(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لارډ میکالي

[16.Mar.2024 - 11:38]

لارډ میکالي :Thomas Babington Macaulay

لیک:ډاکتر لطیف یاد

دلاړډ میکالي له نامه  سره ډېرهغه کسان آشنا دي چې په هند اوپاکستان کې اوسي.ملا صاحب بجلیګر   دې خداي وبښي اوهر هډ دې خداي په جنت کړي هره ورځ به یې پخپلومو عظو کې دلطیفو په  بڼه داخبره کوله چې دپاکستان قانون اوعدالتي سیسټم  دلارډ میکالي لخوا دجوړشوي قانون پر بنسټ فیصلې کوياوس به راشو او وبه ګورو چې دا لارډ میکالي څوک و ؟

 

ټوماس بابېنګټون میکالي Thomas Babington Macaulay ،  د ۱۸۰۰ کال د اکتوبر په ۲۵ دانګلستان د لېسترشایر(Leicestershire )  په روتلي معبد کې زېږېدلی او د زاخاري میکالي زوی و، پلار یې یو   سکاټلنډی  او د تورپوستو د مرییتوب د له منځه وړلو پلوی و، مور یې سیلینا مېلس نومېدله .. د هغه مور او پلار پخپل لومړني ماشوم د میکالي  د تره ټوماس بابېنګټون نوم کېښود چې د لسترشایر سیاستوال او یوځمکه وال و.

ځوان میکالي د یو هوښیار او ځیرک ماشوم په توګه د نورو خلکو  پام ځانته ور واړوه،نوموړی یو بریتانوي تاريخ لیکونکی او وېګ (د یو پخواني بریتانوي سیاسي ګوند نوم) سیاستوال و. هغه دهند په نېمه وچه  کې د لویديزسبک د زده‌کړو سیستم د معرفي کوونکي  او قانون جوړوونکي  په توګه پېژندل کېږي. میکالي  د يو ه لېکوال  او کره‌کتونکي په توګه د معاصرو ټولنیزو، سیاسي او تاریخي موضوعاتو په اړه ډیرې  ليکنې وکړې

میکالي د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۱ کلونو تر منځ د انګلستان  د دفاع  وزیر و. هغه د هند په ښوونیز نصاب کې د انګلیسي ژبې او لویدیزو  طرحو په معرفي کولو  اوپېزندنې کې  د پام‌وړ رول ولوباوه او د «میکا لی  د شېبو» په نوم کتاب  یې  په ۱۸۳۵ زیږدیر  کال کې خپور کړ. هغه په هند کې   د رسمي ژبې په توګه انګریزي ژبه د فارسي  ژبې ځای ناستې کړه او د ښوونکي په توګه يې په ټولو ښوونځيو کې دهندیانو د ښوونې لپاره له انګریزی ژبې څخه د ښوونې د وسیلې په توګه ملاتړ او چوپړ  وکړ. دا چاره په هند کې دلرغونو او دودیزو ساینسي او حرفه‌یی زده‌کړو د زوال لامل شوه

 

میکا لي  د خپلې سیاسي او علمي دندې په بهیر کې په پرلپسې ډول د لويديځ کلتور پر غوره‌والي ټینګار کاوه. میکا لي  په هند کې د زده‌کړو په اړه په ۱۸۳۵ زیږدیز کال کې په خپل راپور کې ولیکل: «د اروپا د ښه کتابتون یوازې یوه کوچنۍ المارۍ د هند او عربو  پر  ټولو لرغونو ادبیاتو ارزښت لري

میکالي په ځانګړي ډول د لېبرال د ازادیو په پرتله د پرمختګ نظریې ته لېوالتیا لرله. هغه له رادیکالیزم سره مخالفت وکړ او په ورته حال کې يې د اروپایانو تاريخ او کلتور اېډیال کړ.  

 

میکالي  په هېرفورډ شایر کې په یوه خصوصي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او ورپسې يې د کمبرېج په  ترينيتي کالج کې خپلو  زده‌کړو ته دوام ورکړ. میکالي  هغه مهال چې په کمبرېج کې و بېلابېل شعرونه ولیکل او بېلابېلې جایزې يې ترلاسه کړې چې له هغو نه   د ۱۸۲۱ زیږدیز کال په جون کې د کمبرېج پوهنتون د سرو زرو مډال یادولی شو چې ده ته یې ورډالۍ کړ.  

