(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیندلي یاران

[16.Mar.2024 - 11:17]

شیندلي یاران

لیک: بازمحمد عابد

د ۲۰۱۳ز کال په سر کې چې د معذورو ورونو خویندو لپاره باز خیریه بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړل، په لنډه موده کې زیاتو بهرمېشتو او په کور دننه خواخوږو افغانانو د مرستې لاسونه راوغځول او د څو میاشتو په تېرېدو سره مو په لسګونو معذورو خویندو ورونو ته ویلچیرونه یا ګرځنده څوکۍ ورسپارلې وې.

په همدې دوران کې Ziarmal Afghan  چې په هندوستان کې په انجینرۍ کې د ماسترۍ زدهکړیال و؛ که څه هم هغه وخت مو یو بل پېژندل خو ډېره ناسته ولاړه مې ورسره ځکه نه وه شوې چې زه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې په کابل کې په دنده اوم او کال کې یو ځل به چې د ختیځې سیمې د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې سیمینارونو ته ننګرهار ته راتلم، نو له دغه خنده رویه او مستانه یار سره به لیده کاته کېدل او ډېره مینه به یې راکوله.

ده راته له هنده په مسینجر کې لیکلی پېغام رالېږلی و:

" سخت درنه سوزېږم"

ما ورته ولیکل"

" څه پوله پټی مې درسره شریک دی چې رانه سوزېږې"

ویې لیکل:

" په دې درنه سوزېږم چې دا کوم کارونه چې ته کوې، باید دا ماکړای وای."

په همدې ورځ د تلسیما نړیواله ورځ لمانځل شوې وه او ما پرې تازه راډیوي ریپوټ لېږلی و

د تلسیمیا ناروغ لرونکو راته ویلي وو چې په ننګرهار حوزوي روغتون کې د دوی د ناروغانو لپاره د وینې د پوره کېدو خاص بندوبست نشته. دوی خپل ناروغان د وینې د پوره کېدو لپاره پېښور ته بیایي. دا نو داسې وخت دی چې له تورخمه تر پېښوره پورې د سرک د پراخېدو او پخېدو چارې هم روانې وې او ځای - ځای به د سرک د بندیدو تر څنګ موټر د خیبر په کلیو کې په خوړونو کې تګ کاوه چې د کردونو او کند و کپر له وجې به د تلسیمیا ناروغ چې تر روغتون رسېده، په ژوندوني به ترې مړی جوړ شوی و.

زیارمل صاحب ته مې ولیکل

" تاسو کله وطن ته راستنېږئ؟

هغه راته ولیکل:

" د ماسترۍ له تیزیس نه د دفاع په مقاله او پرزینټیشن جوړولو بوخت یم. درې میاشتې وروسته به انشاالله له ډګري سره درځم.

ما ورته ولیکل؛

" په خیر راشې. چې راغلې تا ته مې له معذورو سره له مرستې نه هم ډېر مهم کار پیدا کړی. هغه زما له وسه پوره نه دی، خو زه باور لرم چې تاسو یې کولای شئ.

هغه ولیکل:

" څه کار دی؟"

ما ورته ولیکل د تلسیمیا ناروغانو ته د وینې ډونېشن.

هغه راته ولیکل:

هو دا هم ډېر مهم کار دی، زه چې خوست کې محصل اوم هغه وخت مې هم هڅه کړې وه او د سلګونو رضارکارو محصلینو لست مې ترتیب کړی و.

ما ورته ولیکل، هغه لست پرېږده، چې راغلې له نوي سره پرې کار پیلوو.

ویل یې سمه ده.

کله چې زیارمل صاحب وطن ته راستون شو، زنګ یې راته وواهه. ویل یې سلطانزي پلازه کې د اکرام الله اکرام دفتر کې یم. ما هم له مخې سره له میدیو تیک نه په سایکل پښه واړوله او د اکرام صاحب دفتر ته ورغلم. هلته له اکرام او زیارمل پرته رضوان الله شپون، شاه محمود شینواری او عبدالله هوډ هم ناست وو.

له روغبړ وروسته راته زیارمل صاحب وویل:

" د تلسیمیا او د هغو کسانو لپاره چې وینې ته عجله اړتیا لري، یو ویب سایټ جوړوو، د وینې د رضارو لستونه چې د هغوی د وینې ګروپ، موقعیت او موبایل شمېرې په کې وي، ان لاین خپروو. نوم مو ورته " ژوند د وینې بانک" غوره کړی دی."

ما ویل ډېر پر ځای او مناسب فکر مو کړی، بس شروع پرې وکړئ.

رضوان الله شپون چې دا مهال په ننګرهار پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل و، له زیارمل صاحب سره په مشوره لپټاپ ته کېناستل او په ویب سایټ جوړولو یې پیل وکړ.

په لس دولس ورځو کې ویب سایټ جوړ او راجستر شو. له دې وروسته ټولنیز فعال او مبتکر انځورګر حمدالله ارباب هم د وینې د بانک فعال غړی شو. د ننګرهار د حوزوي روغتون د وینې د بانک له مسوول ښایسته رحمان عابد سره مو خبره شریکه کړه، هغه د دوه تنو ډاکتر صاحبانو سره یو امبولانس راکړ، لومړی مو په الفلاح پوهنتون کې د رضارو محصلینو د وینې ګروپونه معلوم کړل، شمېرې مو ترې واخیستې او د ان لاین د وینې بانک برخه شول.

