(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لایق زاده لایق

[18.Jan.2024 - 13:12]

پر پښتو او پښتونولۍ مین لایق زاده لایق

لیک: نصیر ستوری 

 

په کال 1983 کښې  زما پلار ډاکتر کبیر ستوری د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره پېښور  ته راغی, نو  د ضیاالحق د پوځي رژېم له خوا د پاکستان د ماتېدو او پښتونستان د جوړېدو په تور ونیول شو او د یو نیم کال بند نه وروسته له پاکستان نه وشړل شو.

 

په 1996 کال کښې چې محمد افضل خان (خان لالا) دبېنظیر بوټو په کابینه کښې مرکزي (وفاقي) وزیر شونو زما پلار د خان لالا په بلنه  پاکستان ته لاړ

پدغه وخت کښې  ارواښاد لایق زاده لایق د افضل خان لالا ځانګړی/پرائیویټ  سیکرټری وو, نو زما د پلار او لایق صیب پیژندګلوي , ملګرتېا او دوستي له همدغه وخت څخه پیل  شوه او ېبا دغه دوستي د وخت په تیرېدو سره په خپلوۍ هم بدله شوه.

 

کله به چې زما پلار د خان لالا قامي جرګو, د پښتو عالمي کانګرس, پښتو عالمي کنفرانس او نورو قامي غونډو او سیمینارو او کنفرانسونو کښې  د برخه اخستو او ګډون لپاره پښتونخوا ته تللو نو ډېر ځلې به یې ما هم ملتېا کوله, چې پدې ترڅ کښې د لایق صیب سره زما ملګرتېا هم جوړه شوه او لکه د خپل  پلار  پشان راته ګران  وو او مونږ سره یې هم د پلار په شان مینه کوله

 

لایق صیب د پښتونولۍ په تول پوره پښتون وود خپل ژوند ډېره برخه یې   د خپلې  مورنۍ  ژبې ( پښتو) او  پښتني کولتور د چوپړ  لپاره ځانګړې کړې وه, پښتني ادب او ادبی بهیر کی یې یو ځانګړی ځای لرلو, د خپل قام په غم او بې وسۍ یې د قلم اوښکې تویولې او د پښتنو د ابادۍ, سوکالۍ،  امن، پوهې, یووالي  او بېدارۍ لپاره ئې کڼکی / لیکڼی (قلم) پورته کړی وو.

 

ارواښاد لایق زاده لایق یو داسې سړېتوب (شخصیت) وو, چې د ادب په  ډګر  کې  پهږ  ټولو لارو ګرځیدلی ووپه ټولو  برخو  برلاسی وو,  د لیک  ژبه  ئې روانه، ساده  او اسانه وه,  ټول  خلک  پرې  پوهیدل ـ په هره ليکنه, شعرنثر او نظم کې ئې د امن ، د مينې ، ورورولۍ ، انسانيتد قامي احساس د بېدارۍ او یووالي  ارزښتناک او اغېزمن پېغام پروت وو ـ 

 

فکر او ذهن ئې پښتون وو ـ د پښتنو د خپلواکۍ ارمان یې په زړۀ کى لرلو ـ په وړه وړه خبره خوشالیدلو , لکه څنګه چې هغه خپله وایي:

 

په وړه وړه خبره خوشالېږي

په شاعر کښې دا عادت دی د ماشوم

 

دغه راز به په وړه وړه خبره ناخوښه (خفه) کیدلو هم

 

لایق صیب د ۲۰۱۱ء کال د اکتوبـر په  میاشت  کې د اروپايي يون (سفر) په لړ  کښې   جرمني  ته راغلی ؤ, نو  داسې يوه ورځ به ئې تېره کړې نه وي چې شعر ، نظم او يا نثر به ئې ليکلى نه وي ـ تر هغې به نه ويده کېده چې څۀ ئې ليکلي نه وو ـ  د ګڼ  شمېر  بهر  مېشتو  پښتنو ادیبانو،  شاعرانو،  لیکوالانو،  سیاستوالو او  ژورنالستانو سره  ئی  لیدنې کتنې  وکړې ـ

په بون ښار کښې یې د المان غږ راډیو، په پراګ کی یې  د ازادۍ  را‌‌‌‌‌‌ډیو  او  مشال  راډیو  له  کار کوونکو او ملګرو سره د نظریو بدلون وکړ او خپلې  تجربې  یې  ورسره  شرېکې کړې