 

میکالي په ۱۸۲۵ کال کې د اېډېنبورګ رېویو په مجله کې د مېلټون په اړه يوه نامتو مقاله خپره کړه. هغه د حقوقو په برخه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۸۲۶ کال کې د وکالت د وړتیا غونډو ته وروبلل شو. خو ډېر زر يې سیاسي دندې ته لېوالتیا ومونده. میکالي په ۱۸۲۷  زیږدیز کال کې په اېدنبرګ رېویو مجله کې د مرییتوب/غلامۍ خلاف یوه مقاله خپره کړه، چې د هندیانو د غلامۍ لپاره د پارلماني کمېشنر ډګروال ټوماس موډي نايټ له خوا د رامنځته شویو افریقايي کاريګرانو تحلیل يې  پکې کړی و. د میکالي پلار زاخاري  میکالي هم د غلامۍ ضد خبریال په توګه د ټوماس مودي فلسفه په یو لړ لیکنو کې غندلې وه

 

میکالي هغه څوک و  چې هېڅکله يې نه واده وکړ او نه یې هم کوم ماشوم درلود اوپه هغه وخت کې  داسې اوازې اوګونګوسې روانې وې  وې  چې دي  بریوې نجلۍ چې نوم یې   ( ماریا کېنرد) و مین و هغه د ریچارد شارپ د سکالو شتمنه مسؤوله وه. د مکیالي  تر ټولو پیاوړې عاطفي او احساسي اړيکې يې له خپلو کشرانو خویندو هنه  او مارګرېټ سره وې

 

میکالي  د خپل ژوند په بهیر کې له لویديزو کلاسیکو ادبیاتو سره دېره مینه    لرله او د لرغوني یونان له ادبیاتو څخه يې په خپله پوهه ویاړ کاوه. هغه مهال چې دی په هند کې و د لرغوني روم او یونان هر اثر ته يې چې لاس رسی وموند مطالعه یې کړ. هغه په خپلو لیکونو کې یادونه کوي چې په ۱۸۵۱ زیږدیز کال کې يې  کله یې چې د رخصتۍ پر مهال داېنېډ په نامه  (په لاتیني ژبه لیکل شوی حماسي شعر   ) لوسته  د وېرجېل د شاعرۍ پر ښکلا يې اوښکې روانې شوې. هغه همدارنګه جرمني، هالینډي او اسپانوي ژبې له ځان سره زده کړې او له فرانسوي ژبې سره یې هم آشنا درلودله

 

په ۱۸۳۰ زیږذیز کال کې (مارکېس لېنزداون )میکا لي  ته بلنه ورکړه چې د کالن سیمې له پاکېټ بروف ټاکنیزې حوزې څخه د پارلمان غړی شي. میکالي  د پارلماني سموونو په ګته د څو ویناوالیو له لارې خپل نوم مطرح کړ. په ۱۸۳۳ کال کې د لویو سموونو قانون تر تصویب وروسته هغه د لېډز استازی شو.   تر دې مخکې لېډز هېڅ کوم استازی نه درلود ،خو اوس یې دوه استازي لرل. میکالي سره له دې  چې د سموونو د لایحې د تصویب په برخه کې د مرستې ویاړ لري  ، خو هېڅکله هم له خپل پخواني ملاتړي، ملګري او لوی سیاسي متحد لېنزداون    منندوی نه و.

 

میکالي  په هند  کې (۱۸۳۴- ۱۸۳۸) کلونه 

---------------------------------------------------

میکالي   په ۱۸۳۴ زیږدیز کال کې هند ته ولاړ او د ۱۸۳۴ او ۱۸۳۸ کلونو تر منځ يې د هند په عالي شورا کې خدمت اوچوپړ وکړ.  

 

میکالي   په هندي زده‌کړو کې د شېبې په نوم په انګریزي ژبه د زده‌کړو مشهور قانون کې چې د ۱۸۳۵ کال په  فبرورۍ کې تصویب شو د هنددانګریزي وایسرای  وېلیم بینېټېک څخه وغوښتل چې منځنۍ زده کړې اصلاح او سمې کړي   څو "ګټورې زده کړې" وړاندې کړي. د؛ هغه مؤسسې او انسټيټیوټونه چې د ختیزهند کمپنۍ تر ملاتړ لاندې وو  په سانسکرېټ او فارسي ژبو یې هم تدریس کاوه. په دې توګه هغه استدلال وکړ چې " موږ باید هغه کسان وروزو چې اوس مهال پخپلې مورنۍ ژبه زده کړې نشي کولی موږ باید هغوی ته خپله بهرنۍ ژبه وروښیو." میکالي  داسې استدلال کاوه چې فارسي او سانسکرېټ ژبې هندي ځایي اوسېدونکو ته تر انګلیسي ډېرې د لاس رسۍ وړ ژبې نه دي او په سانسکرېټ او فارسي ژبه شته لیکنې د ګټورو زده کړو لپاره چندانې د کار وړ نه دي

همداراز دده په وخت کې ډیر قوانین جوړ شول چې ترننه پورې په هند اوپاکستان کې پلي کیږي اوورته دلاډمیکالي قانون ویل کیږي .لارډمیکالي د  د ۱۸۵۹ کال د ډېسمبر په ۲۸ مړ شو.

-
بېرته شاته