(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپي ایس ‌‌‌‌‌‌ډي پي

[28.Jul.2017 - 10:01]

د لوي او بخښونکې څښتن په نامه
دپښتنوټولنیز ولسولیزګـوند د بنسټیزو موخو (هدفونو) لـنـډه  پیژند ګلـو
لا بــــــه یو کـیــږو    ګـنـي ورکـیـږو

ددې پروګرام  مقصد دادی،چې دپښتنوټولنیزولسولیزګوندPashtoon SocialDemocratic Party  (PSDP) غړي،مینه وال اوپلویان د ګونــد په موخو( اهدافو) پوهه  شي .  دابنسټيزي موخي(هدفونه) په تفصیل سره نه دي بیان  شوی،بلکه دهیواد او سیمی دروانو حالاتو د غوښتنو سره سم د ګوندد ځینو  موخو لنډیز دی.
که د پښتونخوا تاریخ ته ژور نظر واچوؤ، نو وبه وینو چې دپښتنوپه خاوره  په بیلابیلو وختونوکې دبیلابیلو تیري کوونکو په وړانــدي(مقابل کې) قامي ازادي بخښونکي غورځنګونه منځ ته راغلي دي .
 دانګریزي ښکیلاکي (غاصب) ځواک په وړاندي دپښتنو دستر مشرخان عبدالغفار خان (فخر افغان ) باچاخان په مشرۍ د پښتنود قامي ازادۍ د عدم تشدد(بی تاوه پاڅون)خدائي خدمتګارو غورځنګ  په 1929ع کال کې منځ ته راغی ،چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  دد ې  قامي غورځنګ یوه برخه د ه.
په بره پښتونخوادروسي پوځونو دیرغل وروسته ددې غورځنګ یو شمیر پلویانودیوداسي ګونددجوړیدوضرورت  ولید چې په بنسټي، ریښتینې (حقیقي) ولسولۍ،په پښتني عنعنه او ټولنیز عدالت ولاړ وي . 
د اوږدې تیارۍ،هڅو اویو بل سره داړیکو(تماسونو) وروسته د 1981ع کال  دجنورۍ په لومړۍ نیټه دپښتنودټولنیز ولسولیزګوند(PSDP)دجوړیدو پریکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندي یوې جرګه ګۍ ته چې مهم سړیتوبونه(شخصیتونه)ئي ښاغلی علیـخان محسود، ښاغلی لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ؤ، دا دنده ورپغاړه شوه چې د ګوند بنسټیزه (منشور) ولیکي .  د ګوند بنسټیزه د هیواد دننه او  بهردپښتنو دملي (قامي) ازادۍ بخښونکي غورځنګ د پلویانوله خواتائید او د1981کال د فبرورۍ د میاشتی په 27مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کې ومنل شوه اودګوندجوړیدل رسماٌ‌‌ اعلان شول.
 د ټولو پښتنو د یووالي اوخپلواکۍ ( ازادۍ) دګوند په توګه پکې دلرې اوبرېپښتونخوا پښتانه دارواښاد  ډاکترکبیر ستوري  تر مشرۍ لاندي په یوه ټغر راټول شول او په ګوندکې دپښتنویووالي په عمل کې پلي شو.
دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen(PSDP)  چې دپښتنو رسالت  ورپغاړه دی  د ټولو پښتنو ګډ کور اوشریک ملي (قامي)سنګردی چې،دپښتنود قامي شعور اواحساس د رابیدارولو ،د ولسولۍ  په  چوکاټ کې دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قاميوحدت   لپاره  بېله ستومانتیا اوستړتیا، دپښتني دود، دستور،عنعني اود پښتونولۍ  د ارونو(اصولو)سره سم مبارزه اوهلي ځلي کوی چې دخپل بنسټ رایسي  په دې لاره کې دډیرو تودو،سړو،ربړو،ستونزو،کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده . دغه راز دهیواد دننه اوبهر ځیني کولتوري ټولنې سیاسي او غیرسیاسي خوځښتونه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیداوار(تولید) او ثمره هم ده .
پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوند(PSDP) په دې پوره یقین اوباور لري چې ترڅوپوري پښتنوخپل قامي پیژند (تشخص) نه  وي  پیداکړی، تر هغې  پورې  د دوئ     ټولنیزي  (اجتماعي)ربړي ( مسئلي)نه شي حل کیدلی او هیڅ یو پښتون دپت،عزت ، درناوياو  سرلوړۍ مقام موندلی  نه شي .
بنسټيز(بنیادي) ارزښتونه :
1ـ  پښتونولي، ټولنولي،اوولسولي دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP) تاداو او بنسټ جوړوي .
2ـ دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP)رسمي ژبه پښتو ده .
3ـ  د ډیموکراتیکو نړیوالو نورمونو سره سم به د هیواد دستر ډیره کې ولس ژبه دهیواد رسمي (سرکاري) ، ملي ،دفتري (دوتري)اود منځنیو او لوړو زده کړو  ژبه وي .
4ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دهیواد دمیشتو لږه کیو ورونو قومونود مورنیو  ژبو د پرمختګ لپاره لازم  ګامونه اخلي.
5ـ پښتانه په سيمه کې يوسوله خوښوونکې پر امنه سترځواک دى، سيمي ته ثبات (ټیکاو)او امنيت بخښي،پرته دپښتنودقامي وحدت، سوکالۍاوارامۍ څخه په سیمه کې امن اوسوکالې نه شي راتلاى، نودامن ،سولي او ثبات دراوستلوپه خاطردپښتنوټولنیز ولسولیز  ګوند (PSDP)دسوله ایزې مبارزې (پر امن جدوجهد) له لاري  دپښتنودقامي یووالي (وحدت) اونزدیوالي لپاره مبارزه او هلي ځلي کوی او د پښتنو قامي وحدت ئې د بي تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لاري ستره دنده،بنسټيزمرام،موخه او غوښتنه   ده .
6ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د  باچاخان د پښتنودقامي ازادۍ د عدم تشدد دخدائي خدمتګارو د غورځنګ  په نتیجه کې د نورو منځ ته راغلو قامي ګوندونو،غورځنګونو،سیاسي او غیر سیاسي ډلو، ټپلو او ټولنو سره نظریاتي یووالی اونژدې اړیکي لري اوددوۍ  له غږسره ئېتل خپل غږ مل کړی دی
7ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپلوټولوملي (قامي)،سیاسي او ولسي مشرانو سرښندنې ،مبارزي(جدوحهد)او قربانیو ته پوره ارزښت  ورکوي او ټولو ته یوشان درناوی لري.
8ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د نوامبر دولسمه نېټه د پښتنو د يووالي د ورځي په نامه نومولي او  له ۱۹۹۳ع کال د نوامبر د دولسمې نیټې رایسې د پښتنو د یوالي ورځ هر کال په بیلابیلو بڼو کې لمانځي.
9-  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپل سپیڅلي (مقدس) دین اسلام دپرمختګ او ټینګښت لپاره هلي ځلي کوياودنورودیني عقیدو او ازادۍ ته په درنه سترګه ګوري، دهغوۍ د دیني حقوقو دخوندي ساتلو اودهغوۍ سره د وړ چال چلن پلوی کوي .
10ـ   ژوند دلوي خدای ج له لوری په خپل مخلوق لورینه ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د انسانانو ژوند، انساني کرامت او درناويته تر هر څه زیات ارزښت ورکوياو غواړي چې هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال ( نفسي/ روحي) ونه ځورول شي  اود ژوندپه ټولوچارو کې  مساوي حق ولري.
11ـازادي دانسان پیدایښتي،طبعي اوفطري حق دی.  دفکر،نظر،وینا،لیکنو،سوله اېزولاریونونو (مظاهرو)،جلسواواعتصاب (اړتال/Strike)ازادي پرته له رنګ،نسل،ښځې اونردامتیازڅخه دپښتنوټولنیز ولسولیزګوند (PSDP) غوښتنه ده.
12ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د یوې داسې ټولني د جوړولو هڅه کوي چې هر څوک پکې په ازادانه توګه خپل سړیتوب (شخصیت) ته وده ورکوي او د انسانانو په  چوپړ(خدمت )کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري( ثقافتي) ژوند او چارو  کې برخه اخلي .
13ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)هر ډول امیرولي ( ډیکتاتوري) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي . د ولسولۍ(ډیموکراسۍ/جمهوریت) دټینګښت  لپاره دداسي یوعادلانه حکومت جوړول غواړي،چې دټولومیشتو ورونوقومونوحقوق پکې ددوئ دشمیر (نفوس)په اندازه خوندي شوي وي
14ـ دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دسوسيال ډيموکراتانو، ټولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو،ټپلواو ټولنو سره په ګډو موخو(هدفونو) اوګډو ټکو په بیلابیلو برخو کې په بیلابیلو بڼود ګډ کار لپاره هڅه کوي.
 15ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)په نړیواله ټولنه کې د هیواد لپاره د وړځای د ټاکنې ، د نړۍد امن دوسته قوتونو، او دګاونډيو هیوادونو سره دمتقابل احترام،ښه ګاونډیتوب او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ  په اقتصادي،سیاسي،کولتوري او دژوند په نورو برخو کې د نژدي  ملګرتیااو ښو اړیکو هڅه کوي.
