(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نیاز ادبي سنګر

[26.Jan.2024 - 17:35]

د نياز ادبي سنګر په 23 ډسمبر 2023 پېښور پریس کلب کښې د ارواښاد لایق زاده لایق په یاد  یوه درنه غونډه  جوړه کړه.

په غونډه کښې د لر او بر ګڼشمیر لیکوالانو , ادیبانو , هنرمندانو, شاعرانو او پوهانو , هریو ښاغلیو  ډاکټر کاظم نیاز، نورالبشر نوید, پروفېسر اسیر منګل, فضل مولا تورکي, ډاکټر عالم يوسفزي ، ډاکټر ګلزار جلال یوسفزي ،  ډاکټر حنيف خليل، بصیر بیدار ستوريفياض خان خېشکي, فريدون خان ، حميد الرحمان نادان، وقار لائق، ډاکټر ګوهر علي شاه ګوهر، ميروېس نياز, صادق امن زي، ډاکټر ابدال نياز،  واجد لائق، شمال نياز، کنعان نياز , ارشد عزيز ملک ،شميم شاهد ، آصف نثار ، امجد عزيز ملک ، فاروق فراق ،  واحد زاده لائق،  عنايت الله ضياء ، میرمن ثمينه قادر, میرمن  بشریٰ فرخ ، میرمت زېبا اپريدۍ ، میرمن سیما اپريدۍ ، شکيله ناز، فیروز خان صادق، پروفېسر قاسم محمود بنوی د ارواښاد لایق زاده لایق په ژوند او پښتو ژبې, ادب , هنر  او کولتور ته د بډاینې لپاره پر نه ستړي کېدونکې هلو ځلو هر اړخیزه رڼا واچولهمقالې یې ولوستلې, شعرونه یې وویل, ویناوې یې وکړې

په پایې کښې د نیاز ادبي سنګر جنرل سیکرټري ښاغلي امجد علي خادم د پی ټي وی پېښور مرکز، افغان ټی وی ، خېبر نيوز ، سوشل ميډيا ، ورځپاڼو ، د رحمکار پښتو ادبي جرګې ، غني خان پښتو ادبي ثقافتی جرګې، چارسده پښتو ادبي تحريک ، حوا وومن لېټرري فورم ، خوېندو ادبي سنګر او نورو ادبي تنظيمونو او سړیتوبو (شخصیتونو) او حاضرینو  مننه او خوښنه وکړه, چې د ارواښاد لایق زاده لایق یاد غونډې کښې ګډون وکړ او برخه یې واخسته

 ___________

ښاغلی لایق زاده لایق 15.01.1959 نېټه د پښتونخوا د سوات په ښکلې  سیلاني سیمه کې  د مدین په کلې کې  دنیا  ته سترګې غړولي  دي.  

لومړنۍ  زدکړه ئې د خپل کلي د هائی سکول (لیسېاو  لوړې  زده  کړې  ئی، په  سیاست،  پښتو  ادب  او  اردو ادب  کې سر ته  رسولی دي.

 د وکالت  ډګري او په پښتو  ادب  کې  د انرز  خصوصي  سندونه هم لاس ته  راوړي دي

د ورکوټی والی راایسې ئې د پښتو ادب لمن ټینګه نیولې ده،  د شعر  لیکل ئی په ۱۹۷۱ء کال کښې پیل کړي  دي  د  شاعرۍ  سربېره ئې د نثر او څېړنې  په برخه کې پوره  زیار  ګاللی دی.

د نورو ګڼو ادبی هلو ځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸ کې  په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس  فیدریشن   بنسټ  هم کېښود،  چې د مترقې ذهن  پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې  راټول  شول.

ښاغلی لایق زاده لایق   په ۱۹۸۳ء کال کې د ژورنالیزم  په  ډګر  کې د پیښور راډیو د پروډيوسر په توګه د خپل عملي ژوند پېل وکړ ـ د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سره سره د وحدت ورځپاڼې همېشنى قلمي همکار پاتې شوى دى ـ 

د ښونځي (سکول) او کالج په دوران کښې ئې ګڼ شمېر افسانې او شعرونه په ’’ايلم‘‘ مجله کښې خپاره شوي دي ـ 

