(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر محب سره

[06.Mar.2024 - 09:43]

ډاکتر محب : د هغه مقاومت ملاتړ نه کوم چې پیسه او قومنده یې د بل چا وي

 

ولي الله ملکزی / سټاکټن، کالیفورنیا

( زما د سیاسي ژوند یوه له سترو تیروتنو همدا ده چې عسکرو مو مورال بایللی وو، خو موږ په مورچل کې د هغوئ په فزیکي شتون باندې محاسبه کوله). دغه ټکی بیګاه د پرځول شوي ولسمشر د ملي امنیت مشاور،‌ ډاکټر حمدالله محب له ماسره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګند کړ. نوموړی وايي: (له ولسمشر، امرالله صالح او زما پرته، د نظام ګڼ شمیر مطرحو شخصیتونو له طالبانو سره تارونه غزولي وو. البته له خلیل الرحمان حقاني سره زما لومړنۍ او وروستۍ رابطه د نظام د سقوط په درشل کې وه چې ما ورته وړاندیز وکړ چمتو یم له تاسره په وردک یا لوګر کې مخامخ وګورم، خو بیا معلومه شوه چې د هغه نمره له هیواده د باندې وه).

کله چې د طالبانو لخوا د ولسوالیو او ولایتونو د نیولو او د نظام د شړیدو خبرونه درسیدل، په ارګ کې حالت څه ډول وو؟ (طبیعي ده چې حالت نورمال نه وو، د پنجشنبې په ورځ یعنې له سقوط څخه درې ورځې مخکې ما د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنيت د رئیس سره یوه بیړنۍ غونډه درلودله. له بسم الله خان محمدي څخه مې پوښتنه وکړه چې د دفاع لپاره څومره چمتو والی لرې؟ ځواب یې راکړ چې دفاع ممکن نه ده. بیا مې ورته وویل چې په پنجشیر کې خو ممکن ده، را ته یې وویل چې نه هلته هم امکان نه لري ځکه چې نه د لومړني مقاومت په څیر رهبر لرو او نه هغه مجاهدین او مورال).

ډاکټر محب د جمهوري نظام د راپرځیدو لاملونه په څلورو نقطو کې داسې رانغاړي: ( زموږ تیروتنې، په سیمه ایزو پولیسو(اربکیانو) د معاشونو بندول، د ځینو کړیو له خوا طالبانو ته د حکومتي رازونو ورکول او د دوحې په تړون کې په چورلټ ډول زموږ له پامه غورځول). د ډاکټر اشرف غني د شخصیت وژنې د یوې هڅې په توګه،‌ ډاکتر محب دریو تبلیغاتي ګونګسو ته هم اشاره کوي: (په ارګ کې هیڅکله کلیسا نه وه جوړه شوې،‌ ولسمشر له خان سره د ډالرو شین لیکې بوجې نه دي وړې او تل یې د ژبني او سمتي سیاست په ضد مخلصانه مبارزه کړی او تاریخ به یې همیشنې ګواه وي).

زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې لومړې خو واک د عین او غین ترمنځ نیم په نیمه وویشل شوی وو؛ بیا ډاکټر اشرف غني دوه مرستیالان درلودل، نو آیا رښتیا هم د واک اصلي مثلث همدا تاسې درې واړه ډاکټر صاحبان واست (غني،‌ محب، فضلي)؟ په څرګندې لهجې یې زما خبره نفې کړه او ویې ویل: ( نه،‌ بالکل داسې نه ده. زه او ډاکتر صیب فضلي د حکومت مامورین وو او د ټاکنو او پارلمان له خوا نه وو ګمارل شوي. بلی، زما مقام د ملي امنيت د مشاور وو، خو ډیر کله چې زما له ادرسه کومې پریکړې کیدلې هغه به د رئیس صیب د امر او لارښوونې پربنسټ ترسره کیدلې او زما شخصي فیصلې نه وې). 

