(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتوبایوګرافي

[25.Jan.2024 - 09:40]

فیروز خان اپریدی

لیک: ډاکتر لطیف یاد

________

اتوبائیوګرافي (Autobiography )

د یوه چا لخوا د خپل ژوندلیک لېکلو ته ویل کیږي چې  دخپل ژوندحالات یې   پخپل قلم  لیکلی وي  او د خپل ژوندانه ټولې پېښې  او حالات یې   دکوچنیوالي نه تر خپل ژوند لېک دلېکلوتروخته  پورې  پکې راوستلې  وي    .  اټو بائیوګرافي  ته په اردوژبه   (خودنوشت (یا (آپ بیتی)،  په هندي ژبه    ورته (آتما کاتها)، په عربي ژبه یې (السیرة الذاتیهاو په فارسي ژبه کې ورته (خود زندګي نامه) وایي .  .  

تر هغه ځایه پورې چې ماته معلومه ده په  پښتنو کې په کلاسېکو او اوسنیو  لېکو الانو او شاعرانوکې  ډېرلږ شمېر داسې لېکوالان اوشاعران شته چې دوی دې دخپل ژوند انه حالات یاځان لیک  پخپله لیکلی وي او دا ډېرښه دود دی چې له نېکه مرغه زموږ په پښتو  شاعرانو اولېکوالانو کې اوس رواج شوی دی

په دغو لېکوالانو او شاعرانو کې چې دخپل ژوند لېک دلېکلویا اتو بائیوګرافۍ  هڅه یې کړې ده  یو هم ښاغلی فیروزخان  اپریدی دی چې دپښتونخوا تکړه لېکوال ،شاعر،ناول لیکونکی  ژباړونکی  او په پښتواو اردو  دواړو  ژبو برلاسی لېکوال  او په نثر اونظم کې یې ډېر کتابونه هم کښلی دي چې چاپ شوي هم دي .دلته به بېځایه نه وي چې دده دهغوکتابونو یادونه وکړم چې دمخه چاپ شوي دي اونومونه یې دادي

 ( ۱-(جګې شملې (تذکره )

 ( ۲- د وطن په ګل درو کې (نثر)  

 ( ۳نوے سباؤن (تذکره )

 ( ۴-د ستړي ژوند ساندې او سندرې (شاعري

 ( ۵-زرچاڼ(مضامين)

 ( ۶-د صحرا بادونه (افسانې )

 ( ۷-بګړا -اردو( ناول )

ښاغلي فیروزخان اپریدي په دې وروستیو وختونو کې پخپله خپل ژوندلیک ( Autobiography   ) لیکلی دی چې نوم یې دی (ژوند سفرسفر ). دغه کتاب د (۲۰۲۳)     زیږدیز /میلادي کال داګست په میاشت کې په (۳۲۳) مخونو کې دپښتونخوا په مرکز پېښور کې دګران خپرندویه ټولنې لخوا دزرو ټوکو په شمېر  چاپ شوی دی.دده پر دغه ژوند لیک (ژوندسفرسفر )څلو رتنو ښاغلو هریوه همایون مسعود ،دسوات  دجهانزیب کالج دپښتو څانګې مشر(چيئرمېن)ښاغلی ډاکټر عطاء الرحمان عطاء، ښاغلي سلیم بنګښ او داردو ژبې درهبر کسان ورځپانې چیف ایډيټر ښاغلي هارون قریشی هم پرې خپل تقریظونه   لیکلي دي اودده ددې ژوند لیک  ستاینې یې کړي دي .

دښاغلي فیروزخان   اپریدي       دغه ژوندلیک (ژوند سفر سفر )پردووبرخو ویشل شوي دی لکه چې ددې کتاب په سریزه کې لولو  په لومړۍ برخه کې دده له زیږېدو نه تر څلېرویشت کلنۍ پورې حالات راغلي دي او دغه موده د۱۹۶۰ زیږدیز /میلادي کال نه تر ۱۹۸۴ پورې موده  ده چې دده دماشومتوب ، کورکلي ، کورنۍ اودده د ښوونځی  دورځو حالات پکې راغلي دي ، دویمه برخه یې د۱۹۸۴ کال نه پیل کیږي چې ده دسفر موزې په پښو کړي دي   اوپه قطر کې دکار روزګار په لټه یې خپل خوږ هېواد او خپله کورنۍ ترشا پرېښود لې ده او   د۱۹۸۴ کال نه تر ۲۰۲۳کلونو پورې حالات یې لیکلي دي  چې پوره اته دیرش کلونه کیږي .ددې ټولوسره سره  ښاغلی فیروزخان اپریدی   دمساپرۍ په ژوند او پردیسۍ کې    هم خپله ژبه نه ده هېره کړې او په نثر او نظم یې دېر آثار کښلي دي چې ما دمخه ترې یادونه وکړه، همداراز دده شعرونه ډېروپښتنو هنرمندانو زمزمه کړي هم دينوموړی په قطر کې دپښتو ادبي  تولنې غړي او مشر هم پاتې شوی دی او ددې ټولنې په برکت ډېرشمېر سیمینارونه اودپښتو    مشاعرې هم جوړې شوي دي چې ښاغلي فیروزخان اپریدي پکې فعاله ونډه اخیستې ده

