(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جریب واحدونه

[21.Oct.2023 - 14:34]

د جریب واحدونه او د هغې اندازه

په تاریخي لحاظ جریب همیشه په ګز تر سره شوی دی

ګز او متر توپیر لري. یو ګز (36,6) انچه او یو متر ۳۹.۳۷ انچه کیږی

د جریب واحدونه : #متر_مربع او #مربع_متر  بېل بیل دي

#متر_مربع ( m2 ): دا د یوی ضلعی استازولي کوي, نو ۱۰۰ متر مربع هغی مربع شکله ساحی ته وایی چې یو ضلعه یی ۱۰ متره وی نو ټول مساحت یی بیا = ۱۰ ×۱۰ = ۱۰۰ مربع متره کیږی

#مربع_متر: دا د ټول مساحت نه نماینده ګی کوی. هغی ساحی ته وایی چې د یوی مجموعی ساحه ښایی. مثلآ د یوی مربع ځمکی ټول مساحت چی یوه ضلع یی ۱۰ متره وی ، ۱۰۰ متر مربع کیږي. چې سره ډیر فرق لری. مثلآ ؛ ۱۰ متر مربع = ۱۰ ×۱۰ = ۱۰۰مربع متره کیږی نه ۱۰۰ متر مربع، ځکه چئ ۱۰۰ متر مربع بیا ۱۰۰۰۰ مربع متره کیږي. همداسی دا فارمول د ګز مربع او فوټ مربع او یا سانتی مربع یا میل مربع لپاره صدق کوی

۱- جریب: د جریبولو واحداتو کی اوس ډیر بدلون راغلی دی. پخوا به یو جریب ځمکه هغی ساحه ته ویل کیده چې ۶۰ ګزه اوږدوالې او ۶۰ ګزه بر به یی لروده. نو پدی توګه د یوه جریب مځکی مساحت ( ۶۰ ضرب ۶۰ = ۳۶۰۰ ) ګز مربع وه. اما اوس یو جریب ۲۰۰۰ متر مربع یا ۲۱۸۷ ګز مربع کیږی. چي پدی حساب پخوانی یو جریب مځکه اوس تقریبآ لږ څه د پاسه یونیم جریب کیږی. ۲- بسوه: یو جریب ۲۰ بسوي کیږي. یعنې یوه بسوه د یوه جریب شلمه برخه ده. نو د پوانی جساب له مخې که دا ۶۰ ګزه بر په شل برخو وویشو نو هره برخه به یی ۳ ګزه بر او ۶۰۰ ګزه اوږدوالی ولری نو دا بیا یوه بسوه کیږي. نو د بسوی مساحت به ۶۰ ضرب ۳ = ۱۸۰ ګز مربع وه. چی دا د لاندی فارمول سره هم سمون خوړه. ۲۰ / ۳۶۰۰ = ۱۸۰ ګزه (یعنی یوه بسوه = ۱۸۰ ګز مربع وه. اما د اوسنی جریب په اساس یوه بسوه ۱۰۰ متر مربع او یا ۱۰۹.۳۶ ګز مربع ده. ۳- بسواسه: یوه بسوه ۲۰ بسواسی کیږی، نو یو جریب بیا (۲۰ضرب ۲۰ = ۴۰۰ بسواسی کیږی. نو اوس که د یوی بسوی طول هم په ۲۰ مساوی برخو وویشو نو د هری برخی طول به هم ۳ متره شی نو پدی توګه د هری بسواسی مساحت به د پخوانی جریب په اساس ۳ ضرب ۳ = ۹ ګز مربع وه. چې دی د لاندی فارمولونو سره هم سر خوړه: ۴۰۰ / ۳۶۰۰ = ۹ ګز مربع ۲۰ / ۱۸۰ = ۹ ګز مربع اما اوسنی جریب له مخی بیا یوه بسواسه د جریب ۴۰۰ برخه یا ۵ متر مربع او یا ۵.۴۷ ګز مربع کیږی.

