(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوندي اتلان

[25.Jan.2024 - 09:52]

 د مرستيال " (مل ملاکنډ)  د ژوندي اتلان نمانځنې دستوره  

د‌پښتو د غزل بابا او نابغه امير حمزه خان شنواري شعر دے 

چې:

ته چې ماته وايي چې له مانه ځان قربان کړه 

ځان  له  ځانه څنګه قربانيږي څنګه قربانيږي

 

د ګردې پښتونخوا ادبي کلتوري تنظيمونه زما ژوند دے ، او دې تنظيمونو په برکت پښتو ژبه او ادب پرمخ روان دےه دا ټول ادبي تنظيمونه او له دې سره تړلي شاعران اديبان او هغوي مرستيال درانه او سپيځلي خلق دي چې د نيشت په وسيلو کښې هم لګيا د خپلې مورنۍ ژبې د ادب او کلتور بې لوثه بې لالچه خدمت کوي دا ټول ادبي کلتوري تنظيمونه زما ځان دے نو حمزه شنواري په دې حيران دے چې  د ځانه به سړے څنګ ځان قربان کړي زما په خيال دا د حيرانۍ او تشويش خبره نه ده د پښتو دا ادبي کلتوري تنظيمونه ځان له ځانه څنګه قربانوي زما په خيال ددې تنظيمونو او له دې سره د تړلي شخصيتونو هڅې ددې ثبوت دے چې دوي د خپل ځانه ځان قربانوي پکار دي چې د قربانۍ دا چل هم خلق هم د پښتو ددې تنظيمونو سره تړلي ښاغليو زده کړي. د پښتو يو ټپه ده.

ديدن د سر په بدله دے 

سر چې ساتے څنګه به وکړے ديدنونه

په ګردې پښتونخوا په بيله بيلو سيمو کښې د پښتو ژبې ادب د خورونې روزنې بلا شمير تنظيمونه دي چې يو ورکښې د د ملاکنډ ضلعې د سمه راڼيزي  فعال ادبي کلتوري تنظيم مرستيال ليکوال "مل" ملاکنډ دے چې تيرو څلويښتو کلونو راسې د پښتو ژبې ادب د ودې دپاره تيرو څلويښتو کالو لوے دستورې راجوړه وي چې ورکښې د ګردې پښتونخوا نمائينده شاعران اديبان ګډون کوي.مرستيال مل ملاکنډ  د دسمبر په 31, نيټه کال 2023 په تړون شادي هال جاله وانان بټ خيله کښې ددې وخت د پښتو ادب د استاذانو شاعرانو ، اديبانو او ادبي مبارزينو او خدايي خدمتګارانو په درناوي کښې د" ژوندي اتلان " په نوم يو ځانګړے دستوره راجوړه کړے چې ورکښې يي دري پنځوس د پښتو ادب استاذانو شاعرانو ، اديبانو ته د ګډون بلنه ورکړے وه چې ورکښې د غالب اکثريت شاعرانو اديبانو ګډون وکړي چې کوم نه وو راغلي هغې کښې يو شمير شاعرانو اديبانو د خپلو کورني مصروفياتو په سبب ونه کړے شو. او ځنو د لوظ کولو سره  ګډون وکړے شو وايي چې په دې ورځ د لړې په وجه سړکونه بند وو کوم خلق چې رارسيدلي وو هغه هم په ډير تکليف رارسيدلي وو.

د مرستيال ليکوال د خپل نوعيت دا ځانګړے دستوره د بټ خيلې  نه د سوات ، دير ، باجوړ چترال په لور جرنيلز سړک جالاوانان په مقام په تړون شادي هال کښې بندوبست شوے وه. د مل ملاکنډ مشران او کشران ملګري د خپلو  ژوندي اتلانو هرکلي ته ولاړ وو ډير په درنښت به يي هر ژوندے اتل په هال کښې خپل ناستي ځاے ته رسول ددې دستورې صدارت هم دې ژوندي اتلانو کولو او مشران ميلمانه هم دا ټول وو البت د نظامت چارې د مرستيال ليکوال مل ملاکنډ صدر پروفيسر ډاکټر اقبال شاکر او خزانچي ښاغلي ناصر آمين ډير په ښه طريقه ترسره کړے.

