(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داودي تاریخ

[21.Oct.2023 - 15:13]

داودي تاریخ 

(په هند کې دلوديا نو ، سوریانو او کرلاڼیو پښتني واکمنانوتاریخ )

 ---------------------

لیکوال : عبدالله

پښتو ژباړن : ډاکټر لطیف یاد

داودي تاریخ دعبدالله تالیف دی . نو موړي دغه کتاب په ۹۸۳ لیږدیز یا ۱۵۷۵-۷۶ زیږدیز کا ل کې په هندوستان کې لیکلی دی. عبدالله د هند دمغولي واکمن جهانګیر(۱۰۱۴-۱۰۳۷ لیږدیز ) معاصر و اوویل کیږي چې د (۱۰۱۰ لیږدیز)کال په شا اوخوا کې ژوندی و او دهند دمشهور مورخ او د( شیرشاه اور انکي عهد) دکتاب لیکوال کالکارنجن کننګو په قول عبدالله په خټه پښتون واو نوموړي دغه اثر دهند دبنګال دوروستی واکمن د اودشاه کرلاڼي(۹۸۳ لیږدیز مړ) په سپارښتنه دهند دلودي او سوري پښتنوواکمنانو په اړوند لیکلی دی .

دافغا نستان د مشهور او نو میالي تاریخپوه لوی استاد ارواښاد علامه عبدالحی حبیبي دلیکنې له مخې داودي تاریخ دهند دبنګال دایشیا ټیک سو سائیټي له خوا هم چاپ شوی دی او خطي نسخې یې په بریټیش میوزیم او دبانکي پور په کتابتون کې شته دي.

دغه کتاب په۱۹۵۴ زیږدیز کال کې د هند دعلیګړ دپو هنتون دتاریخ څیړنې ډایریکټر او دتاریخ دڅانګې مشرشیخ عبدالرشید په ایډیت او سریزه دعلیګر دنیشنل چاپ خونې له خواپه( ۲۳۰) مخونو کې په آفسیټي بڼه چاپ شوی دی.

داودي تاریخ دعبدالله په یوې لنډې سریزې سره پیل شوی دی او بیا دسلطان بهلول لودي ،سلطان سکندرلودي او سلطان ابراهیم لودي دواکمنۍ حا لا ت یې څیړلي دي.

دکتاب دویمه برخه دسوریانو دواکمنۍ حالا اتو ته وقف شوې ده چې دسلطان العادل فرید خان چې په سوري شیر شاه سره مشهور و او دده دواکمنۍ حالات او مغولي واکمن همایون ته دده دماتي ورکولو حالات او دهندوستان نه دهغه دتښتیدلواو ایران ته دهغه دپناه وړلو پیښې پکې راغلي دي.همداراز داسلام شاه سوري او دسلطان محمد علي سوري دواکمنۍ او پیښو په اړوند معلومات پکې شته

په دې کتاب کې دسوریانو او لودیانو دوختونو ډیرې عجیبې کیسې هم شته دي .

دغه کتاب ما په ۱۳۶۸ لیږدیز کال کې د سوري شیرشاه دزوکړې د۵۱۰ کلیزې دنړیوال سیمینار په ویاړ وژباړه او په ۱۳۷۰ زیږدیز کال کې دافغا نستان دعلو مو اکیډیمي دپښتو څیړنو دنړیوال مرکز له خوا دآاریانا په چاپخونه کې د (۴۰۰۰) ټوکو په تیراژ چاپ شو، خو یو کال وروسته چې په کابل کې حالات خراب شول نو ټو پکمارو زما دا کتاب ددوو نورو کتابونو تاریخ حیات افغانی او پښتني قبیلي سره یو ځای وسوځولو شو او په دې توګه زما ډیرچاپ شوي کتابونه له مینځه لاړل.

له نیکه مرغه په ۲۰۰۷زیږدیز کال کې دا کتاب د پښتونخوا په مرکز پیښور کې ددانش خپرندویې او څیړندویې ټولنې له خوا د مشهور لیکوال ارواښاد ګل پاچا الفت د۳۹ تلین په ویاړ چاپ شو.

زه ددې تاریخ ژباړن ( مترجم) دتاریخ زده کوونکو او طالب العلمانو ته دا سپا رښتنه کومه چې که چیرې تاسو دپښتنو لودیانو او سوریانو په اړوند څیړنې کوئ نو ددې کتاب لوستل تاسو ته بې ګټې نه دي او تاسو کولای شئ دغه کتاب په کابل کې ددانش دخپرندویې ټولنې نه تر لاسه کړئ !

-
بېرته شاته