(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرطان څه شی دی

[21.Oct.2023 - 13:24]

What_is_Cancer ?             سرطان_څه_شٸ_دې ؟ علت_يې_څه دې؟      What is the Cause of Cancer

 

کينسر يوہ داسې جينيټکي ناروغي { Genetic Disease} دہ په کومه کې چې د انسان په ډي این اې DNA د کې مستقل تغير له کبله رامنځ ته کيږي

د انسانانو په شمول د ټولو ژويو ( ژونديو شيانو) وجود  له ژوندانکو (Cells) څخه تشکيل شوې دې يعني د ژونديو شيانو د وجود جوړښت او فعاليت واحد ته ژوندانکه ويل کيږيد هرې ژوندانکې په هسته کې DNA موجوده او په هره DNA کې ځينې ځانګړې برخي شتون لري چې د جين يا جينونو په نوم ياديږيهمدا جينونه د ژوندانکو/ حجراتو فعاليتونه او تکثر کنټرولوي او هم د مختلفو پروټينونو (Protiens) د توليد کوډونه لري

نو کله چې د انسان د ژوندانکو/حجراتو په DNA يا Genes کې ځانګړي دايمي تغير رامنځ ته شي نوبياژوندانکې(Cells) نه شي کولې چې خپل تکثر  کنټرول کړي چې له دې کبله  په ډير زيات تعداد کې نوې حجرې يا ژوندانکې پيدا کيږي او يا هم په يادو جينونو کې د تغير (Mutation) له کبله ناسم پروټين Protien توليدېږي چې په نتيجه کې انسان د کينسر يا سرطان په ناروغۍ اخته کيږي

 او يا په بل او لږ ساده عبارت 

 د انسان  په وجود کې چې کله ژوندانکې (( حجرات))  زڔې شي يا تخريب شي نو هغه  حجرې عموماً بيا مري او دا د انسان د  وجود يو نارمل عمل دې او دې عمل ته په طبي اصطلاح کې د ايپپټاسيس Apoptosis عمل ويل کيږي او دا عمل نهايت ضروري عمل دې

خو ځينې وختونه بيا دا د Apoptosis عمل نه ترسره کيږي او هغه حجروې نه مري کومو ته چې مرګ ضرور وي  او نه  صرف دا چې دا حجرې نه مري بلکې دا حجرې نورې نوې او غير ضروري حجرې او په ډير زيات شمير کې  پيدا کوي او په نتيجه کې  د همدې د ايپيپټاسيس  عمل ودريدل  د کينسر يا سرطان سبب کيږي  چې د دې پہ نتيجه کې اضافى غوښه راپيدا کيږى چې عموما ورته ماس Mass يا ټيومر Tumor وايل کيږي ـ 

کينسر يا سرطان  ناروغي سلګونو او حتا چې  زرګونه کلونه زاړه ناروغي ده او کلونه کلونه د دې وژنکې ناروغې لپاره هيڅ علاج / تداوي شتون نه درلود خو له نيکه مرغه چې اوس په طبابت او په ځانګړې توګه په ماليکيولر بيالوژي کې د پرمختګ له برکته اوس د کنيسر په تشخيص, مخنيوي او علاج کې ډير زيات پرمختګ شوې دې او اوس د کينسر ډير داسې قسمونه شته چې مخنيوې يې ممکن دې او همدا رنګه که په وخت يې تشخيص وشي نو علاج يې هم ممکن دې او يا په بل او لږ ساده عبارت 

 د انسان  په 

 

کينسر يا سرطان تقريباً د انسان د وجود هره برخه متاثره کولې شي او تقريباً تر ۱۰۰ زيات ډولونه لري او نيزدې ټولو ډولونه يې خطرناک او د ژوند ګواښوونکي دي

همدا رنګه د کينسر مختلف قسمونه مختلف عوامل او علتونه لري د مثال په توګه د Prostat Cancer يواځې په نارينه وو کي پيښيږي د Breast Cancer تر نارينه وو زيات په ښځو کې پيښيږي او په ډير عمر لرونکو خلکو کې پيښيږي

