(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جادوګره مسکا

[19.Oct.2023 - 23:06]

جادوګره مسکا / لنډه کیسه یا یوه ادبی ټوټه

لیک: سید عبید الله نادر

هلته چې د ګرم بازارپه ګڼه ګونه  کې مو سره ولیدل ،او یو بل باندی مو سترګي خوږي ولګیدی ،لږ سره دواړه پښه نیولي شو،او تم شو،ته راته مسکۍ شوي ،او زه هم تاته په مسکا شوم، څو واري د بازار هغه سر او بل سر ته ولاړو ،او د خلکو د کاروان او ګڼې ګوڼې سره به بیرته راوګرځیدو،او بیا به مو سره ولیدل ،او یو بل ته به مسکا شو . خو مونږ یو بل ته په زړه کې معلومه وه ،چې په داسي یو یاغی ښار کې ،اظهار د میني او محبت کول ستونزمن او ګران کار دی ،دا می یاد نه دي ،چې څو ځله په همدې بازار کې ښکته او پورته لاړو ،بیا به بیرته راغلو او بیا به سره مخامخ شو ،خو تا څو ځلي په غلچکۍ سترګو او کتوسره، زه سر تر پایه ولیدلم ،چې زه په دي پوه شوم .نه پوهیږم د هغي ورځي وروسته د دي کوڅي او بازار نه په وتلو سره، زما د زړه نه سکون او قرار کوچ وکړ ،ځکه هغه جادوګره مسکا به هر ځل زما ذهن ته راتله،او زه به یې بې اختیاره د همدې بازار خواته راوکاږلم ،د هغي نه وروسته زه هر کله د هماغی مسکا په یاد همدې بازار ته راځم ،او راتلم ،خو افسوس چې نه ته راغلې او نه هغه مسکا ما بیا ولیده ،بازار وو د بازار ګڼه ګوڼه وه د بازار ګرمی وه خو ستا مسکا نه وه ،ګمان کوم چې ته د ښاپیریو د ښار نه زما دزړه د وړلو له پاره دلته راغلې وې ،

 

-
بېرته شاته