 16ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)په نړیوال اقتصادي بازار کې د نړۍ اوسیمي ( منطقي) له هغه قامونو سره چې زمونږ هیواد ورسره ګډي ګټي لری  دسیمه ایز(منطقوي) اقتصادي اتحاد په بیلابیلو بڼود ګډ کار لپاره لاري چاري برابروي .
17ـ ژبه دقامي پیژند(تشخص) نښه اوپه انساني ژوندکې مهم رول لوبويدپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)دخپلې ژبي، کولتور(ثقافت/تهذیب) ، هنر او ادب  وده پیاوړتیااوپرمختګ خپله بنسټيزه دنده (وظیفه) ګڼي  او په دې لاره کې نه ستومانه کیدونکي هر اړخیزې هلي ځلي کو ي.  
18ـ  دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)  غواړی چی ددولت (سټیټ)درېواړه قوې  ( قانون جوړونکې،اجرائیه اوعدلیه) دپښتونولۍ پر بنسټ ولاړي وي او د پښتنود جرګوپریکړي رسمي خوي پیداکړي.
19ـ پوهنه،زده کړه،ښوونه او روزنه دهیواددهر اوسیدونکی بنسټي  (بنیادي) حق دی .
20ـ دلسم (10) ټولګي پوري زده کړه دهیواد په ټولو وګړوجبري ده اودلوړو زده کړو تر بشپړیدوپوری به ئي  چاری او لګښت دحکومت(دولت/سټیټ )  په غاړه وی.
21ـ  پوهنه با ید چې هر چا ته ددې امکان ورکړي چې خپل استعداداو پوهي  ته پرته له کوم خنډ څخه وده ورکړي اودټولني داړتیااودخپل ‌ذوق،استعداد،قابلیت سره سم په خپله خوښه خپل مسلک،کسب،شغل، څانګه اود لوړو زده کړو ډول او بڼه  وټاکي.
 22ـ  په پوهنه کې ډیره پاملرنه مسلکي ښوونځیو او زده کړې ته پکار ده ځکه چې د یوې خوا د مسلکي زده کړې په واسطه وطن ابادیدلی شي او د بلې خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شي .
 23ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د هیواد د سمسورتیا،د ولس او ټولنې د ښه پرمختګ، لوړتیا،وړتیا، نیکمرغۍ او هوسایني  په خاطر ځوان کول (نسل)  لپاره چې د هیواد د هر اړخیز پرمختګ او راتلونکې غوره اوغښتلی ځواک دی ،د سالمي،روزنېاو ښونيلپاره ډاډمن شرایط  او د نړۍ د نوي پرمختللي ټیکنالوجۍ څخه په ګټه  اخستنه لازمي اسانتیاوي برابروي .
24  ـ  دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)به دهیوادپه ګوټ ګوټ کې دپوهنیزو (علمي)،څیړنیزو،مالوماتي مرکزونو،کتابتونونو،لومړنيو، منځنيو،عالي،مسلکي(کسبي)،تخنیکي ښوونځیو،علمي موسئسو، اوانستیتونونود جوړولو او پراختیا لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
25ـ پوهنیزي (علمي) څیړني به دولت (سټیټ )غښتلې کوي او نتیجي به ئې دولس (عوامو)په چوپړ(خدمت) او د ټولنې په وده کې پکار راولي.
26ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د بېسوادۍ د منځه وړلو اود هیواد په بیرته پاتي او جنګ ځپلو سیمو کې دیوځانګړي پروګرام او پلان لاندي دپرمختللې ساینس او ټیکنالوژۍ نه په ګټه اخستنه  دښوونیزو، روزنیزومرګزونو، ښونځیو او پوهنتونونو جوړول خپله دنده ګڼي
27ـدپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)دښځوزده کړې ته ځانګړې پاملرنه کوي،تر څود هیواد په ابادۍ او دژوند په هره برخه کې فعاله ونډه واخلي.
28ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دصنایعو د پراختیا، د تولیداو پیداوار د ودې اودخلکودژوندد سطحي (کچې) دلوړتیااوښه والي  لپاره اغیزمن پروګرامونه جوړوي .
29ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)کورني او نړیوال پانګه وال(سرمایه دار)اوسوداګر دې ته  هڅوي چې په هیواد کې پانګوونه وکړي ، حکومت ( دولت / سټیټ )به ددوئ د پانګو د ساتلو ضمانت و رکوي.
30ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به پیداوار ،تولیدي وسایل،  اقتصاد او خصوصي ملکېت  داسيتقویه کويچې د یوېخواد کار ځایونه پیدا شياودبلېخوا هیواد  صنعتي وګرځي، صنعت به په ټول هیوادکې خوراو ور وياو مرکزي بڼه به نه لري .
