبت د هغه پښتنو نه چې برید نه لرې میشته ؤ، او بله وجه دغه کیدای شي چې کبیر ستوری د ستر خان غازي میرزمان خان د لور له طرفه لمسی ؤ، غازي میرزمان خان د افغانستان د ازادۍ  په وخت کې ستر رول لوبولی ؤ او د غازي امان الله خان خاص او اعتباري ملګری او د افغانستان د ازادۍ د څلورمې جبهې قوماندان ؤ، کله چې د نادر خان کورنۍ ته واک ورکړل شو نو  د ستر خان میرزمان خان کورنۍ  او خپلوان ئی فراریان (شړونکې) کړل.

محمد شیرین ګردیوال  چې نن سبا زمونږ د ګوند لومړی مرستیال دی، هم اړخ بدل نه کړو او تر نن ورځې پوري خپل سیاسي نظرئی  او د پښتنو یووالي ته وفادار او صادق پاتې شو نو دغه وجه کیدی شي چې دی هم برید (سرحد) ته نزدې د ننګرهار ولایت د ګردي غوث  دی نو دی هم د پښتون قوم تقسیم ته ډیر متوجه ؤ.

کبیر ستوری د زړه نه پاک، خوۍ خصلت نه ډیر دروندؤ، هوښیارتوب به ئي هله در مالوم شو چې  دده کړه وړه به دې له نږدې نه وڅارل. دهوکه، چل ول او درواغو نه پاک ؤ. هیچا سره ئی بد نه کول،ډیر زیات زغم پکې ؤ. په لومړی نظر به ساده باده مالومیده، مګر دی د لڼد لید خاوند نه ؤ، بلکه د لرې لید خاوند ؤ. د بیلګې په توګه دده  په مشوره اونظریه مو د ګوند خپرونې ته د پښتونخوا نوم خوښ کړ او د پښتونخوا په نوم مو مجله پیل کړه،د کبیر ستوري له وفات نه رورسته د پښتونخوا سوبه (ولایت) په رښتیا ونومولی شوه چې دغه دده د لرې لید دلیل دی.

کله چې روسیانو په افغانستان یرغل وکړ نو د المان د بن په ښار کې لومړنۍ مظاهره مونږ وکړه او د روسیانو د وتلو غوښتنه مو وکړه، د جرمني د ایف ډې پې )(فري ډیموکریټیک پارټۍ) مشهور او وتلی سیاست مدار ښاغلی مولې مان  چې هغه وخت کې هغه ځوان ؤ هم زمونږ په مظاهره (درب) کې ګډ ؤ.

مونږ په دې باور ؤچې روسیان به پوځي نه بلکه اقتصادي ماتې ضرور خوري. پښتني/ افغاني جنګ هله ګرمیږي چې جنګ خلاص شي دا ځکه چې دوۍ خوش باوره او صادقان خلک دي، چې څوک ورته په خوله څه ووائي په هغې باور کوي او رشنیا ورته مالومویږي، او چې خبر شي چې په ویلو او کولو (عمل ) کې فرق دی نو بیا ئي نه پریږدي.

کله چې په کال 1838 کې پیرنګیانو زمونږ په هیواد یرغل وکړ نو ویل ئي چې مونږ نور غرض نه لرو اونور جنګ نه کوو صرف اوصرف د احمدشاه بابا د کورنۍ غصب شوی حق د محمدزو نه اخلو. خو څه وخت چې پښتانه/افغانان خبر شول چې انګریزان (پیرنګیان) نوري منصوبي لري نو په 1842 عیسوي کال کې د پیرنګیانو څه حال شو.

کله چې شورویانو په افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل ئي راوست نو روسیانو به هم دغه خبره کوله چې زمونږ نور غرض نه شته صرف د حفیظ الله امین د ظلم نه افغانان خلاصوو او خپل پوځونه بیرته وباسو. په حقیقت کې ببرک کارمل یرغمل ؤ او هغه د چا خبره د روسیانو له اجازې پرته تشناب (ټټۍ) وی سی ته تللی نه شو.

زه نن د کبیر ستوري په یاد په دې لیکنه کې په ډاګه وایم چې مونږ پدې پوره یقین او باور لرو چې د افغانستان ربړه صرف او صرف افغانان حل کولی شي. پښتون ملت په افغانستان کې ستر ډیره کی دی، تر څو پوري چي د پښتنو حقوق غصب او خوړل کیږي تر هغې پورې په افغانستان او سیمه کې  امن او ټیکاو (سټیبیلیټي) نه شي راتللی.

روسیانو کوښښ وکړ چې اقلیت په اکثریت سپور(سور) کړي بریالي نه شول. نن امریکایان هم په دغه لار روان دي دوۍ به هم ناکام وي، ځکه چې پښتون ولس د افغانستان بنسټ ایښودونکی ملت دی. د پښتون ملت په مټ د افغانستان عمارت ولاړ دی، او چې هر څوک دغه مټه لرې کول غواړي نو ټول تعمیر ړنګیږي.

