(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسنانبول د ۲ امپراتوریو..

[28.Dec.2023 - 16:21]

استانبول؛ د دوو امپراتوریو د عروج او زوال سمبول 

لیک: ولي الله ملکزی - کیفورنیا , امرېکا

 

لوړ ماسپښین دی او په کاسو کاسو باران وریږي. چا پلاستیکي بالاپوشونه اغوستي او ځینو برګې او تورې چترۍ په سرونو نیولې دي؛ خو بیا هم ښه ګڼه ګوڼه ده او خلک بې خاره قدم وهي. د مرمرې د سمندرګي له اروپايي ساحل څخه د آسیایي څنډې د دنګو ودانیو رنګارنګ ګروپونه تت تت ځلیږي او د سیګل ښایستوکې مرغۍ د مالګینو اوبو خاموشه څپې څاري. د اوو غونډیو په څوکو او لمنو کې پروت د ۱۶ ملیونه نفوسو په درلودلو سره، استانبول د اروپا لومړنې او د نړۍ پنځلسم لوی ښار دی. ۵,۷۱۲ کیلو متره مربع مساحت لري او د ترکیې د ټول نفوس ۱۹سلنه خلک همدلته اوسیږي. استانبول ۵۸ پوهنتونونه لري چې ۱۴ یې دولتي‌ او پاتې یې خصوصي او وقف دي. په دې ښار کې۳۶۷۰ جوماتونه، ۱۵۸ کلیسا ګانې او د یهودانو لپاره ۱۷ سنیګاګ (کنیسې) آبادې دي.

د دې ښار بنسټ له میلاد څخه اوه پيړۍ وړاندې د یونانیانو له خوا کيښودل شوی او بیا د کوروش کبیر د تاړاک په مهال سم دم کنډواله شویدی. په ۳۳۵ میلادی کال کې د بیزنطیني امپراتورۍ (ختیز روم) ستر ټولواک، قسطنطین د خپلې واکمنۍ پلازمینه اعلان کړ او د قسطنطینه نوم یې ورباندې کیښود چې د را روانو لسو پیړیو لپاره د رومیانو د راج او باج ټاټوبې وو. نوموړي د ایټالیا د واټیکان په مقابل کې، د ارتودکسو لپاره د آیا صوفیا مشهوره کلیسا جوړه کړه او چې ومړ نو په څنګ کې یې خښ کړل شو. کله چې سلطان محمد الفاتح په ۱۴۵۳م کې بیزنطيني واکمني تس نس کړه او د قسطنطنیې ښار یې ورڅخه ونیولو؛ نو د إسلام بول نوم یې ورله غوره کړ، بیا د هغه وارثانو ورباندې آستانه او وروسته د استانبول کیښود او دغه کلیسا یې په جامع جومات بدله کړه.

د عثماني سلطنت له راپرزیدو یو کال وروسته، یعنې په ۱۹۲۳م کال کې د مصطفی کمال اتاترک له خوا د ترکیې پلازمینه له استانبول څخه د انقرې ولایت ته ولیږدول شوه، ولې د دې ښار اقتصادي او کلتوري لمن د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته پراخه او د سیاحت او توریزم په یو ستر مرکز باندې بدل شو. د همدې ډیسمبر په یولسم تاریخ، د کلتور او سیاحت وزرات وویل: سږ کال ۵۳ ملیونه سیالانیانو له ترکیې څخه لیدنه کړې، ۴۶ ملیارده ډالر یې مصرف کړی او د دې شمیرې نیم په نیمه تورستان استنبول ته راغلي دي. استانبول د ترکیې د ۸۱ ولایتونو څخه یو ولایت دی او ۳۹ ولسوالۍ لري. د دې ښار د نفوسو ۶۵ سلنه په اروپايي برخې کې او پاتې ۳۵ سلنه یې په آسیايي خوا کې اوسیږي چې دریو پلونو او د اوبو لاندې یو تونل سره نښلولي دي. د استانبول اوسنې ښاروال د جمهوریت پالو د ګوند مخکښ غړی، اکرم امام اُغلو دی.

