(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بزګر لور

[28.Dec.2023 - 15:58]

د بزګر لور ـ نور محمد ترکی

 

د (بختورې) داريه په لاس او په خورا خوشحالۍ سره دا سندره وايي:

سبا اختر دى، زما کالي کړه راته تور دوبي!

له خياله ډکه يمغوټې ورکړه څلور دوبي!

هو، رښتيا سبا اختر دى، لوى او واړه هغه ته خوشحالي کوي، کوچنيان لاسونه زيږه کوي چې د نکريزو رنګ ښه واخلي او سهار يې لاسونه تر هر چا ښه وايسي او په دې ډول د لاس د سره کېدو سيالي وګټي.

پلار يې په بې انګړه خونه ورننووت او بختورې سمدلاسه داريه يوې خوا ته کښېښودله او ورمنډه يې کړه، د پلار په غاړه کې يې دواړه لاسونه واچول او ور پورې ټال شوه، په ډېره مينه يې ورته وويل:

بابه جانه! اوس مې دخان لور وليده چې په اوربل باندې يې درې لړه سپينې روپۍ قطار کړې وې او هم يې ويل چې پلار ښه امېل(غاړکۍ) او يو سور پېزوان ورته بخښلى دى چې د اختر په سهار ځان پرې ښايسته کړي، نو دا ته ولې ما ته څه شى نه راوړې؟

تل وايې چې غاړکۍ به درته جوړوم خو نه دې کړه راجوړه، هغه بله ورځ دې ويل چې نن بايد په تنکۍ رشقه ګوزاره وکړم او و نه ژاړم نو بيا به راته اوړه راوړې او غلمينه ډوډۍ به راکوې خو نن دې بيا څادر تش راوړ.

داسې برېښي چې هيڅ شى دې نه دي موندلي. راته ووايه! باباجانه! خان ولې خپله لور او زامن داسې ښه ساتي او د اوربل لپاره يې ور ته تکې سپينې روپۍ چې له ورايه روڼې ځلېږي راوړي خو ته يې ما ته نه راوړې!

زه درباندې ګرانه نه يم که څرنګه؟

د پلار يې په سترګو کې اوښکې وګرزېدې او د دې له معصومانه پوښتنو او له دې کبله چې وروسته له دومره سرګردانيو څخه يې بيا هم يو کټورى اوړه او يو څه نکريزي نه دې موندلي، ټول ځان يې پر جوش راغلى دى او نژدې و چې لويه کريږه يې تر خولې ووځي

بزګر په خورا تکليف چې تا به ويل په ستوني کې يې لويه دانه ختلې ده، ورته وويل:

زويکه! هغه يې لري چې ورته راوړي يې. زه خوار يې له کومه کړم؟

بختوره: “نو ته يې ولې نه لرې، چې هغه يې لري؟

پلار: “وايي چې هغه ته خو خداى ورکړي دي، زويه!”

بختوره:”نو خداى يې موږ ته هم ولې نه راکوي؟

هله، ژر شه، راته ووايه!

ولې يې خداى موږ ته هم نه راکوي؟

درځه چې ورشو او ورته ووايو چې موږ ته يې هم راکړي …”.

په دې وخت کې ناڅاپه دصاحب ناظر راغى.

د بزګر چې پر هغه سترګې ونښتلې، سمدلاسه يې واښې واڼې وختلې او ټول حواس يې بايلل، خوار پر خپل ځاى مېخ پاته شو او صرف دومره يې وويل:

کاشکې خو خوار غريب خلک پر دنيا مه واى پيدا”.

ته به وايې چې عزراييل يې روح اخيستلو ته راغلى دى. ناظر په داسې حال کې چې لغتې يې ورسمې کړې تر شونډو لاندې يې وويل:

خداى دې خوار کړه!

ته هم ځان ته مسلمان وايې، د خلکو حق نه ورکوې او ځان په يوه او بله کوې، هغه وخت چې مړى دې بې کفنه او بې سرښتې پر تشه توره ځمکه پروت و، خو دصاحب لاس او پښې دې نيولې چې درته پور درکړي.

اوس چې دې دمه سمه شوه، نو ځان پټوې!

که دې د دې لور د چيغو او بغارو لحاظ نه واى او ځان يې نه واى درباندې غوړولى نو زه به درسره جوړ شوى وم”.

ده په ډېر عجز او درناوى ورته وويل:

ناظر صاحب! مړى خو مې نه دى کړى چې دومره راسره شدت کوې، نن او سبا مې پرېږده چې دا اختر لږ څه پر قراره تېر کړم او د دې نجلۍ چې سږکال يې مور مړه شوې او خورا غمجنه ده فکر غلط کړم، وروسته تر هغه چې مې هر چيرته بيايې درسره ځم او په هر ډوله کې چې مې اچوې خوشحاله يم، ځکه چې اوږې خو به مې له دې دومره غمونو او فشارونو څخه لږ سپکې شي”.