 

#د_کينسر_دوه_غټ_ډولونه2Major_Types of Cancer

 

 #ټيومر Tumor عموماً په دوه غټو قسمونو ويشل کيږي 

۱ ....  #بيناپن_ټيومر.... Bagnin Tumor 

کله چې د کينسر ژوندانکې په يو مخصوص ځاې کې پرتې وي او لہ هغې ساحې څخه د وجود نورو ساحو ته نه خپريږي نو دې ته بيناين ټيومر وايى او دا تر هغې خطرناک نہ وى تر څو چې د بدن نورو ساحو ته خپور نشي ـ 

دلته د يوې خبرې وضاخت ضروري ګڼړم  کړم او هغه دا چې هر ټيومر Tumor ته مونږ کينسر نشو ويلې خو دا امکان هم شته چې ټيومر په کينسر هم بدل شي

 

۲ ....  #مليګنينټ........ Malignant

 په Malignant Cancer کې د  کينسر ژوندانکې( حجراتپه ډيرې چټکې سره زياتيږي او د وينې د رګونو او د Lympho په واسطه  د بدن لہ يو ساحې څخه  بلې ساحې تہ خپريږي او له بده مرغه چې بيا هلته نور نوي ټيومرونه پيدا کوي  دې عمل ته په طبى اصلاح کې Metastasis  وايى او کله چې دا عمل پيل شى نو بيا سرطان/کينسر ڊير خطرناک او وژونکې شکل اختيار کړي ـ 

 

#د_کينسر_علتونه  . . . څه دي ؟ Causes of Cancer 

 

#اول . . . مورذادي يا ارثي علت

څرنګه چې مو په پيل کې  کينسر  يادګيرنه وکړه چې کينسر يوه جيټکي ناروغى ده يعني دا د انسان په DNA کې مستقل  تخريب رامنځ ته کيږي او يا هغو جينونو Genes کې  تغير راځي کوم چې عموماً د Apoptosis عمل کنټرولوي نو هغه دايمي تغير چې په DNA کې منځ ته راځي هغې ته تغير ته په طبي اصلاح کې ورته Mutation  ويل کيږي کوم چې عموماً د کينسر سبب ګرځي  او دا تغير  اکثراً له مور او پلار څخه ماشوم ته انتقاليږي يعني کله چې د يو چا د مور يا د پلار  په جينسي ژوندانکو Germ Cells کې ياد تغير شتون ولري نو بيا هغه تغير د هغوي د ماشومان په ټولو حجراتو کې موجود وي چې له همدې کبله ډير زيات امکان دا دې چې  د هغوي اولاد د سرطان په مرګونې ناروغۍ اخته شي

د طبى څيړنې له مخې تقريباً له ۵ - ۱۰ سلنه د کينسر واقعات له همدې کبله رامنځ ته کيږي

د مثال په توګه که د چا په  TP 53 Gene کې تغير پيښ شي  يا 

که د چا په  BRCA 1 او BRCA 2 په جينونوکې تغير پيښ شي او همدا رنګه که  د  چا د PTEN په نوم جين کې چې کله Mutation وشي نو ډير زيات امکان دا موجود دې چې هغه انسان د سرطان په ناروغۍ اخته شي او دا هم ممکنه ده چې هيڅ پرې اخته نشي

 

#دويم . . ځانګړي کيمياوي مواد او يا درمل  Chemicals: 

له موزادى يا ارثى علت پرته ډيرې داسې کيماوي مواد شته چې د وخت په تيريدو سره هغه  په DNA يا په جيننونو  کې د دايمي  تغير او تخريب سبب کيږي چې دا هم د  کينسر يو عمده علت ګرځي . . د مثال په توګه سيګرټ . نسوار . ايتډيم برومايډ او په پلاسټيک کې موجود مواد وغيره هغه کيماوي مواد دي کوم چې DNA تخريبوي او د کينسر يا سرطان سبب کيږي

