(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هوښېارتېا

[08.Jan.2024 - 21:48]

هوښارتیا (Intelligence) 

هوښیارتیا د انساني ټولنو په وده او پرمختګ کې کره رول لوبوي او په هره ټولنه کې ورته په درنه سترګه کتل کیږی . د پښتو دا متل چې « له کم عقل دوست نه هوښیار دښمن ښه دی  » مونږ ته په پښتني  ټولنه کې د هوښیارتیا ارزښت راپه ګوته کوي. هوښیارتیا د ساپوهنې موضوع او د سړیتوب (Personality) مهمه برخه ده . هوښیارتیا ته د ورځني ژوند د چارو د سرته رسولو په ډیرو برخو کې اړتیا ده، له دې کبله ئې د ډیرو پوهانو پام ځانته را اړولی دی او د خپلو ځیړنو برخه ئې ګرځولې ده .

 

د هوښیارتیا پېژند (Difinition)

ډیرو پوهانو د خپلې څیړنې او مالوماتو په بنسټ هوښیارتیا پیژند ( تعریف ) کړی دیمیک ډوګل (Mc – Dougall)  هوښیارتیا هغه میراثي توان ګڼي چې په ځانګړي (خاص) چوکاټ کې  سړی د چاپیرېال سره سمون وکړي ( ۱ ) .

وینڅل  ( Wenzel ) هوښیارتیا ته د مانا ګانو د اړیکو او مانا ایزو نښتونونو  د پیژندنې توان وايی ( ۲ ) .

شټرن (Stern)  د میرڅ (Merz) د وینا له مخې هوښیارتیا هغه غونډ توان ګڼي چې په ارادي توګه سوچ په نوو غوښتنو وشي  د ژوندون د نوو دندو او شرطونو سره غونډ معنوي سمون وشي او د ژوند شرایط خپله سم کړي او پیداواري(تولیدي ) کار وکړي ( ۳ ) .

ویکسلر  (Wechseler) د هوښیارتیا د لاندې هغه غونډ یا ټولېز(مجموعی) توان پوهیږي چې سړی پکې  سم سوچ ( اند ، فکر ) هدفمند یا موخه اېز عمل او د چاپیریال  (میحط) سره اغیزناک چلند وکړي .

دې ته هم ګوته نیسي، چې د امریکا په متحده ریاستونو کې یو مشهور ساپوه   (Psychologist) د دې پوښتنې په ځواب کې چې هوښیارتیا څه شی دی ویلي و چې « څه چې د هوښیارتیا تله اندازه کوي هغې ته هوښیارتیا وايي ( ۴ ) .

میرڅ   (Merz) بیا په دې نښتون کې لیکي چې « د هوښیارتیا دومره زیات ډولونه شته دی لکه څومره  چې د هوښیارتیا یو د بل سره توپیر لرونکي تلې شته » ( ۳ ) .

دا سمه ده چې د هوښیارتیا ډیر ډولونه شته دی خو داسې هوښیارتیا هم  شته دی، چې د هوښیارتیا د رواجي ( عنعونوی ) تلو په واسطه اندازه کیدلی نه شي لکه جزباتي هوښیارتیا   (Emotionale Intelligence) چې امریکني ساپوه دانیل ګولماین  (Daniel Goleman) د یو کتاب نوم هم دی .

همدغسې د بري هوښیارتیا چې د یوه بل امریکني ساپوه  روبرتشټرن  برګ                                                         (Robert Sternberg) د لیکنې نوم دی ، چې په ورځني ژوند کې بری د سپړنیزي  (تحلیلي ) نوښتې  (ایجادي ) او پلې(عملي) هوښیارتیا پایله یا نتیجه ګڼي . د شټرن  برګ (Sternberg) د هوښیارتیا دا درې واړه برخې د یوبل سره نژدې تړون لري . سپړنیزه ( تحلیلي ) هوښیارتیا هغه مهال پکار ده، چې کله  سړی ربړې روښانه کوي او د یوې نظر يي د ګټور توب په هکله قضاوت کوي . نوښتي هوښیارتیا ته  اړتېا (حاجت) دی تر څو چې ښې نظر يې مخ ته راشي

پلې (عمليهوښیارتیا ته اړتیا ده تر څو، چې ددې نظریو څخه کار واخستل شي او په اغیزناکه توګه په عمل کې پلي شي شټرن  برګ (Sternberg) د بري هوښیارتیا د  ورځني ژوند په بیلګو مدلله کوي چې وايي : یوې اندازې سپړنیزې هوښیارتیا ته سړی د بازار د پیداوارو ( تولیداتو)د پيژندلو لپاه اړتيا لري نوښتې هوښيارتیا ددې غم خور ي چې دا پيداوار (توليدات) منځ ته راشي او عملي هوښیارتیا د پیداوارو د پکارونې لپاره  ضروري ده . هغه انسانان چې د بری د هوښیارتا اندازه ئې جګه وي . خامخا هغه کسان نه دي چې د هوښیارتیا پدې درې واړو برخو کې لوړ توان او ځواک خاوندان دي . بلکې په ډیره پیمانه سره د  دوې  د  وسه  دا پوره  ده چې د کمزورو اړخونو انډول د زورورو اړخونو په واسطه برابر کړي او د خپل ټول توان څخه ښه ګټه واخلي ( ۵ ) .

..................

د پورتنيو ټکو څخه راپه ګوته کېږي چې د هوښیارتیا کوم عمومي منل شوې پیژند ( تعریف ) نه شته دې او هم د هوښیارتیا ډیر ډولونه شته دې چې ټول ئې د هوښیارتیا درواجي یا عنعنوي تلو په واسطه تلل کیدلې نه شي خو بنسټي او کره برخه ئې د هوښیارتیا د تلو په واسطه اندازه کیدلې شي . که چیرته سړی د هوښیارتیا د تلو په بنسټ د هوښیارتیا د پیژند  ( تعریف ) هڅه وکړي نو ویلې شي چې هوښیارتیا د سم اندې  ( منطقي ) اصولونو او نښتونونو د پیژندنې او پکارونې توان دی.

http://kabirstori.com/files/books/DaHokhyartiatala.pdf

 

-
بېرته شاته