(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهید دوره

[05.Oct.2023 - 12:56]

د خان شهید دوره افغانستان 

مزارشریف۲

په دا بل سهار موږ د مجاهد عجب خان آفریدي مېلمستیا ته  ولاړو, عجب خان آفریدي د خان صاحب په درنښت (نهه 9) پسونه هلال کړل د مزاري ټول مخور درانه خلک یې مېلمستیا ته را غوښتي ول.

پخپله ډېر زیات ضعیف او په سترګو معذور وو.

تقریباً د نیوي 90 کلونو په عمر کښي وو.

خپلو زامنو تر لاس نیولی وو او په بل لاس کي یې لکړه وه.

خان صاحب غیږ ورکړه او ورته یې وو ویل !

 

                زه هم ستا د همت د لاري ملګری یم. ته د پښتنو      

                یو ابدي افتخار یې. زه ستا لیدلو ته راغلی یم.

 

عجب خان آفریدي وو ویل!

زما سره خو یوازي توره وه مګر ستاسره یوه خوا ته د غازي عبدالله خان اڅکزي توره په میراث کي پاته وه, او بله خوا ته ستا خپل عظیم فکر او د زورور تدبیر رڼا.

زما له تا څخه ډيري هیلي دي چي ته به د خپل نیکه پر پله ځې

#خان_شهید ورته  وو  ویل  !

                            #باور_وکه_زه_به_په_دې_لاره_کي_ځان_قامي_قربانۍته_

#خیرات_کړم  .

 

او په رشتیا  هم  داسي وسول خان شهید د خپل قام لپاره ځان قربان کړ.

#پوهنمل_محمددین_ژواک 

 

بابائې پشتون اور پشتونخوا/جلدپنجم/پروفیسرغنوصاحب۱۸.

ژباړه:- Naseer Nangial 

 

نوټ 

د عجب خان آفریدي مختصر تعارف په دې لاندي لنک کښي کتلائي سئ. را ځئ چي د ګران افغانستان سېلونه وکړو

نصیر ننګېال

-
بېرته شاته