31ـ دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)دهیوادمليشتمنیو،عامهاوولسي ملکېت لکه غرونو،ځنګلونواوپه ځنګلونوکېدحیواناتو،دښتو،دځمکيلاندي طبعي زیرمو،کانونو(معدنیاتو)اولرغونو(پخوانیو)تاریخياثاروڅیړنه،پلټنه،ژغورنه،ساتنه اوڅارنه کوي.
32ـدپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)به دمليشتمنیوپراختیا،خوندیوالې ،ښه والې اودسم اومناسب استعمال اوددې څخه دفني اوسمې  ګټي(استفادی) اخستنې لپاره لازمي لاريچاريلټوي       .                            
33  ـ   کار د هیواد دهر اوسیدونکې حق دی . دولت (سټیټ )به دکار د پیدا کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي. جبري کار او په ماشومانو کار منع دی او هغه چا ته چې کار نه پیدا کېږي او یا دکار کولووس  اوتوان نه لري  ددولت (سټیټ) له خوابه دومره مرسته ورسره کېږي چې ګوزاره پـــرې وکړي .
34 ـ  دولت (سټیټ )به له بېوزلهاو زړو کسانو،بېسرپرسته میرمنو، یتیمانو اوبېکوره وګړو سره   لازمه  مرسته کوي .
35 ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دټولنیز امن او د ژوندانه د هرډول شرائطودښه کولو،دهیوادوالودلومړنیوبنسټیزواړتیاوودپوره کولو او د غربت د کمولو او ختمولو لپاره خپلېټولېوسیلېپه کار اچوي .
36ـ   زمونږ د ولس  ډیره کئ  برخه د کرکېلي ،څارویواو مالدارۍ څخه ژوندکوي. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)زراعت، مالدارۍ او دکرنې  ودې اوپرمختیا ته ځانګړی  پاملرنه کوی،کرنې او مالدارۍ ته د ودې ورکولوپه خاطر به بزګرانو،دهقانانواومالدارانوته دپرمخ تللېزراعتي ټیکنالوژۍ ته دلاس رسي،  داصلاح شویو تخمونو  او نورواړینو(ضروري) مرستو لپاره لازمي اسانتیاوي برابروي . 
37ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دکوچیانودښوونې او روزنې او د ژوند د هراړخیزوشرایطو د ښه کولو او لازمو ځایونو کې د میشته کېدولپاره اغیزمن  ګامونه اخلي.
38ـ بریښنا( برق /بجلئ) دهیواد د پرمختیا د لومړنیو ضروریاتو څخه ده، دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به د هیواد په ټولو سیندونو د ځانګړیو پروګرامونو  او پروژو له لاری دبریښنا ( برق /بجلئ) بندونه ( ډیمونه) جوړوي، چې له یوې خوا هیوادوالو ته   بریښنا (برق/بجلې) ورسیږي، او له بلې خوا کارخانې فعالي او د کار ځایونه پیدا شي.
 39ـ دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP) به درودونو،ویالو، نیرونو،ژوروڅاګانو(ټیوب ویلونو) او کاریزونو دجوړوني لپاره لازمي لاري چاري برابروي، ترڅودهیواد ډاګونه ،للمي  اوټولي شاړی ځمکي خړوبي،سمسوری  او زرغوني شي،د هیواد پیداوار(تولید) به زیات  او ولس به په خپلو خپو دریدلایشي.                              
40ـ پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)دخپل ولس روغتیا(صحت) اودچاپیریال پاک ساتنې ته ترهرڅه دمخه کلکه پاملرنه کوي . دچاپیریال، دڅښاک داوبو،دویالو،رودونو،سیندونو،پارکونو،باغونو پاک ساتلو اودناروغیو دمخ نیوي  او وړیا درملني (علاج) لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
41ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به د غټو ښارونو سربیره په ټولو ولسوالیو  (ضلعو)، کلیو او بانډو کې روغتونونه (هسپتالونه)، رغونځي (کلینیکونه) او روغتیائي مرکزونه جوړوي  او د روغتیا بیمي   (Health Insurance System)سیستم به رواجوي .
42ـ کورنۍدټولني بنسټ جوړوي. دپښتنوټولنیزولسولیز ګوند(PSDP) دموراوماشوم روغتیا(صحت)،روغي(سالمي)روزني اوپالني ته ځانګړې  او ژوره پاملرنه کوي.
43ـرسنۍ(میډیا)،ورځپاڼي،خپرونی،مطبوعات،راډیو،تلویزون،تیاتر (ډرامه)،ډله اېزي،بریښناېزي اولیکلي رسنۍ،پریس او فلمونه به دټولني ددود،دستور،رسم او رواج سره سم  خپلي چاري پر مخ بیائي اودولسولۍ(ډیموکراسۍ)داصولوسره سم به دهیوادپه ملي  ژبه وي. دلږه کېو  قومونو په مورنیو ژبو به هم خپروني کېږي

