(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قام

[26.Jan.2024 - 17:49]

پښتون قام او ښاغلی سائل

لیک: سید قیاس سعېدي

مخکې له دې چې په مشر رحمت شاه سائل وغږېږو لازمه ګڼم چې په شعر اوشاعرۍ یو څه رڼا واچوم:

شعر هنر دی او هنر سرحد نه لري، په ختيځ او لويديځ کې د شعر ژبه او فلسفه يوه ده،یوازې اشخاص او افکار دي چې سره بېل دي. زموږ د ستړي ژوند شاعر د اروپا د قصرونو او ښکلاګانو د شاعر په څېر شاعري نه کوي او نه په خپل شعر کې هغه افکار وړاندې کوي؛ خو کوم څه چې سره مشترک دي، هغه د انساني ټولنې هوساينه، مينه، خلوص او بشرپالنه ده

پښتانه شاعران د خپل ګډ کور د تالا شوي ګلزار هغه بلبلان دي چې هره سانده يې د مستقبل د ښکلاګانو، رڼاګانو او هوساينې لپاره ده

د کابل او پېښور شاعران د شاعرانه فکر په توليد کې سره يو شان دي، دوی که سوله غواړي که امن، ښېرازتيا غواړي که نېکمرغي، د پښتانه د لوی کور لپاره يې غواړي او که د دردمنو زړونو په ماتو کنډوليو کې اوبه څښي؛ نو هم يې د خپل قام او ولس د روښانه راتلونکې په پار په نېک فال نيسي

د لوی کور افغانستان د شاعرانو په دې کتار کې یو هم رحمت شاه سائل دی چې هر پښتون يې له نامه سره اشنایي لري چې ښکاره ثبوت یې د ښاغلي سایل له استغناء ډک دې شعر کې دی:

 

چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني

زۀ خپله عنوان خپله مضمون يمه پښتون يمه

سپک نظر یې هم سترګې درنې کړي چې راوګوري

زۀ خدای زېږولی هسې درون يمه پښتون يمه

ښاغلی سایل د پښتون قام د ارمان رسا غږ دی، هغه د لروبر پښتنو د اتصال وستل دی، د هغه د معنويت مرغلره هم لر بازار لري هم بر، هم يې په کوزه پښتنوخوا کې خريداران شته او هم په بره کې.

د دې مشهور بیت په مصداق:

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پېښور کې افغان یو دی

سایل هم د بابا په لار روان دی:

 

 پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي

لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي

د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي

چه تر څو د پښتنو کورونه وران دي

زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې

چار چاپېره رانه څومره قاتلان دي

 

رحمت شاه سايل د قوم د بيدارۍ لپاره شاعري کړې، هغه د يو ارمانجن شاعر په توګه مدام د پښتنو د شعوري ويښتابه لپاره جرس غږولی او پر قام اولس دا مين شاعر د همدغو ارزښتونو لپاره د قلم په ژبه هنري مبارزه کړې ده او د پښتون قام په بد مرغۍ دومره خفه دی چې آن پښتنې میېندې یې لېونۍ او نادانې بللي:

چې کيني نورو وطنونو له زلمي لويوي

ميندې ليونۍ دي نادانې دي

او یا دا:

د پښتنو غرونو چينې دي بې چيناره نه شي

هيڅ يو چينار دې بې مرغو او بې چغاره نه شي

ليچې دې چرې خالي نه شي د بنګړو نه د چا 

مازيګرى دې د ګودر بې شړنګهاره نه شي

د خوبه ډکې ـ ډکې کيږي د هر ستوري سترګې 

سپوږمۍ خبر کړئ چې په غرونو کې ايساره نه شي

دنيا خبر کړئ چې د ډز د غږ نه ژبه پريکړي

زموږ دنيا په خوب اوده ده چې بيداره نه شي

چه څوک په کړنګ سپرلي کې هم جانان له ګل ورنکړي 

خدايه زما خاوره دې داسې خوار و زاره نه  شي

او یا هم دا چې:

څه وايیې څوک کور د پښتنو د غم به څنګه وي

دلته چې راتلونکی دی هغه موسم به څنګه وي

نن چې د کوزې او برې پښتونخوا د پښتنو تر منځ راشه درشه شته او زړونه يې سره ډېر نږدې دي، د دواړو لوريو ولسونو د يووالي او پېوستون لپاره د رحمت شاه سايل په شان لویو شخصیتونو د قدر وړ هلې ځلې کړي، همدا لامل دی چې اغزنو تارونو ونه شول کولای د پښتون قوم د واحد وجود روح په منځ بېل کړي

سایل د غلو، فسادګرو او د هغوی د مداحانو په هکله هم چوپ نه دی پاتې شوی:

که غلا وه مقدسه شوه که غل و محترم شو

دا څه بې توازنه بې ميزانه زنـدګي شوه

سائل صیب خپله نهیلي د ژوند او د هغه د ارمانونو د نه پوره کېدلو لپاره چې جانان وطن لپاره یې لرله په دې سندره کې رانغاړي:

ژوند يوه سندره وه

ځان له مې ليکلې وه

ځان له مې ويلې وه

*****

تا زما د مينې د درخو جامې                                                   واغوستې او راغلې دادې واوريده     

                             

ماسره دے غبرګه زمزمه کړله

لاړلې او ځان سره دې يوړله

زه اوس بې سندرې يم  

ناست يمه او ستا لارې ګورمه

 

