(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان لرغون پېژندنه

[23.Sep.2023 - 14:39]

د ډاکټر ارمان صاحب نوې تحقيقي کتاب "د افغانستان لرغون پېژندنه" د مفکوره لۀ خوا چاپ شو

 

"د ډاکټر سمیع الدین ارمان تنقید نګاري: يؤ اعتراف"

 

پښتو ادب چې د شلمې صدۍ د بدلېدو سره پۀ تخلیقي حواله کوم نوے مزاج خپل کړو د تنقید پۀ حواله هم ئې یؤ نوے رنګ واخستو. اګر چې دلته کوم مباحث د یویشتمې صدۍ پښتو تنقید کښې شروع کېږي هغه مغرب کښې د شلمې صدۍ مهم مباحث وو اؤ بیا د شلمې صدۍ وروستۍ نیمه کښې اردو ادب هم خپل کړي خو ولې پۀ یویشتمه صدۍ کښې هم دغو مباحثو خپل قدر و قیمت نۀ دے بائللے نو پۀ هم دغه جواز پښتو ادب کښې هم د یویشتمې صدۍ وړومبۍ لسیزه کښې عموماً اؤ دویمه لسیزه کښې خصوصاً دغې ته پام لرنه کېږي.

پۀ دغه سلسله کښې خصوصاً د "تهیورۍ" مختلف تعقلات د بحث حصه جوړېږي.یعنې د ساختیات، پس ساختیات، جدیدیت، مابعدجدیدیت،قاري اساس تنقید، اؤ دا رنګ نور موضوعات د پښتو تنقید لمن ته راغلي دي.د دغو مباحثو راؤړونکیو نقادانو کښې یؤ سمیع الدین ارمان دے..هغه د تحقیق، تنقید اؤ تخلیق درې واړو لارو لاروے دے اؤ تر هر چا چمتو دے. د څلوېښتو کلونو نه پۀ کم عمر کښې ئې پښتو ژبې ته دومره علمي سرمایه ورکړې ده چې ډېرو خلقو پۀ پنځوسو اؤ شپېتو کلونو کښې نۀ ده ورکړې.ارمان صاحب پۀ متعدد ژبو عبور لري اؤ پۀ موضوعاتي توګه هم د فکشن،شاعرۍ،سیاسیاتو،لسانیاتو، فلسفې،مذاهبو، تاریخ وغېره غرض دا چې ګڼ اړخیزه، فراخه اؤ دقیقه مطالعه لري اؤ هم دغه علمي فراختیا د هغۀ تنقید ته استناد بخښي. هسې خو تر دې دمه د سمیع الدین ارمان چاپ کتابونه دا دي:

تنقیدي تعبیرات(دوه جلده)

زرپاش

تنقیق

نړیوال تنقیدي معیارونه

کرکشن

افغان سدارتهـ

افغان ادب لوري

مدرسه اؤ امریکه

ادراک(د نثرمونو مجموعه)

بادشاه خان بهارت میں(ترتیب اؤ ترجمه)

باتیں ہمارے باچاخان کی(ترجمه

خو ولې پۀ دغو کتابونو کښې زمونږ تعلق د هغو سره دے چې د تنقید سره وابسطه دي ځکه نو فی الحال د تنقید نه علاوه دغه نور کتابونه زمونږ د بحث نه بهر دي.

1: تنقیدي تعبیرات(دوه جلدونه)

تر دې دمه د تنقیدي تعبیرات دوه جلدونه چاپ شوي.وړومبے جلد پۀ دسمبر کال دوه زره شپاړسم کښې د اعراف پرنټرز لۀ خوا شائع شوے.دې کښې د نورو کتابونو پۀ نسبت عملي تنقید ته زیاته توجه شوې.د مختلفو غزلونو اؤ کتابونو تنقیدي جاج اخستے شوے چې د پښتو عملي تنقید کښې یوه ښه اضافه ده.دا د ارمان د تنقید وړمبے کتاب دے اؤ پۀ وړو وړو مضامینو مشتمل دے.حیات روغاني، فېصل فاران، محمود ایاز اؤ مراد لائق پرې سریزې لیکلي اؤ د ارمان د تنقیدي تعبیراتو ئې ستاینه کړې. د تنقیدي تعبیرات دویم جلد کال دوه زره اوولسم کښې د کوېټې پښتو اکېډمۍ لۀ خوا شائع شوے.دا کتاب هم پۀ موضوعي لحاظ ډېر تنوع لري. نظریاتي مباحث هم لري اؤ پۀ فنپارو اؤ کتابونو عملي تنقید هم د دې کتاب حصه ده.سید خېر محمد عارف د دې کتاب پۀ سریزه کښې لیکي چې:

