(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طب نامه

[03.Nov.2023 - 07:28]

د خوشال خان خټک طب نامه :

لیک: ډاکتر لطیف یاد

سترخوشال بابا نه یوازې دتوري اتل اود قلم خاوندو،بلکې یو تکړه طبیب او حکیم هم و.که څه هم طبابت دخوشال بابا دنده نه وه ،خو دخوشال بابا په وخت کې طب دعلم او ادب یوه برخه ګڼله کېدله او داړتیا په وخت کې ددې علم زده کړه هم ضروري او لازمي ګڼله کېدله .

که چیرې موږ دخوشال بابا لیکل شوو کتابونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو نو ده دطب په برخه کې یومنظوم کتاب کښلی دی چې د(طب نامې ) په نامه سره یادیږي .دا کتاب دلومړي ځل لپاره په ۱۹۶۶ ریږدیزکال کې په کابل کې دپښتوټولنې لخوا چاپ شوی و.بیا ترهغې وروسته دهمدې طب نامې یوه بله خطي نسخه دخوشال بابا دکورنۍ دیوه تن ارواښاد محمد نواز خان خټک سره هم وه چې هغه دغه خطي نسخه دخپل وفات نه پنځه ورځې دمخه دپېښور پښتو اکيډیمۍ ته اهداکړې وه . په هغه وخت کې ارواښادپرو فیسر نوار طا ئر دپېښور پښتو اکيډیمۍ ډایرکټریا مشروچې بیا ده دغه نسخه تکړه محقق او څیړونکي ارواښاد سید محمد تقویم الحق کاکا خیل ته ورو سپارله . ارواښاد سید محمدتقویم الحق کاکاخیل دغه دطب نامې خطي نسخه دکابل د پښتو ټولنې له چاپ شوي نسخې سره پرتله کړه اود۱۹۸۵ زیږدیزکال کې دبیښور پښتو اکیډيمۍ دریسرچ سیل لخوا دپېښورپه جدون پریس کې دزرو ټوکوپه شمیرچاپ شوه.

دخوشال بابا دطب نامې دمنظوم اثر په پیل کې چې دپېښور پښتواکيدیمۍ چاپ کړه دپېښور پښتواکیډیمۍ مشر ارواښاد پروفیسر نواز طائر یو لنډ شانته تقریظ لیکلی دی چې په یوې برخه کې یې داسې راغلي دي : (( دخوشال بابا طب نامه هسې هم آګاهو په افغانستان کې چاپ شوې وه ، خوهرکله چې پښتواکيډیمۍ ته محمد نوازخان خټک مرحوم دخپل کتابتون ځینې قلمي نسخې اومطبوعه کتابونه دهغوی دوفات نه پنځه ورځې آګاهودتحفې په ډول حواله کړل نوپه دې کتابونو کې یوه خطي نسخه طب نامه هم وه چې دانسخه بشپړه اوپه ښکلي خط لیکلې شوې وه .دطب نامې دتدوین ،ترتیب او تحقیق کار ددې سیمې یوه عالم پروفیسر سید محمد تقویم الحق کاکا خیل ته وسپارلی شو څوک چې دطب او حکمت دمیدان یو تجربه کاره غړی هم دی او دنوو معالجاتي علومو سره دده کورنۍ اړیکي لري چې هغوي دخوشال طب نامه دعلمي پس منظر په رڼا کې پوره پوره وسنجوله او ددې کتاب حواشي او دمصطلحاتو فرهنګ یې مرتب کړ چې داکار په یقیني ډول دښاغلي سید محمد تقویم الحق کاکا خیل نه بغیر دبل چا دوس خبره نه وه ))

دښاغلي پروفیسر نوازطائرله لیکنې وروسته ددې کتاب مدون او ترتیب کوونکي ښاغلي سید محمد تقویم الحق کاکا خیل پردې کتاب یوه سریزه کښلې ده چې به یوه برخه کې یې داسې لولو: ((خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲-۱۱۰۰ لیږدیز/هجري )ددې هرڅه سره طبیب او حکیم هم و. طب دهغه کسب نه واو نه هغه دطب کارونو ته وزګار و، دخوشال بابا زیات شوق له مرغانواو دمرغانو له طب سره و چې په دې برخه کې دهغه بازنامه لاجوابه کتاب دی ، خو په انساني طب کې هم هغه خپل تجربیات راجمع کړي وو چې ما دا اوسني کتاب دکابل دچاپ دطب نامې او داوسنۍ نسخې سره چې زما په واک کې دی مرتب کړې ده .))

