(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمندوخیل په مړینه

[01.Jun.2017 - 11:05]

دقامپرست سیاستوال  عبدالرحیم مندوخیل په مړینه دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند خواخوږي

د قامي دغورځنګ او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مخکښ د پښتو ژبې او کولتور په چوپړ (خدمت) نه ستړی کیدونکی چارند (فعال) عبدالرحیم مندوخیل  د روان  ۲۰۱۷ ع کال د مۍ د میاشتې په شلمه نېټه د خالي (شنبې)  په ورځ په سهیلي پښتونخوا کې د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره  سترګي پټې کړې .

انا لله و انا الیه راجعون

 

قامي مبارز ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل  دپښتنو دحقوقو ددفاع ، دپښتنو دسوکالۍ ، ابادۍ او دیووالي لپاره دخپل ژوند ‌ډېره برخه وقف کړې وه.دپښتو، پښتونولۍ  سره یې بې کچه مینه لرله او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره یې نزدې اړیکي لرلې

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل میړنه  ولس او هیواد ته نه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، سیاسي او ادبي ملګرو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار  د جنت فردوس غوښتنه کوی.

جنتونه دې په برخه شي

 
-
بېرته شاته