ښاغلي ناصر آمين ددستورې پرانستې دپاره د ژوندي اتل ښاغلي اکبر سيال وړوکے نمسې د تلاوت دپاره سټيج ته را وبله ګلالي بچي په قره کښې د قرآن پاک د يو رکوع په تلاوت سره دستوره شروع کړه ورپسې ښه شاعر او سپيځلي هنر مند ښاغلي اسلم سالک د ډاکټر اباسين يوسفزي دعائيه کلام په خپل خوږ آواز زمزمه کړه:

هر لوري ته ښکلے نوبهار کړے خدايه 

دا   وطن   ګل   ګلزار   کړے   خدايه 

په دويم پړاؤ کښې پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم د مرستيال مل ملاکنډ د نوي کابينې چې ورکښې ډاکټر اباسين يوسفزے سرپرست اعلي، بخت روان عمرخيل چئيرمين، ډاکټر اقبال شاکر صدر، شعيب شعور نائب صدر ،ګوهرعلي ګوهر ستر سکتر ، غني غورځنګ کشر سکتر او ښاغلے ناصر آمين خرانچي شامل وو سوګند واخست

ورپسې د مل ملاکنډ صدر بخت روان عمر خيل دستورې ته وينا بلنه ورکړے شوه هغه په خپله وينا کښې ميلمنو ستړي مشي او مننه کور وداني ووئيله هغه ووئيل زه او زما د مل ملاکنډ ټول ملګري منندويه يو چې په دې يخ موسم کښې په درانه وجود د لرے لرے راغلئ او زمونږ پښتنې مينې ته مو درناوے ورکړو او دا دستورې ته مو د خپل راتګ په سبب صوري او معنوي ښکلا ور وبخښله ښاغلي بخت روان عمر خيل ووئيل څنګ چې نورالامين يوسفزي په شروع کښې ووئيل چې مل ملاکنډ د تيرو څلويښتو کالو په خپلو وسيلو د پښتو ژبې ادب او کلتور د ودې دپاره دغه رنګ سترې دستورې راجوړه وي ننۍ غونډه څنګ چې يي د نوم نه ښکاره ده د پښتو ادب د هغه ژوندي اتلانو په درناوي کښې ده يقينناً چې د پښتنو دغه رنګ اتلان په سوونو دي خو زمونږ ملګرو پريکړه وکړه چې د ژوندي اتلانو دا دستوره به په دوه برخه کښې وکړو ننۍ غونډه ړومبۍ غونډه ده که خداے کول د ژوندي اتلانو نمانځنې بله دستوره هم کوو، ښاغلي بخت روان عمرخيل ووئيل چې د ژوندي اتلانو نماځنه خو په اصل کښې د دولتي ادارو کار دے خو هغوي دغه کار نه کوي نو ددې مطلب دا نه شو چې مونږ دې هم خپل اتلان ونه نماځو مونږ غواړي چې دغسې غونډو په وسيله دنيا ته خپل روڼ مخ وښايو او د قلم او خبرې په وسيله خپلې ستونزو حل ته خپل نوے کول متوجع کړو ښاغلي بخت روان عمرخيل ووئيل چې ددې غونډې په وسيله د ډاکټر نورالبصر امن دا خبره زمونږ ددې هڅې ستائينې دپاره ډيره ده هغه ووايي چې دې غونډې له به زه خامخا درځم ولے چې دې دستورې ته د پښتو ادب داسې سپيځلي شخصيتونه راروان دي چې ما يي کتابونه لوستي دي خو له تروسه مې ليدلي نه دي نو ددې سره زمونږ د نوي کول ځوانان هم دا خپل اتلان وپيژني. ښاغلي عمر خيل په دې د پروفيسر ډاکټر همايون هما صيب د هغه پيغام ذکر وکړو کوم چې هغه په لاهور کښې د شتون په وجه په دې پرتمنه دستوره کښې د ګډون کولو وژغورو ډاکټر همايون هما صيب هم په خپل پيغام کښې د مل ملاکنډ دا هڅه ستائيلے وه د تنظيم ملګرو ته يي خراج وړاندے کړے وهښاغلي بخت روان ووئيل چې د مل ملاکنډ په هڅو حکومت په ظفر پارک کښې د يو لائبريري او هال بلډنګ جوړ کړو خو د افسوس خبره ده چې د علم و ادب دپاره جوړ دغه ودانۍ  کښې د 1122 دفتر دے مل ملاکنډ ددې غونډې په وساطت د حکومت نه غوښتنه کوي چې 1122 دپاره بل ځاے جوړ کړي دغه هال دې د ادبي کلتوري هلو ځلو دپاره پرانيزي د ښاغلي بخت روان له دې خبرې سره د يو والي څرګندونه د لاسو په پړقول. ښاغلي بخت روان عمر خيل د هغه ټولو مرستيالو په خصوصيت سره د تړون شادي هال انتظاميې او ورکرانو ته مننه کور وداني ووئيله.

