(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان رونولوژېکه

[05.Oct.2023 - 12:52]

                            چـې  پـــه خــپـلــه  پـښـتــو  ژبــــه  لـیـکــل  نـه کړي

                            دا لــیکـوال دې  د  نـا لــوســتي  نــه  قــربـان  شي

 

07.12.2019 نېټه کونړ کولتوري ټولنې د ستر وزیرمحمد ګل خان  بابا سیمینار  جوړ کړی وو

سره ددې، چې د سیمېنار ګډونوال ټول پښتانه وو اوښاغلی حلېم تنوېر په پښتو ژبه هم ښه برلاسی و، خو په خپله ژبه (پارسي/ دري) یې  وینا وکړه، چې دخپلې ژبې سره مینه  یې د ستاېنې وړ ده

ښاغلي تنوېر پدې سره دپښتنو هغه پوهانو، لیکوالانو، روڼ اندو او دولتي لوړ پوړو او ټېټ پوړو چارواکو ته، چې دپېژند د کړکېچ سره مخ دي، پر مخ درنه څپېړه ورکړه، چې دخپلې ژبې پرځای پردۍ ژبې ته برتري ورکوي او احساس د کمترۍ لري.

(نصیر ستوری)

_____________________

د تاریخ په اوږدو کي لوی افغانستان څنګه او ولي وړوکی شو ؟ د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.

 

۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د 5اب سکهانو تر پرېښوول سوه.

 

۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.

 

۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.

 

۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.

 

۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.

 

۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.

 

۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د انګلیسانو لاس ته ورغئ.

 

۸- بلوچستان ولایت د 1854 تر- 1876 عیسوي کاله د انګلیسانو له خوا ونیول سو.

 

۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کي له 1884م کال کي د روسانو له خوا ونیول سو.

 

۱۰- شال، پښین، کوږک، کرمه، لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل سو.

 

۱۱- سوات، باجوړ، چترال، او وزیري، ا رنوي، داورچاګي، او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د یو طرفه تړون په اساس د سلو کلونو دپاره انګلیسانو ته ورکړل سو.

 

۱۲-د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه لاندي کړه .

 

۱۳-دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د انګلیسي هیئت له خوا ایران ته ورکړل سوه.

 

۱۴_وزیرستان په 1896 کې د انګلسانو له خوا ونیول شو

 

او اوس هم د همسايګانو لخوا کوښښ کيږي چي د افغانستان ځيني سيمي په يوه نامه ؤ بل نامه لاندي سي.

 

 

 

 

-
بېرته شاته