ستاسو دغې وړې حلقې ولی په جنګ اصرار کولو او په مسکو کې مو له طالبانو سره دغونډې څخه انکار وکړ؟ (ګوره، د خبرو په میز کې د هغه چا خبره میره وي چې زور لري؛ موږ نه غوښتل چې په کمزوري دریځ کې و اوسو او تش لاسونه راستانه شو. په دغو ورځو کې د کرزي صیب کور د روسیې د سفارت د یوې څانګې بڼه خپله کړې وه، خلک به یې هڅول چې پاسپورټونه ور وړي، ویزه ورته واخلي او موسکو ته یې ولیږي. بیا هلته ولیدل شول چې طالبانو دوستم ته په روغبړ کې لاس هم ورنکړ او هغه څه وشول چې زموږ دریځ یې صحیح ثابت کړ).

د جمهوري نظام د سقوط په مهال، عامه انګیرنه همدا وه چې ښاغلی اشرف به حتما په هندوستان کې پناه اخلي ځکه چې ډیره خوږه راشه درشه یې ورسره لرله. څه باعث شول چې هغه د ډهلي په ځای د متحده عربي اماراتو پلازمینې «ابوظهبي» ته مخه کړه؟ داسې ځواب یې راکړ:(د هند همیشنۍ پالیسي‌ همدا ده چې هرڅوک په کابل واکمن وي له هماغه اړخ سره اړیکې ساتي او موږ نور په واک کې نه وو. ناروې او سویس زرلنیډ چې بې پرې هیوادونه ګڼل کیږي، هم حاضر نه شول چې ولسمشر ته ځای ورکړي نو ځکه اماراتو ته لاړ او هغوئ پناه ورکړه).

نن سبا مو له ښاغلي أشرف غني سره د اړیکو نوعیت څه ډول دی؟ (ټول پوهیږو چې ډیرو نژدې کسانو هم ډاکټر صیب ته شا کړه،‌ هغه سپین ږیری دی او یواځې دی. نو ما تصمیم ونیو چې په ابوظبې کې و اوسم او له هغه سره نژدې پاتې شم. موږ د هرې ورځې د لیدو کتو لپاره کومه ځانګړې اجنډا نه لرو،‌ ولی هره اونۍ یا دوهمه اونۍ له هغه سره په اړیکه کې یم. یوه ډیره جالبه خبره دا ده چې رئیس صیب تیره هفته عمرې ته تللې وو، خو ډنډروچیانو آوازه واچوله چې له سراج الدین حقاني سره د لیدلو لپاره سعودي ته تللی دی. خو ښه شوه د طالبانو خپلو رسنیو د حقاني تصویرونه خپارل کړه چې نوموړی په همدغې ورځې په خوست کې دی او سعودي ته نه دی تللی. همدا زموږ د رسنیو حالت او مسلکیتوب دی).

کله چې ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته ۴۱ ځوان، ډیر تعلیم یافته او یو موفق سیاستوال یې؛ په لږ وخت کې د قدرت او شهرت دنګې څوکې ته ورسیدې. آیا بیا د کوم مقام په لټه کې یې او آیا طالبانو ته کومه مشوره لرې؟ داسې یې راته وویل: (ما د واک او حکومتي مقام یوه مهمه مرحله تیره کړه،‌ ډیرې ترخې تجربې او ډیرې لاس ته رواړنې مو درلودلې. د ځوانو سربازانو، افسرانو او نورو بیګناه هیواد والو په بې جوړې قربانیو هم ویاړم او هم ژاړم. باید په ډاګه کړم چې زه اوس د هیڅ دولتي منصب په لټه کې نه یم اوس په کار ده چې نور څوک راوړاندې شي. زه په دې باور یم چې طالبان اوسمهال د قدرت په نشه کې دي او دوئ د چا مشورې ته غوږ نه ږدي). 

د وروستۍ پوښتنې په عنوان مې د هغه د نظر غوښتنه وکړه چې آیا د طالبانو د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوې چې ځانونه مقاومت بولي؟ ځواب یې دا ډول وو:( نه، د هیڅ هغه مقاومت ملاتړ او ننګه نه کوم چې وسله، قومنده او نقشه یې د بهرنیانو په لاس کې وي. البته که موږ خپل امکانات ولرو،‌ بیا خبره جلا ده). د یادونې ده چې د ملي امنيت پخواني مشاور، ډاکټر حمدالله محب او ملګرو یې د سمندر د اوبو په غاړه هغې غونډې کې برخه واخیسته چې په شمالي کالیفورنیا کې د کلتوري ټولنې مشر،‌ عبدالنصیر یاسیني د دوئ په ویاړ جوړه کړې وه

—--------------------------------------------

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

-
بېرته شاته