(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نکاح تړلو

[10.Nov.2023 - 10:32]

د نكاح د تړلو مکمله طریقه

 

اول به خطبه ووایی

مستحبه طریقه داده چه د نکاح تړون په حمد ، شهادتين ، درود شريف او څو لڼدو آيتونو پيل شي لکه ابن مسعود رضی الله عنه چې روايت کوي همدی ته خطبه ویل کیږی

 

د نکاح خطبه : الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله ، وأن محمداً عبده ورسوله

 

او بیابه دا لاندی دری لنډ آيتونه ووایی :

 

{يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله حق تقاته، ولا تموتن إلا وأنتم مسلمون} [آل عمران:۱۰۲]

 

{يا أيها الناس اتقوا ربكم الذي خلقكم من نفس واحدة، وخلق منها زوجها، وبث منهما رجالاً كثيراً ونساء، واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام، إن الله كان عليكم رقيباً } [النساء:۱]

 

{يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله ، وقولوا قولاً سديداً، يصلح لكم أعمالكم...} [الأحزاب:۷۰-۷۱]

 

او بيا به داسی ووايي چه الله تعالی په نکاح کولو باندې امر کړی دی

{ وأنكحوا الأيامى منكم والصالحين من عبادكم وإمائكم..} [النور:۳۲] لآية.

 

مستحبه طریقه داده  چه يوه خطبه په شروع کې ووايي ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوه خطبه ثابته شوې ده .

 

(رواه الترمذي وصححه وأبو داود والنسائي والحاكم والبيهقي)

 

دوهم به مهر وټاکی:

 

له خطبی ویلو مخکې ياوروسته به مهر ټاکل کيږي ځکه چې د مهر ټاکل د زړه اطمنان دی او په آينده کې د اختلاف سبب نه کيږي او همدارنګه سنت طریقه داده چه مهر في الحال اداء شي ځکه چه ځنډ او تأخير یی د بعض او کېنې سبب کيږي.

دمهر کمه اندازه (۱۰ ) شرعی درهمه ده او زیاته اندازه یی معلومه نده!

 

دریم به ایجاب او قبول وکړی:

 

نكاح په ايجاب او قبول تړل كيږي ، پدي شرط چي ايجاب او قبول د شاهدانو په حضور كي وشي

شاهدان به یا دوه سړی وی او یا به دوه ښځی او یو سړی وی.

که شاهدانی ټولی ښځی وی شهادت یی نده صحیح.

نكاح هم د نورو معاملاتو په شان یو تړون دى ، د دواړو خواوو په رضا او خوښۍ صحت پيدا کوي

نارينه او ښځه چي يو د بل سره په نكاح تړلو خوښ او راضي شي ، په دوى دوو كي چي هر يو لومړى د شاهدانو په حضور كي د خپل رضايت او موافقې اظِهَار او څرګندونه وکړه هغي وينا ته د فقهي په اصطلاح كي ايجاب وايي . هغه بل چي د ايجاب وروسته په هماغه مجلس كي په كومو لفظونو د خپل رضايت او موافقي اظِهَار او څرګندونه كوي هغه ته قبول وايي 

 

د نكاح ركن.

 

ايجاب او قبول د نكاح ركن بلل كيږي ، بې له ايجاب او قبول څخه نكاح نه تړل كيږي   ځكه د نارينه او ښځي تر منځ هغه مهال نكاح تړل كېدلاى شي چي دوى دواړه په نكاح تړلو راضي او خوښ وي

هغه وينا چي دوى خپله خوښي او رضايت پری څرګندوي هغې ته ايجاب او قبول وايي ، نو ځكه بې له ايجاب او قبول څخه نكاح نه صحيح كيږي .

 

ايجاب او قبول پخپله همدارنګه د وكيل او ولي په توسط هم كېدلاى شي

كوم كسان چي خپله نكاح په خپله تړلاى شي هغوى د شريعت له نظره داسي هم كولاى شي چي د نكاح تړلو لپاره د دوو شاهدانو په حضور کی بل څوك وكيل وټاكي ترڅو وكيل د هغوى پر ځاى ايجاب يا قبول وكړي .

كوم كسان چي په شريعت كي د نكاح تړلو واك او اختيار نه لري لکه کوچنيان د هغو نكاح د ولي لخوا تړل كيږي ، 

د هغو پر ځاى د هغو ولي پخپله يا د ولی وکیل په توسط کیدلایشی.

دایجاب او قبول الفاظ یو کرت ویل هم کافی دی

مثال....ما فلانۍ د فلانی لور تاته درکړه تاقبوله کړی ده؟

جانب مقابل....هو ما قبوله کړی ده........!

بس همدا دنکاح طریقه شوه.

دنکاح متعلق ځینی سنت او مستحب کارونه:

 

د نکاح تړلو وروسته زوجينو او يا د هغوی واريثانو ته مبارکي ويل

بارک الله لک ( الله دې درته مبارک کړي ) او داسې نور ، 

د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې کله به نکاح وتړل شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل

بارك الله لك، وبارك عليك، وجمع بينكما في خير

(رواه أبو داود والترمذي وصححه وحسنه وابن ماجه).

 

يعنې : الله دې درته مبارک کړې او تاته دې مبارک وي او الله مو په خير يو ځای کړه .

مستحبه ده چې نکاح د جمعې په په ماښام وتړل شي ځکه د جمعې ورځ شريفه او د برکت ورځ ده او ماښام ځکه برکتي دی چې د جمعې د ورځې په پای کې يو ساعت دی چې په هغه کې دعا قبليږي .

په دليل د دغه حديث شريف : أمسوا بالمِلاَك، فإنه أعظم بركة.

له نکاح څخه پس باید د نکاح په مجلس خواږه شیان تقسیم او وخوړل شی چه دا دنبی علیه السلام طریقه وه

د نکاح اعلان :

د نکاح اعلان او دائره وهل لقوله صلّى الله عليه وسلم : «أعلنوا النكاح.

(رواه أحمد وصححه الحاكم)

 

او د امام ترمذي په روايت کې د بې بې عايشې رضی الله عنها نه روايت دی: «أعلنوا النكاح، واضربوا عليه بالغِرْبال»

 

يعنې : اعلان کړئ نکاح ، او په هغه کې ووهئ دائره 

البته دائره به په جائزه طریقه وهل کیږي .

 

دواده وليمه (خوړه) سنت ده ، وليمه هغه خوراک دی چې د نکاح د ميلمنو د پاره تيار شوی وي .

اخستنځي: د اسلامي مالوماتو له پاڼې

-
بېرته شاته