 

د ځمکی د مجموعی مساحت بدلول په جریب، بسوو او بسواسو باندی: اوس که مجموعی مساحت د ۵۹۲۰ متر مربع نه زیات وی نو هغه په ۲۰۰۰۰ ویشو، د دی ویش حاصل زمونږ د مځکی جریبونه را کوی، چې پدی صورت کی ۵۹۲۲ /۲۰۰۰ = ۲ او هغه پاتی مساحت که د ۱۹۲۲ نه زیات وی هغه په ۱۰۰ ویشو، د دی تقسیم حاصل مونږ ته بسوي راکوي، چې پدی صورت کی۱۹۲۲ / ۱۰۰ = ۱۹ بسوي، او او باقی پاتی اعداد یی ۲۲ متر مربع دي. که هغه د ۵ نه زیات وی هغه په ۵ وویشو ، دا بیا مونږ ته بسواسی راکوی. چې پدی صورت کی ۲۰/۵ = ۴ بسواسی کیږي. او بقایا یی (۲) بیا متر مربع دي چې پر ۵ تقسم لیکل کیږی. د مثال په ډول: که د یوی ځمکی مساحت ۱۱۰۲۴ متر مربع وی نو : ۱- دا (۱۱۰۲۴) متر مربع په ۲۰۰۰ ویشو نو۲۰۰۰ ٪ ۱۱۰۲۴ = ۵ جریبه او بقایا ۱۰۲۴۴ متر مربع دی. نو دا ۵ جریبه او ۱۰۲۴ متر مربع شو. ۲- بیا دا ( ۱۰۲۴ ) متر مربع که په ۱۰۰ وویشو نو مونږ ته بیسوي راکوي. نو ۱۰۲۴ / ۱۰۰ = ۱۰ بسوی او باقی یی ۲۴ متر مربع کیږی . نو دا ۱۰ بسوي او ۲۴ متر مربع راکوی. ۳- بیا دا (۲۴ ) مترمربع که په ۵ وویشو نو ۲۴/۵ = ۴ بسواسی او ۴ متر مربع راکوی چې = ۵/۴ بسواسه نو دا ټوله ځمکه به ۵ جریبه، ۱۰ بسوی، ۴ بسواسی او ۴ متر مربع یا لږ څه کم ۵ بسواسی وی. نو دا مساحت بیا داسی لیکل کیږي: ګزمربع بسواسه بسوه جریب ۴/۵۴۱۰ ـ ۵۵ ۷- د ګزاومتر توپیرونه او د مساحت په برخه کی یی استعمال او اړونده ارقام یی: لکه چې پورته مو وویل، ګز د متر نه کم دی. یو متر ۳۹.۳۷ انچه او یو ګز ۳۶ انچه کیږي. نو یو متر = ۱.۰۹۳۵۶۱ ګزه. یعنی که ګز په ۱.۰۹۳۵۶۱ تقسیم شی متر ورکوی، او که متر په ۱.۰۹۳۵۶۱۱ ضرب شی نو ګز ورکوی. نو په ګز اندازه شوی مساحت په متر د بدلولو لپاره ، هغه مساحت باید په ۱.۰۹۳۵۶۱ باندی تقسیم شی چي هغه په متر بدل شی. همدا راز که یو مساحت په متر اندازه شوی وی او غواړو چي هغه دی په ګز اندازه شی، نو هغه عدد په ۱.۰۹۳۶۱ باندی ضرب کیږی، نو بیا ګز ورکوی. نو د دی قیمت په نظر کی نیولو سره د جریب واحدات په ګز او متر په لاندی ډول دي

واحد بسواسه بسوه جریب ګز

 2.33×2.33 = 5.42 ګزه3×36.6=109.36 ګزه 46.76 Y2= 2187SY ګزه متر 1×5= 5 متره 10×10=100 متره 44.72M2=2000 SM متره 1 Gaz (Yard) = 0.9144 Meters 1 Meter = 1.09361 Gaz (Yardd) ۸- د مساحتی معیارونو مقایسه او نړیوال لوی معیارونه: نړیوال لوی معیارونه مساحتې معیارونه 1 Jereb = 46.76 Y2 = 2187 SY = 44.72 M2 = 2000 SM = 0.452 Acres = 140.28 F2 =19679 SF 1 Acres = 140.28 F2 =19679 SF = 2.214 Jerebs = 208.71 F2 = 43560 SF 1 Hectare = 5 Jerebs = 10,000 SM

[تاج الدین ملت مل]

21.10.2023

-
بېرته شاته