بله اوونۍ ننګزهار پوهنتون ته ولاړو او داسې د رضارو کارو ځوانانو شمېره ورځ تر بلې زیاتېدله. تر دې چې ځینو ځوانانو به پر ننګرهار سربېره له کابل، لغمان، خوست، کندهار او مزار شریف نه هم خپل د وینې ګروپونه رالېږل او په خپلو ولایتونو کې به یې د وینې د ورکړې ډاډ ورکولو.

د رضاکارو ځوانانو دا شمېره په دوه درې میاشتو کې تر ۱۸۰۰ تنو واوښته. په ویب سایټ د اکرام او زیارمل شمېرې ورکړل شوې وې. داسې شپه او ورځ به نه وه چې دې دواړو خادمانو به لس دولس تنو اړمنو ته د وینې د پیدا کولو بندوبست نه و کړی.

یو وخت به په ننګرهار کې خلکو خپلو مرګونو ناروغانو ته خپله وینه نه ورکوله، خو له دې فعالیت سره سم په خلکو کې دومره پوهاوی راغلی و چې د پېښو او چاودنو پر مهال به په لسګونو ځوانانو ځانونه روغتون ته رسول او د پېښې ټپیانو ته به یې خپلې وینې نذرانه کولې.

باز خیریه بنسټ ته به وخت نا وخت له معذورو سره د ویلچیرونو د تهیه کولو تر څنګ ځینو دوستانو بې وزلیو کورنیو سره د تغذیې په برخه کې هم مرستې رالېږلې.

د اکرام او زیارمل په دې خدمت تنده نه ماتېدله، یوه ورځ چې موږ دواړه له ډرونټې نه له اکرام صاحب سره په موټر کې تر ښاره راروان وو، زیارمل صاحب راته وویل: په پام کې لرو چې د ژوند د وینې بانک تر څنګ د ژوند خیریه ټولنه هم جوړه کړو او بېوزله کورنیو ته مرستې راجلب کړو. ما ویل دا هم ښه اقدام دی. باز خیریه بنسټ ته چې څوک د بې وزله کورنیو د تغذیې لپاره مرستې رالېږي، هغه به هم له ژوند خیریه ټولنې سره په ګډه ویشوو. ویل یې سمه ده.

په دې وخت کې مخابراتو چوک ته رارسېدلي وو، زه ترې د کېوتو په حال کې اوم چې له یوه بهر میشتې ملګري  شېرشاه شریفي فکر کوم هغه وخت اتریش کې اوسېده،  زنک راغی. ویل یې ۱۶۰۰ ایرو درلېږم، خو زه غواړم چې بې وزله کورنیو ته پرې خوراکي توکي راونیسئ.

ما ورته ویل دا متل دی او که معقوله ده همدلته سخت صدق کوي چې نیت صفا منزل اسان. ویل یې هغه څنګه؟ ما ویل زه، اکرام او زیارمل همدا شېبه یو ځای یوو او ستا له زنګ وهلو یوه دقیقه د مخه مو دا پرېکړه وکړه چې که باز خیریه بنسټ ته خواخوږو  ملګرو د بې وزله کورنیو لپاره مرسته رالېږله، د ژوند خیریه ټولنې له لارې به یې مستحقو کورنیو باندې ویشي.

اکرام به ستا مسینجر ته خپله تذکره درولېږي، پیسې د هغه په نوم حواله کړه. د بې وزلیو کورنیو لست ترتیب شو، بله ورځ پیسې حواله شوې، ډنډ غاړه کې پرې د هرې کورنۍ لپاره د لسو زرو روپیو پیکج تیار کړل شو او د مزل راډیو حویلۍ ته مو د بې وزله کورنیو غړي راوغوښتل او مرستې مو وروسپارلې.

دا لړۍ تر ډېره روانه وساتل شوه چې په ننګرهار سربېره لغمان او کونړ ولایتونو ته هم وغځېده. یاده دې وي  چې د مرستو په جلبولو کې د حمدالله ارباب هڅې د هېرولو نه دي.

ژوند خیریه ټولنې بیا خپل فعالتونه پراخه کړل. یو شمېر خواخوږو دوستانو د ژورو څاګانو د کیندلو لپاره هم مرستې کړې وي او یادې ټولنې فکر کوم څلور ژورې څاه ګانې هم په بېلابېلو هغو سیمو کې کیندلې وې چې خلکو یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرلو.

پر دې سربېره زیارمل صاحب د باز خیریه بنسټ د فعال غړي او عامل مدیر په توګه هم رضار کار پاتې شوی او په ننګرهار کې د خیریه ټولنو د همغږۍ د مرکز موجد و.

زیارمل صاحب له ما سره په شخصي اړیکو کې هم د بلها ښېګڼو ډک دی. دا چې لیکنه مو حوصله درتنګه نه کړي، هغه ښېګڼې چې زه یې منتبار یم، په کوم بل مناسب وخت کې ولیکم. زیارمل صاحب په اسلام اباد کې له یو نیم کال انتظار وروسته کابو یوه نیمه میاشت وړاندې له خپلې محدودې کورنۍ سره فرانسه کې د کډوالۍ ژوند غوره کړی دی. اوږد او سوکاله ژوند دې ولري. 16.03.2024 Baz Mohammad Abid

-
بېرته شاته