(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ په څه بوخت

[20.Dec.2023 - 14:37]

 

موږ په څه بوخت یو

لیک: ډاکتر فیض محمد ځلاند

 

وایې چې د عباسي خلافت آخرنیو دورو کي داسې وخت راغي، چې هره دوهمه ورځ به دارالخلافه (بغداد) کي په يوه مسله د مذهبي مشرانو تر منځ مناظره وه!

بيا داسې وخت راغي چې په هره مشهوره څلور لارې کي به په يوه ورځ بيلا بيلې مناظري وي، د مناظرو عنوانونه دا ډول و؛

په يو وخت کي د ستنې په سر څومره فريښتي کيناستي شي؟

دوهمه مناظره دا وه چې د کارغه یا ګونګي غوښه حلال ده او که حرام ؟

دريمه مناظره دا وه چې د مسواک شرعي اندازه ( سايز  ) څومره دي؟

يوي ډلې به ويل چې د يوي لويشتي څخه باید کم نه وي او بلي به ويل چې له لويشتي کمه اندزه هم جايز دي.

دا ډول په مختلفو عنوانونو مناظري لا روانې وي چي د هلاکو خان په مشري تاتاري لښکري د بغداد لارو او کوڅو ته داخلي شوي او هر څه يي ګډوډ او له منځه یوړل،

د مسواک اندازو، حرمت او عدم حرمت والاوو ګردواړو جسدونه یې لويشت لويشت کړل.

د ستنو په سر د فرشتو شمارلو والاوو د کوپړيو څخه منارونه جوړ شول، چي بيا شمارل يي ممکن هم نه وو.

د کارغه یا ګونګي په غوښي د بحث والاوو مړو اجساد هم د مردار خورو ځناورو او ټپوسانو خوراک شو!

او همدغه ډول ورته حالت په عثماني خلافت کي هم بيا ځل تکرار شو؛

څه کم دوه سوه کاله دغي فتوي دوام وکړ ؛  چي د چاپ په ماشينونو د کتابونو چاپول حرام دي؛ چا ویل: د برق رڼا حرامه ده او د برق په رڼا نه لمونځ قبليږي نه تلاوت او نه بل د نېکۍ عمل،

په نوي نظم ، شکلياتو او ماډرن اسلحي د پوځونو  تنظيم د کفارو سره مشابهت دي او دا حرام دي،

په نتیجه کي بل لوري ته د برقي چاپ ماشينونو له برکته علم او د وخت تکنالوژۍ آلات د اروپا کور کور ته ورسیدي او په ټوله اورپا کي علمي بېدارۍ دوره پيل شوه او مونږ لا په لاسونو کتابونه ليکل ؛

په اروپا کی د برق د ايجاد له امله د نوي صنعت او تکنالوژۍ انقلاب رامنځته شو او ټوله اروپا په برق روښانه شوه او مونږه لا هم د لاټينونو رڼاګانو ته ناست وو.

اروپا نوي ماډرن پوځي ريفورم په اساس ورځ تر بلې پياوړي کيده ليکن په عثماني خلافت کي حاکمان پدې مصروفه وو، چې مذهبي طبقي ته قناعت ورکړي څو نوي ريفورم ته جواز ورکړي.

لا ډير وخت تير نه وه چې په لومړۍ نړيواله جګړه کي اسلامي خلافت د انګلستان او فرانسې اتحاد مقابل کي ماتي وخوړه؛ د سایکس بیکو تړون لاسلیک شو؛ لبنان، سوریه، عراق او فلسطین خاورې له خلافت جلا او تر ننه ټوله اسلامي نړي ټوټه ټوټه او په لسګونو برخو وويشل شوه!!

نن د هلاکو خان او لومړۍ نړيوالي جګړې سلګونه کلونه تير شول، ليکن له بده مرغه چې مسلمانانو له تير تاريخ څخه هيڅ عبرت وانخيست؛ پداسې حال چې قرآن کې د قصصو ذکر هم د عبرت اخستنې لپاره دی.

د نن ورځی مسلمان اوس هماغه ډول مناظري په سوشل ميډيا ، محفلونو ، جوماتونو او جلسو کي کوي،

مړي اوري او که نه اوري ؟

امام پسي سورت فاتحه او آمین په زوره ویل جايز دي که ناجايز ؟

عصري علوم مباح دي که واجب ؟

د ښځو تعلیم جايز دي که ناجايز ؟

او داسې ډير مسايل دي چې د اوږدوالې له امله یې ذکر پريږم.

 هر يو خپل مسلک ، فرقې او هم فکره خلکو ته صرف او صرف د جنت ټکټ ورکوي او دا نور ورته معلول مسلمانان ښکاري،

دښمن مو اوس هم په نړي کي د برم، دبدبي, شان ، شوکت او سوپر پاور په حيث ژوند کوي، مګر زموږ وطنونه لوټي لوټي شول، بند ـ بند مات يو او بيا هم په کاذب غرور اخته يو چي مونږ مات کړل،

اوس هم ډيري اسلامي هيوادونه د کفارو خيراتونو ته ناست دي  او ځینې یې بیا دعوي د خپلواکۍ هم کوي.

پداسې حال چې رب راته فرمایلي؛ 

(و أعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدو الله و عدوکم.)

د خپلرو سرونو پورته اختيار نلرو او دښمن مو سلګونه کلونه متره لیرې په خوندي کوټو کي د کمپیوټر تر شاه ناست، چې مختلف ډولونه کافي او نوشابې په مخ کي ورته پرتي وي او مونږ يو ـ يو د ډرون او لیرې واټن ويشتونکو ميزايلو په واسطه په نښه کوي!!

او بل لوري ته لا هم د سني ـ شيعه ، حنفي  ـ سلفي ، تبليغي ـ دیوبندي او داسې نورو ډلو نغمي او زمزمې غږوو؛ د محققینو علماوو د بحث موضوعات نن د عوامو د مجالسو نقل ګرځیدلي، لا هم پدي لګيا يو چي ګيره يي دې لڼډه ده او که اوږده ؟ حياتي يي او که مماتي یې؟ مګر د د دښمن مرمۍ زمونږ تر منځ هيڅ توپير نه کوي او  يواځې د مسلمان په نامه زمونږ له سينې تيريږي!!

 

کاپی، البته ځینو اصلاحاتو سره!

-
بېرته شاته