(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په بنیادي مسایلو

[31.Oct.2023 - 11:01]

سید عبید الله نادر

 

 په بنیادی مسایلو ژوره اندیښنه                       

مونږ ډیر لوی لوی مسوولیتونه په وړاندی لرو، چې دا موضوعات ډیر ورته واړه دي، چې ووایو نن د ټکسیو موټرانو رنګ د ژیړرنګ نه شین ته وواوښت ، یا تبدیل شو ،یا تور او یا سپین شو ،او داسي یې و انګیرو چې دا لوی او عظیم بدلون دی ، یعنی تر ننه پوری څه کم اوه سوه او څو ورځي کیږي ، چې د انجونو د مکتبونو دروازې د استعمار په امر او حکم بندی دي ،ځکه که دوی (طالبان) که استقلالیت درلودلای دا کار یې نه کاوه ،تر ننه پوری دا هم مجهوله پاتې ده چې ګوندی دا حکم څوک ورکوي ،چې د انجونو مکتبونه دي بند وي ،نو تر ټولو د مخه په مهمو مسایلو باید چې فکر وشي ،تر دي چې ځوانان د اسعتمار په ذریعه وځورول شي او توهین شي ، او یا د هغوي جرأت سلب شي یا د هغوي روحیاتو ته صدمه او تاوان ورسول شي ،نو دا به ښه وي چې د پرمختګ په لار کې په ډیرو اساسي موضوعاتو باندی فکر وشي ،د موټر د رنګ د بدلیدو په هکله هم په فیسبوکونو کې نیوکي شوي نو دا صرف زما وینا نه ده خلک او عوام هم وایي چې باید بنیادي بدلونونه راشي ، او باید ډیر کار وشي ،او ځیني ځوانان دي مخکی در مخکي ځیني مسایلو ته نه احساساتی کیږي ،چې په یو بدلولو د موتر د رنګ فکر وکړي چې طالبانو زمونږ د پرمختګ بیړۍ ګوندی مریخ ته ورسوله

»»»»»»»

د هغوي په ځواب کې چې د موټرونو د رنګ بدلیدو ته ډیر خوشحاله ول ،او دا یې یو ستر بدلون باله 

 

-
بېرته شاته