"د موضوع سره د مطابقت پۀ اړوند هغه د مغرب اؤ مشرق د اهل علم وګړو چوڼلي افکار کارولي دي. لۀ هغو څخه ئې پۀ مدلل توګه استفاده کړې ده خو د حق اؤ نا حقه مثبت اؤ منفي اړخونو مشاهده ئې پۀ خپل نظر کړې."¹

یعنې دا صرف د نورو ژبو مباحث اؤ معلومات خپلې ژبې ته راؤړل نۀ دي بلکې پۀ هغۀ ئې یؤ خپل نظر هم وړاندې کړے. پۀ دې کتاب دویمه سریزه خلیل باور د "تنقیدی تعبیرات(۲) تر عنوان لاندې لیکلې ده چې هغه کتاب کښې شامله یوه اصطلاح "کرکشن" د ارمان ورکړه ګڼي لکه هغه لیکي چې:

" پۀ دې کتاب کښې د کرکشن پۀ نوم د یؤ ادبي اصطلاح تعارف شوے اؤ ډېر ګټور بحث باندې شوے. دا اصطلاح د ادبي اصطلاحاتو یا ادبي فرهنګي ټولګو زما تر نظره نۀ ده تېره شوې. داسې ښکاري دا یوه نوې اصطلاح ده چې دۀ متعارف کړې ده."²

د تنقیدي تعبیرات دواړه جلدونه د عملي تنقید اؤ دویم جلد ورسره د نظریاتي تنقید پښتو کښې قابل قدر اضافه ده.

2: کرکشن

  دا کتاب پۀ پۀ کال دوه زره اتلسم کښې چاپ دے.د لیکوال د خپلې مقدمې نه علاوه پرې د حیات روغاني اؤ ډاکټر همدرد یوسفزي سریزې لیکلې شوي.کرکشن اصطلاح پښتو ته پۀ اول ځل سمیع الدین ارمان راؤړه.د کرکشن پۀ حقله ډاکټر ناصر عباس نیئر لیکي چې:

"افسانوی ادب کی تنقید کےلیے پہلے "فکشن کی تنقید" کی ترکیب مستعمل تھی؛ پھر کرکشن(Criction) کی اصطلاح وضع ہوئی، جسے Criticism اور Fiction سے بنایاگیا تھا، مگر اس کا چلن نہ ہوسکا.فی زمانہ "بیانیات" کی اصطلاح رائج ہے..." ³

ترجمه: د قیصه ایز ادب د تنقید دپاره اول "د فکشن تنقید" ترکیب پکارولے شو، بیا "کرکشناصطلاح جوړه شوه چې د Criticism اؤ Fiction نه جوړه شوې وه خو ولې هغه مقبوله نۀ شوه.اوس محال بیانیات اصطلاح رائج ده.

پښتو تنقید کښې چې هر کله د فکشن د نوي تنقیدي مباحثو دباره کومه مخصوص اصطلاح تر دې دمه نۀ وه نو سمیع الدین ارمان دغه اصطلاح پکارولے اؤ امکان لري چې مقبوله شي.

کرکشن کښې د دولسو نړیوال نمائنده ناولونو اؤ د هغې د لیکونکیو پۀ حقله تحقیقي اؤ تنقیدي نظر وړاندې شوے.د اهمیت وړ دا چې محض د فنپارو خلاصې ئې نۀ دي راؤړي بلکې د تنقید سره سره ئې د خپلې خاؤرې ټچ هم ورکړې لکه حیات روغانے چې سریزه کښې لیکي:

"بیا دغه کتابونو باندې ئې من و عن تبصره نۀ ده کړې. د معاصر ادب ملحوظ ساتلو سره د خپلې خاؤرې اؤ معروض  د نفسیاتو رڼا کښې د تاریخي واقعیت پاملرنې سره د نړیوال فکشن د نمائنده شاهکارونو پۀ متون د یؤ پښتون نقد دے." ⁴

د کرکشن نه داسې معلومېږي چې سمیع الدین ارمان د پښتو فکشن د نړیوال ادب د نمائنده کولو پۀ ارمان دے.تر دې وړاندې پښتو تنقید کښې د فکشن پۀ باب له دومره باقاعده اؤ باضابطه کار چې د نوو تنقیدي مباحثو پۀ رڼا کښې وي، نۀ دے شوے.

3: تنقیق

تنقیق د سمیع الدین ارمان د مختلفو تنقیدي مضامینو اؤ مقالو مجموعه ده چې اول وار پۀ کال دوه زره اتلسم کښې اؤ دویم وار نومبر دوه زره نولسم کښې اعراف پبلشرز چاپ کړې.