دده ددې نوی  کتاب ژوند لیک(ژوند سفر سفرپه سرېزه کې    پخپله لېکوا ل لېکي  او وايي

زه داخپل ژوندلیک(ژوند سفر سفر) یوې داسې کورنۍ ته پرېږدم چې افراد یا غړي یې دبدیو اودښمنیو پرته په بل څّه نه پوهېدل اودتعلیم ،درس اوتدریس ، تهذیب او تمدن نه ډېرلرې په شاړو میرو اوغرونو کې اوسېدل او خپلو اولادونو ته یې ددښمنیو اوتربګنیو   برته بل څه  په میراث نه دي  پرېښودلی  

له نېکه مرغه زه اوښاغلی فیروزخان اپریدي داوږدو کلونو راپدېخوا  دفیسبوک ملګری یو ، مادمخه هم دښاغلي  فیروزخان اپریدي  پر دوو  شعري تولګو  چې یوه یې (دوطن په ګلدروکې )کې نومیږي اوپه ۲۰۰۹ زیږدیزکال کې  چاپ شوې وه او بله یې (د ستړي ژوندساندې ) نومیږي اوپه ۲۰۱۶ کال کې چاپ شوې وه  خپل  تقریظونه لیکلي ول ، خو دده ژوند لیک(ژوندسفر سفر) چې په نثر کښل شوی دی    هم  هماغسې خوږدي لکه دده شعرونه چې پاخه او خواږه دي .

 دښاغلي فیروزخان اپریدي داژوندلیک(ژوند سفر سفر) چې ده ماته یوه اونۍ  دمخه  رالیږلی و ما  سرترپایه ولوست .دده په  ژوندلیک ددده دپښتنی   غریب ماحول ، دعلم اوتمدن نه لیرې ژوند ، تربګنیو اودښمنیو ډیرې کیسې شته ، همداراز به بهر کې دمزدورۍ د لالهانده ژوند په اړوند یې خپل جالب خاطرات له موږ او تاسو سره شریک کړي دي .

 ماښاغلی فیروزخان اپریدي دده په  ژوند لیک(ژوند سفر سفر) کې داسې انسان وموند چې هېڅکله ستړیا یا نه مني او دخپلو مو خو او هدف ته درسېدوپه لارکې نه ستړي کیدونکې مبارزه کوي .دده دلیکنې اسلوب ډېر خوږ دی اولوستونکی مجبوروي چې دد ه ژوند لیک (ژوند سفر سفر)په ډېرخوند سره ولولي

زه ښاغلي فیروزخان اپریدي ته دده دنوي کتاب ژوندلیک(ژوند سفر سفر ) دلېکلو او چاپ مبارکي وایم اوله لویه خدایه ورته دزیاتو بریاوو او خوشالیو هېله کوم .هېله لرم چې دی په راتلونکي کې هم موږته په  نثر او نظم دواړو کې ډېر څه ولیکي .  

په پای کې دده یو منظوم کلام هم تاسوته وړاندې کوم چې ما دده دشعري تولګې( دستړي ژوند ساندې )نه رااخیستی دی:

 

لکه باز د غره په سر ګرځي بـې باکـه

داســې عــزم او انــداز لــرم خپلواکــه

تور او سپين پکې له ورايه ښـکاره کېـږي

د خــاطر شيشه مــې تــل ســاتلې پاکــه

انسـانانو خــو د اور جــامې اغوســتې

شــېطانان دي چــې زېږېــږي د دې خاکــه

پرېښــتې د امــن تللــي لــه دې ځايــه

د عــذاب کــاڼي ورېــږي لــه افلاکه 

د ظــاهر پــه تهمتونــو هــم داغــداره

د باطن پـه چيغـو هم ګـرځم کاواکـه 

په ډېرادب او درنښت 

 (یاد)دجنورۍ دمیاشتې ۲۵مه۲۰۲۴

-
بېرته شاته