(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکامورا یاد

[19.Dec.2023 - 06:59]

ناکامورا یاد

لیک: سید عبیدالله نادر04.12.2023

 

څلور کاله د مخه په کال ۲۰۱۹ کې د دسمبر په څلورمه د افغنانو او عالم بشریت ستر خدمتګار او خواږۍ ډاکتر تیتسوناکامورا د جلال آباد په ښار کې د خپلو پنځو تنو ساتونکو سره د یو ډله تور ضمیرو او خیرن ضمیر او باطن خاوندانو د ګاونډی  استخباراتی کړیو له خوا ووژل شو ،د ده او د ده د ټولو ساتونکو اروا دي ښاده وي دا مضمومن ما د زړه له درده د ده په غمرازی کې په کال ۲۰۱۹ کې لیکلی وو،چې د ده له مرګه وروسته تر ننه پوري په ډیرو خپرونو کې خپورشوی، ځکه چې یو ادبی مضمون ته هم ورته وو،د ده روح دي د ټولو ساتونکو سره ښاد وي

 

 

ناکامورا ووژل شو

خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو

عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي

په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي

ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپر،د پښتنو وطن ته خدمت د پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې، د خلکو په زړونو کې لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو ،

په ښه خوی باندی تسخیر شي تمام زړونه

له بد خوی څخــــــــــه پیدا شي ، نفرتونه

د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي .نور خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په داسي حال کې چې ده ، د یو رییس په صفت کار کوو،او د خپلي موسسي رییس وو ،د ده په زرګونو تصویرونه چې په فیسبوکونواو میډیا کې خپاره شوي ،دی خړ پړ ګرد وهلی د کار په جامو کې ښیي ،تجملي لباسونو نه بیزاره ښکاریده ،ده چې کومی مټی او پیڅي د کار د پاره بډ وهلي وي ، ډیر خلک یې تنبه او بیداره کړل ، ډیرو ته یې د خودۍ ټکان ورکړ ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:

اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل

د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید

د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه  خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرتیتسوناکامورا د دي وطن یو صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي، د خلکو په زړونو کې یې دومره ځای نیولی وو چې  ،

د عرفی د دي شعر په مصداق :

چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی

مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند

د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې، په داسي نا مساعده شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :

مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره

مونږ دې وسوځـــو ،خو لارې دي رڼا شي

د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ځان ته وباله ، او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ده د احترام د پاره ده ته  لورینې په خاطر ده ته یې د افغاني تابعیت   ورکړ ، کاشکي د دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ  نیول شوی وای ، خو زمونږ حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، همدا وو چې  څو ورځي وروسته د داکتر اشرف غنی د قدردانیو څخه د ده د خدمتونو څخه د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ،

بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو

لکه پروت چې په مجمر ، د سور انګار یم

نادر

دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ډیر زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي یو سړی لکه غر راوپرځوی ، د دي دومره عظیم خدمتونو سره ، نور عادی خلکو خو هیڅ د ژوند  تضمین نشته دی ، په پوره ګمان سره چې داکټر تیتسو نا کامورا د کنړ د سیند د اوبو په خاطر وژل شوي ، ځکه هغه نه غوښتل چې دا اوبه ضایع شي ، او د هغه کوشش دا وو ، چې دا اوبه مهار کړي ،او په دي ورځو او وروستیو کلنو کې ،د پاکستان (آی ،اس آی) دا هڅي وي ، چې زمونږ د بندونو د جوړولو خنډ وګرځي ،او یا بندونو د جوړولو د پاره خنډ جوړ کړي ،او دا کار زمونږ ګاونډی ایران هم کاوه ، او کوي یې ، د ده وژل یې د داسو کسانو په واسطه تر سره کړل ، چې د هغو ماغزه یې مینځلي وو ،دوی دومره د ځان نه غافل خلک  ول ، چې د ناکامورا تر مرګ وروسته د دي لوی عالم او دنیا غبرګون ته به هم نه وي کتلي ، چې یواځي خو په دي فیسبوکونو کې څه حال دی ، چې سړی حیران شي نوره میډیا خو پریږده ،آیا چې دا بی ضمیره به ورته حیران شوي نه  وي، او که نه ،  ، د داسي بی ضمیره او تور وجدان خاوندانو باندی دوي دا وژني تر سره کوي ، ولي که د لږ وجدان او ضمیر خاوند وي ، چې د خلکو دا غبرګږن ته وګوري نو پښیمانه به شي ، دوي ته اوس دا هم جهاد ښکاري ، چې ما جهاد کړی ،علامه اقبال چې د شاعری او فلسفي افکارو په څنګ کې یو لوی عالم د دین هم دی ، نو داسي فرمایي :

دین کافر فکر تدبیرو جهاد

دین ملا فی سبیل الله فساد

خدای تعالی دي دي آدم رویه غولانو ته د حضرت بیدل په وینا یعني دي ، بی حاصلانو ته چې هیڅ ترې نه حضول کیږي ، یا پو هه ورکړي او یا نا څاپه او ناګاهه مرګ لکه چې په دي بیت کې وایي :

پرُاست آفاق از غولان آدم رو ، چه ساز است این

به این بی حــاصلان یا دانشــي ، یا مرګ ناګاهی

بیدل

، په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې دی ،

د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ

لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده

زرین پریشان

 

 

-
بېرته شاته