دا کتاب پۀ مختلفو نظریاتو اؤ تصورات بحث کوي اؤ دې سره سره پۀ پښتو کتابونو خپل تنقیدي نظر هم وړاندې کوي.د ادب نه علاوه د فلسفې، تاریخ، نفسیاتو، سیاسیاتو،لسانیاتو اؤ یؤ شمېر نورو علومو سره تړلي مباحث دلته پۀ انتهائي سلیقې سره شوي دی.

د تنقیق اصطلاح د تنقید+تحقیق نه جوړه ده چې د تنقید اؤ تحقیق د مشترک لیکونو دپاره استعمال شوې.اردو دا رنګ اصطلاح ډاکټر جمیل جالبي هم استعمال کړې خو هغۀ تحقیق وړاندې کړے اؤ تنقید وروستو ولې ارمان تنقید وړاندې کړے. د سریزې پۀ طور ډاکټر اظهار الله اظهار د "پرانستې لارې" د عنوان لاندې یوه علمي مقدمه لیکلې چې د ارمان د تنقید د استناد اعتراف ئې کړے.اظهارالله اظهار د تنقیق سریزه کښې لیکي چې

" ښکاره خبره ده چې د ښاغلي ارمان صاحب انتقادي نظر د موضوع د تفهیم پۀ منطق کښې بېخي نۀ تېروځي بلکې پۀ لاس راغلي تفهیمات اؤ انتقادي پوهې د پښتو ادب د نوي تعین پۀ سفر کښې ځائے پۀ ځائے پۀ ډېر هنر پکار راولي.د ښاغلي ارمان زېر انتقاد کتاب د تخلیق د بصیرتونو ترلاسه کولو دپاره یقیناً چې کلیدي حېثیت لري..."⁵

د سمیع الدین ارمان د علمي موضوعاتي تنوع پۀ وجه اکثر تنقیدي ژبه اصطلاحي اؤ نهایته علمي وي ځکه نو هغه خلق چې د تنقید سره دلچسپي اؤ وابستګي نۀ لري هغوي د ارمان ژبه ګرانه ګڼي ولې د ادب اؤ تنقید د متعلقینو دپاره هیڅ ګراني اؤ پيچیدګي نۀ لري بلکې پۀ اسانه ترې استفاده کوي لکه هم دا خبره اظهارالله اظهار هم کوي چې:

"کمال دا دے چې پیچیده مباحث پۀ کښې داسې اسان شوي دي چې د ادب مبتدیان ترې نه هم زدکړه کولې شي اؤ علمي شخصیاتو ته ئې هم د تعبیرونو پرانستې دنیاګانې مخې ته اېښؤدلي دي..."⁶

غرض دا چې تنقیق د طالب علمانو اؤ استاذانو ټولو دپاره د تنقیدي شعور د بوزغلي کردار ادا کوي.

4: نړیوال تنقیدي معیارونه

نړیوال تنقیدي معیارونه د "مفکوره" لۀ خوا د دوه زره شلم د جون میاشت کښې شائع شوے.دا کتاب باقاعده د تهیورۍ د مباحثو دپاره د مبتدي لوستونکیو دپاره مهم کردار ادا کولے شي ځکه چې د کتاب وړومبۍ مقاله "نړیوال تنقیدي معیارونه" کښې د تهیورۍ اساسي مباحث مخې ته راؤړلی شوي اؤ تعارف ئې شوے چې هغې کښې جدیدیت،ساختیات،پس ساختیات، ردتشکیل،مابعد جدیدیت، بېن المتونیت، مابعد نوآبادیات،نوتاریخیت، ثقافتي مادیت، ماحولیاتي تنقید اؤ تانیثیت شامل دي.بله یوه درنه برخه دې کتاب کښې د نثرم ده. د نظم خوځښت نوښتګر چې د نظم د ودې کومه هڅه کوله نو دوه اصناف ئې د خپل بحث ذریعه جوړ کړی وو چې هغه ازاد نظم اؤ نثرم وو. ازاد نظم خو تر ډېره حده منلے شوے وۀ خو ولې نثرم ته هیڅ لاره نۀ وه ځکه نو دې خوځښت نثرم ته زیاته توجه کړې ده.سمیع الدین ارمان د دغه خوځښت بنیادي غړو نه یؤ دے. هغه کۀ یؤ خوا د "ادراک" پۀ نوم د نثرمونو یوه مجموعه هم لري نو بله خوا د نثرم پۀ نقادانو کښې هم شامل دے اؤ نثرم شته کولو کښې ئې لوے لاس لرلے دے. مذکوره کتاب پۀ دغه حواله درې مقالې لري.دې سره سره پۀ ځینې نورو ادبي اؤ سیاسي موضوعاتو هم مقالې لري. مجموعي لحاظ سره دا کتاب هم د پښتو تنقید پۀ روایت کښې یوه درنه اضافه ده.