ته به خدایزده چرته یې

 زه  دې بې سندرې کړم

اوس يوازې ناست يمه او ژاړمه

تا د خدای نه غواړم

خپله لېونۍ  سندره غواړمه

ښاغلی سائل د خپل قام د فقر او غربت له غمه غمګین دی او وایي:

 

هغوی ته څنګ د ترقۍ سندرې اووايم

چې پرورش د کوم اولس په خيراتونو کېږي

همدغه راز سائل صیب د پښتنو په ناپوهۍ ژاړي:

پرون په څومره لویه بیه خرڅېدل سرونه

مونږ لیوني وو چې بې ځایه مو ښندل سرونه

د سرو ګلونو غېږ کې خوب کول مشکل خو نه وو

مونږه د غرونو سره هسې جنګول سرونه

داسې په دې ښار کې په کوم سر بولۍ نه ده شوې

مونږ د پردو سرونو شاته لیدل خپل سرونه

رحمت شاه سايل فطري شاعر دی، د هغه په خټه کې د شاعرانه تفنن مالګه طبعي رنګ لري، هغه چې څه وايي او د الفاظو مرغلرې د شعر په نري تار کې په کوم هنري مهارت پېي،بېساری او همدا لامل دی چې ښاغلي سايل ته يې په لرو و بر پښتنو شاعرانو کې د نومياليتوب تاج په سر کړی دی

رشتیا چې اصل حقدار رانه هېر نشي، سائل څنګه پېژنم؟

سائل خو له وخته پېژنم چې؛

 دا خاوره انقلاب غواړي* د آزادۍ انقلاب*

انقلابي سندره مې اورېدله؛ نو سائل مې وپېژندلو او هم مې چې کله د خیبر یونیورسېټي بک نه د هغه کتاب؛د ښایستونو د سپرلي بادونهکتاب را ونیولو او له کتاب مې بلا خوند واخیست ځکه چې هغه مهال موږ هم مینان وو چې یو نیم بیت یې راته اوس هم زده دی خو له یادونې به یې تېر شو چې بیا لیکنه اوږدیږي.

 اوس خبره دا ده چې سائل به څنګه ګورم؟

د خدای مهرباني وه چې اسد دانش لالا سره مې اشنایي پیدا شوه چې نه یوازې سائل مې وپېژندلو بلکې څه ناڅه یې زه هم وپېژندلم  هغه ځکه چې موده مخکې یې راته د ګران نعمت دانش په واده کې وویل چې اسد جان درته پاچا پیر وایي او زه به درته باچاجي وایم.

سائل صیب مې څو ځلې د دانش لالا په کور کې او هم د دانش خپرندویه ټولنې په دفتر کې لیدلی و؛ خو په اصلي معنا مې هلته وپېژندلو کله چې دانش صیب سره د درګۍ، سخاکوټ، بټخېلې او چړات په چکر لاړم،چېرته مې چې له ډاکټر صیب زیار،صاحب شاه صابر، شهزاد امجد او سردار یوسفزي سره هم پېژندنه وشوه

څو ورځې هلته وو چې په دې موده کې د سائل صیب د خیاطۍ دوکان ته لاړو، د ډاکټر صیب خالق زیار او صاحب شاه صابر حجرو ته لاړو، نو سائل صیب وویل:اسد جان له پېښوره راغلی او مېلمانه هم ورسره دي باید یو د موسېقۍ پروګرام ورته جوړ کړو، پرېکړه په دې وشوه چې بېګاه ته به چړات ته ځو او د موسیقۍ پروګرام به هلته برابروو، چې کله لاړو نو ښایسته بنډار شروع شو، د سائل صیب، صاحب شاه غزلې مو د امجد خان او سردار یوسفزي په خوږو غږونو کې اورېدلې چې چاته به هم خوب ورغی نو سائل صیب به ویل چې ای د خدای نېکبخته پاڅه مشغولا وکړه داسې وخت او داسې بنډار قسم دی که بیا خوب کې هم وګورې، ها! وبه شي خو دا ملګري به بیا نه وي ، سائل به وي، صاحب شاه به نه وي، اسد جان به و ي، سعیدي به نه وي.

ریشتیا ده چې اوس د هغه مجلس يو څو ملګري نشته.

یارانو یو بل نه ځارېږئ

ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شونه

 

داچې سائل ټول عمر د پښتنو لپاره خدمت کړی او دوی ته یې د مینې او انسانیت لارې ښودلي خو موږ پښتنو یې هغسې قدر نه دی کړی لکه چې د دې لوی شخصیت حق جوړېدلو او خپله سائل صیب هم ګیله من دی!

 

ما سوچ په ځان کوو چې زە شاعر ولې پیدا شوم

بې دردو پښتنو له د  نغمو ضرورت څە و 

او یا داچې :

د دشتې ګل یمه مودې وشوې یوازې یمه

سیلۍ مې وړي راوړي ورو ورو مې رژوي جانانه

خو د شکر ځای دی چې د لرې پښتونخوا سترشخصیت شلمان صیب او نورو ملګرو یې له ښاغلي اسد الله دانش سره یو ځای د ښاغلي سائل د بې کچه مینې د لرلو له امله د 2021 کال د جون شلمه ورځ د سائل په نوم ونوموله، دا ډېر ښه کار شوی ځکه څه نا څه به مو د دې حقدار انسان حق ادا کړی اوسي.

 

سايل دې ښاد او د سوال کچکول دې يې د پښتني مينې له دروېزه توبه خالي نه شي.

د اوږده او ارام ژوند په هیله یې

 

سید قیاس سعیدي

-
بېرته شاته