(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10/11- 9/11

[19.Oct.2023 - 23:05]

متقاعد ډاکټر حمید الله زړور ساپی

                                          (ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟)

وايي،دنړۍ دوه سوه ملکو کښې

دوه سټیټونه دي په شان د کینسرو کې

یو-یو کال له بله وروسته پروټوپلاسټ *شوي

دیوه نوم پاک-استان او د بل ازراعيل ،یهودستان!

د هر یو لاسونه تر پښو په وینو سره دي

دهر یو پښو پردۍ ځمکې لاندې کړي

نړیوال ښکیلاک، زبیښاک دوی زیږولي

انګریزان ېې دي پلرونه او ادې ې امریکه ده

او تر اوسه ې بیشماره حجرې دي وژلي

دوه دانې دسرطان دي ،انتشار کړي خوا او شاته

د حجرو وینې ،غوښې خوري او ساوې

د مظلومو چغې ،ساندې نه اوري فریادونه

بالایی پر روغتونو کړي بمباردونه

د کندز او دغزې فرق دوی ته نشته

خلک دې مړه شي ، تر څو ځمکه دوی ته تشه

څوک تش لاس شړي له کوره څوک قتلوي

اما،ازراعيل یهودستان جوړوي

او دا بل پنجابستان!!

ستراتیژئ دي له فراته تر نیل نهره

اباسیند نه تر آمو او تر خجنده!!

هوکې یوه ډرامه وه د ناین/الیون*

ملیونونه افغانان/او پښتانه ې در بدر کړل

عربان ، حوثیان سوریان ېې هم وداړل

اوس ې بله ډرامه د ټِن/ سیون کړه!!*

استکبار او رسنئ ورته ماتم کړه

اما و لاکن:

ولسونه نور طاقت د ظلم نلري

وايي دا کینسرونه باید ختم شي

یا له بیخه آپریشن یا عملیات شي!*

یا درمل د حزب اله ورته پکار ده!!!**

یا هم خپلو اټم بم کې صاروخي شي!!***

دا بیګن،بایډن ،بوشان هسې ډانکیان دي

اسلامي ملکونو مشر هم ګوډاګیان دي!

دوی ته بیا یو احمد خان پکار دی

یو بل جمال ناصر لازم

او یا سلطان عبدالحمید او ایوبي  ته احتیاج شته!

 

*پروتوپلاست= د بیولوژیکی حجرې لمړنۍ جوړښتي ماده

*نهم د سپټمبر؛ اووم د اکتوبر!!

*جراحي بیخچن عملیات!

** شیموتراپی یا کیمیاوی درملو سره د کینسر کنترول!!!

*** راډیوتراپئ ؛ او صاروخ په عربۍ کې میزاییل راکټ ته وایی!!

 

-
بېرته شاته