 44ـ مخابرات (مواصلات/کمیونیکیشن)بې سیماونړیوال جال (انټرنټ) د هیوادد هراړخیزي پرمختیا لپاره اړین (ضروري) دی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به نړیواله  پرمختللي ټیکنالوژۍ (کمیونیکیشن او انټرنټ) د هیوادګوټ،ګوټ ته رسوي .
45ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP)دجګړې له امله دپښتنودویجاړ شووسیمو او ځایونوبیارغونېته لومړیتوب ورکوي.
46ـدپښتنو ټاټوبي دتاریخ په اوږدوکې دبیلابیلوتیريکوونکو دجنګ ډګر ګرځیدلی دی چې تر ټولو زیات  ئي قبائیلي سیمي زیانمني کړي دي. د همدې غمیزواوناورینونو له امله قبائیل د اقتصادي ،پوهنیزو(علمي)، کولتوري ،سیاسي، ټولنیزو، اودژوند د پرمختیا دډیرو اړینوبرخو څخه بي برخي او روسته پاتې شوي دي. دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به د قبائیلو دپرمختیا(ترقۍ)لپاره کوټلي پروګرامونه او پلانونه جوړوي،ددوۍ د هر اړخیزېپرمختیا لپاره  به خپلي ټولي وسیلي په کار اچوي.
47ـدپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)دمسلکي ښوونکو، پروفیسرانواو متخصیصینو روزنه  چې دپښتون قوم د بیدارۍ لپاره ډیره ضروری ده خپله دنده(وظیفه)ګڼي.   
48ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دهیواد د ابادۍ ، د ښارونو او دکلیو دپراختیا لپاره د لویو لارو، سرکونو،د ریل ګاډی د پټلۍ ،کوڅو، کورونو،پلونواو د ویالواو د ویالود بندونوجوړولو لپاره کوټلې عمليګامونه  اخلي د کورجوړونې په وخت کېئې روغتیائي اړخونه،د څښاک پاکې اوبه او دغه راز کانالونه (کانالیزیشن)، پارکونه ،وړکتونونه، دبدني  روزني لوبغالي او باغونه په نظر کې نیسي.              
49ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د ملګروملتونود موسئسې( اقوام متحده ) د منشور او دانساني حقوقو د اعلامیي او د ټولو اولسونو د خود ارادیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملاتړکوي، زبیښاک (استعمار) او ښکیلاک (استسمار) په کلکه  غندي .
50ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپلو  ملي ګټودفاع ، د ولس  ساتني  او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
51ـ  د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا،ملي واکمنۍ،خپلواکۍ(ازادۍ)، دفاع او ساتنه دهیواد دهر وګړي دنده او دوسله وال پوځ    زمه واريده ،ملي او محلي (ځائی/سیمه ایز/Local)  پولیس (څارندوي)  دهیوادد امن ،عامه نظم او د ولس دچوپړ(خدمت)دنده او زمه واري په غاړه لري.
52ـ قاضیان،څارنوالان،دامنیتي ځواکونو،دڅارندویانو (پولیسو)  اود وسله وال پوځ  چارواکې (افسران) چې تر څو په خپله دنده  بوخت وي په سیاست کې  به برخه نه اخلي.
53ـ وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملي جرګي (قامي اسمبلۍ) د کنترول او د حکومت (دولت /سټیټ)  د لاس لاندېوي .
54ـ دهیوادسټیټ/دولتبه ډیموکراټیک(جمهوری/ولسولیز)وي،عدالت ( انصاف) اود قانون  برلاسی به پلې وي.     ستره مـحکـمـه  به دحکومت څخه جدااو خپلواکه وي .
55ـ   عدليه ،اوستره محکمه به بې له رنګ، نسل،ژبې،او قوم څخه د  ټولو هیواد والو سره یو شان انصاف کوي