ناظر په غضب ورته وويل:

خدای وهليه!

تر مړي کولو بدتر کارونه کوې، سږکال خو دې د بزګرۍ غنم تر څو چې موږ درخبرېدو نورو خلکو ته په پورو کې ورکړل اوصاحب چې څو څو ځلې درته ډېره کښته بيه په سلم روپۍ درکړې دي هغه دې هير کړ. هاىهاى بې انصافه!

اوس نورې خبرې مه کوه، درځه، در ولاړ شه!

پخپله دصاحب حضور ته دې بيايم. هغه يو شريف او زړه سواندى سړى دى، ګوندې په يوه ښه او آسانه ډول درسره پرېکړه وکړي او اوږې دې د ده د پور له پاره سپکې شي. درځه!

در ولاړ شه! چې بيا ناوخته کېږي”.

بزګر چې هر څومره کوښښ وکړ ګټه يې و نه ښندله او په پاى کې يې لور د يوه خپل کره وروستله او پخپله له ناظره سره ولاړ.

بزګر يې د انګړ په وره کې کښېناوه او پخپله ناظر ورغى اوصاحب ته يې د بزګر د نادارۍ او د هغه د وروستلو کيفيت ووايه.

صاحب وويل:

ته يې په خونه کې ښه وګرځېدلې؟

ځکه چې دا خلک اوس د پور او پوروړو دومره خيال نه ساتي، غنم په ځمکه کې ښخوي او که کوم کالي يا کمپله لري هغه هم خوندي کوي”.

ناظر ورته وويل:

غير له يوه زاړه تلتکه (بړاستن) يوې خاورينې کاسې، يوه چرګه او له يو څه بروزو چې د نيالۍ پر ځاى يې اچوي او کارا وي او پر پرېوزي بل شى يې په کور کې نه و!

مګر هو يو خورا ښه شى يې درلود، چې که درته ووايم ته صاحب به ډېر پرې خوشحاله شې، هغه د ده يوه لور ده چې که څه هم وړه کمندره (١٢ کلنه، ١٣ کلنه) ده خو خورا ښکلې ده،

مور يې هم دا يو کال دمخه مړه شوې ده، که دې په ياد وي د هغې د کفن او نورو لګښتونو لپاره بزګر ستاسې نه په سلم رخت او روپۍ اخيستې وې”.

صاحب ناظر ته وويل:

ورشه! ملا صاحب راوله او بيا به نو بزګر دې خونې ته راولې”.

بيا يې ملا ته وويل:

ته خو خبر يې چې زما څلورمه ښځه( ماينه )په دې وختو کې مړه شوه او اوس صرف درې ماينې لرم،

دلتهيو بزګر دى چي يوه لور لري او زما پور هم خورا پر ډېر شوى دى چې هغه يې نه شي راکولى، نو که دې په دې مسئله کې مرسته راسره وکړاى شوه ښه به وي”.

دغلته و چې بزګر په ناظر پسې راننووت اوصاحب په خورا پټکه او غضب سره ورته وويل:

ګوره! دا ستا څرنګه مسلماني ده؟ حق مې درباندې دى، خو هغه تر ځان نه راتېروې! ولي ظالمه! موږ دا پيسې پهګټلې دې څه؟

ملا صاحب بزګر داسي مخاطب کړ:”په کتابو کې يې راوړي دي چې د مؤمن حق ورکول خورا لوى ثواب لري او په هغه جهان کې ډېر اجرونه لري. ای بزګره! که ته د دغهصاحب دين تر ځان ورتېر کړې، نو البته برسېره پر دې چې له دنيايي سرګردانيو څخه به ځان وژغورې، د هغه جهان ثوابونه به دې هم ګټلي وي. په هره توګه چې کولى شې دصاحب سره تېره وکړه او په حق يې ورسوه”.

بزګر سر او خوله ورته کږه وږه کړه او ويې ويل:

صاحب! والله که هيڅ شى راپورې پاته شوی وي. سږکال خو به لا څوک بزګري هم را نه کړي، ځکه چې يو زوړ غويى چې مې درلود او په هغه مې بزګرې موندله هغه هم څو ورځې دمخه ستا ناظر په پور کې راڅخه بوت، اوس د غومره څه نه لرم چې ماښام يې پر تبۍ واچوم”.

صاحب ورته وويل:

په دې مکرونو، حيلو او چل ول باندې زه نه پوهېږم!

پور مې راوړه، اوس يې راوړه، پر دغه ځاى يې راسره فيصله کړه! زه يو پلا دباندې ځم، ملا صاحب او ناظر به درسره خبرې وکړي،

خو زه په نور څه نه پوهېږم، خپل پور پر دغه ځاى غواړم، پرېږدم دې نه”.

