(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدلون

[19.Dec.2023 - 07:14]

 

بدلون‌

دپښتنو د مشر کهول او کشر کهول تر منځ د رابطې ډير لوئ فقدان دے ۔ يو خو دا فطرتي خبره ده، بل خوا زمونږ د وړاندې د مشر او کشر تر منځ دومره بدلونونه راغلي دي چې پخوانيو زمانو کې ئې تصور نۀ کيدلو۔ زه به ځان واخلم ۔ زما د ماشوموالي دنيا دومره بدله شويده چې کۀ زۀ ئې اوسنيو ځوانانو ته بيان کړم نو د هغوئ باور به پرې نۀ راځي ۔ هر څۀ د ميکينېکل  نه انالګ Analog بيا اليټرونيکي دور نه واخله تر ډيجيټل Digitalدور ته راغلل ۔ دميکينېکل اوانالاګ د ډيجيټل تر منځ آټوميټک يعني اليکټرونيکي اوبيا ډيجيټل دور شو۔ اوس څوک ګهړۍ ګهړي ساز ته نۀ اوړي چې هغه ئې جوړه کړي ۔ بلکۀ دغه مسلک د سره ختم شوے دے ۔ مونږ به چې د سوابۍ نه چرته بل ځائ ته فون کولو، نو اول به مو ايکسچينج ته ووے، هغوئ به چې زمونږنمبر راغے او بلې غاړي ته به لائن خالي وۀ نو ملاؤ به ئې کړو او مونږ به پرې خبرې کولې او دغه خبرې به ايکسچينج والاؤ اوريدلې ۔ لرۓ به نۀ ځم ۔ زمونږ پۀ موجودګۍ کې د کابل نه به چې چا پيښور سره خبرې کول غوښتل نو ايکسچينج بۀ پيرس تۀ کال پاس کړ او د هغه لورې به بيا پيښور سره خبرې کيدلې ۔ حتا دپي سي اودور هم سر خوړلے دے ۔ ډير نېزدې وخت داسې وۀ چې د پيښور نۀ به دې کراچۍ سره خبرې کول غوښتل نو کۀ تا د تهران د لارې يا ډهاکه د لارې هم دغه سوال ځواب کولو نو ارزان به پريوتلواو راساً به ګران تماميدلو۔ دا ۱۹۹۲أ۹۳کلونه ول ۔ د فيس بک او وټس اپ عادي ځوان دا نۀ شي تصور کولے۔

زه چۀ کله نا کله پوسټ وکړم او پخوانئ کيسې پکې راشي نو ځوان لوستونکے پرې داسې درد ځواب وليکي چې مالوميږي د خپل چاپير چل د تاريخ او ګذشته نه هم ناخبره ښکاري ۔ ګناه ورته نۀ وي ځکه چې مشر کهول ورته نۀ وي ښودلي ۔ زما پۀ ماشوموالي کې مونږ به لوبې کولې اوس چې د لوبو دوران تللے دے، بجلي راغلې ده، ريډيو او ګراموفون باجې ځائ تور اوسپين اوانا لاګ ټي وي، بيا ټيپ ريکارډر، ورپسې  وي سي آر ځائ ونيو، هغه زوړ شو نو ورپسې انالاګ پۀ ځائ ډيجيټل ټي وي، انټر نېټ او انټرنيټي ايپس ځائ نيولے دے ۔ موبائل ګڼ کاري پيدا شوے دے ۔ نو ځه ورپسې ډير زر به نور نور څۀ راشې ۔اوس کۀ چا ته ووائې چې پشې لنډے، آنګۍ، ورو هګۍ،غوږے، پټ پټونے، مرګيڼه، شلغاتې، چانچرې،کرخۍ،کوتۍ،کوډه؛ارغړ،پتي اوجوخت ويشتل څۀ ته وائي، مرچغنا او ټوټه څۀ ته وائي؟ نو دابه ورته پنډتې مالومې شي ۔  کۀ ترينۀ وپوښتې چې غوبل، غوبل کې چرنباس او مونډه غويان، راشپيل  او سانګۍ، راشۀ، الوزول، کوړے او اوګے د څۀ بلا نومونه دي نو حريان دريان به شي ۔ کۀ تري تپوس وکړې چې کلياڼه، ارټ، کانجڼ، بياسته، ډول او چکلۍ،جُغونډے، ناوه، (زما نه هم نومونه هير دي) دکومو بلا ګانو نومونه دي نو نۀ پوهيږي ۔ پۀ اوړي کې چې باران به نۀ وۀ نوسانګار به مو غوښتلو۔ يو کس ته به مو مخ پۀ سکروتور کړ او ورپسې به روان ول اودکلي پۀ کوڅوکې به ګرځيدو ، پۀ زوره زوره  به موچغې ويلې چې "تور مخې باران غواړي ، پۀ دې مخ څپيړه غواړي! يا باران باران ۔ خدايا وکې بارانونه چې ودان شي خپل ملکونه، يا باران باران!" خلکو به خصوصاً ښځو به پۀ تور مخي اوبه اچولې او چا به جوار، چا به اوربشې او چا به پۀ جام کې غنم ورکول ۔ دا به پۀ لږ تفاوت هر کلي کې به کيدل ۔ څوک سانګار پيژني؟

دغه شان کۀ ورته وويل شي چې خټماران، کور کنديان او بسوليان به څوک ول؟ نو ورته ډير نامانوسه نومونه دي ۔ چې لا دجهاد وخت نۀ وۀ او لاد دعربودروازې بندې وې او پټرول نۀ وۀ بازاري شوي نود ميکينېکل اواينالاګ دور کې به پۀ ژمي کې دغه سرحدي افغانان د لوئ پکتيا، پکتيکا، غزنې او ننګرهار نه د کار دپاره زمونږ کليو ته راتلل او پۀ جوماتونو او هُجرو کې به ديره ول ، صرف بسولايان به خپلو څاروه سره د جوارو نه پاک شوو پټيو کې د ټانټو جونګړو کې ديره کيدل اوزمونږ،دکويانوايستلو،صفاکولو،نهرونو پاکولو، پټي هوارولو، خاوره راوړلو او ديوالونو دپاره خټي کولو کې اخته کيدل ځکه خو د پښتونستان آوازو او نعرو خلکو کې چسپ پيدا نۀ کړل شو چې دغه شان دافغانستان خواران به ئې ليدل ۔

الغرض ځوانان بايد د مشرانو نه واوري او مشران ورته کيسې وکړي يا ئې ورته وليکي چې د خپل وطن د سماجي او ټولنيز ژوند نه خبر شي 

جومه خان سوپي۔

-
بېرته شاته