له 450 زياتې ريډيائي ډرامې ئې ليکلې او نشر شوي دي ـ

ښاغلي لايق زاده لايق د پېښور او د کوهاټ راډيو ډائرېکټر د دندې سربېره په ګڼو بېلابېلو سرکاري لوړو کرسيو هم کار کړى دى, چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلى محمد افضل خان لالا ( د پاکستان په مرکزي کابينه کښې وزير وۀ) پرائيوېټ سيکرټري هم پاتې شوى دى ـ

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دې لړ کې چې کله په کال ١٩٩٨ء کې په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې ديره جوړه شوه نو ښاغلى لايق زاده لايق ئې د مشر په توګه وټاکل  شو, چې د پوهنې ديرې په چوکاټ کې ئې  له دوه نیم سوو زيات کتابونه چاپ او ګڼ شمېر د موسيقۍ ماښامي ئې جوړ کړي ـ 

د ګڼو پښتنو پوهانو ، شاعرانو او اديبانو د کتابونو سريزې يې ليکلې ، د کتابونو په چاپ او پروف کې ئې ورسره هر اړخيزه مرسته کړې او د دوي ليکنو ته کتابي بڼه ورکړې ـ 

دغه راز نوموړي ته دده د ادبي خدمتونو له امله د پاکستان سره سره په بهرنيو هېوادونو کې له 35 څخه زيات ايوارډونه او ستاينليکونه ورکړى شوي دي ـ

 

په ادبي تاريخ کې د ښاغلي لايق زاده لايق ادبي زيار او ليکنې ځانګړى ځاى لري ـ د ادب په بېلا بېلو برخو کې يې له 80 نه زيات پنډ پنډ ارزښتناک او ګټور کتابونه ليکلي او خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي

د  پښتو  د ادب په  اسمان دغه ځلانده ستوری لیکوال, شاعر, ژورنالست څیړونکی, کیسه, ناول  او ډرامه لیکونکی,  وتلی ادیب په 30.10.2023 نېټه په پېښور کښې له دې پاتې نړۍ له تل لپاره سترګې پټې کړې او د سوات په مدین  کښې خاورو ته سپارل وسپارل شو.

اروا یې ښاده

نصیر ستوری

Poet Laiqzada remembered as strong  advocate of peace

Speakers say works of late writer left an indelible mark on

Pashto literature

By Sher Alam Shinwari

PESHAWAR: DAWN 26.12.2023

Literati,intellectuals and scholars gathered here to pay tributes to noted Pashto poet, fictionist and playwright Laiqzada Laiq and billed him a strong advocate of peace and national unity.

Besides a renowned literary figure, he had served as director of Radio Pakistan.

Recipient of Tamgha-i-Imtiaz and Kamal-i-Fun award, the indisible mari on Pashto literature. Wagar Laiq, the son of late writer, said that his father would remain alive in the hearts of many.

The event was organised under the banner of Niaz Adabi Sangar (NAS) at the main hall of Archives Library wherein a large number of writers, poets, civil society members and fans attended the event and shared their views on life and contribution of the late poet.

Speakers said that Laiqzada Laiq served in different capacities the state-run radio, wrote script for radio magazine shows and a dozen plays for PTV on social issues, contributed memorable national songs and numerous romantic poems. He rendered selfless services for Pashto and artists. He authored about 38 books including a comprehensive work on folk singers in Pashto.

Veteran Pashto writer

Hamdullah Jan Bismil said that Laiqzada's services for Pashto literature would serve as source of great inspiration for budding literati.

He added that Laiqzada introduced innovative trends in radio broadcasting and sparked a spirit of serving the cause of

national unity among poets and writers.

Prof Aseer Mangal, chief of NAS, said that the demise of Laiqzada Laig was an irreparable loss for literary circles as he would always remain busy in guiding and educating young writers and radio broadcasters and even scriptwriters to create and present quality con-tents. Laigzada Laiq passed away in a Peshawar hospital due to cardiac arrest on October 30, 2023, at the age of 64.

Dr Kazim Niaz, patron of

NAS, said that with the demise of Laiqzada, Pashto bereft of a gifted poet, a dedicated mentor and a strong voice for peace and mutual respect. He stated that the late writer's contribution would serve as guiding principles for upcoming generation of literati.

Poets including Bushra Farrukh, Samina Qadir, Zubair Hasrat and Amjad Ali Khadim presented poetic tributes to Mr Laig while Prof Gulzar Jalal Yousafzai, Prof Yar

Mohammad Maghmoom Khattak and Prof Hanif Khalil dwelt on the literary contribution of the late writer.

-
بېرته شاته