لکه څرنگه چې ددې کتاب له نامه نه څر گندیږي ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د ځینو ناروغیو لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او خوشال بابا ښه نیت په دوا کې عبادت گڼي لکه چې ددې کتاب په پیل کې وایي:

په داروکې چې ښه نیت وي

دارونه وي عبادت وي

خوشال بابا دطب نامې په منظوم کتاب کې د ځینو ناروغیو دعلاج لپاره درمل لیکلي دي په دغودرملو کې د سرخوږ درمل ،دنیم سري درمل ،دسترګو د درد درمل ،دسترګو دګل دارو، دخولې دوریو دویني کېدلو درمل ،دلقوه(دخولې دکږیدلو ) درمل ، داستسقا(تندې ) درمل ،دانسان دتخرګونو دبدبویۍ درمل ،دزیړي یا یرقان درمل ،دتبې درمل ،دګیډې دبادو درمل ،دنس خوږۍ درمل ،دبواسیرو درمل ، دخوني او بادي بواسیرو درمل ،دناسوردرمل ،دکدودانې درمل ، دبولو او ادرار درمل اوعلاج، دمثانې دډبرودرمل اوعلاج، دبولودبندېدلو درمل اوعلاج،دباه دقوت یادجنسي ځواک دپیاوړتیادرمل ، دنارینه او ښځو تر مینځ دمباشرت دخوند او لذت دارو، دشهوت دلږوالي دارو ،دانسان دخصیو دسپوڼو درمل ، دګنده دانې درمل ، دوینو دکښلو ګتې او فواید، دسپیلنیو ګټې ، دحمام ګټې .

همداراز خوشال بابا په خپلې طب نامه کې دځینوطبي بوټو ، میوواو طبی نباتاتو نومونه هم راوړي دي چې په یوناني دواګانو کې ترې ګټه اخیستله کیږي دبیلګې په توګه : اجواین ، اطریفلّ (هلېله ) ، افیون ،ایلایچي ( هیل) ،آمله ، انار ، انګور ، انګوزه ( اېنجه ) ، هوږه ، بادرنګ ، بادیان ، بصل ( پیاز)، . بکیاڼّه ، هلېله ( اریړه ) ، بنګ ، پټکری، پسته ، پنیرک ، پودینه ( ویلنی) ، ترنج ، چنبیلی ، چندڼ ، چڼې( نخود) ، حنا ( نکریزې ) خرچنګ ( کوني کبر) ،خردل ، دار چیني ، دّڼیا ( ګشنیز) ،زرد چوبه ( کورکمن) ، زعفران ، زنجبیل ( ادرک ) ، سپينه زیره، سپلمۍ ، سپیرکۍ ، سپیلني ، سرکه ، سماق، سنګ بصري ( دبصري کاڼي ) ، شمکی ، عشق پیچان( پېروته ) ، عنبر، غز، معجون فلاسفه، فلفل ، کافور ، کچله ، کرکڼه ، کلونجي ( سیاه دانه )، کنجد ( کونځلې )،ګندنه ، ګازرې ، ګوړه ، لوبیا ، لونګ ، مارکونډۍ ، ملخوزې ، مشک ، منقه ، مو لۍ ، مۍ ( ماش ) ، نیله تو تیا او ویلنی .

دا و دخوشال بابا دطب نامې په اړوند لنډ معلومات چې له تاسو سره مې شریک کړل .

(یاد)

-
بېرته شاته