 

#دريم . . . ځانګړې شعاګانې ..Rays  :

ځينې داسې شعاګانې هم شته چې هغه هم د انسان په DNA کې د دايمي تغير سبب کيږى لکه د ايکسرې شعا  X- Ray  د الټراوايوليټ شعا Utra Violate Rays او بيټه او ګاما شعاګانې هم کولې شې  چې د انسان په DNA کې مستقل تغير  راوړي او په دې توګه د کينسر سبب شى

 

#څلورم . . . وايروسونه     Viruses :

ځينې  وايروسونه VIRUSES د انسان په DNA کې تغير رامنځ ته کوي چې هغه تغير له يو څو کلونو روستو بيا  د کينسر سبب کيږى لکه د Hepatitis B او د Hepatitis C Virus د ځيګر د کينسر سبب شي  او همدا راز   د Human Pepiloma Virus هم کولې شى کې  چې د کينسر سبب شى

 

#پينځم . . . د کينسر يو بل اهم علت د زخم تر ډير وخت نه جوړيدل هم کيداى شى نو له هم دکبله بايد زخم تر ډيره وخته بغير له علاج پرينښودل شى او بايد په وخت يې علاج وشى  . 

#شپږم . . . بيکټيريا Bacteria : 

ځينې ساينس پوهان په دې نظر دي چې ځينې بيکټريا لکه د H.Pylori کولې شي چې د معيدې د کينسر سبب شي

#اووم ...عمر   Age :

 کينسر يا سرطان ممکن چې د عمر په پړاو کې انسان ته وشي يعنى له ماشومتوب نه را واخله تر زړښت پورې خو د دې هر څه باوجو عمر د کينسر ناروغې يو تر ټولو ستر علت ګڼل کيږي ځه چې څيړنو دا خبره ثابته کړي ده چې د کينسر  په 10 ناروغانو کې د 9 ناروغانو عمر 45 او يا تر 45 کالو پورته وي . يعنى 

له ۱ څخه تر ۵ کالو کې 1% 

له ۲۰ تر ۳۴ کالو           3% 

له ۳۴ تر  ۴۴ کالو          5%

له ۴۵ تر ۵۴   کالو         14%

له ۴۵ تر ۶۰ کالو            24%

له ۶۰ تر  ۷۴ کالو          25% 

له  ۷۴ تر ۸۰ کالو           8%     

 

#د_کينسر_علاج :         #Treatment_of_Cancer

د کينسر علاج په مختلفو طريقو کيدلې شي چې د هغې جملې نه دا لاندې يې مهمې طريقې دي

 

۱ .... عمليات  ................................. Surgery 

۲  ... د شعا په واسطه................ Radio Therapy 

۳ ... د درملو په واسطه ...........Chemotherapy 

۴ .. دفاعي سيسټم په واسطه Immuno Therapy 

۵ ... د جين په واسطه ............. Gene Therapy 

۶ .... د خوراک په واسطه .........  Diet Therapy 

۷ ... د بيکټريا په واسطه ..... Bactero Therapy 

 

#يادګيرنه : د ځينو بيکټرياو په هکله يو نظر  وړاندې شوې چې کولې شي د کينسر په علاج کې ترې ګټه واخيستلاى شي ځکه چې بيکټر د پروټيز proteases په نوم داسې انزايمونه خارجوي کوم چې د کينسر په علاج کې مرسته کوي

 

پہ درنۺت 

ستاسو ورور

ډاکټر  سيف الرحمان پۺتون ـ

ماليکيولر بيالوجيسټ

د عامې روغتيا وزارت پخوانی ټرینر , کابل افغانستان

Dr. Saif ur Rehman Pashtoon.

Molecular Biologist.

Ex-National PCR Trainer, MoPH. 

Kabul,Afghanistan.

 

-
بېرته شاته