 روستو اقبال شاکر نظامت چارې سنبال کړے هغه هم ټولو ژوندي اتلانو ته هرکلے  ووے او د هغوي  راتګ يي د خپل ځان او تنظيم دپار وياړ او درناوے وګڼو ډاکټر اقبال شاکر زياته کړه چې مل ملاکنډ د اباسين يوسفزي ، بخت روان عمرخيل، ګوهر علي ګوهر، باچاسعيد سعيد، رسا صيب شعيب شعور او نورو کشرانو په مرسته ملاتړ دغسې ځانګړے دستورې راجوړه وي. که خداے کول دا سلسله به هم دغه رنګ دوام لري. ډاکټر اقبال د مل ملاکنډ د صدر په حيث هم د اليکټرانک پرنټ  ميډيا، تړون شادي هال سره ټولو مرستيالو ته مننه کوروداني ووئيله روستو به اقبال شاکر درې دريش ژوندي اتلان يو په  يو سټيج ته د هغه د کار و زيار د بيان سره په درنښت  رابله او د ډاکټر اباسين يوسفزي، بخت روان خيل ، ګوهر علي ګوهر په لاسو ډير  په درنښت څادر په غاړه او پکول په سر کړه

 ښاغلي ګل محمد بيتاب ووئيل په دې کښې بله نيشته چې دا غونډه د خپل نوعيت ځانګړے دستوره ده زه د مل ملاکنډ ملګرو دا هڅه ستايم او ملګري اقبال حسين افکار ته وايم چې ددې رپورټ وليکي چې مونږ يي د وحدت اخبار په رنګينو صفحو کښې چاپ کړو  ډاکټر عبداللّه جان عابد ووئيل چې د مل ملاکنډ ټولې غونډې مقصدي خو دا دستوره خو ځانګړے دستوره ده ما ورکښې ډير ليکوال په ړومبي ځل وليدل. ډاکټر يار محمد مغموم صيب هم دستوره وستائيله هغه ووئيل ښاغلي بخت روان عمر خيل د ژوندي اتلانو دويمې برخې خبره وکړه نو بايد چې په دغه  دستوره کښې د ړومبي برخې اتلان را ونه غوښتې شي. ډاکټر يار محمد مغموم صيب د بخت روان په حواله ووئيل چې د چونکې او چونانچه متبادل مونږ سره پښتو کښې شته بايد چې هغه وکاره وو. هغه زياته کړه چې يو غلط العوام  يو غلط العام وي. په ړومبي ولس د تورو غلط استعمال کوي او خواص يي صحيح وايي او په دويم کښې دواړه يي غلط وايي لکه مرغه دا مرَغه، بل سندريز غلط دے دا دے سندره ايز ، سميه ايز وغير ډاکټر يار محمد مغموم صيب هم د مل ملاکنډ د مشرانو او کشرانو دا هڅه وستائيله، دغه رنګ ټولو ژوندي  اتلانو خپل تاثرات بيان کړل او خپل خپل کلام يي واورول  هر چا په خپل انداز د مرستيال ليکوال دا ځانګړے دستوره وستائيله او د مل ملاکنډ مشرانو او کشرانو ته يي خراج تحسين  وړاندے کړو. په دې دستوره کښې چې کوم ژوندي اتلان شريک شول د هغوي نومونه په دې ډول دي.

کښې اسرار د طوروم، ر شفققاسم محمود بنوی ,.پروفېسر اسیر منګل,. ډاکټر زبير حسرت ,, ډاکټر يار محمد مغموم ډاکټر اباسین یوسفزے،  عزیز مانېروال، نور الامين یوسفزے، حنیف قېس،  فضل محمود روښان ،. لقمان کېمور، ماسټر شېر افضل، ګل محمد بېتاب،ډاکټر اسلم تاثير،ډاکټر عبدالله جان عابد،ډاکټر بدر الحکیم حکیمزے،صاحب زر کلیاړوال،زرنوش شهاب، شاذوالله اسیر،همایون مسعود،ډاکټر علی خېل دریاب، فضل الرحیم لوهار،اکبر سيال، سليم بنګش، باچا زاده حېران،محمد.اقبال اقبال،جمعه رحمان افګار،بهرام زخمی او اقبال حسېن افکارشامل وو .

په آخر کښې د مل ملاکنډ سرپرست اعلي پروفيسر ډاکټر اباسين يوسفزي د احتتامي او نوي غزل سره دستوره په درې بجې وپائيده ډاکټر اباسين يوسفزي هم ژوندي اتلانو ته مننه ووئيله دغه د تړون شادي هال د انتظاميې ورکرانو او ميډيا ملګرو ته مننه کور وداني ووئيله. د ژوندي اتلانو سره د ملاکنډ درګۍ ، بټ خيلې، الاډنډ، تاڼه، سوات، بونير، دير،  باجوړ ، شانګله ، پيښور او نورو سيمو شاعرانو اديبانو ، پروفيسرانو سټوډنټانو ، د ټولو سياسي ګدونو مشرانو سماجي شخصيتونو په ګڼ شمير کښې ګډون وکړه

په درناوي: اقبال حسين افکار 

 

په مننه د ګران ګل محمد بيتاب ورځ پاڼه وحدت پيښور 4, جنوري 2024

-
بېرته شاته