ناظر ورته وويل:

ای بزګره!

خداى خوار کړى يې!

دصاحب په پښو کې به ورلوېدلى او په ژړغونکي ږغ په دې ورته ويل چې: “د خداى لپاره! زه هيڅ پيسې او جايداد نه لرم صرف يو سر لرم او يوه لور چې دواړه به تر تا جار کړم

”. ګوندې زړه يې درباندې سوى واى او فيصله يې درسره کړې واى،

په يوازېنشتهويل خو د خلکو پورونه نه شي ادا کېدلاى”.

ملا صاحب وويل: “

صاحب خورا زړه سواندى سړى دى، سخي طبيعته هم دى، د چا د نېکۍ پور او خير پر ځاى نه پرېږدي، د خداى پر لار هم خورا سم دى، زکات هم په جګه ملا ته ورکوي، زه به يوه خبره درته وکړم، بايد هغه ومنې او عمل پرې وکړې چې له هره جنجاله خلاص شې! هغه دا ده چې لور دېصاحب ته ورکړه، په دې ډول به دې هم لور په نس مړه وي او هم په تن پټه او آرامه وې او هم به ته له دې سيمې بېغمه شې”.

ناظر پرې ورږغ کړ:

زه او ملا صاحب به دواړه کوښښ وکړو چېصاحب په دې پرېکړه او سوله رضا کړو”.

په دې وخت کې دصاحب ميرزا راننووت او د بزګر د حساب صورت يې ورواچاوه چې ټولې درې زره، پنځه سوه افغانۍ شوې دي.

بزګر وويل: “د خداى لپاره وړه لور پنځه شپېته کلن سړي ته څرنګه ورکړم؟ يه! يه! دا کار نه شم کولاى، خپله يوازينۍ لور په اور کې نه شم اچولى، مړ مې کړئ، پوست مې وکاږئ، خو دا کار نه کوم او خپله يتيمه او ماشومه لور د بدبختۍ په کنده کې نه شم اچولى، بله دا چې ما خو ټولې دولس نيم سوه افغانۍ وړې دې، اوس درې نيم زره ولې شوې؟

ناظر وويل:

د څوارلسو مياشتو ګټه يې نه شمېرې؟

والله که هيڅوک په دې نازله ګټه روپۍ چا ته ورکړي”.

بيا ناظر ملا ته وويل:

دا خداى خوار کړى خو په خپله ګټه او تاوان هم نه پوهېږي، موږ يې سمې لارې ته راکاږو، خو دى چپې ته ځغلي، د لور د ورکولو خط وکاږه او ګوته يې پرې ولګوه! خلاص”.

سمدلاسه قلم او کاغذ تيار شول او ويې ليکل:

اقرار و اعتراف صحيح و شرعى به صحت عقل و تندرستى ميکنم که …”.

وروسته له څو نصيحتو، تهديدو او تشويقو يې د ده بټه ګوته ولګوله او په دې ترتيب له نقلو ډک دسمال ملا صاحب واخيست او په خپله مخه لاړ.

صاحب ناظر ته وويل:

دا نجلۍ په ډمامو مه راولئ، ځکه چې اول خو د خوار بزګر لور ده او دا زموږ حيثيت ته زيان رسوي، دوهمه دا چې ويره ده چې دا کار به پر نورو بزګرانو بده اغېزه وکړي، سبا د اختر ورځ ده ورشه!

او يوه سپين سرې ښځه هم درسره بوزه او نجلۍ ترېنه راوړه. د هغه کليخان ته هم ووايه چې کوم وخت راشي”.

سبا پر هر چا اختر و، خو بختوره خوارکۍ يې بې له دې چې په خپل شوم ،يتيم برخليک(سرنوشت) وپوهېږي رارهي کړه، پر لارې يې ورته وويل:

مه ژاړه! د انا کره دي بيايو. هلته به نوى ټيکرى او کميس، پسته غلمينه ډوډۍ او ښې موچڼې (څپلۍ)درکړو…”.

څو وخته وروسته مو واورېدل چې بزګر خوارکى له ډېر غمه ځان د کارېز په سپرغه کې واچاوه او ويل کېده چې لور يې هم دصاحب په کور کې خورا د بدبختۍ ژوند يوازې د دې لپاره تېروي چې ګوندې يو وخت وکړاى شي د ځان او پلار د بدبختيو کسات له ظالمانو څخه واخلي او خپل غمجن زړه سوړ کړي.

١٣٣٦ ش کال دلو١٩٥٨ع کال فبروري

سرچېنه: د دعوت وېبپاڼه

-
بېرته شاته