56ـددولت (سټیټ) واک به دولس په لاس کې ويچې په سیده(مستقیم) ډول ئې پخپله او یا دخپلو استازو له لاري پلی (عملي) کوي.  دولت به یوه ولسي جرګه (قومي اسمبلۍ ) او بله د مشرانو جرګه (سینټ/سنا ) لري اودجغرافیائې او اداري اسانتیاووله مخي به په ولایتونو (سوبو) لویو ولسوالیو (ضلعو) او ولسوالیو (تحصیلونو) ویشل شويوي .  هر  ولایت (سوبه) به ولایتي جرګه (سوبائی اسمبلۍ) لري .  لوي ولسوالۍ (ضلعي) او ولسوالۍ(تحصیلونه) به هم خپلې خپلې جرګي لري،چې داجرګي به د هیواد د نفوس په انډول دولسولۍ( ډیموکراسۍ)   په چوکاټ  کې دډیرو ګوندونوله لاري دازادواو سیده  ټاکنو (انتخاباتو) په واسطه ټاکل کېږي.
57ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به په پښتنو کې له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چې د ډیرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئې نیولي وه، او په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو سیاسي او مذهبي جنګي ډلواوحکومتونو له خوا زیانمن شوي، بیرته فعال او تقویه کوي .
58ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دپښتنو په لوې  ټاټوبي کې پرته  له پاسپورته ، بې له تپوسه د ټولو پښتنو په ازاد تګ راتګ او ازاده سوداګرۍ (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هرځای کې داوسیدودحق لپاره مبارزه کوي .                         .            
59ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)په هیواد کې  د پښتون وژنې ، ولس وژنې  او ورور وژنې او ددې ناورین ( غمیزې) څخه د خلاصون په خاطرد لرې او برې پښتونخوانه د پښتونولۍ د ارزښتونو پر بنسټ  یوه واکمنه (باصلاحیته) قومي ریښتیني دودیزه جرګه  چې  په حقیقت کې د پښتون قوم  استازیتوب  (نماینده ګي)  وکړي  رابلي،  ترڅو  د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لارې چارې ولټوي او روان ناورین او جـــګړي ته دسیمه ایزو او نړیوالو سوله خوښوونکو(امن دوسته) او انسان دوسته   قوتونو په ملاتړ دپای ټکی کېږدي.
November  2012
********
ای دمــــــرغۍ غښتلیو راشۍ
          په ننګ ولاړ د پښتونخواشۍ
په کلې کور باندې مغل راغی   
      هــــم په غزني هم په کابل راغی
(هوتک بابا)

-------------------------
نوره واړه پښتونخواپه ځائي پرته ده
 دایو زه دې زمـانـې پکې  منصورکړم   
     (خوشال بابا)                      

درست پښتون له کـندهاره تر اټکه                              
  سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار          
       (خوشال بابا)      
                               
   ------------------------------          
لكه شعر دى د دۀ په پښتونخواكې                                                          
بل به كم وي په دا وخت د افغان شـعر
 (رحمن بابا) 
              
     ---------------------------                    

     دډیـلي تخت  هیرومه  چې رایاد  کـــړم                                                                     
                                           زما د ښکلې پښتونخواد غرو سرونه
(احمدشاه بابا)

  زماباوردی چې داتالاوالاپښتون به ارومروخپل قامي وحدت ګټي،ددغه وحدت شکل به څه جوړیږي، دافیصله به وخت کوی.
( محمدافضل خان لالا)

-
بېرته شاته