په  هغه ادبي  بنډار کښې یې  هم ګډون وکړ، چې د انجنیر مطیع الله روفي په کوربه توب دده په  ویاړ د جرمني دکولن په ښار  کښې  جوړ  شوی ؤ

 

په اروپا کښې یې  د یو شمیر پښتنو/ افغانانو لیکوالانوشاعرانو, سیاستوالو  او مخورو مشرانو سره د خیبر تلویزون لپاره مرکې هم وکړلې, چې بیا د هغه مرکو کیسټونه د خیبر تلوېزون په فارمټ وانه ړول شول او مرکې خپرې نه شوې. د مرکو دغه کیسټونه لایق صیب ماته راکړل, چې فارمیټ یې بدل کړم او د خپرېدو جوګه شي, خو له بده شامته چې همداسې پاتې شول

لایق صیب چې کله چې له اروپا څخه بېرته پښتونخوا ته ستون شو, د ’’خوبونو تعبیرونو‘‘  تر سرلیک لاندې یې د اروپا یونلیک / سفرنامه  ولیکله او یادښتونه یې د لیک په ژبه پکې خوندي کړل

خوبونه تعبیرونه یونلیک (سفرنامهیې د ’’ماته ائینه ‘‘ د لنډو افسانو په  بڼه د سفرنامو په  پیر  کښې  یو  ځانګړی نوښت ‌ؤ.

 

دغه  راز  د نوموړي  د  ډیرو نورو ګټورو لیکنو او کتابونو  ترڅنګ ’’فنکار نه مري‘‘  ارزښتناک څیړنیز کتاب دی, چې د پښتنی کولتور او ادب د فن او هنر  په برخه کښې , چې د تیر هیر  پخوانیو سندرغاړو او فنکارانو ژوند ژواک د څرنګوالي په هکله پکښې کره او د لومړي لاس مالومات خوندي شوي دي, ستره لاس ته راوړنه ده   

 

 د  فن, هنر او ټنګ ټکور (موسقۍ ) په  ډګر کښې یې د ګڼو نامتو   پښتنو سندرغاړو  لارښونه  او  مرسته کړی ده  چې  له  دغه  ډلې  څخه د بیلګې   په  توګه  د  مېرمن   نازیه  اقبال, ښاغلی وصال خیال،  ښاغلی خالد  ملک،  ښاغلی  ماسټر  رحیم ګل، خدای بخښلې مېرمن  غزاله  جاوید او داسې نورو  هنرمندانو نومونه د یادونې وړ دي

د پښتو موسیقۍ د نـامتـو کمپوزرانو اوموسیقۍ جوړونکو استاذانو هر یو  ښاغلیو ماسټر علي  حیدر،  استاد نظیر  ګل، شاکر زیب  نوشیروي،  نظر محمد  زرو، فرخ  زیب نوشیروي او داسی  نورو  سره  یې د موسیقۍ  په ډګر کښې  ددوئ   په  پیژندګلوئ  کښې  پوره  ونډه  لرلې ده.

په سلګونو   شعرونه یې  په راډیو،  تلویزیون، فلمونو، حجرو، دیرو او  نورو محفلونو کې  ویل  شوي  دي چې  پدی سره یې  د  نالوستو  پښتنو  غوږونو  ته هم خپل پیغام رسولی دی

 

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دې لړ کې چې کله په کال ١٩٩٨ء کې په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې ديره جوړه شوه نو ښاغلى لايق زاده لايق ئې د مشر په توګه وټاکل شول چې د پوهنې ديرې په چوکاټ کې ئې  له دوه سوو نه زيات کتابونه چاپ کړي او ګڼ شمېر د موسيقۍ ماښامي ئې جوړ کړي ـ 

 

زه چې کتاب پسې کتاب ليکم

حال د زړګي خانه خراب ليکم

د لېونتوب د هرې ساه په نامه

يو بې عنوانه اضطراب  ليکم

 

 د پښتو د ادب د اسمان دا ځلنده ستوری  لايق زاده  لايق  د 2023 کال د اکتوبر په 30 مه نېټه د زړه د ناروغۍ له امله د 64 کلونو په منګ (عمر) له هسک راپریوت او زمونږ نه د تل لپاره ناڅاپي او بې وخته بیل شو.

 اروا یې ښاده - یاد یې تل تازه

 

نن که لایق زاده لایق زمونږ سره  نه شته، خو د پښتنې کولتور , ادب او ژبې ددې ځلاند ستوري  رڼا به د ژوند په تورتمونو کې خامخا  ځلیږي.

په درنښت

11 November 2023 

-
بېرته شاته