5: افغان سدارتهـ

"سدارتهـ" د جرمن لیکوال هرمان هېسے ناول دے اؤ پښتو ته شاهین بونېري هم پۀ دغه نوم ژباړلے.سمیع الدین ارمان د سدارتهـ ناول د تعبیر اؤ تنقید پۀ لړ کښې هغه ټول توضیحات د "افغان سدارتهـ" پۀ شکل کښې مخې ته راؤړل کوم چې د سدارتهـ د تعبیري لوست دپاره ضروري وو.اګر کۀ دلته ارمان نېغه پۀ نېغه د ناول تعین قدر نۀ ټاکي ولې بلواسطه د ناول پۀ ماهیت هم خبره کوي اؤ پۀ ژباړه هم اؤ دې سره د پښتون معروض هم تړي.

افغان سدارتهـ پۀ جولائۍ دوه زره یویشتم کښې د "مفوره" لۀ خوا شائع شوے. مفکوره خپل یادښت کښې لیکي چې:

"پښتو ادب کښې فکر، تنقید اؤ تحقیق د روایت لاس نیولي نوو سائنسي افقونو ته لاس غزوي. "افغان سدارتهـ" د یؤ تاریخي ناول د لوست نه پس د هغې د جوهر د خپل فکر و فن/ ټولنې/ جغرافیې اؤ معروض سره د تړون، شننې اؤ پرانستنې یؤ بېخي نوے نازولے روایت رازېږوي."⁷

دا کتاب پۀ ترجمه نګارۍ، تصوف، تاریخ، فلسفه لسانیاتو غرض ګڼو علومو باندې بحث کوي اؤ د تنقیدی سره ئې کوي.

6: افغان ادب لوري

"افغان ادب لوري" هم د سمیع الدین ارمان د تنقيدي ليکنو مجموعه ده چې پۀ د دوه زره دوه ويشتم پۀ اګست کښې د "مفکوره" لۀ خوا شائع شوې.دا کتاب دوه سوه اؤ درې نوي مخونه لري اؤ د فهرست لۀ رويه پۀ پينځو حصو مشتمل دے چې څۀ دا رنګ دي:

وړومبۍ برخه: پۀ بېلابېلو سيمينارونو کښې وړاندې کړې شوې مقالې

دويمه برخه: استعمار، نړيوالتوب اؤ افغان ادب لوري

درېمه برخه: څۀ نور معاصر افغان ادب لوري

څلورمه برخه: د سهېلي پښتونخوا ناوياته ادبي ونډه

پينځمه برخه: ادبي خاطرې

دا ټولې برخې بيا ځان ځان له متعدد لیکنې لري اؤ د ماهيت لۀ رويه پۀ مختلفو علمي جهتونو حاوي دي.

 

حوالې

1: خېر محمد عارف، تنقیدي تعبیرات، مشموله تنقیدي تعبیرات، سمیع الدین ارمان،مخ 6، پښتو اکېډمي بلوچستان کوېټه، 2017.

2: ایضاً مخ 10.

3: ناصر عباس نیئر، بیانیات کی اصطلاحات: وضاحتی فرہنگ، مشمولہ بیانیات، قاضی افضال حسین، مخ 288، عکس پبلیکیشنز لاهور، 2019.

4:حیات روغانے، د ارمان کرکشن، مشموله کرکشن، سمیع الدین ارمان، مخ28،اعراف پرنټ اېنډ پبلشرز پېښور، 2018.

5: اظهارالله اظهار، پرانستې لارې، مشموله تنقیق، سمیع الدین ارمان، مخ 11،اعراف پرنټ اېنډ پبلشرز پېښور، 2018. 

6:ایضاً مخ 14.

7: د مفکوره یادښت، مشموله افغان سدارتهـ ، مخونه 6 اؤ 7، ایلۍ چاپ چارې جنګي محله پېښور، جولائي 2021.

 

نوټ: ما تقليدي د شخصيت پرستۍ پۀ ماحول کښې د سفاک اؤ ګستاخ نقد رويه د ډاکټر ارمان صاحب اؤ فاران صاحب د ليکنو نه ذده کړې ده اؤ زۀ ګڼم چې داسې ماحول کښې د بدلون دپاره دا قسمه تنقيدي رويه لازمه هم ده. ځکه نو ارمان صاحب زۀ د نقد نه عاري کومه مقدسه هستي نۀ ګڼم اؤ نۀ څوک داسې ګڼل پکار دي خو پۀ هر حال د هغوي د خدماتو اؤ خصوصاً د تنقيدي زيار د اعتراف پۀ توګه ما دا ليکنه کړې پۀ دې هيله چې ټول پښتانۀ به ئې همېشه نازوي.

 

سعدالرحمان مسرور 

پیرسباک، نؤښار

پينځلسم اګست دوه زره درې ويشتم

-
بېرته شاته