مونږ پښتنو ته پکار دی چې ځان او جهان وپیژنو، ّ ځانونه منظم کړو، زده کړې (تعلیم)، کسب او سوداکرۍ (تجارت) ته مخه کړو، خپله ژبه کولتور، دود او دستور وژغورو، تر څو دداخلي دښمنانو نه خلاص شو.

په روستو پاتې هیوادونوکې ضروري نه ده چې غیر منظم اکثریت دی حکومت وکړي، اکثره اقلیت مګر منظم اقلیتونه حکومت کوي، دوۍ د خپل تعلیم پوهي او سوداګرۍ (تجارت) په زریعه او چل ول پوځي او سیول بیروکریسۍ باندې خیټه اچوي او دغه راز خپله ژبه او کولتور په غیر منظم اکثریت باندې سوروي، لکه په افغانستان کې غیر منظم اکثریت پښتانه د ورکوټي مګر منظم اقلیت تاجکانو نه په اور کې ولاړ دي. ژبه دده، ښه نوکري دده، او د خپلې پارسي ژبې د تعلیم په وسیله ئي پښتانه ذهني وینځلي دی.

همدغه حال په پاکستان کې ؤ چې په سلو کې 8 هندوستاني اردو ژبې مهاجرو په ټول پاکستان اردو ژبه منلي ده.

همدا حال په مالیزیا(ملایشیا) او سري لانکا کې هم ؤ مګر هلته اکثریت را ویښ شواو اقلیتونه ئی ددې ناجائزې شوکې نه وشړل.

نن سبا ژبه سیاست دی، نوکري ده اقتصاد دی، نو ځکه په افغانستان کې ضد پښتون پارسیوانان د پښتو ژبې دښمنان دي، دوۍ ته مالومه ده چې که پارسي دفتري ژبه او معتبره وي دوۍ هم معتبر دي او که پښتو ژبه دفتري او معتبره شوه نو پښتون چې اکثریت دی معتبر کیږي.

په حقیقت کې ضد پښتون پارسیوانان غواړي چې پښتانه بې علمه پاتې شي. پښتون به شپون وی چې غوا لنګه شي کوچ، پیروي او شیدې دوۍ خوری، پښتنو ته تروې هم نه ورکوي.

ضد پښتون پارسیوانان پښتانه په دې ډاروي چې افغانستان به مات شي دغه کار د حقیقت نه ډیر لرې دی ځکه چې افغانستان د چا نه خاوره نه ده قبضه کړی چې بیرته به واخلي، بلکه د افغانستان نه خاوره قبضه شوې ده.د افغانستان ماتیدل او ټوټه کیدل هیڅ امکان نه لري، او که چیري فرض کړو چې افغانستان مات شو نو په حقیقت کې به دوۍ په تاوان کې وي.

که پښتانه یو ځای شي نو یو د پیښور بودیجه (بجټ) د نني ټول افغانستا نه زیات دی، مونږ  حاصل خیزه ځمکې لرو،اوبه لرو، معدنیات لرو، کټواز کې تیل لرو، کوهاټ کې تیل او ګیس لرو، دبلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې ډیر معدنیات لرو او دغه راز  په بیلا بیلو برخو کې دځمکې لاندې ډيرې خزانې لري. د ازبک، هزاره او تاجک به په خپلو کې داسې جنګونه پیل کړي او بی چې دغه غیر منظم اکثریت پښتون منظم نه شي او د دوۍ مزې چرچې ورانې نه شي.

حق په سوال نه اخستل کیږي، لراوبر پښتانه باید ویښ  اومنظم شي خپل حق په زور واخلي تر څو دضد پښتون پارسیوانانو او پنجابیانو نه د تل لپاره ځانونه خلاص کړو او که داسې ونه شي نو پښتون به تل د مذهب په نوم غولیږي،دغه نور به مزې او چړچې کوي. د پښتو متل دی چې « چې څوک نن سپک شي، سبا بیا ورک شي». مونږ لر او بر پښتانه ددې پروسیس سره مخامخ یو

د پښتون ملت ځوان نسل چې د20 کلنۍ نه تر 40 کلنۍ په منځ کې دي باید بیدار شي د ژبني، اقتصادي، کولتوري او سیاسي واک لپاره منظمه او کوټلې مبارزه پیل کړي او دسیاسي مذهب او روحاني مذهب تر منځ فرق وکړي، زمونږ کمزوري هم دغه ده چې په سیاسي اسلام او روحاني اسلام کې فرق نه شو کولی.

زمونږ ګوند(د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند) ئي د پښتون ملت نوې نسل ته په ګوته کوي چې زمونږ نوې نسل د خپل کور یانې د لوې افغانستان واکمن شي. انګریزان وائی چې «نو یا نیور» خوشال خان بابا وائی چې « بله هیڅ لیدلی نه شي په دې منځ کې، یا مغل د منځه ورک یا پښتون خوار» د پښتنو لپاره بله لاره پاتې نه ده «لا به یو کیږو ګنې ورکیږو».

د ډاکتر کبیر ستوري د اروا په درنښت

علي خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

 بېرته شاته

-
بېرته شاته