د استانبول نوی نړیوال هوايي ډګر (IST) چې مساحت یې ۷۶ ملیون متر مربع ته رسي د نړۍ په کچه دوهم لوی میدان دی. په ۲۰۱۸م کې یې د لومړۍ برخې پرانیسته وشوه؛ د ۹۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او په ۲۰۲۸م کې به یې څلورمه برخه کار هم بشپړ شي چې هرکال به د ۲۰۰ ملیونه مسافرو د تګ راتګ جوګه شي. دغه مهال به هره ورځ، ۳۵۰۰ الوتکې ۳۵۰ ډګرونو ته الوتنې کوي. د دې ډګر ټول لګښت ۲۶ ملیارده یورو ته رسیږي چې د ترکیې ترڅنګ بهرني پانګوال هم په کې غټه ونډه لري. همدا اوس څه باندې یولک تنه مسلکي او خدماتي پرسونل په کار بوخت دی او د ۴۰ زرو موټرو د درولو / پارکنګ وړتیا لري

له بله پلوه،‌ ترکۍ ډرامې اوس له امریکا او جنوبي کوریا وروسته، په نړۍ کې دریم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول ۱۵۰ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ۲۵ ژبو ژباړل شوې او په ۷۱ هیوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. په استانبول کې د افغانستان ځینې پخواني جهادي مشران، د جمهوریت د مهال لوړ رتبه شخصیتونه او په اختلاس ککړ او تورن وکیلان د ځینو سیاسي محدودیتونو سره همدلته ژوند کوي. کله چې ما د آتاکوئ په سیمې کې د درویشانو د ذکر، رقص او هوکې د شنو لوګو په بنډار کې له یو ترکي ځوان څخه پوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره ولې ناغیړي کوي او د یوځای کیدو اجازه نه ورکوي؟ نو هغه پرته له ځنډه وویل: (افندم! ختیزه اروپا تر پرون پوری کمونسته، مفلسه او د وارسا د نظامي تړون برخه وه، خو ناټو نن پولینډ، چکوسلواکیا او مجارستان په غیږ کې نیولې او مونږ ته انې بانې کوي، زموږ ګناه دا ده چې موږ مسلمانان یو او هغوئ مسیحیان!).

د مصطفی کمال آتاتورک لخوا د شپږو پیړیوعثماني خلافت د ړنګولو وروسته، د معاصرې ترکیې له نیمې زیاته واکمني د پوځي جنرالانو او یا د هغوئ د وزر لاندې واکمنانو سره وه چې له سیاست سره د مذهب ګډول، غټ جرم وو. خو رجب طیب اردوګان چې په تنکۍ ځوانې کی یی د استانبول د بسونو او اورګاډو په سټیشنونو کې چای او سموسې خرڅولې، په ۱۹۹۴م کال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. د سیاسي اسلام پلویان یې خلیفه بولي، لویدیزه نړۍ یې دیکتاتور او کورني مخالفین ورته د سلطان لقب کاروي. مګر کوټلې خبره دا ده چې اردوګان له اتاتورک وروسته د ترکیې یوغښتلی او کریزماټیک سیاست وال دی. هغه وکولای شول ترکیه له ژور اقتصادي ناورین څخه راوباسي او د نړیوال مالي ګراف په شپاړلسم کتار کې یې ودروي. لس کاله وړاندی د ترکیې بهرني صادارات په کال کې ۲۳ ملیارده وو؛ مګر نن یی د صادراتو کچه له ۱۵۳ ملیاردو ډالرو څخه لوړه ده او د ملي پیداوار کچه یې یو ټریلیون او سل ملیاردو ډالرو ته رسي.

د استانبول مجلل قصرونه، نروچکې منارې، موزیمونه، تاریخي کلا ګانې، خانقاوې، میکدې، د نڅاګانو حجرې او ډول ډول خواړه د بیزنطیني او عثماني امپراتوریو د عروج او زوال د شاهکارونو سمبولونه دي. د قسطنطین کبیر د سترګو په یوې اشارې به له انساني ککریو څلي جوړیدل او د سليمان قانوني دربار به د کوه قاف له ښاپیرو مالامال او د شمالي افریقا غلامان او اینزې به لاس په نامه ولاړې وې. ښايي له همدې امله فرانسوی امپراتور، ناپلیون بوناپارت ډیر ملامت نه وي چې کله د تور سمندرګي او مرمرې د ساحل په غاړه یې اوتر اوتر یوه خوا بله خوا وکتل او بیا یې د خاطرو په خپل دفتر کې ولیکل: (که زه د ټولې نړۍ امپراتور وای، نو استانبول به حتما زما پلازمینه وه). 

—-----------------------------------------------

یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د Reuters له آژانس، د Daily Sabah له ورځپاڼې، د الجزیرې ټلویزیون، Google او Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

20.12.2023

-
بېرته شاته