(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوکاکولا

[21.Oct.2023 - 15:16]

coca cola کوکا کولا

لیک: ډاکتر لطیف یاد

کوکا کولا يا (کوک) يو غیر الکولي نرم څښاک  Soft drink   دی   چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد یږي اودنړۍ په ټولو هېوادونو کې پلورل کیږي.  

دکوکاکولا کمپنۍ فورمول   د نولسمې پیړۍ په پای کې یعنې په۱۸۸۶   ) زېږدیز کال کې د جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” له لورې چې دي پخپله هم یو درمل جوړوونکي و  دامریکې متحده ایالتونو د جورجيا په اتلانتاسيمه کې رامنځ ته شوچې له هغه وخته اوس ۱۳۷ کلونه تېر شوي دي .  

په ۱۸۸۸ زکال پيمبيرټن د کوکا کولا د ملکيت حق په اسا ګرېګس کېنډلر “Asa Griggs Candler” نومي سوداګر خرڅ کړ، چې د نوموړي د بازار موندنې لارې چارې په ۲۰ او ۲۱ پېړيو کې د نرمو څښاکو پر نړيوال بازار باندې د کوکا کولا د واکمنۍ لامل شوې. د څښاک نوم د هغه دوه اصلي جوړونکو مادو ته اشاره کوي، چې کوکا د پاڼو او کولا د زڼو يا مغز (د کافين) معنا لري. د کوکا کولا اوسنی جوړښت يا فارموله يو کره خوندې شوی سوداګريز راز دی چې یوازې دامریکې حکومت پرې پوهیږي. که څه هم يو شمېر ښکاره لارښودونه او د جوړولو ازمايښتي لارې چارې يې خپرې شوې دي. د کوکا کولا د جوړښت محرميت ته لا هم بازار کې ځکه پام کېږي، چې يوازې لږ شمېر بې نومه کارکونکي يې د جوړښتي تګلارې په اړه پوهېږي

ویل کیږي چې کوکا کولا تر( اپل )او(ګوګل) وروسته دریمه شتمنه کمپنۍ ده چې شتنمي ۶۷بلیونوډالروته رسیږي

زه پخپله نه کوکاکولا څښم او نه هم ورسره کومه ځانګړې مینه لرم ،بلکې پخپل کورکې پخپله ځانته له  ترکاریو او میوو  جوس جوړوم.

21.10.2023

-
بېرته شاته